داڅوک دی اوداڅوک دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په درنښت احمد جاوید حامد سلیمان خیل


ګرانو اودرنو لوستونکو یو ه ورځ دخیالونو اوفکرونو په نړی کښی تر ستونی پوری ډوب ووم دخیال دنړی دانځورونو په هټی کښی دڅو چیغو انځورونو زما پام ځان ته داسی رواړوۍ چی یو تر بله په ټکر کښی وی اودواړه یی دعوامو ،مظلومو اوبیوزلو ملتیانو لپاره کارول کیدی غواړم ددی چیغو دانځورونو یوه یوه کوچنی کوچنی بیګه درته راوړم هو یوه داسی ویل داڅوک دی ؟ چی زمونږ مکتبونه ښوونځۍ راسوزی ،زمونږ خوندی را ډاروی ،زمونږ وروڼه راوژنی ،زمونږ بچی نه پریږدی چی زده کړه اوتعلیم وکړی پوه سی سبا ورځ خپل صنعت ته وده وکړی او په خپلو پښو ودریږی وطن اوهیواد جوړ کړی نه نه مونږ نه ویریږو بیا به هم ورځو اوبیا به یی هم جوړوو اوبیابه یی هم جوړو،زمونږ امریکایی دوستان اودناټو نړیوالو ځواکونو ته دامنیت په ټینګښت کښی خنډونه راجوړوی خوتردی وروسته دقرآنکریم دیوه آیت یوه برخه داسی را پیاد سو (تاسو دوستان مه نیسی بغیر له دی څخه چی مؤمنان وی)اودیوه حدیث یوه برخه داسی را یا سو (دوستی هم دخدای لپاره وکړی اودښمنی هم)اوهمدا رنګی دیوبل آیت یو برخه داسی را یاده سو (هیڅکله به راضی نسی له تاسو څخه یهود اونصاری ترهغه پوری چی پوره ددی پیروی ونکړی )اوبل داسی ویل داڅوک دی ؟ چی زمونږ کورونه اوکلی راورانوی ،زمونږ خویندی اومیندی راکونډوی ،زمونږ کوروته دشپی چاپی غورځوی نارینه مود یباندی په ونو پوری تړی وهی یی ټوکی یی اوپه ډیر ابلیسانه ډول زمونږ بچی را چغوی ،ښځی ،خویندی ،لوڼی اومیندی مو را ځوروی اوزمونږ دزنانه ووصدوقان په ډیر ه بی حیایی سره را سپړی سپین ږیری اومخور را څخه بیا یی بی عزته کوی یی ،بیدیانوی یی اوسپو سره یی لوڅ پوڅ په یو خونه کښی اچوی اوآن تردی چی دوهلو اوټکولو لاندی یی راوژنی ،دعوامو دسپر لی په موټرو ډزی کوی بمونه ورغورځوی ،تاریاک چی پکښی یو ه نیمه افغانی پکښي خوارو اوغریبو بزګرانو ته هم لاسته ورځی بندوی اوپرځای یی شراب چی ددوی دخپلو تولیداتو څخه دی په موټروموټرو راوړی اوپه ښکاره ډول یی پلوری ،زمونږ تنکی ځوانان هم دوی په شرابو اولوڅو اوبی حیا فلمانو روږدی کړی اودغفلت په خوب یی ویده کړل چی دتل لپاره دخپل کلتور اواسلامی اساساتو څخه ناخبره وی اوپه هرڅه کښی لکه او س دوی ته اړوی اوزمونږ تنکی حسین ځوانان ،نازولی پیغلی ،ښکلی ښځی دهغوی داړتیا په وجهه په دالرو اخلی اودجنسی مستیو لپاره یی کاروی اوس په بهرنی موسسو کښی زمونږ کاری وړتیا په پا م کښي نه نیول کیږی اوزمونږ حسن اوجنس دمقری لمړی شرط کڼل کیږی دډیری ځنډ اوګیچتیا څخه وروسته بیاهم پوه نشوم چی داڅوک دی اودڅوک دی داقضاوت نو تاسی درانه لوستونکی وکی چی داڅوک دی اوداڅوک دی