د عراقی ژورنالست دبوټانو ارزش به نورهم جگ شې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کوم غښتلی اوباتور عراقی زورنالست (منتظرالذیدی)چه دتیری یکشنبی په ورځ په خپلو بوټانو باندی دیووشتمی پیړی فرعون دامریکی بدنام جمهور ریس پر مخ باندی وویشتی او دعراق دخلگو په نماینده گی یئ خپله کرکه اونفرت ځرگند کړی په گرده نړی کی په شانداره مراسمووستایل شو.دجهان زیاترو سرمایدارانو دنوموړی دبوټانو ارزش میلونه میلونه دالرو تعین کړی ده یوه سعودی میلیاردر دالذیدی دبوټانوارزش لس میلونه دالراویوه پاکستانی نجار پنځوس میلونه پاکستانی کالداری تعین کړی ده.دبله طرفه یوه امریکا ئی سناتور ښاغلی الذیدی دټول جهان قهرمان وباله دوینزویلا جمهور ریس بیا نوموړی داسلا می نړی دسترقهرمان په نامه یاد کړی اوزیاته یئ کړه چه دالذیدی دغه عمل با ید دجهان په تاریخ کی په زرینو کرښو باید ولیکل شی او دمعمرالقذافی لور بیاوایئ زه الذیدی ته دقهرمانی مډال ورکوم اویو افغان سوداګر دې ته چمتو شوی هغه بوټونه چې پرې وړمه ورځ د امریکې ولسمشر جورج ډبیلو بوش ویشتل شوی په سل زرو امریکايي ډالرو چې له ۵۰۰۰۰۰۰ افغانیو سره برابر دي وپیري. دا سوداګر حاجی صبری نومیږي او د کابل ولایت اوسیدونکی دی. حاجي صبری وایې چې دی د دې عراقي خبریال د بوټونو اخیستلو ته وروسته تر هغه لیواله شو چې دې بوټونو یوازي بوش نه بلکه ټول امریکایان ولړزول. نوموړي له بینواویب پاڼي سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې په بوش باندې ویشتل شوي بوټونه تر دې هم زیاته بیه لري خو دی حاضر دې چې په سل زرو امریکايي ډالرو یې وپیري. په بوش باندې د ویشتل شویو بوټونو په اړه بیا د عربي نړۍ ځینو کسانو ویلي چې باید په اسلامي موزیم کې نندارې ته کیښودل شي. د العراقیه ټلویزیون هغه خبریال چې دغه عمل یې تر سره کړی لا هم د عراقي ځانګړو ځواکونو په بند کې دی .
تیره یکشنبی په عراق کى يو عراقى ژورنالست هغه مهال دامريکا جمهور رئيس بُش باندى د بوټانو پرلپسى وارونه وکړل چې هغه د عراق له صدراعظم نورى المالکى سره يو ځاى مطبوعاتى کانفرانس کى خبرى کولى . عراقى ژورنالست نه يواځى دا چې د بوټانو گوزارونه وکړل بلکى له ډيرى غصى نه بُش ته سپى هم وويل . معلومه نه ده چى عراقى ژورنالست له پخوانه بُش له پاره پړسيدلى و او که په مطبوعاتى کانفرنس کى د بُش په درواغو او يا هم له تکبرنه ډک خبرو باندى قهريدلى و چې خپل قهر يى د بوټانو په گذارولو او هغه ته د سپي ويلو له لارى ښکاره کړ ، مزه خو به هله کړى واى چې دغه دوه بوټان سيده د بش ککره او يا هم په زړه يى لگيدلي اى تر څو ورته احساس شوى واى چې د بل چا گوزار او يا هم سپکاوى څومره بد او تريخ لگيږى.
بش به د ژورنالست په دغه کړه ډير زيات غصه او انار پشان ت سور آوړيدلى وي زړه به يى له ډيره قهر په ټوپونو شوى وى ، او خپلى شونډى به يى څوڅو چچلى وى ، الله خبر وروسته به دغه ژورنالست ته څه قسم سزا ورکړى وى او کوم حالت به شپى ورځى تيروى.
بُش ته پکار دى چې خپل زړه لوى وساتى او د ژورنالست په دى عمل دومره پريشانه نشي ځکه چى ژورنالست د عراق اوسيدونکى او د هغو لکونو عراقى شهيدانو ، ټپيانو ، کونډو رنډو يتيمانو ، بى کورو او بى اورو وگړو وروردى چې د امريکايى يرغل په ترڅ کى له لوي غم او ناورين سره مخامخ شوى وى ، هيواد يى دړى وړى ، اقتصاد يى تباه ، وگړى يى محتاج او د رپه درخاورى په سر شوي دي ، دا هغه ژورنالست دى چې د خپلو هيوادوالو د وينو ويالي يى پخپلو سترگو ليدلي دي ، دخپلو خويندو ، ميندو ، ورونو ، او نورو وطندارانو ټوټى ټوټى بدنونه او د غوښو ټو کړى يى مشاهده کړى دى ، خپل ښکلى هيواد يى د کنډر په شکل کى مخې ته ولاړ دى او د بى گناه واړو ماشومانو غټي غټي اوښکې او حيرانى هر وخت د هغه د سترگو په وړاندى ودريږي .
