جنرال دوستم ترکې ته ولېږل شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

2008.12.04

ريانوستي
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
جنرال دوستم چي يو وخت دشمالي ائتلاف يو له مشهورومشرانواودافغانستان دوسله والو ځواکونوپخوانی درستیزوال گڼل کېده ،چې څه موده وړاندي ئې په خپل کورکي تر نظارت لاندي اوسېده ترکې ته ولېږل سو .
دوطن ورځپاڼي دخپاره سوی خبر له مخې ترکې ته دجنرال دوستم دلېږدولو عمليات دترکې دبهرنيو چارودوزير ((علی باباجان)) دهدايت له مخې تر سره شول .
دغه نشرېه په خپل خپاره سوي خبرکي ددې مطلب په څرگندولوسره چي انقرې يو ځل بيا دجنرال دوستم په لور دمرستي لاس وغځاوه ،زياتوي چي دترکې حکومت پخواهم دغه ۵۴ کلن جنرال ته چي دافغانستان په شمال کي نفوذ لري پناهنده گي ورکړې وه .
وطن ورځپاڼه ليکي دوستم پسله هغه چي دشمال په ائتلاف کي دخپل ملگري اکبر باي پر خلاف ئې دفبروري د مياشتي دحملې په پايله کي دجمهوري رياست دستر پوځی سلاکار اودستريزوال له مقام نه گوښه کړل شو اوپه خپل کورکي ئي تر نظارت لاندي شپې سباکولې ،دښاغلي کرزی په وړانديز ئي هيواد پرېښود .
داورځپاڼه ليکي چي ترکيه دجنرال دوستم لپاره دتبعيد داستوگنځۍ په توگه ټاکل شوېده .
ورځپاڼه ليکې دکرزي اودوستم تر منځ دموافقې نه وروسته ددوشنبې په ورځ جنرال دوستم دترکیې په یوه ځانگړې الوتکه کې هغه هیوادته ورسول شو. ديادولو وړده چي دترکې دبهرنيو چارو وزارت تر اوسه ددې خبرپه هکله کومه څرگندونه نده کړې .
جنرال دوستم په ۱۹۸۰ کلوکښي په افغانستان کي دشوروي پلوه حاکم گوندطرفدار اوپلوی وو.
جنرال دوستم دطالبانو سره دجگړې په وخت کي د افغانستان په شمالي سيمو کي په دولت کښي دازبکستان ددولت په نامه ديوبل دولت بنياد کښېښود اوحتادپيسودچاپ هڅی ئي پيل کړې .هغه دشمال دائتلاف په وجودکښي دهغو خلکونه چي دطالبانوپر خلاف ئي مبارزه کول يونسبتأ غښتلي اردو جوړ کړ.
جنرال دوستم تر دغه دمه په يوه ښکلي اومډرن درې پوړيزه ماڼۍکښي ژوندکاوه .
د((وطن)) له ورځپاڼه نه ، دريانوستي خبري اژانس ،دقوس ۱۴ مه
دژباړونکي لنډه يادونه :
ديادولو وړده ، پسله هغه چي ترکې درک کړه له جنرال دوستم نه دافغانستان په سياسي بهير کي يو وخت دخپلو موخولپاره استفاده کولاي شي هغه ئې وهڅاوه چي ترکې ته ولاړ سي . جنرال دوستم ترکې ته په رسېدوسره په هوايي ډگرکي ډير استقبال اودترکې دډله ايزو رسنيو له لارې زيات تبليغ شو. دهغه سره څو تلوېزيوني مرکې هم خپرې شوې . دهمدې سفر په درشل کښي دترکې حکومت هغه ته سياسي پناهنده گې ورکړه . يو شمېر نا تائد شوي اوازې داسي هم خپرېږي چي هغه ته تر سياسي پناهنده گۍ وروسته ددې لپاره چي دترکې تر حقوقي چترلاندي وي دترکې تابعيت هم ورکړه سوی دی .
په هر حال جالبه داده چي پدې مسله امريکا ،او دروسانو په گډون ټوله غربی نړۍ خبره وه ،خو دځينو سياسي ، پوځی گټواوملحوظاتوپر بنياد اودجنرال دوستم له امکاناتو څخه داستفادې په موخه ئې ډله ايزورسنېو ته اجازه ورنکړه چي داخبر ه رسوا کړي . داځکه چي هغه ته دسياسي پناهندگۍ مسله دنړۍ ديوشمير هيوادونوسره په مشوره تر سره شوې وه، ځکه خو پټه وساتل شوه. دافغانستان په سياسي بهير کښي دجنرال دوستم شاته تل ترکيه او ازبکستان ولاړ وه ،اوکله کله چي به ښاغلي کرزي ياکه حقيقت وويل شي بېچاره کرزي چيغې وهلې چي دډيرو کسانو ياجنگسالارو شاته بهرنۍ هيوادونه ولاړدي اوله ډارنه ئي دترکې نوم نشواخيستلاي همدا مسله وه . دابايد ووايو چي دنوروجنگسالارو اوهيروئينو دپټو اوښکاره سوداگرو واتنظيمو درهبرانو ،يوشمير محلي قوماندانانو اوپه دولت کي دشاملو په اداري فسادککړو حاکمانو وشاته هم همداسي بهرني هيوادونه ولاړدي هرکله چي دهغوي ژوندپه خطرکي شي همدا هيوادونه ئي په ځانگړو الوتکو کښي دوباره خپلو هيوادو ته لېږدوی . همدا دليل دی چي دبېگانه ووتر حمايي اوحاکميت لاندي کسان دافغان ولس لپاره بېگانه اويودبل سره پوهېدل ستونزمن دي ،پايله داشوه چي دسولي پر ځاي جگړه اودامن پر ځاي بې امني حاکمه سول . طبعي ده دغه کسان مکلف دی چي دهغو دولتونوگټي وساتي کوم چه دوي ئي تر حمايې اوچتر لاندي ژوند کوي .
داسي انگېرنې هم شته چي ښاغلي بارک اوباما غواړي په افغانستان کي ټول هغه جنگسالارچي په شکل داشکالو دجنگی مجرمينواويادبشردحقوقوڅخه دتيري په تور تورن دې ،لکه دپاکستان ((ISI )) داستخباراتي جهنمی سازمان ځيني مشران چي ئي دمحاکمې لپاره دملگروملتو دامنيت شورا ته معرفی کړل دوي هم معرفي اودخپلو اعمالوپه سزاورسوي . ويل کېږي ددغې محاکمې څخه دنجات په خاطر ترکې جنرال دوستم خپل هيواد ته بېولۍ دی ،ممکن ايران هم خپل پلويان لکه ښاغلي محقيق ،لطيف فدرام ،خليلي اودنظار شورايوشمېرغړي ددوي دژوند دامن ساتلو په خاطر خپل اويابل هيوادته ولېږدوي . پاي