د جنرال حمیدګل پر څرګندونو لنډه تبصره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

خواره دې شي مینځه چې د مینځې کالي وینځي !
دپاکستان د استخباراتي جال ای ـ اس ـ ای پخوانی مشر او متقاعد جنرال حمیدګل په تېرو څو ورځو کې د لوی افغانستان او سیمې په اړوند ، ځیني څرګندونې کړي چې دلته له هغو څخه د نوموړي دوه شرموونکې او خندنۍ خبرې د بېلګې پتوګه رااخلم :
حمید ګل یوې ورځپاڼې سره مرکه کې وایې :
« امریکا غواړي د پاکستان قبایلي سېمې د خپلې ولکې لاندې راولي او په دې توګه زموږ د هیواد (پاکستان ) پولې د انګریز د وخت تر پولو محدودي کړي »
د حمیدګل په یاده شوې ادعا کې که دا جمله « زموږ د هیواد (پاکستان ) پولې د انګریز د وخت تر پولو محدودي کړي » یوخوا خندنۍ ښکاري خو بلخوا ؛ د ډیورند د تپلې کرښې ، د افغانستان د ځمکني تمامیت او د افغاني حاکمیت په وړاندې د پنجاب شوم نیتونه او پلانونه بربنډوي .
د حمیدګل د څرګندونو په اړه باید وویل شي لومړی دا چې د هند په لویه وچه د انګریز د واکمنۍ په مهال د نړۍ پر نښچه د خدایداد پاکستان په نوم کوم هېواد شتون نه درلود ، نو چې کله هېواد نه وي د خیالي هېواد د پولو په اړه خبرې که یوخوا د سیمې په باره کې له تاریخه بېخبرې ښۍ نو بلخوا د پنجاب په استازیتوب د نوموړي شوونیستي او ملیتاریستي لیونتوب څرګندوي .
ښاغلی جنرال به په دې پوهیږي چې انګریزانو نیمه خاوره له لوی افغانستانه کیچی کړه او پاتې نوره يي له هندوستانه راواخیسته او په سیمه کې يي د دایمي کړکیچ په موخه لکه په منځني ختیځ کې اسرایل یو ګوډاګی هېواد د پاکستان پنوم راوزیږاوه . د ډیورند کرښې پر دواړه غاړو پرتو افغانانو ، هغه مهال هم دا استعماري کرښه نه وه منلې او له هغې روسته هم دا کرښه د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده .
خو دا چې حمیدګل د افغانستان په لور د پاکستان د پولو د محدودیت خبره کوي ، موخه يي دا ده چې پنجاب غواړې په پاکستان کې د پرتو افغاني مذهبي توندلارو په مټ ، ځان تر هندوکش او یا تر امو سین پورې ورسوي . ټول افغانستان د پنجاب تر ولکې لاندې راشي ، ترڅو د حمیدګل په قول د پاکستان لپاره د انګریزانو لخوا محدوده کرښه ړنګه او تر اموسین پورې پنجابي پاکستان وغځول شي.
که په پاکستان کې پرتو افغاني مذهبي سختلارو د حمیدګل په منځګړیتوب د پنجاب له دغه شوونیستي موخو سره د ملاتړ سر نه ښورولای ، حمیدګل دا زړه نه شو کولای « څوک يي په کلي کې نه پریږدي وايي زما آس د خان کره وتړۍ » د ډیورند کرښې په افغاني لوري د غځولو شرمېدلې خبرې رسنیو ته راوباسي . افغانان له پاکستان سره ډیورند نه مني . خپله تاریخي خاوره بېرته غواړي . د بېل کړی شویو وروڼو سره بېرته یوځای کېدل غواړي لکه لر او بر جرمنی چې سره یوځای شول . خو پاکستان راپاتې افغانستان نه مني او غواړی چې د پاکستان لوېدیځې پولې تر امو سین پورې وغځیږي. « موږ پور غواړو او پنجاب نور غواړي ! »
دا جنرالان اوس دومره ښکرور اوزورور شوي چې که پخوا به يي پنجابي ماشومان د افغان د کلمې په هیبت وېده کول ، نن افغانانو سره د هغو په خوړلې خاوره هم بسیا نه کوي او د پاتې افغانستان دعوه رسنیو ته راباسي .
