دپاکستان دبیاویشلو ورځی را نژدی کیږی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د هند د بمبيي په تاج هوټل ، ابرويي او نورو ۸ ځایونو باندې د تروریستانو په روستي یرغل کې چې په هغه کې ۱۹۵ تنه مړه او ۳۰۰ تنه ځخه په گډشمیر کی ټپیان شول او نورې زیاتې خرابی هم له ځانه سره لري ، هندي دولتي لوړپوړي چارواکي دا پېښه په پاکستان کې د ای ــ اس ــ ای او پوځی معلوم الحاله کړیو پورې تړلې بولي.
د هند په کورنیو چارو کې د دولت وزیر، سریپر اکاش جایسوال رسنیو ته وویل چې هیواد یې له پاکستان سره د پولو پر اوږدو د ځانګړیو امنیتي تدابیرو د نیولو هڅې کوي او دا تدابیر به په دې کچه وي لکه څوک چې له یو ستر غلیم سره جګړې ته تیاری کوي.
ښاغلي جاسیوال زیاته کړه ، پرته له څه شکه چې د ممبۍ برید کوونکي له پاکستانه راغلي دي..بل لورته له پاکستانه د پوځي چارواکو په وینا خپاره شوي رپوټونه څرګندوي چې دوی هم د ډیورنډ له پولو د هند خواته یو شمیر پوځیان سوق کړي دي .
په دغو ادعاگانو کې ويل شوي وو هغه وسله وال چې په ممبۍ ښار کې يې بريدونه کړي، له پاکستان سره تړاو لري، خو اسلام اباد په دغو بريدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي، چې نژدې په کې ٢٠٠ کسان ووژل شوله هندی چارواکو ويلي چې پلټنو په پاکستان کې د مېشتو ډلو ښکېلتيا راسپړلې ده.
د مهاشترا د ايالت لوى وزير ويلي له بريد کوونکو څخه نهه کسان وژل شوي او يو يې ژوندى نيول شوى، چې وايي پاکستانى دى:
'' هوکې، لکه څنگه چې د کورنيو چارو وزير او ما وويل نيول شوى ترهگر پاکستانى دى، خو له هغه سره د نورو کسانو د هويت په اړه پلټنه روانه ده.»
د هند لومړي وزير ويلي وو که چېرې د ممبۍ په بريدونو کې د پاکستان لاس لرل په اثبات ورسېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي به له خطر سره مخامخ شي.
د هند د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى څېړنې ښيي چې په ممبۍ ښار په شويو بريدونو کې د پاکستاني ډلو لاس دى او بريد کوونکي د کراچۍ له ښاره راغلي ول.
تر دې وړاندې د هند لومړي وزير منموهن سنگهـ ويلي وو که په دغو بريدونو کې د پاکستان ښکېلتيا په اثبات ورسېږي، نو له دواړو هېوادونو اړيکي به له خطر سره مخامخ شي .پاکستاني چارواکو د ممبۍ ښار په بريدونو کې د خپل هېواد هر ډول لاس لرل او ښکېلتيا رد کړي دي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځ ته شوى حالت ډېر جدي وبالۀ:
'' حالت ډېر ترينگلى دى، موږ بايد ځانونه تېرنه باسو، ځکه چې رامنځ ته شوى وضعيت ډېر جدي دى. کله چې زموږ گاونډى او د هند خلک داسې احساس کوي وايي چې دا د هغوى لپاره د سپتمبر ١١ ده، په ريښتينې توگه چې دا ښه حالت نه دى، زۀ فکر کوم د رامنځ ته شوې وضعې ترينگلتيا له پامه ونه غورځوو.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځ ته شوى حالت ډېر جدي بللی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په همدې ترڅ کې د اگواښ هم وکړ چې که هند وغواړي خپل پوځونه کوم پوځي گام ته راغونډ کړي، نو پاکستان به هم ورته گام واخلي.
ده وويل د اړتيا پرمهال به پاکستان له افغانستان سره له پولې څخه خپل پوځونه وباسي او اړينو ځايونو ته به يې ولېږدوي.
بل خوا د امريکا ولسمشر جورج بوش له هند څخه د ملاتړ ډاډ ورکړى دى، په واشنگټن کې بوش د وينا پرمهال وويل هند کولاى شي چې پر پياوړي نړيوال ملاتړ حساب وکړي:
'' د وژونکو لپاره دا اوونۍ سخته او وحشيانه خرابي وشوه، خو وروستۍ خبره به د ترهگرو نه وي، د هند خلک به له دغه حالته وزي، دوى گڼ توکميزه ولسواکي جوړه کړې ده او دوى کولاى شي چې له دغه حالته په بري سره ووزي.»
هندي چارواکو ويلي چې د وروستيو شمېرو له مخې، د ممبۍ ښار په بريدونو کې شاوخوا ١٩٥ کسان وژل شوي او تر ٢٩٥ ډېر نور ژوبل شوي، چې ډېرى يې هندي وگړي دي.
سربېره پردې چې پر پاکستان د هند له خوا د شويو بريدونو تور لگول کېږي، خو د پاکستان ډېرى لوړپوړو چارواکو ويلي چې هېواد يې چمتو دى، چې له هند سره په دې اړه هراړخيزه څېړنې وکړي او د بريدونو ترشا ولاړ کسان ونيسي.
