خلک پور غواړي دوي لانور غواړي دهغولپاره چي امتحان ئي ورکړئ په زور گوتی وهل دځان شرمول دی .

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب الله غمخور

پدې شپو او ورځو کښي يو ځل بيا دقدرت پر سر دسياسي سياليواوچنه وهلو بازار تود شوئ دی .
هغه متل دی وايي : خدايه داسي شر پېښ کړي چې زموږ خير پکښې وي .
نږدې دوې مياشتي وړاندي په بغلان کې په يوه خونړۍ پېښه کې په لسهاو ماشومان پداسي حال کې چي دقدرت دخاوندانوهرکلي ته راوستل شوي وه ديوځان مرگي بريد په پايله کي ژوند دلاسه ورکړ. هغه مور چې غرمه ېې له ښوونځۍ نه دخپل زړه دټوټې راتگ ته ددروازې لار څارل ،سترگې ئي پر جنازه ولگېدې . يوې مور پر حاکمانو او دقدرت خاوندانوباندي دنفرت ويلوپه څرگندونوکې پداسي حال کې چي دسر ورېښتيان ئې شکلوچغې اوبغې ئي وهلې ويل : (( اي ظالمانو دازماگل غوندي ماشوم مو ولې په وينوسروکړ؟ ولې موله هغه نه ژوند واخيست ؟ ولې موزه بې زويه کړم ؟ ماخوماشوم ښوونځۍ ته لېږلی وچي سبق ووايي،لوي شي تحصيل وکړي اومورته يوه گوله ډوډۍ پيداکړی ،تاسوته چاويلې وه چي زما زوي دکابل نه راغلو وکيلانوهر هکلي ته بوزی ،پدوي دي اورپسي شي اوداسي نوري ښراوي . دآزادی راډيو له خپرونوڅخه پدې پېښه کې څونفر وکيلان هم مړه شول ، داسي ويل کيږي چې دايوه ځان مرگی پېښه وه اوموخه ئي وکيلان وه ،خوځېني بياوايي نه يوازنۍ موخه ئي مصطفى کاظمي و. په هر حال اوس نور وژل شوی هير شوه خبره يوازي دمصطفي کاظمي دمړي پر سر سياسي سوداگری پيل ده . سره لدي چې داسي گنگوسې هم تر اروپا رارسېدلي چې که دځان مرگی بريد موخه مصطفي کاظمي ونوداهغه داحمدشاه مسعود دمرگ غوندي ورته پېښه ده ،او کېداي شي داکار هم لکه چې احمدشاه مسعود په مرگ کې چې خلک دهغه دنږدې چاپيريال لاس شريک بولي دمصطفي کاظمي په ظاهره نږدې انډيوالانو لخوا داکار هم ترسره شوی وي . داخبره يوڅه اړخ سره لگوی ،ځکه داحمدشاه مسعود په قاتل پسي بيا څوک ونه گرځېده يوازي کورنۍ ئي ددي لپاره چې نوم ئې پاته شي فونډ ورته جوړ کړ اوپه يوه اوبل ځاي کې کله کله دهغه په ياد غونډي جوړوي ،خوپه حقيقت کې لکه هير چي وو ،هغسی هير شو.
مرحوم مصطفي کاظمی هم همدالار ده،هغه په رښتياسره په ملي جبهه اودهغې لاري په کورنی اونړيوال سياسي ډگر کې دډيرو زورواکانو اوجنگسا لا رو ځاي تنگ کړئ و،هغه ډير ژر وځليد،هرې خوا ئې لاس اچاوه تر څوشهرت پيداکړی ،خوله ور اوژبه ورسړی و، کيداي شي چې دهغه دغه استعداد،تلاښونه اوشهرت ديوشمير تنگ نظرو نه وي خوښ شوي ، نوئي هغه دروسی سياسي متل دپلي کېدونه استفاده کړې وي . روسان په دولتي اوسياسي مسايلوچي کله دمشکل سره مخامخ شي اوله يوچانه په تنگ شي غواړي هغه نيست اونابود کړي نودامتل کاره وی اوپه عملکې ئي پلئ کوي ،دوي وایی : (( نيت چلاوېکه ،نيت پرابلم)) ژباړه (ورک ئي کړه چې پرابلم ورک شي ) خوددي مسلې څېړنه زما موخه نده خداي دي ټول مړه شوی وبخښی .
راځودې خبري ته چې داژوندی سره لدې چې په دولت کې تر هر چازيات ه ونډه لري ولي نه دی خوښ ؟
دولسمشر لومړی مرستيال ښاغلي احمدضيا مسعودد بغلان د پيښې د قربانيانو د څلويښتۍ د لمانځلو په مراسمو کې وويل : (( د مجاهدينو د ايستلو هڅه روانه ده . ))
((هغه وايي د غچ اخيستو حس اوله مسلمانو اوملي شخصيتونو د دولتي ادارو پاکول په دې بهانه چې دمجا هدينو د په ډلو پورې تړلي دا د يوه ولسواکه حکومت کار نه دى . دى وايي حکومتي ادارې بايد سيا ست وهلي نه کړو او په بيلا بيلو بهانو تجربه لرونکي کسان له کاره گوښه کړو .)) هغه خوا شينى وښوده چې يو شمير کسان او کړۍ جهاد او مجا هدينو ته په سپکه گوري او مجاهدينو د بهرنيو لاس پوڅي بولي .
ده نيوکه وکړه وئي ويل (( په خواشينى سره زموږ په هيواد کې داسې کسان شته چې غواړي د سييا سي پر مختگ لړۍ د سياسي ډلو په نشتوالي کې پر مخ بوزي . هغوى غواړي ددروغجنې ولسواکۍ له لارې په سوله ييز سياسي بهير کې د دغې خاورې د ميليونونو وگړو دگډون مخه ونيسي .)) بې بې سي
ترښاغلي احمدضيا مسعودوروسته تل پشان قسيم فهيم هم په څو څو ځله په حکومت کې د مجاهدينو دکمواکه کېدو د هڅو يادونه وکړه او دروانو نا امنيو يو لامل يې هم په خپل باورهمدا چاره وبلله .
څرگنده ئي کړه دا مجاهدين وه چې افغانستان ئې آزاد کړ .
( (ښاغلى فهيم موقت او انتقالي دري کلونه دافغانستان لپاره طلايي کلونه بولي داځکه چې دده په وينا مجا هدين وو. خو کله چې مجا هدين له حکومته وويستل شول او ددېموکراسى تر نوم لاندې ېواړخيز حکومت را منځ ته شو له همغې ورځې را پديخوا د ښمنا ن او نا امني زياتيږي او دغه هېواد مخکښته روان دى نو دا کار ددې لامل شو چې افغانستان اوس په يو بد ناورين کې دى .)) بې بې سي .
فهيم له هغي ورځی چې ددفاع دوزارت له مقام نه گوښه شوی وار ورا همداخبره کوي چې مجاهدين له دولت گوښه شول امنيتی حالت خراب شو.
نه پوهېږم چې هغه ولې داسي فکر کوی چي اوريدونکي ليونيان اوياخداي مکړه بې عقلان دي . په حقيقت کې خبره داسي نه وه چي دا دوره طلايي وه ،مسله دابله وه چي :
۱ / ددغې پروسې چي بهرنيان افغانستان ته راغلل اودخپلي خوښي دولتي اداره ئې جوړ ه کړه ،مخالفينودڅه مودي لپاره حالات څارل چې څه کيږي .
۲ / دڅارسره تر څنگ ئي دهرډول تغيراتولپاره اماده گې نيول ،که دامسله په تفصيل وڅېړم ليکنه اوږدېږي ،په لنډه توگه ،داچي له يوې خوا پاکستان ،له بلې خوا ايران په راتلونکی حکومت کې دخپلي ونډي اندازه څارل ، بل پلوته دآمريکا او اروپابهرنيومخالفينوهم انتظار ايست چي حالات اومناسبات په نړی واله کچه پر کوم لوري درومي .
