د ترور هيولا دا نړۍ چېرې بيايې ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدایت الله هدایت

د ۲۰۰۶کال ډسمبر

په امريکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د يولسمي ټروريسټي پېښي نه بعد اوس داده په ننۍ نړۍ کې د ټرور لويه هيولا د بشري تمدن په بدن کې ورانوونکې ځاله جوړه کړېده . ودې پديدې ته که څوک رغنده پاملرنه وکړي نو زياتره د لويو قدرتو دغه اوسني ايئتلافونه و داسي خواته رهي سوي دي چې د انسانانو په مغزوکې د ټرور او ټروریزه کولو روحيه په عادت باندي رااړوي . همدارنګه ليدل کيږي چې د قدرت د خاوندانو ورانوونکې ګوتي اوس د هولناکو او ډله ايزه وژنو وسلو پر ماشه باندي پرتې دی . دغه ځواکونه اوس په هره لحظه کې په دې سوچ کې دي چې د خپل امنيت د ساتلو په نامه څرنګه ددولتونو د را چپه کولو بند وبستونه وکړي او په بېلابېلو نوروبهانو خپلواکه ولسونه ورباندي تهديدکړي . دا وېره سته چې دغه ځواکونه وخپلو هدفو ته درسېدو په خاطر ديوې لويی فاجعې د را مينځته کېدو پروا هم و نکړي . دغه شيطاني مغزونه او په هغوی کې اهريمنه پراته نفتي حرصونه او هوسونه په دې کې ری نه وهي چې هغوی دي د بشری تاريخ په دغه اوسنی پړاو کې د خپل بشري ضد کړو په وجه، په نړۍ کې خپله " د شرم امپراطوري " * مسلطه او دبشريت پر ضد باندي بشري ضد کارنامې پرېږدي . دغه کسان په سپينو سترګو او ړنا ورځ دانساني کرامت سره دجګړې اعلان کوي، په خپله ماجراجويی سره دانساني مدنيت دغه د ولسونو دپېړيود لاسته راوړنو ستر ميراث، د واقعي ګواښ سره مخامخوي . نن دغه شيطاني مغزونه هم ټروريسټې دسيسې پلي کوي او هم یې بيا د نړۍ والو په سترګو کې د ټروريزم سره د مبارزې په نامه خاوري ورباندي اچوي اوپه دې نامه پر نورو هيوادو باندي وردانګي . نن په ټوله نړۍ کې د ټروريزم لويه ډنډوره خپره ده او د ځان دامنيت په نامه ددې په خپل سر جوړي سوي معضلې پر سر ځواکمنو هيوادو د امريکا په سرغنه توب سره هري خواته لاس او پښې اچوي او خپلي نخشې پلي کوي . دهغوی په مقابل کې چې کوم ولسي مقاومت را پورته کيږي نو هلته بیادغه شومه او بد شګونه پديده پخپله، د ټروريسټي عملياتو د تر سره کولو په نامه خپل ځان را ښکاره کوي ، په بې ساري توګه د بشري ټولني څخه تلفات اخلي او د ژوند چاپير يال د پوپناه کېدو خوا ته بيايی . نن د ټرور ژبه د زورواکه مستکبيرينو پر اړيکو باندي واکمنه ژبه ګرځېدلې ده . دغو ياغيانو، چې پخپله یې ځانونه دډله ايزي وژنووسلو په ګدام باندي سمبال کړي او دهغوی د کارولو صلاحيت يې هم د ځان حق ګڼلی دی ، نن و نړۍ والو ته په زبان حال وايې چې کله چې زه په قهر سم نو تاسو بايد ولړزېږی ! هېوادونو ته فرمان ورکوي او ورته وائی : کله چې زما د جګړې او اشغال ماشين پر ښور راغلئ نو تاسو بايد پر ګونډو سئ !
