د منځني ختيځ د سولې بهير

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

د لبنان تر جګړې وروسته د امریکا متحده ایالتونو د منځني ختيځ په هکله خپلې ستراتيژۍ ته بدلون ورکړ، او د رامنځ ته شویوحالاتو په پام کې نيولو سره يې په نويو ديپلوماتيکو هلو ځلو لاس پورې کړی دی. دغه نوې ديپلوماسي په منځني ختيځ کې د يوې نو سړې جګړې د پيل کیدو نښې نښانې له ځانه سره لري.

ددې جګړې موخه به دا وي څو ايران ګوښې او په شا وتمبوي. د دغه ستراتيژي بر بنسټ به د سیمې يو شمیر هيوادونو په وسلو سمبال شي او د عربي هیوادونو ، اسراییلو او امريکا تر منځ به يو اتحاد رامنځ ته شي.

په تيرو ورځو کې د امريکا په متحده ایالتونو کې د يوشمیر عربي هيوادونو، فلسطينيانو، اسرایيلو او امريکې ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوي وې . په غوره توګه په دغه خبرو کې د فلسطينيانو او اسراييلو سربيره اردن، مصر او سعودي عربستان ګډون درلود. سوريې هم په دغه خبرو اترو کې ګډون و کړ. په پيل کې سوريه په دغه غونډه کې د ګډون د پاره چمتو نه وه. بايد وويل شي چې سوريه او سعودي عربستان هغه هیوادونه دي چې اسرایيل په رسميت نه پيژني. سوريې په خبرو کې د ګډون دپاره يو شرط درلود چې د ګولان د لوړو مساله دي هم د خبرو په اجندا کې ونيول شي. داسې ښکاري چې سوریې ته په دې هکله ډاډ ورکړ شوی ؤ چې دغه مساله به د خبرو په اجندا کې نيول کيږي، خو سوریې بیا هم غونډې ته خپل د ټيټې رتبې استازی واستوه چې دا د سوريې د نه باور څرګندوينه کوي. دغه خبرې د امریکي د سولې د هغه پلان په بنسټ نه تر سره کيږي چې د «لارې په نامه د سولې دپلان» نوم ورته ورکړ شوی دی. په دغه خبرو کې کيدی شي د سعودي عربستان هغه پلان ته زياته پاملرنه شوې وي چې په ۲۰۰۲ کال کې د اسلامي هیوادونو په کنفرانس کې منل شوي ؤ. په دغه پلان کې عربي هيوادونه ژمن شوي وه چې اسرايیل د ۱۹۶۷ کال د جګړې څخه دمخکې کلونو په اډانه کې ومني او د يو فلسطيني دولت د جوړيدو دپاره لاره اواره کړی شي. تر اوسه ددې خبرو د بري دپاره دومره هيلې نشته خو سياسي څيړونکي د خبرو پيل هم يو مهم ګام بولي.
د امریکې دغه ديپلوماسي د يوې بلې ديپلوماسې سره اړيکي لري او هغه د عراق د بحران د حل مساله ده، په دغه خبرو کې ايران ګډون نه لري خو مخکي له دې امريکايانو له ايران سره په بغداد کې څو ځله خبرې کړي دي. له ايران او سوريې سره د خبرو مساله هغه وخت رامنځ ته شوه چې په ۱۹۰۶ کال کې يو امريکايې پلاوی د امريکې د بهرنيو چارو د پخواني وزیر جيمز بيکر او د سنا د استازي لي هاميلتون په مشرې عراق ته د هغه هیواد د حالاتو د څيړنې د پاره تللی ؤه. دغه پلاوي په خپل رپوټ کې له بحران څخه د وتلو لارې چارې ښودلي وې او د ايران او سوريې سره د خبرو اترو د پيل کولو وړانديز يې کړی ؤ. په دغه رپوټ کې يادونه شوې وه چې په خبرو کې د ايران او سوريې فعال ګډون به په عراق کې د سولې او ثبات له رامنځ ته کيدو سره مرسته وکړي.