۳/ د افغان ولس دښاغلي کرزي لخواپر ورکړه شوو وعدوباوردرلود اودپلي کېدولپاره ئي هغه ته وخت ورکړ .
۴ / پاکستان هم دآمريکاتر گزار وروسته يوڅه وخت ته اړتيادرلوده چي دوباره دا تيت اوپرک قوت راټول کړي ، جنگی مورال ورکړي اودوباره ئي دنا امنيو لپاره افغانستان ته راولېږي .
۵ / چي دپاکستان له لوري لاس وهنه پيل شوه ،ايراني اخوندانوهم جرأت پيدا کړه اودپاکستان له لوري دمداخلوتر نامه لاندي ئي لومړئ په افغانستان کې دبياجوړونې پکارو کې دفعالي ونډی اخيستنې په پلمه خپل څارگر راولېږل اوبيا ئي له ايران څخه دافگاني کډوالودايستلوتر نامه لاندي ،خپل روزل شوی افغانستان ته رادننه کړه اوس په پراخ لاس په افغانستان کې دامريکا او اروپالپاره گواښونه کولاي شي .
پايله داشوه چې په دولت کې دپاکستان اوايران ونډه په هغه بڼه چې دوي غوښتل ددوي دخوښی سره برابرنه وه ،دبلې خواپه نړيواله کچه دآمريکا ،اروپا اوروسيې ،چين اوايران تر منځ تاوتريخوالی په ظاهره دايران دهستوي پروگرام پر سر مخ پرزياتېدو شو،په نړيوال بازار کې ددغو هيوادو گټی يودبل سره په ټکرکي شوې ،په گرجستان اوقرغيزستان کې بخملي انقلابونه دروسی چارواکودناخوښۍ لامل شول ،اودبلې خواکرزي افغان ولس ته پر ورکړه شوو وعدو وفاونکړه . یعني نه سالمه اداره جوړه شوه اونه هم دجنگی مجرمينو اود بشرپرحقوقو دتيری کوونکو اوجنگسالارولاسونه له دولتي ادارونه لنډ شوه ،دولتي اداره بې کچې فاسده شوه اودپارلمان تر ټاکنو وروسته هرڅه چې په ديگ کښي وه په کاسه کې راووتل ،خلک پوه شوه چې پدغو ډلو اوکسانوچې غله ته وايي غلاوکژه اودکورخاوندته وايي بيدار اوسه سالمه او خواخوږې ادادره جوړول اوله هغوي نه دخدمت ارزولرل دخوب ليدلواوځان غولولومعنالري . په رښتياسره هرې خوا زروزياتی،خپل سری ،دملي شتمنيوچور اونورو ناخوالوداسي زور واخيست چي قانوني بڼه ئي ورکړه . مرکزي حکومت غښتلي نشو،وسله والي ډلي په نامه بې وسلې شول له ولس سره سپک اوظالمانه برخورد معمولي بڼه واخيستل ، دادی اوس ولسمشر په ډاگه وايي چې هر څي دده له واکه وتلي دي اوزماپه ليکنه کې پر ټولوناخوالو اعتراف کوي .

دهشت صبح ورځپاڼه د ((روز های سیاه برای عدالت و ادامه‫ی معافیت ناقضان حقوق بشر در افغانستان ))تر نامه لاندي ليکی :
حامد کرزی رییس جمهور افغانستان به مناسبت روز تصویب اعلامیه حقوق بشر، این بار با صراحت از مساله ی حقوق بشر در افغانستان سخن گفت، و از برخی کاستی ها و محدودیت ها در رابطه به جلوگیری از نقض حقوق بشر به صراحت بیان داشت که حکومت افغانستان، به مساله ی عدالت و نقض حقوق بشر در افغانستان نپرداخته، زیرا از آشوب بیشتر می ترسیده است، آشوبی که به گفته ی رییس جمهور، توسط حکومت و جامعه جهانی کنترول شده نمی توانست . که له دغودقدرت له تږونه پوښتنه وشي چې دبشردحقوقونه سرغړونکی څوک دي ؟ اوکرزی دچالخواداشوب نه ډاريږي ؟ جواب به څه وي . ايادوي به داومني چې داموږيو اوله موږنه ډاريږي ،نه هيڅکله نه .خو واقيعت دادی چې دبشرله حقوقونه دسرغړونکولويه برخه همدا کسان بلل شوی کوم چې اوس ورته ښاغلي قسيم فهيم ،احمد ضيا مسعود ، ولي مسعود ،قانوني ،ډاکتر عبد الله اواستاد رباني په دولت کښي تر دغه لاهم زيات دغوښن ځاي غوښتنه کوي .
پدې ليکنه کښي راغلي : او به صراحت از ناتوانی حکومت افغانستان در رابطه به جلوگیری از نقض حقوق بشر یاد کرد، و به ادامه ی نقض حقوق بشر در کشور اذعان نمود. او از گروه های مسلحی یاد کرد که از توان نظامی و کمک های خارجی برخوردار بوده و دولت افغانستان آنها را مهار کرده نمی تواند.
این سخنان آقای کرزی می تواند بحث جدیدی را در رابطه به تطبیق عدالت در افغانستان مطرح کرده و پاسخ نیز به رسانه های منتقدی باشد که همیشه حکومت را بخاطر عدم رسیدگی به نقض حقوق بشرو ادامه ی معا فیت ناقضان حقوق بشر، ملامت کرده اند. این رسانه ها، انتظار داشته اند که حکومت با استفاده از مشرو عیت قانونی و حقوقی خود، حد اقل از جنایت ‫ها ونقض حقوق بشر در شرایط کنونی، جلوگیری کرده و بالای قوماندان‫ها و رهبران سیاسی متحد و همرای خود در این رابطه فشار بیاورد. آب سردی که حکومت بالای دست همه ریخت این بود که او حتا با وجود جامعه جهانی نیز نمی تواند جلو ناقضان حقوق بشر را در شرایط کنونی بگیرد. اعتراف این امر بر علاوه ی این که نا امید کننده است، باعث سلب اعتماد مردم از حکومت نیز می‫شود. به گفته مردم" نه به این شوری شور و نه به بی‫نمکی." اعتراف صادقانه رییس جمهور، به بسیاری از پرسش‫ها پاسخ می‫گوید، ولی به همان اندازه این سوال خطرناک را نیز مطرح می‫کند. پس چه کسی مردم را از گزند ظلم و لوله های تفنگ ظالمان نجات بدهد؟
که دا سوال ښاغلي کرزی ته راجع کېږي نودانصاف له مخي دهغه مرستيالانو ،دولتي مشرتابه اودهغوتنظيمو مشرانوته هم راجع کيږي کوم چې همدا اوس دبهرنيانوپه مرسته دخلکودارادې خلاف په دولت کې لويه ونډه لري ، دغواوداډول نوروپه سلهاو سوالوته ځواب دهغودنده ده چې په دولتی جگو څوکيو کښي کار کوي .
