اختر ؟کوم اختر؟اودچااختر ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور
۲۰۰۶م کال ددسمبر ۲۹
په وطن کښې زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو!
له هيوادنه بهراوسېونکوافغانانو!
پدې پوهېږم چي ټول يوځاي دپردوپلاس لگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو. دپاکستان اويو شمير نورو گاونډيانوپه لمسون اوبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرېواوخودغرضيو په پايله کښي هره ورځ دافغان پر کور دويرتوره کمبله غوړېدلې وی .
دنړۍ پر مخ بل داسي هيواد او ولس نشته چې پدې بې رحمانه شکل دي دبهرنيانودگټوقربانی وي ،همدا افغان غيرتي ملت دۍ چې دغه ظلم او تېری ته يې اوږه ورکړې اوملايې نه ماتېږي ، هره ورځ دزړه ټوټه دروښانه راتلونکی په اميد دلاسه ورکوي،افسوس چي دا درېرش کلنه توره شپه سهارنشوه ،خداي پوهېږې چې دا دومره اوږده ،زړه بوږنوونکې اودردونکې شپه به کله دانسانيت او حقانيت دلمروړانگي روښانه کړی اوددې بدمرغيو،خواريو اونااميديوتورټغربه ټول شي؟
بلې غيرتي موری! ستامقام تر هرچا اوچت دی ،دټولوغمونو سره چې ستاملايي کړوپه کړيده دزړه خواله اوغم شريکي تربل هرچاستاسره ډيره ښه کېږي .
مورې ! پدې اوس ليوني هم پوهيږي چې ستا په سترگو کښي اوښکی نوري وچې شوی دي ،دريابونه خوتري جوړ شول ، له بده مرغه پربل لوري روان دي ؛داچي ددې اوښکو سيلاب به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله دښمن لاهوکوې نه پوهېږم ،عقل مي عاجزپاته شي! په ټول ملک کښي ستا دبې وزلوبچو چيغي اونارې دعرش عظيم ترمناروورسېدلې ،خو دلته دټولوغوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې ؛دې چيغو اسمانونه په لړزه راوستل ولې ستااو ستا دخاوري دښمن يې له ځايه ونه ښوراوه . نه پوهېږم چې داولي ؟
ادې جاني ! ممکن دليل يې داوي چي ستاځيني نا فهمه اونااهله بچي سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړلېدلي خيمې موږي په خپلو لاسو ټکوهې ،دپرو غلامي کوي ،داغلام هغه ليوني ته ورته دی چې ټول دغم پر کمبله ناست ژاړې ،خو دۍ ورته خاندي . وايي (( ديوانه زنده خوش است )).
که ستادبچوپه عوض بل هرولس وايي هلته به پر هر کور اوکنډواله ټول کال دماتم توري جنډي رپېدلاي . داختراوجشنوخبره به دهيچاپرخوله نه راتلاي ،ځکه په رښتيا ستاله کوره خندا،خوښيو اوښاديولاډير پخوا کډه کړېده ، اوس له ډاره څوک ودوته نشي تلاي ،هرچا به ويلاي کوم اختر؟ دچااختر؟ ستاله کوره خو يوازي دژړاساندی راوزی ،ستاله بچی دلوږی اويخنۍنه فرياد کوي .کلي کورونه خودي يوپه بل پسي دزبرځواکو پوځونولخوا دتروريستانو ترټلوپه نامه ورانېږي .په يوه سبب هغوي هم ملامت ندي ،موږ ورته وويل راشئ اوزموږ هغه کورچې څه موده پخوامو پخپله ورنکړۍ و راته جوړکړۍ . موږ ددې لپاره شرايط برابرکړه چې دوي اوس زموږ په کورکې اوزمور پر کمبله راته دهرڅه د لار ښونې حق لري . پدې باور لرم اوراسره قانع شۍ که ستابچو ته خپل کور،کهول اووطن گران واي داحالت به دي نه واي ليدلۍ . دنړۍ دنوروهيواددخلکوپه شان به دهوساژوند خاوندان واي .
موږ په خوله وايو وطن راته گران دی خودوطن دښمن مودلږ ولگښتونوپه مقابل کې داسي ودانۍ ته هڅوی چې جوړيدل يې بياناشونی کار وی .
زورېدلې هيوادواله!