دغو چې ځانونه یې د انسانانو د لاسته راوړنو د برکته دفرعونيت و مرحلې ته رسولي دي ،اوس د خدایی دعوه کوي او د خدای مخلوقات په انسانانو کې نه شمېري او ری نه پکښې وهي . هغه څه چې د خدای پر مخلوقاتو باندي تيريږي، هغوی نه غواړي چې په بینا سترګو هغه و ويني! په دغه شاني يوه ماحول او د ټرور په داشاني يوه ګرم تنور کې چې د عام ولس او بني آدمانو انسانی ارزښت له مينځه تللی دی ، نه غواړي د مسؤليت احساس وکړي. په يويشتمه پېړۍ کې دټرور مقوله داده اوس قانوني او عملي بڼه ځانته نيسي . ددې مبارزې ترنامه لاندي دولتونه چپه کيږي هيوادنه په وينو کې لمبيږي او لوېديځه زورواکي او دهغوی فرهنګي او کلتوري یرغل د ډيموکراسي تر نامه لاندي خپريږي . دا کار که هر څومره تلفات او انساني فاجعه را مينځته کوي نو دوی ورته ارښت نه ورکوي او وایی « نو پرابلم » !!
يو وخت وو چې د فرانکو د فاشيزم په منګلو کې که به د يوه بېګناه انسان ژوند واخيستل سو نو په ټوله نړۍ کې به د اعتراض نارې را پورته سوې او دا ږغ به هر ځای را و پېچل سو چې د انسان و حق ته ضرر پېښ سوی دی! خو نن د وحشت او ټرور په فضا کې چې اوس يې قانونمنده شکل نيولی دی د په زرهاوو بيګناه انسانان وژل کيږي، بمبارۍ ورباندي کيږي، په خپلو کې سره اچول کيږي، پر دود دستور باندي يې تيری کيږي، عام و ژنه یې د ورځي په يوه عادي کار باندي بدليږي خو دغه بشر دوستان يې هيڅ پروا نه کوي . دپاکستان په څېر په ځينو هيوادو کې د زده کړي ځايونه په ټروريستی شبکو باندي اوړي . دوحشت ،وېري او بربريت فضا پر تعليمی، صنفي او روزنيزو مراکزو باندي سايه غوړوي . د بېګناهانو د وينو تويول د ټروريزم د هيولا د محصول په نامه ګرځي ، بشري تمدن د وينو په والو کې غوټي وهي او ددې کُرې په ځينو ځايو کې د ټرور موجونه پر سيلابو باندی را اوړي او په واقعيت کې د انساني کرامت دغه ټوله لاسته راوړني ټروریزه کیږی .دا شاني وحشت اوبربریت ته چې ان حيوانان او الوتونکي لا ګوري نو د انسان او نسانیت نه امان غواړي . د سولي کوتري دانسان او انسانيت د نامه څخه تښتې، خو دغه د دانساني غم او رنځ سناريو لا دوام پيدا کوي .
د ټرور په دغه شاني يوې لړلې کرغېړني فضا کې اوس نور د مانيډلاوو، دګانديانو او د مدر ټرسيا وو غوندي د سولي او پخلايني د مناديانو خولې چوپي پاتي دي . دداسي کسانو غوږونه کاڼه دي، سترګي یې ړندې دي او ږغونه یې نه را پورته کيږي . خبري رسنۍ چې د زور واکو په ولکه کې کښېوتي دي اوس د قدرتمندانو و فرعونيت ته ناري وهي . لیکوالان او خبریالان په پیسو رانیول کيږی . دغه خبري آژانسونه او خپروني د خپل جګړه ایزه اهدافو او د عامه وژنو او ملي فتنو و اشاعې ته راز راز تو جيهات ورکوي ، هغوی ته ځانونه وقفوي اونړیوال يې وعادت ته رابولي . نن د نړۍ په هر ګوټ کې د جګړې او دډله ایزه وژنو پرمختللې وسله او موډرنه ماشین د ځای پرځای کېدو او رواجېدو په حال کې سورناوي ږغول کيږي . ددنيا ټوله سکنه د الوتکو د مسافرانو نه نيولې بيا تر عادي کروندګرو پوري ، د فلسطيني، عراقي، لبناني او افغاني ميندو څخه نيولې بیا ترهغو پلرو پوري چې زړونه يې د ټرور او دولتي ټرور په زخمو کې خوړين دي، دداسي زخمو ددوام و زغم ته رابلل کيږي او ددې زخمونو سره د عادت روحيه او قانوني بڼه یې په مغزو کې اخښل کيږي . ته به وایی چې په دې دنیا کې بس ددوی حق همدغه زخمونه دي چې بايد و يې ګالي! . هغه اقدامات چې تر پرونه پوري د بشري حقوقو پر ضد خلاف ورزي ګڼل کېدله او د ملتونو لخوا به محکومېدله ، نن د ټروريزم سره د مبارزې په بانه قانوني شکل ورکول کيږي .
