Kobferins په تاجکستان کي دافغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب اله غمخور

منبع : فيرغانه رو، "ИА Фергана.Ру" ، afghanistan.ru
دافغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس
درنو لوستونکو!
دامطلب ماله افغانستان رو اوپه ځانگړې توگه له فرغانه رو چې دتاجکستان دعلومواکاډمۍ ويب پانه ده له څو راپورواو مرکو څخه ژباړلۍ او ترتيب کړۍ دی ،له دي کبله معين ليکوال نلري .
دروان کال دسمبردمياشتي په ((۱۱ او ۱۲)) نېټه دتاجکستان په پلازمېنه دوشنبې په ښار کښي ((افغانستان او سيمه ايز ټيکاو : تر طالبانو پنځه کاله وروسته )) تر نامه لاندي نړيوال کنفرانس جوړ سو.
دا کنفرانس چي کاملأ يې علمي او تحقيقاتي بڼه يې درلوده دتاجکستان دعلومو داکاډمی دشرق پېژندني دانستيتوت ،دالکساندر کينازيف دټولنيز فوند (Бишкек) ،اوددوشنبې دکنفليکتالوژی او سيمه ايزو څېړنو مرکز (конфликтологии и региональных исследований ) لخوا رابلل شوی و .

دکنفرانس په کارکښي دتاجکستان ،روسې ،انگلستان ،امريکا ،ازبکستان،قرغزستان هيوادو پوهانو او دولتي څېرو، په تاجکستان کي دافغانستان سفير سيدمحمد خيرخوااو دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت دستراتېژيکي څېړنودمرکز مدير ښاغلي حضرت وهريز هم گډون درلود.
ددې کنفرانس موخه په افغانستان او له هغه بهر امنيتي وضعه ،دهروئنوترانسپورت اوسوداگري ،سياسي اوجيوپوليتيکي حالت څېړل وه . دکنفرانس جوړونکی وايي موږبه دکنفرانس ټول طرحه شوی مسايل او مقالې راټولي اودهغه کتاب دريم ټوک به شي کوم چې د((افغانستان اومرکزي اسيا امنيت)) په نامه يي دوه ټوکه خپاره شوي دي .
دکنفرانس دکار په لومړۍ ورځ پوهانو دافغانستان داوسنۍ وضعي په اړوند خپل نظريات او اندونه بيان کړه. دروسې دعلومواکاډمۍ دشرق پېژندنې په انستيتيوت کښي دافغانستان دڅانگي مسؤل ويکتورکارگون څرگنده کړه افغانستان اوس دشوروی پوځيانودحضوردحالت سره پرتله کېداي سي اوله هغه وخت سره شباهت لري .
دهغه په نظردهيواد په سويلي سيمو کښي داروپاگارنېزونونه يوازي دخپل ځان دامنيت په ساتلو مصروف دي ،محلي اوسېدونکی له طالبانو سره يوځاي کيږي ،(( داپدې خاطر نه چې طالبان خوراغښتلی دي بلکي پدي خاطر چې دحامدکرزی حکومت ډير ضعيف دی )) . په هيواد کښي عملأ حالت دخرابېدوپه لور درومي ،غلا اولوټماری دهري ورځي په تېرېدوسره پراخيږي .
پروفيسورويکتورکارگون په خپلو خبرو کې څرگنده کړه سره لدې چي په افغانستان کې پارلماني ټاکني دروسې تر ټاکنو هم دموکراتيکي او آزادي وې ، بيا هم په پارلمان کي هغه پخوانی محلي قوماندانان او جنايت کاران ناست دی کوم چې لاسونه يې دشوروي او افغان ی سربازانوپه وينولړلی دي . هغه وړاندي وويل : دځايي کتونکو دمعلوماتو په اساس همدا اوس دښاغلي حامد کرزی په حکومت کښي تر ((۵۰۰)) زيات هغه کسان کارکوي چې دفعلأ فعالو وسله والو ډلوسره چې شمير يي ((۱۵۰))زرو کسانوته رسېږي محکمي اړېکي لري .
پروفيسور کورگون وايي ،افغانان پوښتنه کوي ، ولي دا ((۳۱)) زره دترهگرۍ ضد دائتلاف سربازان او افسران نشي کولاي بن لادن ونيسي ؟ داسي نظر پيدا کيږي هر څومره چې لومړۍ درجه تروريست دغروپه سمڅو کښي اوسی ،په هغه اندازه به دکوم چالپاره داکار گټوروی .
دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت استازي حضرت وهريز په خپل هيواد کي دبهرنيانو پانگه اچونه انتقاد کړه ، دمير (Mir ) په نامه تلوېزيوني چينل دهغه دخبروپه اساس خبر ورکوي چي په هيوادکښي دپانگي اچوني لپاره اړين شرايط نسته ،ددغو شرايطو رامنځته کولو دپاره دگاونډيو هيوادو ملاتړ اوپاملرني ته اړتيا شته . هغه وويل ((افغانان دمتحدينو دمرستو اوملاتړ نه مننه کوي ، دتروريزم خلاف نړيوال ائتلافي ځواک موجوديت په افغانستان کې داوسنۍ نازکی ( کروسندی) سولي ساتلو ضامن دی )) .