پدې تبصره کې وړاندي ليکی : (( . . .اعتراف او، چیزی از اشتباهات حکومت و جامعه جهانی در افغانستان را کم نمی کند. حمایت بی‫دریغ از جنگ‫سالاران و جنایت کاران جنگی را نه کسی توقع داشت، و نه بدون صلاح‫ دید آقای کرزی ممکن بود. آقای کرزی می داند که اگر امروز جنایت کاران جنگی، ریشه در بین مردم دوانیده اند، نتیجه ی سهل انگاری و رفتار های مشکوک تیم درون ارگ بوده است . آن عده زنان و کودکان که در جنگ شیندند به وسیله ی گروه های جنگی در کشمکش های قدرت میان اسماعیل خان و قوماندان امان الله، مورد تجاوز قرار گرفته اند، به خوبی می دانند که آنها قربانی یک جنگ پنهان قدرت در آستانه ی انتخابات ریاست جمهوری شدند. این گونه حوادث، ناشی از مظالم و بی عدالتی های است که سال هاست در سیاست افغانستان بخاطر حفظ قدرت نهادینه شده است . )) که دجميعت اوپنجشير دشورانه پوښتنه وشي چې ددغي پورته حادثې عاملين څوک وه ؟ او ولي بېگناه انسانان قربانيان شوه ځواب به ئې څه ؟؟؟ خلک دخاوروسره خاوري شول ،خو جگړن اسماعيل خان چړچې کوي . په حقيقت کې خلکو ځکه دحکومت اوښاغلي کرزی نه مخ واړاوه چې کرزی دخپلو وعدوخلاف ټول دولتي واک جنگسالارواوتنظيم واکانواوپه يوه خبره هغوته پرېښود کوم چي په سوله ،امنيت ،ټولنيز عدالت اودموکراسی کښې خپل زوال وينی . که پدغو بنسټپالوپه افغانستان کې ټولنيز عدالت ،سوله اودموکراسی تامينېداي شوه بيانودومره کش اوفش ته څه اړتياوه ؟ دادتوپونو، الوتکو غړمبهار اودولسي خلکو وژنه دڅه لپاره ؟ولس پدې کار کښي بهرنيان ، ښاغلی کرزي اودهغه دپلويانو اوتنظيمو دمشران ټول يوځاي مسوله گڼې .
ښاغلو فهيم او احمد ضيا ! همدا لاملونه وه چي پسله څه مودې ددولت پرخلاف ښورښونه راپيل شوه . دپيل دليل ئي دانه وو چې تاسوښاغلي له يوه مقام نه گوښه نوردروسپارل شوه . که همدا اوس ټول قدرت دنظار شوراته وسپارل شي که له يوې خوا دبهرنيانو همدا سياست اوغلطه ستراتيژي وي اوله بلې خوادبهرنيو هيوادپه خلاص لاس مداخلې اولاس وهنې همدا حال به وي صاحبه !!!
ولي موهيرشوه شپږکاله پخوادخواجه غارله سمڅونه دکابل تر ارگه آمريکايانو ورسولاست ،نه ستاسوپه اصطلاح مجاهدينو. چې همد اوس دابهرنيان چي تاسوئي له هيوادڅخه دوتلو مسله هم کله کله دسياسي سوداگری او افغان ولس دغولونئ لپاره مطرح کوی دڅوساعت لپاره له افغانستان څخه ووزي اويااعلان وکړی چې تاسو افغانان خپله دولتي ستونزه حل کړئ پدې باور لرم چي يومديريت به لاهم تر لاسه نشی کړاي . اوبيابه سمڅوته منډی وهۍ . دهغولپاره چي امتحان ئي ورکړئ په زور گوتی وهل دځان شرمول دی .

دنظار شورا له دغو خبرو اوگوت نيونوسره اوس افغانانواوبهرنيانو يوشان عادت کړی کله چې دوي دمجاهدينونوم اخلی اوله هغوي ددفاع خبره کوي هرڅوک پدې پوهېږي چې دوي دجميعت تنظيم اودپنجشيردنظارشورا يادوی . له هغه ورځی چي ښاغلي فهيم ددفاع له وزارت ،قانوني دکورنيو چارواوډاکتر عبدالله دبهرنيو چاروله وزارتونه گوښه شول ،دوي داتبليغات پيل کړي چې مجاهدين له دولتي واک نه گوښه کېږي .
دټولوسره دا پوښتنه را پيدا کېږي چې مجاهدين څوک دي؟ که دروسانوپه مقابل کې جگړه مطرح وي ،هلته خو ډيروخلکودبهرنی يرغل په مقابل کي په جگړه کې برخه درلوده ،په رښتياسره هغه عام ولس چې دجگړې قرباني شو هغوي مجاهدين وه . دا اوس خودهغوي پر قربانيواومړوسوداگری پيل ده .
رابه شودغې خبري ته چي له دولت څخه څوک گوښه شوی دي ،اودوي داخبره دچاپه اړه کوي .
دنظار شورا غواړي چې ددولتي واک لومړۍ مقام ددوي پلاس کې وي اودولتی ټول چارواکي ددوي په خوښه وټاکل شي .که داکار وشي دوي به خوښ وي ،خوسوله به رانشي . پدې ورستيو کې يوځل بيادنجيب الله دحاکميت دورستيو شپو او ورځوپه دود دهمدغوپه دولت کېدشاملوپه هدايت دشمالي ولاياتو دمجاهدينوسراسری شورا جوړه شوه ،پر دولت ئې ورته نيوکی وکړې اوغواښ ئي وکړ چې که په دولت کې ددوي په اصطلاح مجاهدينوته لويه ونډه ورنکړه شي امنيت به خراب شي دې مشر همدادامريکاتر راتگ ورسته دوروکې يو وزير وټاکل شو ،ځکه داښاغلي بېکاره شوی دي اويا اوس تر وزارت وژه څوکی لري .دير ژر دغبرگون په توگه په ننگرهار کې ورته گونډه په ورته نامه يعني داځل بيادشرقي څلورو ولاياتو جهادي قوماندانانوغونډه وکژه طبعې ده چې دوي ته هم يوچا ويلي اويوچاسره راټول کړی دي .زه خپله نه پوهېږم چې داخلک څه غواړي ؟ زمادمعلوماتو له مخې په دواژو شوراگانو کې راټول شوی کسان عادي اوبيکاره کسان نه وه هريوه يوځل په لوژ څوکئ کار کړي داچې هغه دنده ئي سرته نشوه روسولاي، کرزی يابل هرڅوک چې و مجبور وداښاغلي له دې ځاينه بل مقام ته تبديل کړي ،چي ورته دبې کفايتج له مخې تبديلي ويل کيږي . نويوڅوک چې يوه دنده سرته ونشي رسولاي اوولس ځيني ناراضه وي بل ځاي به څه وکړي ،داډول تغير اوتبديل دخلکو نفس ورتنگ کړی اوښاغللی کرزی تهوايي بې کفايته دتل لپاره له کاره گوښه له يوه ځاي نه ئي بل ځاي ته مه تبديلوه . اوتر دې لاهم ترخه رشتيا سره ووايو نوهغه داچې دښاغلي چې دجهادي قوماندانانوپه نامه دولتي څوکۍ غواړي دوي دتحصيل کومه ډگری لري ؟؟؟ دوي چيري اوپه کومه عالي موسسه کښي ئي تحصيل کړي .دولتي واگې دنالوستو اوياپه جومات کې دليک ليکلودزده کړی خاوندانوپلاس کښېوت چې اوس موږ نه کورنۍ اونه هم بهرنۍ دقيق ،علمي اوسنجول شوی سياست لرو ،ترکاڼی دبيزوکارنه دی .هرسړی بايد دخپل استعداد اوپوهی له مخي په دولتی څوکیو وگمارل شي نه داچې پرون ئي په غروکې څومره وژلي اوڅومره راکټونه ئي پر اوږ وفيرکړی دي . کله چې فهيم وايي دوزارت مقام يو سياسي مقام دي گويا هغه په سياست پوهېږي بايد وزير وي خلک خاندي ،داځکه چې سياست هم گورواني نه ده هغه هم علم دی اووزارت دمدريت کولو مسلکی پوهی ته اړتيالري ،که دحقوقوفارغ دروغتيا وزير مقر ر شي اويا يوسرباز ياډريور ددفاع وزير دوي به څنگه وکولاي شي داچي پر مخ بوزي ؟؟؟