د ټپوس سترګې له بازه نه شرمیږي ********** چې ګېدړ کړي پر زمري باندې ګواښونه
ملنګ جان
افغاني رسنۍ هم دغه ګېدړ جنرال ته چوپه خوله پاتې دي !
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خو په پښتو ژبه نه پوهیږي او په ویلو يي شرمیږي ، چې د حمیدګل د خبرو په موخه اوپلان ځان خبر او په وخت اړین ځواب ورکړي ! ملا فریده ، خوله پټه بهتري ده !
په کابل کې د واک پر ګدۍ ناست توندلاري هم خپل واک ، د پنجاب پيرزوینه بولې . که د پنجاب واک کوز غځيږي او که بر « که ټوله دنیا اوبه لاندې کړي بیا هم د مرغاوۍ تر پښو نه اوړي » ، د دوی پرې څه !
لا به ښه وي ، پخوا به يي په پنجاب او پېښور کې د دوی په دروازو کې څوکیداري کوله ، نن به د سفر له لګښت او ربړې هم خلاص وي ، دا کار به په کابل کې ورته کوي !
رباني سیب او د نظارشورا لا پخوا غوښتل چې که حمید ګل يي د واک په پیر د استخباراتو د مشر دنده قبول کړی وای نو دا به دوی ته د جهاد له ویاړنو څخه یو لوی ویاړ وای !
په پاکستان کې افغاني توندلارې خو باید چوپ وي ! ځکه دوی به د پنجاب د واک غځولو د کاروان په سر کې روان وي او که پنجاب ته د افغان پاتې خاوره ورنذرانه کړي په پاکستان کې به يي د خپلې څو کلنې استوګنې بدله پنجاب ته ادا کړې وي !
همدارنګه حمید ګل په یوه بله مرکه کې د پنجاب موخې داسې بیانوی : « د افغان مجاهدینو او طالبانو لپاره یو نیم کال تر (۲۰۱۱) پوری مقاومت څه سخته خبره نه ده ، او کوی به یی.... »
پوښتنه دا ده چې افغان مجاهدین او طالبان په کابل کې د خپل افغاني رژیم پر وړاندې چې تازه په ټولټاکنو کې واک ته رسېدلی ، ولې مقاومت وکړي ؟ د خپل رژیم په وړاندې مقاومت د افغانانو د کوم مرض دوا ده ؟
که دغه افغاني مجاهدین او طالبان په کابل کې د خپل رژیم څخه د ورورۍ په ژبه څه وغواړي ، څوک يي نه ورکوي ؟
بیا هم جهاد او مقاومت د څه لپاره ؟ هغه جهاد او مقاومت چې د افغانانو د ملي ګټو لپاره نه وي او په هغه کې د هېواد برخلیک د پنجاب لاس ته ورځي او د پنجابي جنرالانو لخوا رهبري کیږي ، ایا افغاني مقاومت يي بللی شو ؟
هغه تش په نوم افغاني مقاومت چې مشري يي د پنجاب پر غاړه ده اوسرتیري يی د حمید ګل مجاهدین او طالبان دي او د افغانستان « نه پنجاب » د ورانۍ او د افغانانو دوژلو دنده لري ، افغانانو ته د منلو وړ دی ؟
افغانان له داسې مقامت او جهاد څخه کرکه لري او د ای ـ اس ـ ای په ټولو چلوټو پوهیږي او د طالبانو په جامه کې د دې خونړي سازمان ریښتیني څيره ښه پېژني .
مرادزی
د ۲۰۰۹کال د دیسمبر ۱۳ مه