خو په عمل کې چارو بل ډول پرمختيا وکړه او د ایران او امريکي اړيکې د لا ويجاړيدو په لور پر مخ لاړې. اوس هم د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې ورځ تر ورځې لا نور هم خړپړيدو په حال کې دي. د جون په مياشت کې د امنيت شورا د امريکې دمتحده ايالاتونو په غوښتنه د ايران پر خلاف يولړ بنديزونه ومنل او همدا اوس هم امريکا د خپلو انډیوالانو په مرسته غواړي د ايران د اتومي پروګرام پرخلاف نوي او سخت بنديزونه ولګوي چې تر اوسه د روسي او چين د مخالفت له امله دغه بنديزونه نه دي منل شوي. که څه هم په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د متحده ايالتونو ستخباراتي سرچينو داسې يو رپوټ خپور کړ چې په هغه کې ويل شوې چې ايران د اتومي وسلو د جوړولو نه لاس په سر شوی، خو لږ وروسته د امريکې د متحده ايالتونو ولس مشر څرګنده کړه چې ايران پخوا هم يو خطرناکه هيواد ؤ، اوس هم خطرناکه هيواد دی او په راتلونکي کې به هم خطرناکه وي.
دملګرو ملتونو د امنيت د شورا له لارې د ایران په خلاف د بنديزونو د رامنځ ته کولو تر خوا به امريکا يو شمیر عربي هيوادونه د پاتریوت په توغنديو هم سمبال کړي دغه توغندي د ايران د مزايل توغنديو د شنډولو وس لري چې ددې لارې به د ايران د احتمالي بريد مخه و نيسي. همدارنګه د امريکا متحده ایا لتونو څه موده دمخه يوه جنګي الوتکه وړونکې بيړۍ هم د فارس خليج ته استولي وه چې مقصد يې پر ايران د فشار زياتول وه. د روان کال په اوږدو کې څو تنه ايراني ديپلوماتان د عراق په خاوره کې د امريکايانو له خوا د خرابکاره فعاليتونو په تور نيول شوي وه. پر دوې دا تور لګيدلی ؤ چې د عراق د دولت ضد وسله والو ډلو ته وسلي رسوي او دغه چارې سمبالوي. د امريکې ددفاع وزارت څو ځله دغه خبره په ډاګه کړې ده چې ايراني رژيم د عراق وسلو والو ډلو ته د سړک د غاړې مينونه ورکوي. همدارنګه په افغانستان کې هم داسې وسلې تر لاسه شوي چې ويل کيږي د ايران له لارې افغانستان ته استول شوي دي او هغه وسلو ته ورته دي چې په عراق کې ترې کار اخيستل کيږي. ددې کال په ترڅ کې څو ځله داسې آوازې خپرې شوې او په مطبوعاتو کې تبصرې وشوې چې ګنې امريکا پر ايران باندي د يو پراخ يرغل د پاره چمتووالی نيسي. آن د فرانسې د بهرنيو چارو وزير دا خبره وکړه چې نړۍ بايد له ايران سره يوې جګړې ته ځان چمتو کړي. دغه سګنالونه په ايران کې هم آوريدل کيږي او ايران هم پرله پسې توګه غبرګونونه څرګندوي. د ايران غبرګون داسې ؤ چې ايرانيانو هم خپل پوځي ځواک نندارې ته وړاندي کړ او د خپل اوږده واټن ويشتونکي توغندي يې چې خوشه أي بمونه له ځانه سره لري، و آزمويل. ايرانيانو همدارنګه يو شمير بريتانوي پوځيان د فارس د خليج په اوبو کې ونيول چې ايران ته د تلونکو بيړيو څارنه يې کوله څو ايران ته د اتومي سوند توکي ونه رسوي. ددې کار نه د ايرانيانو موخه دا وه چې مقابل لوري ته دا پيغام واستوي چې ايران به د هر راز پوځي اقدامونو پر خلاف غبرګون څرګند کړي. همدارنګه ايران د امنيت د شورا پريکړه ليک ونه منلو او د نويو پريکړه ليکونو په وړاندې هم همدا ډول غبرګون څرګندوي. ایراني لوری په ټينګ هوډ د خپل اتومي پروګرام د پرمخ وړولو اعلان کوي او هيڅ نښې نښانې نشته چې له خپل دغه پروګرام څخه يې لاس اخيستی وي.
د امريکې پوځي ګواښ او د ايران پوځي غبرګون د يو پوځي کړکيچ او شخړي د پيل کيدو شاهدي ورکوي.