دولتي څوکۍ همدا اوس دچاپلاس کې دي ؟ که دولتي واک ته يوه ځغلنده کتنه وکړونودابه راته څرگنده شي چې په ۷۵ په سلوکې دولتي واک دهغوپلاس کې دی چې په تنظيمو پوري تړلي وه اوځانوته دمجاهد لقب ورکوي .دبېلگې په توگه له ولسمشر نه به ئي پيل کړو،دهغه دوه مرستيالان ،دپارلمان رئېس ،دمشرانوجرگې رئيس ،دپارلمان دکميسيو نور رئيسان ،مرستيالان ،منشيان ،په دولت کې يوشمير وزيران ،معينان ، رئيسان ،په پارلمان کې ښه پوره شمير وکيلان اوسناتوران ،په امنيتي وزارتونوکې جگپوړ ي چارواکي او قوماندانان ،د ولاياتونو واليان ،مستوفيان ،دپوليسو اوفرقو قوماندانان اونور داټول په زياته شميره ځانونه مجاهدين بولي . خونه پوهېږم چې دنظار شورا اوپه ځانگړې توگه دولسمشر لومړی مرستيال اوښاغلي فهيم ولي يوازي ځانونه مجاهدين بولي اوټول امتياز ځانوته غواړی ؟
داسې څرگنديږي که که نظار شوراى سل په سلو کې په قدرت کې وي نو مجاهدينو ته قدرت رسېدلى او کنه نو بيا مجاهدين له قدرت څخه بې برخې دي . ددې لپاره زمامشوره داده چې په راتلونکو انتخاباتو کې هريوچې غواړی دجمهوري رياست مقام ته ځان کانديد کړی کله چې مودولس رايي خپلې کړې ،طبعې ده چي په دولت کې به نوروته ځواب ورکوئ هر څه به ستاسو خپل شي . مگر دا خبره چي تاسو دمجاهدينو ملاتړی ياست اويا علا قه لري مجاهدين په دولت کې لويه ونډه ولري څوک درسره نه منې . دليل ئي دادۍ چې تاسو يوځل ازمويل شوی ياست . که موپه ياد وي کله چې جنرال حميدگل ښاغلی مجددي صاحب مجبورکړ چې څوکۍ استاد رباني ته پرېږدي ،لومړی خوبيادهغه توافق له مخې چې رباني مجددي صاحب ته ويل څوکی راپرېږده ،استاد رباني داڅوکۍ بل چاته نه خوشي کول اوبله داچې دهمدې لعنتی څوکۍ پر سريوازي په کابل تر ((۶۰)) زرو بېگنا دکابل ښاريانوستاسو اومجاهدينوتر منځ دقدرت دويش پر سر خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ اودکابل ښکلی ښار پداسي کنډوالوبدل شوچې تر اوسه ندۍ ۍوړ شوی . که هرڅومره دامسله وڅېړو يوې پايلي ته رسېږو چې دښاغلي قسيم فهيم ،احمد ضيا مسعود اودنظارشوراټوله غړي يوازي ځانونه مجاهدين بولي اويوازي ځانته دولتي قدرت غواړي . اوکه رښتيا ووايوله کرزي نه خلکو ځکه مخ واړاوه چې ښاغلي فهيم ئي دمارشال په نوم ونوماوه اويائي احمد ضيا مسعود ته دجمهور رئيس دمرستيال مقام ورکړ اوداسي نوري نه بخښونکی تير وتنې .
که حقيقت ته ځير شو نو همدادنظار شوراى ده چې مجاهدين نه پرېږدي په قدرت کې سهم ولري ، همدوي دی چې له طالبانو اوددولت له نورومخالفو ډلو سره دپخلاينې د خبرو اترودپيل سره مخالفت کوي . نه غواړي چې په افغانستان کي داسي يوپراخ بنسټه دولت جوړ شي په کوم کښي چې ټول بېله کوم امتيازنه دمسلکی استحقاق اوپوهی له مخي په دولتی قدرت کې برخه ولري .
که سړی ددوي خبروته دقيق ځير شي دوي پخپله په خپکوخبرو اوڅرگندونوکې داجوته وي څرنگه چې موږ په دولت کې تردې لاهم برلاسي نه يو ځکه ددولت سره دمخالفت لمن پراخيږي اونا امنی زياتېږي يعني داچي دوي هم پدې کښي خپله معينه ونډه لري اويوشميرنور بياددي حالت ننداره کوي .
دلته به راشوهغه اساسي قانون ته چې دنظار شورائي په ليکلو اوتصويب کې برلاسې وه . ددې اساسي قانون په شپږ پنځوسمه ماده کې راغلي : ((د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او دعامه نظم او امنيت ساتل د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده . دقانون له حكمونو څخه بې خبرې عذر نه ګڼل كېږي .))
دوي تر اوسه هغه دنده چې اساسي قانون ورته سپارلې ده سرته نده رسولې اوهغه ئي ترپښو لاندي کړېده ،دداسي دولتي جگپوړوچارواکونه به دخدمت کومه هيله وشي . دابيچاره عسکر اوعادي وگړي امنيت ساتي مارشال ،دولسمشر مرستيال ،دپارلمان رئيس اوټول په دولتي واک کښي شامل تنظيمونه دبې امنيتۍ ننداره کوي اودوي شعارونه ورکوی چي حالت به نور هم پسي خراب شي . له ولسه هم نه شرمېږي او وايي موږ ته تردې لانور ډير دولتي واک راکړی .داپدې معنا چي کله ټولواکا ن سواست بيابه امينت راولی ،سره لدې چې ملت ډير پخوا لا له تاسو نه داهيله نه درلوده .
دمجاهدينودډلې نه چې په پاکستان او ايران کې جوړی شوی وې اودمرحوم نجيب الله دحاکميت تر نسکورېدو وروسته ئي ددولتي واک دعوه درلوده يوازي گلبدين اودمولوي خالص کوچنۍ ډله نشته دانور ښاغلي خو ټول له يوسره په توروموټروکې له بهرنيانوسره پورته اوکښته دکابل په ښارکې گرځي اوهره ورځ دسيرينا يا انتر کانتينينتل هوټل په بالروم کې چړچې کوي ،داطالبان خو ډير وروسته راپيدا شوه هغه هم کله چې آمريکاپه سيمه کې د يوې بلې ستراتيژی پلي کول غوښتل ،اوهغه تاسوپ وجود کې نه ترسره کېدل ،ځکه تاسو شپه او ورځ دقدرت دويش پرسر په خپلو کې په جگړو او انسان وژنې مصروف واست . ځکه د آمريکايانولخوا دپاکستان په مرسته دطالبانو په نامه يوبي حرکت دافغانستان سياسي ميدان ته روړاندي کړل شو. په هر حال ولي تاسو يعني هدف مې ټول تنظيمونه دمجاهدينوشمالي اوشرقي شوراگاني دي نشی کولاي په هيواد کې دځانولپاره چي تاسوپه دولت کې ارام اوسۍ سوله راولۍ ؟؟؟
داپدې معنا ده هر هغه وخت چي پاکستان ،ايران اونور يوشمير هيوادونه چې په افغانستان کې خپلې گټی لټوي وغواړي هغه وخت تاسو زمری ياست اويودولت ته پرابلمونه پيدا کولاي شي . او کله چې بهرنيان نه غواړي اوتاسوته پيسې او وسله نه درکوي بيانو خيريت دي . دادی اوس ئي طالبانواوگلبدين ته ورکوی هغوي جنگېږي ، ځکه نو دادمجاهد خبره بېله يوې سياسي او مذهبي سوداگری نه بل څه نه دي .
همدا اوس دا ټولوته جوته چې بهرنيانوپه زوردنيم بنده دموکراسی دتمثيل دپاره دپارلمان تر چتر لاندي ئې هغه سره راټول کړه چې پرون ئې يوپر بل راکټونه اورول اوهمدا دکابل ښارئي په کنډواله بدل کړ .
جهادکليمه دهغولپاره استعماليږي چې بيله کوم امتيازنه دخداي درضالپاره داسلام ددفاع په لار کې هرډول قربانۍ ته حاضر وي .ولي هغوته مجاهدويل چي هر څه دځان لپاره غواړي اوټول تلاښ ئي داوي چې دولتي واک ولري هغوي ته مذهبی سياسي ډله ويل کېداي شي . ځکه دايوه سياسي ډله ياحزب دی چي داسلام داساساتواونوم څخه په استفادې سره غواړي دولتي واک ترلاسه کړی .داسي اسلامي گوندونه دنړی په زياتو هيوادو کې شته هغوي سياسي فعاليت کوي ،غواژي دولتي واک تر لاسه کړی اودخپل پروگرام پر بنياد خپلو هيوادوته خدمت وکژي ،خو هغوي ځانوته مجاهدين نه وايي .