څه موده مخکې د انګلیستان د اعیانو د مجلس يوه غړي لرډ يوهان اسټين Johan Steyn په هغه ماښامنۍ غونډه کې چې د ددې هېواد د وکیلانو د کانون په کلنۍ ناسته کې جوړه سوې وه هغه د خپلي وينا په ترڅ کې وويل چې دامریکا دولت د په خپل سر سیاستونو پاېله ددې باعث و ګرځېدله چې د نړۍ په نور و هیوادونو کې هم و نړۍ والو نهادو او قوانينو ته پاملرنه ونسي او په يکړه توګه د خپلو هدفو دپرمخ بېولو په فکر کې و لويږي . هغه وایی چې نن په نړۍ کې په میلیونونو انسانان دامریکا او د هغه د متحدانو دغه شعار چې وا یې موږد قانون اجرا غواړو، نو داسي څه ته د یوه عوام فریبانه شعار په څېر ګوري .
دا ټول په داسي وخت کې تر سره کيږي چې د نړۍ قاطع اکثريت د جګړې او زور زياتي څخه کرکه بیانوي، مخالفت ورسره ښيی اود دغه حيواني چلند په خاطر چې د بشري تمدن وراتلونکي ته زيان نه بلکه فاجعه راولي خپله ژور خپګان څرګندوي . اوس د انسان او انسانيت ژبه په جګړو او دانسانانو په وژنو کې اسيره ده . د عراق رېګنه خاوره د پرديو ټانکو او مرميو په جولانګاه کې لاهو ده . ته به وایې چې دغه څو شل مليوني تاريخي ملت د تمدن دټېکه دارانو په ولکه کې اصلاً خپل تاريخي موجوديت د لاسه ورکړی دي . په دې زرخېزه سيمه کې دژوند ون ټوله خواوي، ورځنی کارونه ،مکتبونه او هر څه فلج دي خو د تيلو استخراج او راایستنه يې دوام لري . دلته ديوه ملت او د عام ولس د نابودی څخه هيڅ رازي انديښنه نه ښودل کيږي ، خوددې تور ي طلا وقفه نسي زغمېدلای . نن همدغه ښاغلي په هغه ځایو کې چې ځانونه د متمدني نړۍ علمبرداران بولي د عراق، فلسطين او افغانستان د خلکو د غم او ظلم داستان نه بیانوي . معلومه نده چې د هغوی بشري وجدان چيرته کوچېدلی دی کوم چې پخوا به یې دانسانانو غمونه خوب ور باندي حرام کړی وو! .
نن دغه پوښتنه نه را پورته کيږي چې دا ټوله ولي او د څه دپاره تر سره کيږي ؟
هغو چې پر عراق باندي د سولي ، عدالت ، آزادي او پر نفتي ذخيرو باندي د خلکو دتسلط او دډيکټاټورۍ د کمبلي د ټولېدو په بانه ، د عراق خپلواکي په خپل لاس کې و نيوله او هغه یې اشغال کړه ، اوس داده د عراق و ټول ولس ته د يوه بلقوه دښمن په سترګه ګوري او هست و نيست يې ور بربادوي . دلته اوس د انسانيت، ډيموکراسۍ او عدالت خبره مطرح نده، هغوی که ددې مقولو يادونه کوي نو ولسونه ور باندي شرمېږي !
