جنرال رحمت اله (روفی) ولی اودچا په امر له وظیفی لیری شو ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

تر کومه ځا ی چه معلومه ده اودلمر په شان یو روښا نه واقیعت دی چه محترم رحمت اله روفی دافغا نستان دملی فوځ یو باتور ؛غښتلی ؛په وطن مین اوخلگو ته وفادار شخصیت دی او د دغه دریو لسیزو په در شل کی خپل صداقت او وفاداری دعمل په ډگر کی په ډیره میړانه ثا بیته کړی ده چه دده دصدافت او وفادری ځخه هیځو ک ستر گی نشی پټو لای .محترم ډگر جنرال روفی صاحب تر هر بل ځه وطن اوخلگو ته خدمت کول ډیر مهم گڼل نوموړی هیځکله دشخصیت پر ستی روحیه نه درلوده دا ځکه په دغه دریو لسیزو کی ډیر رهبران اوډلی ولاړی او راغلی ولی دی ده هیځ یوی ډلی سره نه ولاړ او نه دکو می مشخصی ډلی اویا گروپ سره را غلی یوازی دیوه مستقیل شخص په تو گه ئی خپلی وظیفه ته ادامه ورکړی ده .محترم دگرجنرال روفی صا حب دهیواد او خلگو هغه صادق اووطن دوست افسر دی چه دکار او فعالیت په جریان کی ئی دهیواد په بیلو بیلو سیمو کی په ډیرو لوړو نظامی او ملکی مقامونو کی دمستقیل شخص په تو گه وظیفه اجرا کړی ده نوموړی بیت المال دخلگو مال او اما نت گڼلی ده اوهیخ نوع ناوړه استفاده یئ دځان په شخصی گټه نه ده کړی .دهیواد په داخل اویا ده هیواد ځخه دبا ندی هیځوک دا نشی ویلا ی چه نوموړی دی ده نورو په شان دشخصی ماڼی گانو،کاروان سرایونو،ترنسپورتونو،اویاد شخصی حسابونو مالک په دوبی اونوروخارجی با نکونو کی وی.
محترم جنرال رحمت اله روفی دهغو والیانو په ډله کی نشی را تلای کوم چه دولایت دمقام له دفترونویئ دتریاکو اوهیروینو دراکړی ورکړی مغازی جوړی کړی دی .دلته می دهیواد دیوغښتلی اوتکړه لیکوال ډاکتر صاحب فارق عظم یوه لیکنه را پیاد شو کوم چه دبینوا په سایت کی ځه وخت دمخه خپره شوی وه او په هغه لیکنه کی را غلی وچه زمونږ په هیوادکی داسی والیان هم شته کوم چه دهغوی د کار له دفتر ځخه یو وخت ده 8ټنو په شاوخواکی تر یاک ترلا سه شوی وء .
د کندهار والي رحمت الله روفي هغه وخت له خپلې دندې ليرې کړاى شو، چې د ډسمبر په لومړيو کې يې له احمد ولي کرزي سره شخړه راغله، ستونزه د کندهار په دوراهي سيمه کې د ځمکې پر سر رامنځته شوه. احمد ولي کرزي او ورنژدې کسانو يې غوښتل دغه ځمکه خپله کړي خو والي يې مخالفت کاوه، تر لانجې شل دقيقې تېرې نه وې چې له کابله ټليفون راغى او نوموړى کابل ته وروغوښتل شو او له دندې ليرې کړاى شو.
تر دې مخکې د سپين بولدک د ولسوال ګل محمد بدلون هم د لانجې يو اړخ ګڼل کېده، چې د هغه تر ليرې کېدو وروسته د سرچينو په حواله چې د نشه يي موادو قاچاق او لېږد رالېږد ته څو برابره زمينه برابره شوه .فرانس پریس اژانس دراپورله مخی چې وائی دافغانستان دستراتیژیک ولایت ، کندهار والي وايي چې له خپلې دندې د دې لپاره لېرې کړای شو چې ده په خپلو کارونوکې د ولسمشرکرزي د ورور پرلاسوهنو اعتراض کړی وو.