کله چې امريکايانو په عراق او ترکيې کې له ايران سره خبرې پيل کړې نو ټولو دا ګومان کاوه چې د امريکې په ديپلوماسې کې بدلون راغلي دی. خو سپينې ماڼۍ د منځني ختيځ په ديپلوماسې کې کوم بدلون نه مني. خو که د امريکې ديپلوماسۍ ته په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال کې نظر وکړو نو د امریکې په ديپلوماسۍ کې څرګند بدلون ليدل کيږي په ۲۰۰۷ کال کې د امریکې متحده ايالتونه د ايران سره په بغداد کې د يوه ميز تر شا خبرې وکړې او همدارنګه يې د ايران ولس مشر ته د امريکې په يوه اعتبار لرونکي پوهنتون کې د خبرو اجازه ورکړه. ددغه ښکاره او پټ اړيکو مانا دا کيدی شي چې د ا مريکې متحده ايالتونه اوس ځان په منځني ختيځ کې دومره غښتلی نه احساسوي. دغه بدلون هغه وخت څرګند شو کله چې په عراق کې د دموکراسۍ د پلي کولو دپروګرام له ماتې سره مخامخ شو او همدارنګه کله چې اسراييلو ونه شو کولې د لبنان په جګړې د حزب الله تر وړاندې بری تر لاسه کړي. امریکایانو د صدام حسین په نسکورولو سره هيله لرله چې ددموکراسې پروګرام ټول منځني ختيځ ته پراخ کړي، خو د هيلو خلاف د عراق پيښو داسې لوری ونيوه چې ددموکراسي هيله يوازې هيله پاتې شوه او نه يوازې دموکراسۍ ته لاره آواره نه شوه بلکې په عراق کې سوله او ثبات اوس اساسي پوښتنه اوغوښتنه ده. خو ايران له دغه پيښو څخه تر ټولو زياته ګټه اوچته کړه، لومړی ايران په خپل ګاونډ کې د صدام په مشرۍ يو غښتلی دښمن چې اته کاله يې ورسره جګړه کړي وه د لاسه ورکړاو په افغانستان کې د طالبانو رژيم چې د ايران سره یې ښې اړيکې نه درلودې، نسکور شو. د عراق او افغانستان پر پراخه خاوره هغه ځواکونه واکمن شوه چې د ايران سره ټينګې اړيکې لري. د عراق حا لت د ثبات خلاف د لا زيات کړکيچ په لور درومي. که حالات همداسې پرمختيا وکړي نو ډير ژر به دغه بحران ټول منځني ختيځ ته خپور شي. بل مهم بدلون چې د ارزښت وړ دی هغه د غزې په سیمه کې د حماس په وړاندې د فتح د ګوند ماتي ده کوم چې د امريکې او لويديځ ملاتړ دځانه سره لري. بل مهم علت هم دادی چې په عراق کې د جګړې له امله د خلکو ګڼ شمیروګړي ګاونډيو هيوادونو لکه اردن، سوريې ته په ګډه شول، که د کډوالۍ بهير همداسې دوام وکړي نو ډير ژر به ددغه هيوادونو حالات هم د بحران سره مخامخ شي. لکه چې وويل شو ایران له دغه حالاتو څخه ښه ګټه اوچته کړه او خپل اغيز يې په عراق، افغانستان، لبنان، او فلسطین کې غښتلی کړ. د لبنان جګړې وښودله چې حزب الله نه يوازې د شعيه ډلو ملاتړ تر لاسه کړ بلکې د سنينانو په منځ کې يې هم ملاتړ تر لاسه کړ، چې دغه ملاتړ د اسراييلو او امريکې پر خلاف يو غبرګون بلل کيدی شي. د کړکيچ او شخړو زياتيدل په عربي هيوادونو کې دغه ويره رامنځ ته کوي چې دغه بحران به ټول منځنی ختيځ په غيږ کې ونيسي. مصر، اردن او سعودي عربستان لا د پخوا د ايران د اغيز د پراختيا مخالف وه چې د لبنان تر جګړې وروسته د ايران د اغيز د پراختيا له امله خورا زيات نا آرامه شوي دي. ددې حالت پايله به دا شي چې شخړې به زور واخلي. اوس يو شميرعربی هيوادونه او امريکا په دې هڅه کې دي څو د عربي هيوادونو او امريکې تر منځ يو اتحاد منځ ته راوړي څو دداسې يو اتحاد د لارې عراق او سیمې ته ٍثبات ور په برخه کړي.