داټولوته جوته ده چې دامريکاپه ډالرو،عربي ريالواوالماني مارکونودآمريکا اوغربي هيوادوپه هدايت دمرحوم داودخان دحاکميت پر خلاف چې دپاکستان او امريکانه خوښېده دړنگېدولپاره تر ډيرو دمخه دجميعت گوند اوهلته ډيرومشهوروڅيروپوسيله وسلوال بغاوت پيل شو . اودپاکستان په خاوره کې دافغانستان ددولت خلاف لومړنۍ دپوځی روزنې کمپ ددوي په وجود کې جوړشو،چې ددې کمپونولمنه اودولتي ضد فعاليت دوره وغځيد چې تر اوسه دوام لري ،خويوازي ئي دواړو غاړوته لوبغاړی بدل شوی دي .
که يوڅوک وجدان لري نوپه دالويواووړوښاروکښې ددغوبلډ نگو پوښتنه دي وکړي چې دادچادی اود جوړېدو پيسې ئې له کومه کړې ، داده دجهادپرنوم دسياسي سوداگرودوطنپر ستۍبېلگه چې دهيواديوتاريخې سيمه(( شير پور )) په چورپور بدل شواودخپلو گټولپاره ئې پکښی لوړمنزله داروپاپه څیر ماڼۍ جوړې کړې . فکر کوم ښه به داوي چې پدې مسايلوډيري گوتی ونه وهو. ښاغلو ستاسو تر دنگو دنگو بنگلو لاندي دمجاهدينو پاته شوی اولادونه خيرات ټولوي .دهغوسره مرسته وکړی ،هغوي ته لدغه حالت نه نجات ورکړی ،هغوي ته ليليه ښونځۍ او داوسېدو ځايونه جوړکړی ،هغوي بهرته دتحصيل لپاره ولېږی . خوتاسو داکار په ژوند کې هم نه کوی .يوازي هغوي له ځانوڅخه دبدرگې لپاره واټونوته راباسی .
وايي موږدهغو په مقابل کې جنگېدوچې دروسيې په طرفدارۍ ولاړوه ،مگر له ځان څخه پوښتنه نه کوي چې دوي دچاپه طرفداری اودچاپه پیسوداوطن وراناوه؟ هغه وخت چې ددوي گټې پکښی نغښتې وې دبهرنيانونوکري ئې کوله .
له دېنه څوک انکار کولاي شي چې ستاسوددټولی غربی نړئ اوآمريکا دڅارگريو اداروکارمندادپوځی عميلاتودتنظي لپاره تر افغانستان پوري نه راتلل ؟ تاسوته چا پوځی تعليم درکاوه او ولې ئي درکاوه ؟ احمدشاه مسعود له روسانوسره پټ دهمکاری قراردادونه لاسليک نکړه ؟ اوبياپه ۱۹۹۱ کال دشوري دکمونست گوند دسياسي بيرودعللبدل غړی اود مسکودښاري کمېټې دمنشي اوروسیې دمشر باريس نيلايويچ سره چاپټه لېدنه وکړه ؟ ايادهغوي نه مودولتي واک ته رسېدولپاره دمرستی غوښتنه ونکړه ؟ کله چې استاد رباني اوفهيم مسکوته ولاړل اودهغوينه ئې دمرستی غوښتنه وکړه ،بل پلوته دانورودآمريکايي اوپاکستانی چارواکودروازي په درب ټکولې اوغوښتل ئې چې حاکميت دوي ته ورکړی . داسي نه وه ؟
دطالبانودحاکميت په وخت کې روسانوچاته په کانتينروپسې او وسلې رالېږلې ؟
دابايد ووايم چې روسان هغه روسان وه خو يوازي ئي ددولتي جوړښت نوم بدل شو ،دوي هغه خپلې موخي اوگټي په افغانستان لرلې او اوس ئي هم لري ،دوي هم دانه پټوی .ددي خبري دپخلی لپاره به دروان کال ددسمبرپر ((۲۲)) دروسې په دوهم تلويزيوني کانال( (RTRکې دشپې پر اتو بجوخبروکې دشوروي اتحاد دبهرنيو چارو دپخواني مشهور وزير ايو گېني پريماکوف هغه خبري راوړم چې په افغانستان کې دشوروي دسفير اوپه ملگروملتوکې دروسې ددايمي استازي يولي ورنڅوف دتيري هفتې تر مړينی وروسته ئي کړې وي ، هغه دخبرنگار سره ديولي ورنڅوف دښو خدمتونو دستا يلو په لړ کې وويل : (( يولي ورنڅف ډير غښتلي اوپياوړی ديپلومات و کله چې شوروي نظام تغير وخوړ دکرملين پر ماڼۍ درې رنگه بيرغ ځوړند شو نو يولي ورنڅوف هم سمدلاسه دملگروملتو په ماڼۍ کښي دځوړندو شويو بيرغونوپه قطارکې دشوروي بيرغ راکښته اودروسې درې رنگه نوی بيرغ ئي پورته کړ . دملگروملتودسازمان دوخت ریيس ورته وويل ،نورنو شوري نظام نشته . ولي يولي ورنڅوف ورته وويل نه داسي نه ده دشوروي نزام ځاي ناستی روسيه ده . )) پدي دليل دا دمنلو وړ اومنطقی نده چي ښاغلي فهيم او انډيوالانئې ووايي دوي افغانستان له روسانو آزاد کړی دوي دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت په دوران کې روسانوته تر ټولونږدې دله وه ځکه ئي دپرچم په يوې ډلي دنجيب الله پر خلاف دنزار شوراپه مرسته کودتا وکړه اوروسيې تر بي هر هيواد وړاندي په رسميت وپېژند .اعلان ئي وکړ داددوي کورنۍ مسله ده موږ له افغانستان سره ددوستی علاقمندان يو پدې دليل هلته چې هر رژيم راشي موږ ئي په رسميت پېژنو . مگر کله چې طالبانو په افغانستان کې حاکميت تر لاسه کړ بياروسانو هغوي په رسميت ونه پېړندل ،سره لدې چې پيسې ئې ورته چاپولې خوپه مسکو کې دافغانستان په سفارت کې داستادرباني اونظار شورا خلګ ناست وه .
په ۲۰۰۱ کال دروسيې داوسنی ولسمشر ولاديمير پوتين سره تاسو ښاغلو فهيم اورباني ونه ليدل ؟ اوهغه ته دڅه لپاره ورغلی واست ؟ په خبر کې خوراغلي وه چې روسان تاسو په خپلو خبرواو ويناوکې دافغانستان ډير نږ دې اوتاريخي دوستان بللي وه اودروسيې سره پر دوستۍ اومتقابله اړېکوموټينگار کړی و . اياهمدا اوس تاسو اوستاسو سيیاسي بهير تربل هر سياسي حرکت له روسانوسره نږدې اړېکي نلری ؟ اياپټی اوښکاره ليدنې کتنې نه کېږي ؟ داټولي کېږ ي ،ستونزه داده چې افغانان په ډيرو شيانوچې دتوروپردوترشا سرته رسېږي نه خبرېږي .
همدا دليل دی کله چې ښاغلي کرزي وويل ځيني اشخاص اوسياسي کړی دي چې دبهرنيانوسره اړېکي لري اوله هغوي مرستي ترلاسه کوي ستاسو په کالوکې شپږه وخوځيده اوغبرگون موښکاره کړ. که تاسو داسي اړېکي نلري نوبياولي تاسوترهرچاوړاندي په قهر شوی ؟داوروستۍ گوت څنډنې هم دښاغلي کرزي دهغې ويناپه مقابل کې يوتنظيم شوی غبرگون دی .