که بش او ملګري یې د عراق په اړه خبرواى اوپه هغو ادعاوو کې رښتوني واى چې دعراق په اړه يې کول نو ښايي بغداد ته یې سفر د غلو په شان پټ نه وای، زرګونه خلک یې هرکلي ته راوتلی او د بوټانو پر ځای ګلونه ورباندې شیندل کیدلی.
خو ټولو ولیده چې عراق ته د بش وروستی سفر هم د غله په شان په پټه و او هلته د مطبوعاتي کنفرانس په خونه کې د ننه چې فعلا د امریکايي مشرتابه لپاره د دنیا تر ټولو خوندي او د امن ځای ګڼل کیږي د البغدادیة تلویزیوني چینل خبریال منتظر الزیدي داسې معامله ورسره وکړه چې دنیاوالو له عراقي ولس سره د امریکایانو د معاملې طبیعي او په ځای عکس العمل وباله.
منتظر الزیدي د بش په لور د خپلو لس نمبره بوټونو په وارولو سره که له یوې خوا د خپل مظلوم ولس صحیح استازیتوب وکړ؛ نوله بلې خوا یې د تاریخ په زړه کې له خپل نوم سره داسې کارنامه ثبت کړه چې له ژورنالیستک اخلاقو نه د انحراف په شمول ډیرې نورې تیروتنې تر خپله لمن لاندې پټولی شي.
منتظر الزیدي د بش پر خلاف د خپل دې عمل سبب همغه مهال له اقدام سره یو ځای بیان کړ، کله یې چې خپل لومړنی بوټ د بش په خوا ور خوشی کړ ویې ویل: ((سپیه! د عراقیانو د وینو د بدلې په هڅه کې دا ډول مخه ښه درسره کوو)) او دوهم بوټ یې لدې جملې سره ملګری ور وار کړ: «دا د هغو کونډو، یتیمانو او نورو هغو عراقیانو له خوا چې تا یې خپلوان وژلي دي...»
دا کارنامه او د نړیوالو له خوا یې تایید اوپه شور او زوږ بدرګه ددې واقعیت څرګندویه ده چې بش له مظلومو ولسونو سره د خپل ناروا سلوک له لامله دومره منفور او مغضوب دی چې که لاس یې بر شي نو خبریال یې هم په توهین او تذلیل ایله نه کوي.
یوه پاکستاني مشهور لیکوال لدې تاریخي پیښې نه یو بل درس هم را ایستلی او لیکلي یې دي: «که څه هم بش په سر ټیټولو سره د بوټ له ګوزار نه ځان وساته، خو دا خبره په اثبات ورسیده هغه امریکایان چې له دوستانو سره د خبرو په مهال سرونه هسک نیسي د بوټانود ګوزار په وړاندې ډیر ژر سرونه ټیټوي...»
دا یو ثابت واقعیت دی چې بش د خپلې واکمنۍ په دوران کې داسې جنایات کړیدي چې پر اسلامي نړۍ له مسلطو او تپل شویو واکمنو پرته د ټولو له نظره مجرم او د سزا وړ بلل کیږي، هیڅوک په درنه نه ورته ګوري او که له امنیتي دیوالونو نه د باندې راووځي نو نور خو څه کوې بې شمیره امریکایان به یې هم د منتظر الزیدي په شان په بوټونو هرکلی وکړ...
همدا وجه ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د منتظر الزیدي د ملاتړ چیغه پورته شویده او بې شمیره خلک بش لدینه هم د زیات سپکاوي وړ بولي، خو متاسفانه پر کابل تپل شوي واکمن د ټولو مظلومو پرګنو د هیلو پر خلاف د داسې یوه جابر د درناوي هڅه کوي چې حتی خپل ولس یې هم پر بې وزلانو د تیریو له لامله له سزا نه معاف نه بولي.
د کرزي له خوا بش ته د امان الله خان مډال ورکول نه یواځې د اسلامي امت او مظلوم بشریت د وینو او هیلو توهین دی، بلکې دا د هغه امان الله سپکاوی هم دی چې کرزی یې پخپله هم له انګریزانو نه د و‌طن د آزادوونکي په توګه پیژني. که د کرزي ایمان او ملي غیرت مسخ شوی نه وی نو د هغه چا پر سینه به یې د مډال د ټومبلو هڅه نه کوله چې د لس ګونو زره مسلمانانو د وینو پوروړی دی.