په تاجکستان کي دافغانستان سفيرسيدمحمد خيرخوادکنفرانس له گډون کونکو نه وغوښتل چې دافغانستان سياسي پوځی حالت له اندازې زيات ډارونکی اوډراماتيک منعکس نکړی ،له هغوي نه يې وغوښتل چې دهيواد اوسنۍ حالت دطالبانو دحاکميت دشرايطو سره پرتله کړی . هغه دخپلو خبرو دپخلی لپاره دنوي اساسي قانون تصويب ،دولسمشری اوپارلمان ي ټاکنو نوڅخه يادونه وکړه . دښاغلی خيرخوا پدي ور ستيو کلونو کښي څلور ميليونه افغان کډوال وطن ته راستنېدل اود((شپږ ميليونو)) ماشومانو لپاره دښوونځيو جوړول اودپه زرگونو بيکارو له پاره دکار پيداکول داوسني رژيم له برياو څخه وبلل .
په کنفرانس کښي دافغانستان لپاره ددايمأ فعال څېړنيز مرکز چي هلته به ددغه هيواد په اړه څېړني کيږي دجوړېدو خبره هم راپورته شوه .
ددې مرکز دجوړېدوپه هکله پروفيسور ((ولادمير بوي کو)) Владимир Бойко وويل : داوسنيو شرايطو په نظر کي نيولو سره اړ ينه برېښي ټول هغه څه چي هره ورځ په افغانستان کښي تېرېږي وڅېړل شي .
ولادمير بوي کو وايي ،پدې کښي هيڅ شک نشته چې سمينارونه اوکنفرانسونه او مقايسه کونکی معلومات گټور دی ،مگر هغه مؤقتي ، زودگذره او غيرمنظمه بڼه لري ،دغه په خپل وار دڅېړونکو دتحقيقاتي فعاليت تاثيرات کمه وي .
دانگلستان دعلومواکاډمی غړي ((گينري پلاتيرزيبيرک)) په خپلو خبرو کښي وويل:دغربي نړی سياست په مرکزي اسياکي نه څرگندېږي ،فکر نه کوم چي دا حالت دي تغير هم وخوري ځکه هغه وجود نلري ،دازما شخصي نظر دی په هيڅ ډول دانگلستان دحکومت پاليسي نه منعکسوي . که اجازه ولرم زما په عقيده خپله سيمه ايز پوځيان او څېړونکي دغرب دکليمې او سيمه ايز امنيت په مفهوم پوره نه پوهېږي . اسيا يي هيوادونه خپله بايدعلاقه ولري ترڅودانگلستان،امريکا،فرانسې،جرمني اونورو هيوادوسره مرسته وکړي .
خوبل مقابل بيا پروفيسری (( گوزيل محی الدينوا)) په خپله وينا کښی دسيمه ايزامنيت په هکله خبري وکړې او څرگنده يي کړه چي موږدمرکزي اسيا امنيت په روسيه ،چين،هندوستان اوپاکستان کې دثابت امنيت په مفهوم پېژنو،دسيمه ايز امنيت دټينگښت لپاره دمختلفو لارو او امکاناتو څخه استفاده کيږي دهغي جملي نه دشانگهاي تړون ئې رونه بېلگه ده. ډيره به ښه واي چې دشانگهاي دتړون غړو هيواودوپه خطرناگو سيمو لکه فرغانه کي دسولي دساتلو په لارکښي مرسته کړې واي اودسوله ايزژوند لپاره يي شرايط برابر کړي واي . بايد څرگنده کړم چې دافغانستان په اړوند غرب نه غواړي معين اودقيق داسي جوړونکی سياست ولري کوم چي دهغه په برکت به افغانستان له دغه په ټپه درېدلي حالت نه وتلۍ واي .
پروفيسور(( ويکتوردوبيڅسکي )) په افغانستان کي دقومونو تر منځ د اړيکو او سولي په راتگ کښي دهغو پر ارزښت مفصل بحث وکړ،دهغه په نظر په افغانستان کښي دپښتنو مسله يعني پدي هيواد کښي د تر ټولو لوي قوم او لږکيو قومونو لکه ازبک ،تاجک ، هزره اونورو تر منځ پرابلمونه نه يوازي داچي ډير ژربايد حل شي بلکي په ټولو برخو او فيصلو کښي ددغو مناسباتو ساتلو ته جدي پاملرنه اړينه برېښي تر څو دقومونو تر منځ داړيکو باريک(کروسنده) حالت له منځه ولاړ نشي .
په تاجکستان کي دامريکا سفر په افغانستان کې دکوکنارو اوهيروئنو دکرلو او توليدپه هکله خبري وکړي ،هغي وويل کوکنار اوهيروېن دافغانستان د صادراتوبې رقيبه توکو څخه شميرل کيږي،په ۲۰۰۶ م کال کښي دهيروينو دپلورلو له درکه له ۲۶نه تر ۳۰ ميلياردو ډالرهترلاسه شوی . .. ؛

يوبل روسي عالم پروفيسور الکساندر کنيازوف بيا څرگنده کړه چي په افغانستان کې دکوکنارودکرلو دکروندو کمښت په نړيوال بازار کښي دهيروينو دقيمت دراکښته کېدو پايله ده ،هغه وويل د۲۰۰۳ کال په پرتله اوس دکوکنارودکرلو ساحه دوه ،دري برابره کمه شوې ده .
پاي