عام ولس د ترور او جګړې د وېري په خاطر خپل کورونه پريږدي او د ښارو څخه تښتي . هغه د سولي او ډيموکراسۍ کاذبه لارويان چې د بازسازۍ او آبادی چيغي يې وهلې نن پخپله د ترور زېږونکي عناصر او د بربادی مخکښان ګرځېدلي دي . اوس يوازي دابېګناه انسانان دي چې په دغه چټله لوبه کې ګير پاتي دي . د اشغالګرانو دغه ټوله انساني ضد اقدامات په ظاهره د ټروريسټانو سره د مبارزې تر نامه لاندي توجيه کيږي خو د ټولي نړۍ په کچه دا بې دفاع او بېګناه خلک دي چې هره ورځ ټروريږي، بمباريږي او ياد ټرور په وحشت او د مرګ په انتظار کې ورځ سبا کوي . د عراق او افغانستان د خلګو ژبه اوس تر ټانکو او بمو لاندي کوټل کيږي .
دلته دفرعونانو د رسنيو په اسنادو او ګزارشاتو کې څوک ددغه وحشت اصلي عامل نسي پيداکولای . پوځي سانسور اجازه نه ورکوي چې د خلکو دژوند واقعی انځور دي خپور او دهغوی د زړه آواز دي واورول سي . نړۍ والو د عراق او افغانستان پر ولس باندي د ظلمونو داشغال نه بيا تر اوسه پوري د دې ولسونو واقعي ږغ نه دی اورېدلی . د يوه ملت آرزو او اميدونه دپوځي اشغالګرانو د ګزارشاتو د صحنې نه ليري پاتي سوی دي . يوازي هغه څه خپريږي چې لاس پکښې وهل کيږي او هغه هم فرمایشي او رانيول سوی مقالې دي چې پوځي قومندانان يې د خپرېدو امر صادروي . دا ټوله د جګړې، ډيموکراسۍ او اشغالګری برکتونه دي چې لا نور هم پراخيږي او نفتي سيمو ته ځانونه غزوي او پر ټولي نړۍ باندي خپل مليټاريسټي واکمني واکمنوي .
نن لوېدیځه نړۍ په ژور بحران کې لاهو ده . دغه سر اخيستې هیوادونه دپرديو هيوادو طبیعي زېرمي داسي حیف او میلوي چې په نيژدې راتلونکي که به د نړۍپه چاپيريال کې به یو لوی ناورین را مینځته کړي . د ټروریسم سره د جګړې په نامه نړۍ د ډېرو لويو جګړو خواته روانه ده . دا جګړې یوازي دامريکایی بیلیونرانود ګټو د تأمینولو او دولسونو د زېرمو او د طبیعي ثروتونه دغلاکولو په خاطر تر سره کيږي !

اوس دا پوښتنه را پورته کيږي چې آيا په رشتيا دغه ښکلې نړۍ، ددې اشرفه مخلوقاتو لخوا دخپل حرص او وحشت د لاسه د ورانېدو و خواته روانه ده؟
آيا هغه څه ته چې نن دوی جهاني کېدل ورته وائی هغه په رښتيا دا ښکلې نړۍ د دغه شاني وحشت او بربريت د جهاني کېدلو و خواته بیایی ؟
آیاپه رښتيا په دې نړۍ کې نوردبشر دوستۍ او انسانيت سنه ختمه سوېده ؟!





* "د شرم امپراطوري " دښاغلي جين زيګلر د غذايې منابعو په برخه کې د ملګرو ملتو د سازمان د خاص استازی د هغه کتاب نوم دی چې په څوارلسو ژبو ترجمه سوی دی . ددې کتاب په اړه او دهغه لیکوال نظر په دغه لاندي پاڼه کې کتلای سی .
http://www.zmag.org/content/print_article.cfm?itemID=9436&sectionID=13