پایله دا چې د هر هغه چا مخ د منتظر الزیدي په بوټ د وهلو دی چې پر مظلومانو جبر کوي او یا د څو ټنګو په بدل کې د جابرانو د نوکرۍ ذلت ګالي.
يواځى هغه اشخاص د انسانانو په زړونو کى عزت اومحبوبيت پيدا کوى چې ورسره له انسانى چال او چلند نه کار واخلى ، له هغوى سره د همدردى سلوک وکړى ، دخپل ځان پشان يى محترم او عزت من وگڼى ، څه چې څان لپاره خوښوى بل چا لپاره هم خوښ کړى ، دعدل اوانصاف لاره ورسره ونيسى او خپل ځا ن ورباندى اوچت ونه گڼى ، خوجورج بوش او د هغه حکومتى ملگرو دانسانيت له چوکات نه پښى وويستلى ټول انسانى کرامات ترپښو لاندى کړى دخپل ځانو پشان انسانان يى له ځناورونه هم بدتر گڼلى ، خپل ځانونه آقا او نور ئى خپل غلامات گرځولى ، د نورو انسانانو لاس لاندى کولو لپاره يى د پوځى مداخلى سره سره نورى ټولى حربى په کار آچولى او دنړۍ په گڼو سيمو کى د ناآرامى او جنگونو اورو نه يى بل کړى دى ، يواځى عراقى اولس نه بلکى د نړې د گڼو هيوادو وگړ و په سينو کى د امريکايى واکدارانو په خلاف دنفرت او کرکی جذبات دى ، او هر يوغواړى چى د هغوى په مخونو لاړى تو کړى او د احساس ورته ورکړى چې تاسى د انسان په جامه کى هغه داړونکى ځناور يئ چې ټول انسانان ستاسى له جارحيت او داړلو څخه په امن کى نه دى .
په کائنات کى انسان يواځينى مخلوق دى چې الله تعالى ورته لوى کرامت او شرافت ورکړى دى او له انسانيت سره خپله ښيگڼه کوى ، ترټولو ستر عبادت او له هغوى سره ظلم او زياتى کول تر ټولو غټ او دنه بخښلو جرم دى ، خو امريکا لگياده په عراق او افغانستان کى د بى گناه انسانانو وينى تويوى ، په پوره بى رحمى سره يى وژنى ، په کور او کلى يى بمباري کوي له څه استثنا نه پرته واړه او لوى ، زنانه او سپين ږيرى يو شان بمباري کوي ، دنړۍ پټ شيطان او ستر ظالم يهودى حکومت سره په زړه پورى مرسته کوى او د هر ظلم د ترسره کولو لپاره په ښکاره ملا تړ يى کوي.
د امريکا حکومتى واکدارانو د ناروا عمل په حقيقت کى له خپل امريکايى اولس سره هم ظلم او جفا دى او دنورو هيوادو له اولسونو هم ځکه ظالم د ظلم په کولو سره يواځي مظلوم ته نه بلکى خپل ځان ته هم پخپل لاس قبر وباسي ، او د مظلوم په زړه کى دهغه په خلاف د انتقام اور په لمبو کوي ، دا يو تاريخى او منل شوي حقيقت دى چې ظالم تل لپاره ظالم نشي پاتى کيدلى او يوه نه يوه ورځ له داسى ضعيف حالت سره مخامخ کيږي چې ډير ژرله پښونه غورځيږي ، دلويى او غرور نشه يى له سره اوځي او د فرعون ، نمرود ، پټلر ، چنگيز ، هلاکوخان ، اونورو ظالمانو په سرنوشت اخته کيږي او دهمیش لپاره به خپلو خلگو او جهان ته خجالت وی .
هیله لرو چه دامریکی نوی ولس مشراو دسپنی ما نی گرده واکداران اصل حقيقت ته زير شي او خپل قوت او شتمني د انستانيت د تباهى پرځاى د انسانيت د فلاح او خير ښيگنى لپاره په کار واچوي ټول انسانان خپلو ځانو پشان مُحترم وگڼى او دهغوى درواحقوقو خيال وساتى تر څو د نړۍ په سر دامن فضاء قائمه او ټول انسانيت د يو بل همدرد او غمخوار جوړ شي ، بيا به نه د چا د وينى تويږي اونه به هم څوک پر چا د بوټانو ، گنده هگيو او خوسا ټماټرو گذارونه کوى ، بلکى هر څوک به د يو بل د گلونو په گيډو سره هر کلى کوي .او باراک اوباما باید دبوش دکردارنو نه دعبرت درس واخلی . پای

رحمت اله روان