د لبنان جګړه د اسرایيلو دپاره په لوړه بيه تمامه شوه، ځکه دغې جګړې د اسراييلو پوځي توان او وس تر پوښتنې لاندې راوست او هم تر جګړې وروسته د عربو او فلسطينيانو تر وړاندې پر ته له يوې امنيتي ستراتيژۍ پاتي شو. د شرون اواولمر ديپلوماسي د ماتې سره مخامخ شوه او په اسراييلو کې يې ملاتړ د لاسه ورکړ. د فلسطينيانو او اسراييلو د پولو لانجه نوره هم پيچلې شوه، اسراييل دې ته اړشول خپل پوځونه هغه پولو ته په شا کړي چېرې چې دوې خنډونه جوړکړي دي. د لبنان جګړې حزب لله ته دا امکان ورکړ چې ځان ښه په وسلو سمبال کړي. لبنان ته ورته پيښې د فلسطينيانو په سيمه کې هم پيښيدلی شي.

د پورته دليلونو او د اوسنيو ديپلوماتيکو هڅو پر بنسټ داسې ويلی شو چې د امريکا متحده ايالتونه په يوه نوې ستراتيژۍ کار کوي چې په منځنې ختيځ کې د يوې نوې سړې جګړې نښې او نښانې له ځانه سره لري . د شوروي اتحاد پرخلاف د سړې جګړې هدف دا ؤ چې شوروي ګوښې او کمزوری کړي. هغه وخت هم امريکې متحدين راټول او په وسلو يې ښه سمبال کړل، د افغانستان جګړې دهغه اتحاد دپاره ښه امکانات رامنځ ته کړل او اوس د لبنان جکړې دې ته ورته امکانات رامنځ ته کړي دي ځکه عربي هيوادونه او اسراييل د يو اتومي ايران څخه د ډار احساس کوي. اسراييل هم نوې ستراتيزۍ او ملګرو ته اړتيا لري او امريکا غواړي د عربي هيوادونو او اسراييلو په ملګرتيا ايران په شا وتمبوي او اغيز يې لږ کړي . دډيرو په اند دا کار کيدی شي سيمې ته ثبات راوړي او په دې ډول به ايران دې ته اړ کړی شي څو ددوې غوښتنو ته غاړه کيږدي او له خپل اتومي پروګرام څخه لاس په سر شي. د ايران خلاف د عربو، اسراييلو او امريکې اتحاد ددې مانا هم ورکوي چې د ايران پر خلاف به توده جګړه په لاره نه اچول کيږي. خو پر ايران به دومره زور واچول شي څو ددوې غوښتنو ته غاړه کيږدي.
د رونالد ريګن په وخت کې امريکې د خپلو ملګرو په ملاتړ و کولی شو شوروي اتحاد دې ته اړ کړي څو د افغانستان په لانجه کې ددوې غوښتنو ته غاړه کيږدي او د سولې ديپلوماسي ته مخه کړي. خو د سړې جګړې پايلې ددې سبب شوې چې ډير ژرشوروي اتحاد ړنګ او له منځه لاړشي.
عربي هيوادونه به د اسراييلو سره اتحاد ته تر هغه زړه ښه نه کړي څو اسراييل د فلسطين د ستونزې او نورو سيمه یزو ستونزو حل ته غاړه کي نه ږدي . يانې اسراييل به د يو داسې اتحاد د رامنځ ته کيدو په خاطر عربي لوري ته امتيازونه ورکوي کوم چې د عربو د پاره مهم دي. اسراييل او امريکا د حماس سره خبرې کول نه غواړي نو ځکه په روانو خبرو کې د هغوې استازی نه ليدل کيده. امريکا او اسراييل غواړي د سولې بهير د فتح د ګوند او محمود عباس په ملګرتیا پرته له حماس سرته ورسوي. نو ځکه ويلی شو چې امریکا د سړې جګړې په لاره درومي څو د يوې تودې جګړې پرته خپل هدفونه او موخې لاس ته راوړي. د یادولو وړ ده چې په سړه جګړه کې هر آن يوې تودي جګړې ته د ور ګډيدلو خطر هم شته دی. خودا کار هغه وخت ممکن دی کله چې نور ديپلوماسي کارنه کوي خو تر هغه چې ديپلوماسي چليږي نو توده جګړه به نه وي.