دغه دتنظيمو ترمنځ چې دقدرت پر سرجگړه کې يوازي په کابل کښې تر ((۶۰)) زرو زياتو دکابل ښاريانوخپل خوږژوند دلاسه ورکړ . ددغو وژل شوو کسانوقاتلان په کوم نامه يادوۍ ؟؟؟
دروسانوسره په جگړه کښي دپاکستاني جنرالانو دظیا الحق نه تر پرويزمشرف پوری ،دهغوي دڅارگرۍ ادارو،ايراني اخوندانو،عربي شيخانوداپه ميليونوډالر چاته اودڅه لپاره درکړه ؟

داددې لپاره نه وه چې ستاسوپه اصطلاح افغانستان آزادکړئ بلکه ددې لپاره وه چې آمريکا غوښتل دافغانا نودسر او وطن ورانونې په قيمت روسان گونډه کړي . دادی اوس ايراني چارواکي اودشانگهاي تړون يو غړی شمير هيوادونه غوا ړي په افغانانويوځل بيا داسلام پر نامه باندي دسياسي سوداگری نه په استفادې سره امريکايان په افغانستان کې په جگړه کې داسي راوپېچی چې له هرې خواترفشارولاندي راشي . اوپاکستان بياخپلوموخو ته درسېدواوله امريکا او اروپايي هيوادونه دمالی امتيازونوترلاسه کېدولپاره له افغانانوڅخه استفاده کوي .همدا اوس هم هغوته چي په جگړه کې ښکيل دي مجاهدن وايي اوداتاسوچي په دولت کښي غوښن ځاي لري ملحدين بولي . اوس موږ نه پوهېږو چې ښاغلی فهيم اواحمدضيامسعود دکومو مجا هدينو لپاره په دولت کې تر دغه لازيات ځاي او ونډه غواړي ؟؟؟
غواړم يوځل بيا ټولوته درونالد رېگن داخبره ورپيادکړم کله چې ېې دتنظيمي مشرانوسره په واشنگتن کښي لېدل په خپلو خبروکښي په ډانگ پېلې وويل ((. . . زه خپل اهداف لرم . . . اوداامريکايي ډالردئ چې دې جگړې ته ئې دجهادنوم ورکړئ ،دازه يم چې داجگړه مي دجهادپه نامه نومولې ده ،کنه نودفلسطين اونوروسيمو جگړو ته ولی څوک هجاد نه وايي؟)) .

اوس به داورسره ايظافه کړو چې بياهم دا دآمريکادB52 دبم اوريوزور اودبهرنيانوخپلې سياسي اوپوځی موخي دي چي تاسوته ئي دبن په کنفرانس کې په دولت کې دگډون بلنه درکړه ،کنه دخواجه غارله سمڅوراوتل ستاسولپاره ناشونې خبره وه . زما داخبره داسي تبلغ نشي چي زه داوسنيوجنگ پلوه پلوئ يم ،زه په افغانستان کي سوله غواړم اودجگړې له لاري دولتي واک ته درسېدوسره سخت مخالف يم ،هغه حاکميت دي وران شي چې دانسانانودسرپه ارزښت جوړېږي .
همدااوس چې په افغانستان کښې دابې گناه انسانان دپرديودبم اوريوپه پايلوکښي ژوند دلاسه ورکوی پدې کښي دولت ،بهرني ځواکونه اوداټول تنظيمونه چې په دولت کې برخه لري يوپلوته اوبل پلو ته طالبان گلبدين حکمتيار دهيروئينو سوداگر اوالقاعدې سازمان ملامت گڼل کېږي . داهم بايد له پامه ونه غورځول شي چې دهغه دولت چې تاسو پکښي غوښن ځاي اومقام لري ددولتي چارواکو ناوړه کړنوخلک اړکړی چې ددولت دمخالفينوپه طرفداری ودريږي اوياځان يوپلوته گوښه کړی . له بلې خوا متاسفانه داسي اوازې هم شته چي بهرنيان په افگانستان کې دوه مخۍ سياست پلئ کوي له يوې خوا ددولت سره ښې اړېکي لري اومرستي ورسره کوي له بلې خوا په دولت کې ددولت سره دمخالفو کسانواوډلو سره ښه مناسبات ساتی او همدا ډول ددولت له وسلهوالومخالفينوسره اړېکي لري ،ډيره بده ئي لاداچي وايي امريکايان دخپلو موخو لپاره په سيمه کې جگړه اوږدوي اوپدې ډول له يوې خوا په پښتنو ميشت سيمو کې پښتانه له منځه وړل کيږي اوله بلې خوا پښتانه بدنام دی چې تل جگړه غواړي ،مگر حقيقت بل ډول دی .ددي خبري دپخلی لپاره پدي ورځو کې دايرنا په خبري اژانس کې يونشر شوی خبر چې د((واقعيت ‌هاي جنگ افغانستان از زبان يك كارشناس افغان )) راوړم ،په خبر کې راغلي دي :
((يك كارشناس مسايل افغانستان روز دوشنبه در گفت وگو با برنامه يك حرف و دو نظر شبكه تلويزيون خصوصي لمر كه به زبان پشتو پخش مي‌شود، پرده از واقعيت‌هاي جنگ در اين كشور برداشت .
د ايرنادگزارش له مخې عصمت قانع دلمر تلويزيوني پروگرام د ((ديک حرف ودونظر )) تر نامه لاندي خپرونه کي په افغانستان کې دجگړې له واقيعتونه څخه داسي پرده پورته کوي وايي : ((سران قومي ولايت خوست در جريان سفر ماه جاري رابرت گيتس وزير دفاع آمريكا به اين ولايت به وي گفتند كه "واقعيت اين است ، جنگ فعلي در جنوب از سوي آمريكا به مردم منطقه تحميل شده است ".
قانع به نقل از سران قومي ولايت خوست افزود: اگر آمريكا مايل به جنگ نباشد،حتي يك گلوله در افغانستان شليك نخواهد شد.وي اضافه كرد: آنان به وزير دفاع آمريكا گفتند جنگي كه در جريان است ، نياز به تجديدنظر در شيوه عمليات آن براي تامين اهداف آن كشور دارد و مردم خواهان جنگ نيستند .
به گفته قانع به اعتقاد سران قومي شركت‌كننده در ديدار با گيتس در جنگ فعلي‌قوم پشتون بدنام و متضرر مي‌شود، بايد شيوه اين ناامني‌ها كه براي اهداف آمريكا است تغيير كند تا ضرر پشتون‌ها و تمام افغان‌ها يكي شود.براساس اين گزارش ، سران قومي خوست به گيتس گفتند كه از وضعيت منطقه خود آگاهي دارند. مردم و حتي طالبان علاقه به جنگ ندارند و در برخي موارد آنان به اجبار و از روي احساسات با سربازان آمريكايي به جنگ مي‌پردازند.به گفته اين كار شناس به نقل از سران قومي خوست سربازان خارجي شبانه بدون حضور سربازان افغان و اعلام قبلي وارد منازل مردم مي‌شوند، به آنان توهين و تحقير مي‌كنند و در نتيجه مردم دست به اسلحه مي‌برند و در فعاليت هاي ضدآمريكايي شركت مي‌كنند . ايرنا18 دسمبر2007 ميلادی
ښه داښاغلي چې مجاهدينوته بې سره اوپايه قدرت غواړي دامريکاسر ه به پر کومه خبره قناعت ته ورسېږي . دخوست مېړني پښتانه خوپه ډاگه وايي چې دبل شوی اور عا ملين څوک دی داچې ولي دوي داکار کوي داپوښتنه بايد دولسمشر ،مرتيالانو اومارشالانو څخه وشي .
