دهيلاري کلينتون بيوگرافي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور




ايتر تاس ۲۰۰۸ ددسمبر اوله
ژباړونکی : حبيب الله غمخور

هيلاري کلينتون چي پخوانی نوم ئي هيلاري ډاين رودهام دی په ۱۹۴۷ زکال داکتوبر پر ۲۶ دشيکاگو پرشاو خوا دايلينويس ILLINOIS په ښارکښي په هغه کورنۍ کي دنياته راغلې چي رېښه ئي انگليسي ده .
هغې په ۱۹۷۳ ز کال داييل پوهنتون دحقوقوفاکولته پاي ته ورسوله . په همدغه پوهنتون کي په ۱۹۷۰کال دخپل راتلونکي مېړه بل کلينتون سره هم معرفي سول .
هيلاري کلينتون په ۱۹۹۲ کال کي دماساچوسيت په ښارکي دماشومانو ددفاع په فونډکي حقوقي مشاوري دنده پر غاړه لرل .
اوپه ۱۹۷۴ کال په واشنگتن کي دامريکادکانگريس دحقوقي چارودکميټې په اپارات کي مقرره سول .
هغې دواترگيت دمسلې اودريچاردنيکسن پر خلاف چي بايد له مقامه گوښه سي ددوسې په څېړونوکي هم برخه اخيستې ده .په ۱۹۷۵ کال ارکنزاس ته ولاړه ،اوپه همدې کال ئي دبيل کلينتون سره واده وکړ .
په ۱۹۹۲ کال دبيل کلينتون په انتخاباتي کمپاين کي ئې فعاله ونډه واخيسته ،دهغه تر ټاکل کېدو وروسته ئي په ۱۹۹۳ کال کي دجمهوري رياست په چوکاټ کښي دروغتيايي خدماتودکمېټې دمشري دنده پر غاړه درلوده.
په ۱۹۹۴ کال کي داويتواتر Whitewater په مسله کي چي دارکنزاس په ښارکي د۱۹۷۰ نه تر ۱۹۸۰ کال پوري دبيل کلينتون دغير منقول جايداد دمالې پر سر لانجه وه، يوه له مهمو څېرو څخه وه ،داپدې معنا چي دغه دعوه هغې پر مخ وړله .البته دايوبله لويه قيصه ده چي دددوي دزراعتي مځکو دمالي پر سره راپيداسول اوداويتواتردمسلې په نامه ئې شهرت پيداکړ. ژ
کله چي په ۱۹۹۸کال په سپينه ماڼۍ کښي ديوې پراکتيک کونکی انجلی مونيکا ليوينسکي سره دبيل کلينتون دنامشروع اړيکو رازرسوا شواوددې مسلې پر س لانجه راپيداسول ،دامسله دسياسي رقابتونوله مخي دومره گټه سول چي بايد بيل کلينتون دجمهوري رياست له مقامه گوښه سوي واي . په همدي وخت کي هيلاري کلينتون دخپل مېړه بيل کلينتون په پلوی ودرېدله اوهغه ته ئي نجات ورکړ .
په ۲۰۰۰ کال کي ددموکرات گوند لخوا دنيويورک دښار نه کانديده هيلاري کلينتون په ۲۰۰۱ کال د سناتورپه توگه دامريکاپه کانگريس کي دنده پر مخ بيايي .هيلاري په ۲۰۰۶ کال کي ددوهم ځل لپاره بياهم دهمدې ښار نه دسناتورپه توگه وټاکل سوه . هيلاري ديوشمر قوانينو په ليکلو کي فعاله ونده اخيستې اوپه ۲۰۰۲ کال کي ئي دامريکاپه کانگرس کي دعراق پر خلاف دجگړې دپيل په پلوی رايه ورکړېده . خو اوس پدي ورستيو وختوکې دعراق څخه امريکايي پوځونو دايستلو سرسخته پلوی ده .
هیلاری دبیل کلینتون دخانمي له ۱۹۹۳ کال نه تر۲۰۰۱ کال پوري په سپينه ماڼۍ کي ژوند وکړاود امريکا لومړی مقام لرونکې ښځه وه .
هيلاري کلينتون په ۲۰۰۸ کال کې ئي دجمهوري رياست دمقام لپاره ددموکرات گوند دوهمې استازي په توگه له بارک اوباماسره سخته سيالي وکړه ،خو دنومبرپر ۷ مه له دې سياليونه ووتله اوخپله ناکامي ئي ومنله. پسله هگه نه ئې دبارک اوباماپه پلوی ئي فعاليت پيل کړ. دادي اوس ددسمبر په لومړۍ ورځ ۶۱ کلنه هيلاري کلينتون دبارک اوبامالخوا دامريکادبهرنيو چارو دوزيري په توگه ونومول سوه .