پارلماني ټاكنې دې په خپل مهال ترسره شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدزلمى

http://www.spogmai.com/images/M_images/abdul_jabar_naeemi_maraka.jpg

په دې وروستيو كې د نوې كابينې په اړه ګڼ حساسيتونه راپورته شوي دي،څوك ورته ښه او څوك يې ناسمه اوداسې كابينه وايي،چې ګنې ولسمشر حامد كرزي يوځل بياد مصلحتونو پربنسټ جوړه كړې ده،دغه وګړي هغو وزيرانو ته ګوته نيسي ،چې تر دې وړاندې هم وزيران وو او اوس بياپخوانيو وزارتونو ته نومول شوي دي .

داسې كسان هم شته ،چې د نوې كابينې په اړه منفي نظرونه څرګندوي او نوې كابينې ته د شك او ترديد په سترګه ګوري ،خو ګڼ سياسي كارپوهان دغه نظرونه په كلكه غندي او دولسمشر حامد كرزي د نوې كابينې هر كلى كوي ،ستايي يې او د ستونزو يوازنى حل يې بولي .

په دې ډله كې يوهم د سياسي چارو كاروپوه اود وردګو پخوانى والي عبدالجبارنعيمي دى،ده نن سې شنبه (د جنورۍ ۲۹ ) يوې خبري غونډې ته وويل ،چې د ولسمشر حامد كر زي نوې كابينه ښه ، پر كارپوه، تجربه لر ونكې ده او له ټولو قومونو او توكمو استازيتوب كوي .

د ښاغلي نعيمي په اند سره له دې چې په نوې كابينه كې يوشمېر پخواني وزيران دي،خو د هغوى د ښو كړنو او وړتياوو له مخې يوځل بياپه نوې كابينه كې ځاى وركړل شوى دى،ده د كورنيو چارو وزير ښاغلي محمد حنيف اتمر يادونه وكړه،چې پخواله دې يې هم د كليو د بيارغونې او پراختياوزارت او دغه راز د پوهنې په وزارت كې د پام وړ لاسته رواړنې لرلي او په سمه توګه يې د ولس او ملي ګټو لپاره كاروكړ ،نو ښه ده ،چې يوځل بياد كورنيو چاورو وزارت ته ونومول شو،دغه راز نور وزيران ،خو هيله ده ،چې ولسي جرګه به راى وركړي،ځكه همدااوس د وزيرانو وړتيانه مالومېږي،بلكې په راتلونكې كې دې دهغوى كړنې وځيرل شي ،خو ښه به داوي ټولو چارواكيو كاري ډله د ولس په همغږۍ چارې سمې كړي .

نعيمي دا هم وويل كله چې وزيران له ولسي جرګې نه دباور راى اخلي نو دغه جرګه بايدله وزيرانو سره بشپړه همكاري وكړي خو پر چارو يې څار وكړي او د سمون لپاره دې ورته مشورې هم وركړي.

عبدالجبار نعيمي په دې اند دى،چې ولسي جرګه كابينې ته په راى وركولو كې ځنډ ونه كړي،چې په كارونو كې ځنډرانه شي او په خپل مهال نړيوالې مرستې راجلب او بياله ځنډ پرته پر پرمختيايي پروژو ولګول شي ((له دې وروسته نړيواله ټولنه هم غواړي ،چې مرستې يې په ښه توګه پر بيارغاونه ولګېږي ،نو بايد دغه موكه له لاسه ورنه كړو ،په خپل مهال چارواكي دندو ته اوږه وركړي ،په ځانګړي توګه بايد افغان چارواكي د لندن د غونډې لپاره ښه طرح جوړه كړي او بيايې له مخې نړيوالې مرستې راجلب كړي او پرلومړنيو پروژويې ولګوي .))

ښاغلي نعيمي په اوسنيو حالاتو كې پرولسواكۍ ډېر ټينګار وكړ ،چې بايد چارواكي ،دولسي جرګې غړي او په تېره بيايې ولس ننګه اوملاتړ وكړي ،دغه راز دې رسنۍ د ولسواكۍ په پياوړي كولو كې ترټولو ډېره ونډه واخلي ((موږ بايد د ولسي جرګې د ټاكنو د ترسره كولو لپاره پوره تيارى ونيسو او په ښه توګه يې ترسره كړو ،د دغه كار لپاره دې سياسي حزبونه او د اوسنۍ ولسي جرګې غړي له ولسمشر او وګړو سره مرستې وكړي او ولسواكي دې وځلوي .))

سره له دې ،چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو پايلې ترډېره مالومې شوې ،خو د نعيمي له انده دغه انتخابات له ګڼو ستونزو سره مله وو،دى ټينګار كوي ،چې نه بايد د ولسي جرګې انتخابات له داسې ننګونو سره مخ شي ځكه موږ بايد د ولسواكۍ د ارزښتونو له مخې د نظام ټول بنسټونه ورغوو.

عبدالجبارنعيمي يوځل بياټينګار وكړ ،چې پارلماني انتخابات دې پرخپل مهال ترسره شي ،ځكه دايوافغاني بهير دى بايد د ولسواكۍ د ارزښـتونوله مخې يې ننګه وشي او ټول يې د ترسره كولو لپاره ملاوتړو.

ده وويل چې دولسي جرګې د ټاكنولپاره بايدسرله همدا،اوسه تيارى ونيول شي.نړيواله ټولنه او د ټاكنو د خپلواك كمېسيون بايد ولس ته دولسي جرګې د استازو پر اهميت رڼا واچوي او دراى وركولو لپاره دې وهڅوي او په دې كار كې دې سيمه ايزو مخورو او روحانيونو ملاتړ هم تر ګوتو كړي.

همداشان ده وويل چې دولسي جرګې د ټاكنو د شفافيت لپاره دې سره له همدا، اوسه پوره چمتووالى ونيول شي چې خداى مكړه د ولايتي شوراګانو د ټاكنو په څېر پرې بې اعتمادي رامنځته نشي.

همدارازښاغلي نعيمي په خپلو خبرو كې د ولسي جرګې د څلور كلنې دورې يادونه هم وكړه او ويې ويل، چې په دې لړ كې دولسي جرګې مشر محمد يونس قانوني ښه رول لوبولى او ددغې جرګې دسياسي بلوغ لپاره يې هلې ځلې كړيدي.

ده وويل: (( پر هر څه بايد انتقاد ونشي، هغه څه چې ښه دي اوله ملي ګټو سره سم ترسره شوي، بايد وستايل شي)).ښاغلي نعيمي وويل،كه موږ پرهرڅه انتقاد كوو،نو له لاسه مو ډېر چانسونه وځي او همداشان نيوكې بايد يواځې د سمون لپاره وي او دملي ګټو په خاطر وي نه د شخصي ګټو لپاره .

ده وويل په دې حساس وخت كې هر ګام بايد ملي ګټو ته په كتو سره واخېستل شي اود نظام دپياوړتيالپاره د زړه له كومې ګټه پورته شي.