پاکستان د امریکايي ځواکونو د شمیر په زیاتیدو خوشال نه دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې دنوامبر دمیاشتی په ۲۵ نیټه ګڼه کې د امریکا اوپاکستان د اړیکو په باب د احمدرشید په قلم یوه لیکنه خپره کړې او د هغه له قوله یې لیکلي چې پاکستان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر به زیاتیدو خوشاله نه دی
احمدرشید وايي پاکستان ته په روانه اوونۍ کې د درو امریکايی چارواکو سفرد امریکا اوپاکستان په اړیکو کې د ستونزې ښکارندويي کوي .
امریکا د سیمې لپاره د خپلې ستراتیژۍ په وړاندې کولو کې چې په پسرلي کې یې د هغې د اعلانولو ژمنه کړې وه ، پاتې راغلی او داسې ښکاري چې له پاکستان سره په دې برخه کې اختلاف سبب شوی چې د افغانستان اوپاکستان لپاره د ولسمشربارک اوباما ستراتیژي تراوسه پورې وځنډېږي .
احمدرشید وايي پاکستان د افغانستان لپاره د ولسمشربارک اوباما له هرې ستراتیژۍ سره مخالف دی. پاکستان هیله لري چې ولسمشربارک اوباما به خپل مېلمه من موهن سینګ وهڅوي چې د اسلام اباد په وړاندې نرم دریځ خپل کړي خو پاکستانیان هم باید د افغانستان او جنوبي اسیا په وړاندې نرمښت ته غاړه کښېږدي .
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن، د ملي امنیت سلاکار جېمز جونز اود سي آی اې رييس لیون پانیتا د پاکستان په وروستیو سفرونو کې ژمنه وکړه چې د سیمې د مسایلو د حل کولو لپاره به پرهند فشار راولي .خو د پاکستان پوځ د امریکا پرژمنو باور نه کوي او د اسلام اباد پرملکي حکومت یې فشار راوړی چې خپل امریکايي پلوه دریځونه بدل کړي .
احمدرشید د دې مقالې په دوام کې لیکي چې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو استول به د پاکستان د پوځ له مرستې سره تړلی وي چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو لپاره وړل د موادو د کاروانونو ترانزیتي لاره خوندي کړي .
هغه همداراز لیکلي : امریکا به حتی دې ته هم اړتیا ولري چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې او د سرحدونو په اوږدو کې د تروریستانود ځالو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي .
د پاکستان پوځ چې په سیمه ییزه پالیسۍ کې یې د دغه هیواد حکومت ترخپل اغېزلاندې راوستی دی، نه غواړي چې د امریکا پوځ له افغانستانه ووځي،خو په عین حال کې افغانستان ته د زیات شمېرامریکايي پوځیانو له راتګ سره هم موافق نه دی ځکه چې وېره لري چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له زیاتېدو سره به افغانان مجبوره شي چې د پاکستان خاورې ته پناه یوسي او دا کار به د پاکستاني طالبانو روحیه پیاوړې کړي .
تردې مخکې نړیوالورسنیو ویلي وو چې پاکستان په دې خاطرافغانستان ته د نورو سرتېرو له لېږلو سره مخالف دی چې اندېښنه لري چې وسله وال طالبان د پاکستان خاورې ته مخه کړي او د دغه هیواد پرضد له جنګېدونکو پاکستاني طالبانو سره به لاسونه یو کړي .
احمدرشید د خپلې لیکنې په دوام کې وايي چې د پاکستان پوځ په وروستیو کې په وزیرستان او د سرحد ایالت په یوشمېر سیمو کې د پام وړ پرمختګ کړی او په جنوبي وزیرستان کې یې د طالبانو مرکزونه نیولي خو لا هم په شمالي وزیرستان او دغه راز کوټه کې چې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا مېشته ده ، اقدام نه کوي .
د امریکا پوځ د افغانستان په جنوب او ختیځ کې ترهغو بریالی کېدای نه شي چې د پاکستان له خاورې څخه طالبانو ته د ورتلونکو مرستو مخه نه ویي نیول شوې .