د پاکستان حکومت هغه مخکېنۍ پرېکړه بدله کړه، چې له مخې به يې هند لوړپوړي پاکستاني استخباراتي چارواکي ځي، چې هلته په پلټنو له خپلو هندي سيالانو سره مرسته وکړي.
پاکستاني چارواکو ويلي چې د دغه هېواد د څارگرې ادارې د لوړپوو چارواکو پرځاى ټيټ رتبه استخباراتي چارواکي سفر وکړي.
هندي چارواکو ويلي چې د وروستيو شمېرو له مخې، د ممبۍ ښار په بريدونو کې شاوخوا ١٩٥ کسان وژل شوي او تر ٢٩٥ ډېر نور ژوبل شوي، چې ډېرى يې هندي وگړي دي.
د ممبۍ په پیښو کې چې تر یو سل او نوي ډير کسان وژل شوي دي ویل کیږي چې په پاکستان کې جوړه شوې لشکر ‌طیبه ډله پکې لاس لري، دغه ډله د جنرال ضیا الحق د واکمنۍ پر مهال په نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال لاهور ته نژدې په دې نیت جوړه شوه چې په کشمیر کې به د هند پر ضد جګړه کوي.
لشکر طیبه ډلې د ممبۍ په پیښو کې چې د چهارشنبه پرشپې پیل شوې او نژدې شپته ساعته یې دوام وکړ، لاس لرل رد کړل خو د ممبۍ د پیښو په تړاو یوازې نیول شوی کس د ګڼو هندي امنیتي مسوولانو په وینا د پاکستان دی او اعتراف یې کړی دی چې دی د لشکر طیبه غړی دی.
بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چین، عربي متحد اماراتو او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مسوول هاویر سولانا سره خبرې کړې دي او دغو ټولو ته یې ویلي دي چې پاکستان دې ته تیار دی چې له هند سره د ممبۍ د پیښو په اړه هر راز همکاري وکړي.

سره له دې چې په لویدیځ کې په دې اړه اندیښنې شته چې د پاکستان له قبایلي سیمو د دغه هیواد د پوځیانو له وتو سره به د مشکوکو ترورستانو پرضد په باجوړ، مومندو او وزیرستان کې جګړه کمزورې شي خو په قبایلو کې ګڼو مشکوکو ترورستانو اعلان کړی دی چې دوی له هند سره جهاد ته تیار دي.
د امریکا دمتحد ایالاتو منتخب ولسمشر بارک اوباما چې د جنوري په شلمه به واک رسما ترلاسه کړي وایي، که چیرته اسلام اباد په قبایلي سیمو کې ترورستان نه شي ځپلی او یا یې نه ځپي نو امریکا به په خپله دا کار وکړي.
په راتلونکو دوو میاشتو کې له باجوړ سره نژدې د افغانستان لورته اووه سوه امریکایي پوځیان ځای پرځای کیږي او ویل کیږي چې امریکا به ښایي له عراقه په لسګونو زره عسکر افغانستان ته راولیږي. په پاکستان کې یو شمیر دا ویره لري چې امریکا به له هند سره په ګډه ممکن پاکستان، دغه څه باندې شپیته کاله مخکې جوړ شوی هیواد تجزیه کړي .اخیری معلومات چه تراوسه پوری درسنیو له لاری خپاره شوی دی داسی وائی چه.په هند کې چارواکو له اسلام اباد نه غوښتي چې د ممبۍ ښار په بريدونو کې هغه ٢٠ پاکستاني تورن کسان، چې په پاکستان کې اوسېږي هند ته وسپاري .چه دهغو له جملی ځخه یو کس هعه ځوک ده کوم چه ځو کاله دمخه دیوی هندی طیاری داختطاف په بدل کی هندی مقا ماتو له زندان خوشی کړ ی او اوس په پاکستان کی ژوند کوی اوځو تنه نور ئی داسلامی ډلو مهم مشران دی چه هغوی هم په پاکستان کی دننه ژوند کوی او هندی مقامات ادعا کوی چه دغو کسانو دممبی په بریدونو کی لا س لری په راپورونوکی داهم ویل شوی دی چه دهندی مقاماتو له لوری وپاکستانی لوری ته یوازی یوه هفته مهلت ورکړل شوی ده.
د هند د بهرنيو چارو وزير پرانان موخرجي ويلي چې : '' نوي ډيلي په رسمي ډول له پاکستانه د ممبۍ په بريدونو کې د ښکېلو ٢٠ کسانو د سپارلو غوښتنه کړې، او اوس هندي چارواکو د اسلام اباد ځواب ته سترگې په لاره ديتر دې وړاندې هند په رسمي ډول د ممبۍ په بريدونو کې پاکستاني عناصر ښکېل وبللهمدارنگه د هند د بهرنيو چارو وزارت په نوي ډيلي کې د پاکستان سفير شهيد مالک ورغوښتى پوښتنې گروېږنې يې ترېنه کړې دي.
له بلې خوا د هند د کورنيو چارو د وزارت مرستيال شکيل احمد ويلي څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي چې د ممبۍ په بريدونو کې ټول ښکېل اورپکي پاکستاني وگړي وو.
پای رحمت اله روان