موږدلته په اروپااوتاسو هلته به نړېدلي اوکنډواله افغانستان کې دواړه کوم اختر لرو ؟ دکوم اختر مبارکي يو اوبل ته سره وايو ؟ موږ همدعراق اوفلسطين دخلکوپه څيرهره ورځ دځان مرگی بريدونواوچاوديدونکوموادودچاودېدوپه پايلو کښي په وينو لړلی دانسانانوهډوکي اودغوښو ټوټېراټولوو ،نوداخو خوښۍ ته نه پاته کيږي ،اونه موږ دنړۍ دنوروخلکوپه څيررښتيانۍ اختر لرو يو وازي هغو چې کليزه (جنتري) يې ليکل ددې لپاره چي دا دود مو دراتلونکی نسلونو بېخي هير نشي دعادت له مخي ليکلی چي اختر دی . اوکه ځان وغولوو،اوداومنو چي اختر دی ،بيانو په موږ اوتاسو کي خودا دود شته چې داخترپه لومړئ ورځ دهغو ددوستانواو همسايه گانوليدو اودرناوي ترلومړۍ ورشو چې له کوره يې مړۍ وتلی وي ،غم ولري ؛
اوس نوراته ووايه !اياداسي کوردرمعلوم دی ؟ چې زړه يې دمرگ غشی نه وي زخمي کړۍ ؟
نو اختر خو په فاتحو تيرشو ؟
بلې ! زموږ ولس اختر نلري .
دادنورواختر دی !
دا دنازولواختر دی !
موږ اختر نلرو!
زموږ نه خوښيواواخترونودتر لپاره مخ اړولی دی .
فکر کوم له ازله زموږ دولس په برخه غم اوژړاده!
نه پوهېږم دکومې گناه له مخې څښتن تعلا پردې ولس دخوښيولورېينه نده کړې .
په اخترکې هم دهغه دکور دړه دغم اومرگ قاصد ورټکوي .
افغان مېړنو!
رابيدارشۍ ! دکورپه نس کښې مو دادی اوس پاکستان ماينونه ښخوی اوياپه اغزن ديوال زموږکور وېشی ! داده دپاکستاني جنرالانو اوکرنيلانو دلوي اختر بله ډالۍ .
دا بايد هير نکړی!تر ډيره بريده همدا پاکستان وچې زموږ په خاوره کښي يې دپخوانی شوري او اوس دامريکا يي او اروپايي هيوادودپوځی شتون امکانات برابر کړه ،موږ اوتاسو ته هغه دپاڼ اوپړانگ مسله راپېښه ده .
فکروکړه! په زور کلې نه کيږي ،په زور قدرت ترلاسه کول دايمي نه وی ،بله لار غوره کړه ،هغه لار چې داکړېدلئ ولس له دغه حالت نه نجات ومومي ؛له هوانه يې بهرنيان په راکټو ولی اوپر مځکه نه يې ستاپوسيله پاکستان په ځان مرگې بريدوماينو وژنې ؛
اخير داخو هم انسان دئ !
دولتي جگپوړوچارواکو ته مراجعه نوره بېځايه بلل کيږي،له هغوي نه نور دافغان ولس طمعه شکېدلې ده . هغوي تر ډيره بريده په خپلو کړنو د اوسنی ناورين امکانات برابر کړل . دوي دی خپلې چړچې اوميلې کوي ، په رښتيا اختر لري اوحق لري خوښۍ وکړی .
دلوي خداي دربارته داوښکونه پډوسترگولاس پورته کوم اوپدي دعايي پاي ته سوم ،چې اي لويه څشتنه ! ته ولي پوموږ دومره په قهر اغضب يې ،ولې زموږ سره دومره ظلم کوي ؟او ولې دخپلو ظالموبنده گانو په څير دافغان اواز چې دا ديرش کاله چيغي اوناري وهې نه اورې ؟ داولې ؟ افغان ولس هم ستا بنده گان دی ،پرهغوي رحم وکړه که يې لانورهم وزوروې ،گوره لويه خدايه ! که يې دصبرکاسه ډکه شوه دنوح عليه سلام دوخت طوفان به ځينې جوړ شي ،دنيا به غرقه اودقدرتونوماڼۍ به يوپه بل پسي ړنگی کړې .
ددې زورېدلي مور اوبې پلاره ماشوم اوازواوره!
ترگناهونو راتير شه !
که دي له چانه مور اوچانه پلار اخيستۍ ،پردې ماشومانوهم نور دخوښيو اواخترونولورېينه وکړه .