احمدرشید همداراز وايي که د امریکا اوناټوځواکونه په افغانستان کې غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي چې په راتلونکو څو کلونو کې طالبانو ته ماتې ورکړي، د پاکستان پوځ ښايي له لوېدیځ سره ملاتړ وکړي خوکه خبره داسې وي لکه چې ولسمشربارک اوباما او د نورو اروپايي هیوادونو یې یادونه کړې چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان جوړوي، بیا د پاکستان پوځ ممکن هڅه وکړي چې د افغانستان ولسمشروهڅوي چې په کابل کې د یوه پاکستاني پلوي حکومت د جوړېدو لپاره د پاکستان په منځګړتوب له طالبانوسره روغه وکړي .
احمدرشید وايي چې د پاکستان پوځ نور له سخت دریځوسره مینه نه لري خود افغان طالبانو اوپاکستاني طالبانو ترمنځ توپیرکوي .
افغان طالبان په افغانستان کې د پاکستان بالقوه ملاتړي ګڼل ګېږي خو پاکستانخپلوپاکستاني طالبان د پاکستان بقا ته د خطرپه سترګه ګوري ,

په یوه اعلامیه کی چی ویل کیږی د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر لخوا خپره شوی ،د ملک د اته کلنی جگړی د پای ته رسیدو لپاره د سولی د مذاکراتو غږ بیا هم پکی رد شوی دی
.
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی تیره اونی د خپلی لوړی د مراسمو په ترڅ کی د یاغیانو سره د مذاکراتو کولو غوښتنه بیا تکرار کړی وه .
په یوه خبر لیک کی چی د طالبانو په انټرنیټی پاڼه کی نن خپوره شوی ، د طالبانو مشر ویلی چی په هیڅ ډول به په هغو مذامکراتو کی برخه وانخلی چی په افغانستان کی د خارجی قواوو د شته والی موده اوږده کړی .
ملا عمر د امریکا په اړه په داسی حال کی خبری وکړی چی جمهور ریس براک اوباما په نظر کی لری چی د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژی اعلان وکړی چی په هغو کی به افغانستان ته ممکن د زرگونو عسکرو لیږل هم شامل وی .
ملا عمر د خبرلیک په یوه برخه کی د امریکا خلکو او سیاسی مشرانو ته په خطاب کبی ویلی چی په افغانستان کی به د هغوی ماته د نورو عسکرو په لیږلو سره دفاع نشی .
هغه د افغانستان نه د خارجی قواوو د وتلو غږ وکړ .
ملاعمر مخکی لا ویلی و چی د خارجی قواوو د وتلو مخکی به په هیڅ ډول مذاکراتو کی برخه وانخلی .
امریکایی او افغان مشرانو د هغو طالبانو سره د مذاکراتو غږ کړی و چی د القاعدی سره تړاو ونلری، وسلی په ځمکه کیږدی او د افغانستان په سیاسی بحیر کی داخل شی .
ځینی یاغیان د دی فرصت نه په گټی اخیستو سره د حکومت سره یو ځای شوی دی، خو د طالبانو کومی غټی ډلی د مذاکراتو ملاتړ ندی کړی .
ملا عمر همدا شان په طالبانو غږ کړی چی په افغانی او امریکایی قواوو باندی د حملی په وخت کی ملکی خلکو ته مرگ ژوبله وانه ړوی .
د طالبانو په حملو کی معمولا ملکی خلک وژل کیږی او امریکایی چارواکی وایی چی طالبان د ملکی بی گناه خلکو نه د بشری سپر پحیث کار اخلی .
ملا عمر په ٢٠٠١ کال کی د امریکا د حملی راهیسی پټ دی ، خو هغه اکثرا خپلی لیکل شوی اعلامیی خپروی، خپل ملاتړ کونکی خوشحالوی او د افغانستان حکومت او خارجی قواوی تورنوی .

افغان او امریکایی چارواکی گمان کوی چی ملا عمر په پاکستان کی پټ دی ، خو پاکستانی چارواکی په دی ټینگار کوی چی چی هغه په پاکستان کی نشته