تاسو ښاغلو ته مې مشوره داده چې تل دقناعت روحيه ولری ،ددي لپاره بايد اوبه خړې نشي چې بهرنيان وتلوته اړيستل شي . پدې بايد هرڅوک پوه وي که داځل بهرنيان ووتل پدې هيواد کې به يوځل بيادقدرت پر سر جگړه کې دوينو ويالې وبهېږي . ددې لپاره چي دپرديو له واکداری نه ملت خلاص شي ددولتي جگپوړو چارواکو په لمومړی سرکي اوبياپه دولت کې دټولو شاملو اړخونوملي او اسلامي دنده داده چي په خپلو کې دقدرت دويش پر سر اختلاف شاته پرېږدي ،په پراخه حوصله دملي مسوليت په درکولوسره دتفاهم اوملي پخلاينې له لاري ددې وران او ويجاړافغانستان دجوړېدو لپاره لاره هواره کړی اوپه هغه صورت کې له پردونه غوښتنه وکړی چې خپلو هيوادوته ستانه اودپوځي لگښتونوپر ځاي ددهيواد دصنعتي اوکرهڼيز پرمختگ لپاره زموږسره مرستې وکړي . ددولت مخالفین هم بايد له سياسي درايت نه کارواخلی پدي دول دافغانستان مسله نشي حل کېداي ، پدې ډول داوطن نور هم ورانېږي ، همدا اوس او افغان افغان وژنی اویادبهرنيوپوځيانوپلاس خپل هيواد وال دمرگ خولې ته ورټيل وهو . دا افغانيت او اسلاميت نه دی ، راشۍ له نورونه ئي زده کړو ،هغوي خپل وطن جوړوي خوموږ خپله مېنه ولې ورانه کړو.
ديوې همېشنۍ سولي اوتل پاتي پخلاينې په هيله . پاي

/////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////// دليکنې په ورستۍ برخه کې ددرنو لوستونکوپام دفهيم او احمد ضيادويناپه اړوند دخلکودلاندي نظرياتو لوستوته را اړوم کوم چې دشبکه اطلاع رساني افغانستان په ويب پانه کې خپاره شوی دي البته مائې نمونه را اخيستي ده :

نظرات کاربران:
>>> با عر ض سلام وادب آ قای فهم خان و معا وین صاحب ریس جمهور افغانستان خوب فرمودن سوالی بنده به حیث یک مجاهد که در تماما سنگر های جهاد چه در مقبیل طالیب و غیره ما مر دمی بدخشان بودیم جلوی هر نوع تجا وز را گرفتیم و در آخیر حقوق مان ام زیر پا گردید وحیثت مان ام .اگر این نشت سرانی ما گذشته واری باشد کدام نتیجه نخواد داد این خیال است.در وقتی که قدرتی سیا سی ونظا می کشور نزدی ماو شما بود نتوا نستیم در کشور یک نظا می خوب را به وجود بیا وریم و فعلآ همه چیز از دستی ماو شما رفته است .بخا طر که ما وشما زیا د خودخوا هستیم.و همه سرمایه ملت را ام به نفع خود اختصاص دادیم. نو رآغا علی زاده
>>> هر نظامی ورژیمی در افغانستان حکومت کردند نتوانستند تا امروز امنیت وثبات را در کشور تحکیم بخشند کسی فکر نمیکرد ملت افغانستان چرا اینقدر عقب مانده وذلیل باشند؟
افغانستان امروز از فقیرترین کشورهای دنیا بحساب می آید برق ، آب آشامیدنی ، سرک و.....ندارند درحالیکه خود مجاهدین صاحبان از بهترین نعمات برخوردارند. مردم افغانستان نسبت بدنیای امروزی در قرن حجر زیست دارند.
آیا مجاهدین عزیز با کدام بهانه دوباره برسر قدرت می آیند کشور را به آتش کشیدند 300 سال ملت را به عقب انداختند مدارس ومکاتب را به بهانه های مختلف بستند، برادرکشی وخانمانسوزی به اوج خود رسیده بود ، مردم را به حدی کمر شکن کردند که نمیتوانند قامت شانر راست کنند.کدام وجدان خواهد بود که دوباره ادعای قدرت کند؟!!
>>> جناب آقای فهیم خان مجاهد سوال من به عنوان یگ مجاهید وطن دوست از شما اینست که خود شما در زمان حکومت مجاهدین به ریاست آقای ربانی که یکی از مهره های کلیدی این شخص بودید برای این وطن عزیزت چه کردی که حال از آقای کرزی چوکی و ریاست و... می خواهی؟ ضیا عسکریار
>>> آیاهمین مجاهدین نبودند که فاجعه افشارو.... را به بار آوردند؟
آیا همین ها نبودند که به ناموس مردم تجاوز کردن؟ اینها امتحان خود را پس داده اند. ساقی
>>> آقاي فهيم خان ، كدام آزادي ؟
مفهوم آزادي را از مردم خود سؤل كرده ايد؟
مردم شما رنگ آزادي را ديده اند؟
آيا آزادي، براي مردمي كه شما مسؤل آن بوده ايد را مي شناسند؟ يا اصلاً خود شما تعريف روشني از آزادي داريد ؟
آزادي را در رفتن نيروهاي شوروي از افغانستان مي دانيد؟ يا در از بين رفتن رژيم داكتر نجيب الله؟ كه حا لا ادعا مي كنيد مجاهدين بودن كه كشورا آزاد نمودند.
جناب فهيم خان :شما براي مردم خود آزادي ، رفاه ، امنيت ، تساوي حقوق انساني ، وحدت و آسايش فكري وروحي نياورديد بلكه هزارويك مشكل اساسي ديگر براي زندگي آنها ايجاد نموديد.
شما به جاي آزادي، ديكتاتوري، فقر، تنگ دستي، بدگماني، آوارگي، عدم امنيت و اختلافات قومي را آورديد . اين حرفهاي من به معناي دفاع از حكومت كرزي نيست ، اما شما نيز كدام كار ارزشمندي براي مردم انجام نداده ايد. . . .
عارف ، از ايران
>>> پرسش درين است كه مجاهد كيست ودلالان جهادكيست ؟
آنهايكه سالها پيش براي نبرد با كمونيزم و اشغال گران شوروي بپا خواستند فرزندان ملت افغان بودند كه شان وغيرت ايشان اجازه نميداد تا در بي ننگي و ذلت زندگي كنند . حاضر بودند تا بميرنداما درزير تسلط بيگانه و استبداد مزدروان آنها زندگي نكنند.
امروز فهيم ها عبدالله ها ربانيها قانونيها وديگران كه همه خائينين بملت و ميهن هستند كه همه اپرچونيستها وفرصت طلبان و ابن الوقتها هستند ازنام مقاومت وفداكاري فرزندان ملت سوء استفاده وسودجويي ميكنند . اينها مزدوران بيگانه و همه در اختيار استخبارات كشورهاي روسيه وپاكستان وايران قرار دارند.
سالهاي 90 رابيادبياوريم تا چهره هاي اصلي اين افراد بارديگر آشكار گردد . در آن سالها همين افراد اختيار دار عام وتام كشور بودند چي هدية بملت دادند ؟
مگر همين ها نبودند كه شهر كابل را تباه كردند ؟
مگر همينها نبودند كه بناموس مردم دستبردند و زنان ودختران كابلي را بي ناموس وبي عزت ساختند ؟
ْانروزها جهاد ومجاهد كجا بود ؟
آسلام وترس خدا كجا بود ؟
. . . اين جنايتكاران ميبينند كه روز حساب نزديك ميشود پس به تري ولرز افتاده اند و درفكرراه وچاره براي ادامه بقاي هستي هاي ننگين و ذلت بارشان هستند .من بدرگاه خداي پاك وقادر دست دعا بلند دارم كه بملت مظلوم افغان توفيق وتوانايي عنايت فرمايد تا تمام جنايتكاران خلقي پرچمي مجاهد وطالب را روزي به دادگاه حق وعدالت احضار كرده بسزاي اعمال سياه و جنايات شان برساند . ع ر
حالا من از همین رهبران شان سوال میکنم اگر شما سارق نیستید پس اینهمه دارایی را از کجا بدست اورده اید؟
مگر سیاف از پدر یتیم نمانده بود ؟
منبع عایدات ربانی را شرح دهید.