رحمت الله روفي چې پخوا داردو صاحب منصب وو، دکندهار دولایتي شورا پرريیس احمدولي کرزي تور ولګاوه چې په کندهار کې یې د ده لپاره خنډونه جوړول خو احمدولي کرزي تراوسه پوري درحمت الله روفي د تورونوپه باب څه نه دي ویلي .جنرال روفي وویل چې زه دولسمشرکرزي په مستقیم امر دکندهار د والي په توګه له خپلې دندې څنګ ته شوم.
دا په داسي حال کې ده چې مخکې ښاغلي روفي رسنیو ته ویلي ول چې یوچا له کابله تېلفون ورته وکړ چې نور والي نه دی اوده ټېلفون کوونکی ونه پېژانده اوښاغلی روفي اوس وايي احمدولي کرزي به زما په کارونوکې لاسوهنه کوله خوکله چې ما ورسره مخالفت وکړ، له کاره برطرف شوم .
د والي د ټاکلو او ليرې کولو مسووليت په کابل کې د کورنيو چارو وزارت او اداره امور لري چې مشر يې ښاغلى پوپل دى، چې په قبيلوي لحاظ د ښاغلي کرزي له کورنۍ سره تړلى کس دى او دا هغه مسئله ده چې احمد ولي کرزى تر ډېره ترجېح ورکوي.
د کندهار ليرې کړل شوي والي رحمت الله روفي، چې درې مياشتې مخکې په دې دنده وګمارل شو، د هر ډول اصلاحاتو راوستلو ژمنه وکړه. خو هغه رسنيو ته په ډاګه کړه چې احمد ولي کرزي يې په چارو کې په مستقيم ډول لاسوهنه کوله.
که څه هم احمد ولي کرزى وايي چې د والي په چارو کې يې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې، خو تر دې مخکې ګل اغا شېرزى هم له ورته ستونزې سره مخ شو، چې د ګل اغا شېرزي له تګ سره په کندهار او شا و خوا ولايتونو کې امنيت او بيارغونه له صفر سره ضرب شوه.
اداري فساد دلته دومره اوج ته ورسېد چې ټولې ادارې د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزي ته سر ټيټوي، هره ناروا يې پټوي او هر ډول غيرقانوني کار ته يې د قانون رنګ ورکوي. په کندهار او شا و خوا ولايتونو کې د ښاغلي احمد ولي کرزي داسې يوه مافيايي کړۍ فعاله ده چې څوک د ده په اړه هېڅ هم نه شي ويلاى او رسنۍ هم په دې برخه کې چوپه خوله دي.
افغان ولسمشر ښاغلى حامد کرزى چې د خلکو په رايه ټاکل شوى او ژمنه يې کړې وه چې د ولس هرې غوښتنې ته به لبيک وايي، په حقيقت کې د خپل نازولي ورور يو ناز هم پر ځمکه نه اچوي او د هغه پر هر غيرقانوني کار او عمل يې پرده غوړولې ده، په لسګونو قومي مشران، فرهنګيان، روشنفکران او نور استازي حامد کرزي ته ورغلي خپل ګرېوان يې ورته څيرلى او د احمد ولي کرزي شکايتونه يې ورته کړي دي، خو ښاغلي ولسمشر په دې برخه کې هېڅ هم نه دي کړي. که څه هم په ظاهره يې ويلي وو په دې برخه کې به جدي اقدام کوي .
احمد ولي کرزى چې په اصل کې د کندهار مطلق واکمن دى هغه څوک دى چې نړيواله رسنۍ يې د نشه يي موادو په قاچاق، په ځينو وژنو کې په لاس لرلو تورنوي . د کندهار تر نيمايي زياته برخه غصب شوې چې د ښاغلي احمد ولي کرزي او نورو زورواکو بنګلې په کې ولاړې دي او زياتې برخې يې پلورل شوې دي.
پای رحمت اله روان