ایا حضرت عمر(رض) و یا حضرت علی(ک) همچو شما زندگی کرده اند؟
چرا خجالت نمی کشید؟
مگر نمیدانید در روز اخرت جوابده میباشید؟
جواب این همه یتیم ها را چه میدهید؟
حالا فکر کنید که کرزی شما را چیزی گفته نتوانست. یا از دادگاه این دنیا فرار کردید. نزد خداوند چه خاهید گفت ؟ تو ای فاقد حکمت و ترحم تو با پرتاپ راکت خیلی عزیزان ما را بیگناه قتل کردی . اگر به وعده خداوند دقت کنی جاویدان در اتش دوزخ خواهی بود.اقای شهروند من با شما موافق هستم.اینها اصلآ فاقد استعداد خدمت به خلق الله میباشند.اگر من درست نمی گویم لطفآ یکبار به زندگی حضرت عمر و به دارایی اش بعد از ده سال خلافت مراجعه فرمائید.و انگاه با زندگی خجالت بار رهبران جاهل جهادی مقایسه کنید. اگر هر دو یکسان بود انگاه به من دشنام بفرستید.
حکومت دست نشانده اقای کرزی به مراتب بهتر از دوره ننگین ریاست ربانی و صدارت حکمتیار میباشد.
اگر این ها مصدر یک خدمت کوچکی هم میشدند ملت ما انرا فراموش نمی کرد. و از ان قدر دانی مینمود.
باز سوال بعدی من این است که بعد از موضوع تعریف جهاد و مجاهد از دیدگاه اقای فهیم کی ها در این لست شان تحت نام مجاهد شامل میگردد.و کی ها نه؟ و چرا؟ تیمور شاه
>>> ما افغانهاخواهان اعدام 90٪ مجاهدین هستیم بعد از کمونست ها تمام بدبختی های را که در افغانستان میبینید از نادانی و وطنفروشی مجاهدین است. طالب راکی آورد . القاعده را از سودان ربانی با پرواز آریانا نیاورد. jan aga
>>> آقای فهیم قسیم ! شما در زمان حکومت مجاهدین و در موقف وزارت دفاع کرزی چه کردید که حالا بازتشنه قدرت هستی. تعداد زیاد مجاهدین در موقف های مختلف فعلا نقش دارند. اینکه تنها تو بیرون مانده ای شاید به خاطر خیانت بزرگ ات و گرفتن پول های هنگفت آمریکا برای انجام ماموریت خواجه بهاوالدین باشد که همه اینها را باید جواب پس بدهی. مردم منتظر چنین روزی هستند. شیلا از هرات
>>> حکومت مجاهدین را بارها و بارها دیده ایم. آزموده را آزمودن خطاست . اعتمادی
>>> جناب آقاي فهيم خان ازكدام جهاد ومجاهد حرف ميزنيد كدام مجاهدين همان كساني كه درطول 25 سال همديگر را كشتند وهمديگررا مرتد گفتند واجب القتل دانستند آيا مگر نه اين است كه تمام بدبختي هاي مردم افغانستان اززمان روي كار آمدن شما مجاهد صاحباي كه دستتان به خون هزاران افغانيي بيگناه آغشته است شروع شد
مگر نه اين است كه نسل جوان افغانستان قربانيي خود خواهي ها وقدرت طلبي ها وبه راانداختن جنگ هاي خانمان سوز شما وامثال شما شد مگر نه اين است كه درزمان روي كار آمدن شماها عده ازمردم افغانستان آواره دورترين نقطه عالم شد وتحقير ها وبيچاره گيها را به جان خريدند درست است كه جهاد عليه شوروي امر مقدسي بود وآنهاي كه دراين جهاد كشته شدند شهيد شدند اما شما ها چه ؟ آيا قدر اين پيروزي را دانستيد شماا گر وجدان داشته باشيد يك نگاه به كار نامه تان بيندازيد شما عليه كه جهاد كرديد ؟ تا شمارا هارا بتوان مجاهد گفت . مجاهد كلمه مقدسي است كه نميشود به هر جنايت كار گفت . شما افغانستان را مقايسه كنيد بابدبخترين كشور درروي زمين آياكشوري مثل افغانستان پيدا ميتوانيد ؟ كه عامل اين امر گرديده ؟. واي برآن وجدان هاي خفته كه تا به هنوز فريب اين مظلوم نمايي هاي اين جنايت كاران را ميخورند وباحمايت شان مهر تاييد بر جنايت هاي اين جهننمي ها ميزنند ودرجنايت هاي اين ها شريك ميشوند اي جوان افغاني اين رابدان كه اگر من وتو امروز ازهمنوعان مان دردنيا عقب مانده واز آن آسايش وامنيت وازآن امتياز ها محروم هستيم همه اش ثمره جنايت هاي همين جنايت كاران جنگي است تو وجدانت . كمي تفكر كني جوابت را ميگيري با احترام به همه خوانندگان حسن جان نوري
>>> اولآ اینکه جهاد فریضه الهی است ونباید در مقابل آن توقع پاداش دنیوی را انتظار داشت. زیرا کسی که در مقابل جهاد خود تقاضای امتیاز را مینماید از ثواب آن محروم میگردد.
دوم قابل یاد اوری میدانم که در حال حاضر نیز اعضای احزاب هفتگانه و هشتگانه جهادی در حکومت و دولت حضور گسترده دارند.چند مثال عرض میکنم :خود ریس جمهور ،هردو معاونین ریس جمهور،یک عده زیاد وزیران مثلآ: وزیر اطلاعات و فرهنگ ،داخله ، دفاع ،آب و برق ، عدلیه وغیره ضمنآ یک تعداد معینان شان. لوی څارنوال ،ریس ولسی جرگه ،ریس مشرانو جرگه منحیث عالی ترین ارگانهای قانونگذاری.ریس امنیت ملی ، لوی درستیز یعنی مسوءل عمومی سوق و اداره اردو ،تعداد کثیری از وکلای شورا ها.جنرالان اردو و وزارت داخله به شمول قومندانان امنیه ولایات و ولسوالیها،والیان ولایات مثلآ ولایت کابل ، هرات، مزارشریف، جلال آباد،جوزجان،کندز ،بدخشان ، پروان پنجشیر،هلمند، غزنی وغیره همچنان یک عده کثیری از ولسوالها و علاقه دار ها همه اعضای یکی از احزاب یاد شده جهادی میباشند.
سوم اینکه به نظر من داشتن وظیفه دولتی به معنی یک امتیاز نمی با شد.بلکه هرکس که در یک پست دولتی کار میکند حاضر گردیده است تا خدمت مردم و وطن رانموده و برای تآمین زنده گی مرفه تر و با سعادت تر همه ساکنان کشور سعی و تلاش نماید.ودیگر اینکه مقام های دولتی نباید به اساس تعلقات قومی و یا لسانی تنظیمی حزبی وغیره تقسیم گردند ،بلکه به کسی که دارای آگاهی ،تحصیل ، تجربه ، توان خدمتگذاری و تقوا باشند داده شود.تا بتوانند مصدر خدمت گردند.نمیتوان یک قاضی را به حیث یک پیلوت و یا یک پیلوت را به حیث یک جراح توظیف نمود.
اگر بقیه مجاهدین که مقام ندارند و با تثبیت مسلک شان حاضر به خدمت گردند، باید به انها نیز به مثل سایر افراد حقوق برابر اشتراک داده شود.متوجه باید بود که در کشور افغانستان امکان بودن یک ریس جمهور یا ریس دولت است.که از طریق انتخابات به قدرت میرسد.همزمان نمیتوان برای رهبر هر تنظیم یک دفتر ریاست جمهوری تآسیس نمود تا عطش قدرت طلبی شان ارضاء گردد. حال اگر باز هم اقای فهیم و یا دیگران شان حقوق بیشتر میخواهند، به مردم ثابت کنند که دیگر انسان های خوب شده اند واز گذشته خود ندامت دارند، خودشان را در دور بعدی انتخابات ریاست جمهوری کاندید کنند. اگر توانستند اکثریت آرا را از خود کنند ، میتوانند به حیث ریس جمهور خدمت نمایند.انگاه کابینه خودرا از افراد دلخواه خود انتخاب نمایند. . . . با احترام عمر تیمور