د ژونالېزم ترمېنالوژي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن:عبدالمعېد هاشمي- نړۍ اونيزه

دوېمه برخه

١٨-څېړنيز (تحقيقي)رپوټ جوړونه(Invertigative Reporting :
د هغو راپورونو تر لاسه کولو ته وايي چې اړوندې ادارې يې د پټولو هڅه کوي.
١٩-توضيحي راپور(Interpetataive Reporting ):هغه ډول راپور ته وايي چې د بېلا،بېلو راپورونو وضاحت کوي.
٢٠-راپورتر(Corres pondent ):راپورتر هغه چاته وېل کېږي چې په هېواد دننه يا بهير خبرونه تر چمتو کولو وروسته خپل اخبار ته استوي،راپورتر ته دغه رازRepresentiveهم وېل کېږي.
٢١-سفارتي خبريال:هغه اخبارليکونکي ته وايي چې د سفارتونو خبرونه د نورو هېوادونو د کړنلارو پر راپور ليکلو ګومارل شوى وي.
٢٢-ډيټ لاين(Date Line ):د خبر په پيل کې نېټه،ځاى او د خبر سرچينې ليکل کېږي .لکه:(د غبرګولي ٥مه ،جلال اباد،پژواک خبري اژانس)
٢٣-پرېنټ لاين(Print Line ):په ټوليز ډول د اخبارونو د وروستي مخ په ښکتنۍ برخه کې د اخبارنوم،د مسول مدير نوم،د خپرونې نوم او د خپرېدو ځاى ليکل شوي وي.لکه د نړۍ اونيزې د وروستي مخ کوزنۍ برخه:
مسول مدير:انجينر فضل هادي فضليار
ګرځنده لرغږى:٠٧٨٦٣٩٦٠٨٠
برېښليک:--------------------
کتونکي:-----------------------
خبريالان:-----------------------
بازارموندونکى:-------------------
پته:--------------------
٢٤-وروستۍ شېبه(Zero AHour ):هر اخبار تر چمتو کېدو کېدا وروسته چاپخونې ته د چاپ په موخه استول کېږي.له همدې امله د اخبار جوړه شوې ترست بڼه(کاپي)تر ټاکلې وخته په چاپخونه کې وي،د ژونالېزم په ژبه کې د تيارې شوې کاپۍ څخه تر چاپېدونکې وخته پورې مودې ته زېرو هاور(Zero AHour ) وايي.
٢٥-بائى لاين:By Line) ):کله چې يو خبر،کالم،ستون يا مضمون د هغه چا له نوم سره خپورشي چې ليکلى يې وي هغه کرښه چې د ليکوال نوم پکې ليکل شوى وي بائى لاين بلل کېږي،لکه له همدې ليکنې سره د عبدالمعېد هاشمي نوم
٢٦-ګرم خبر(Hot NEWS ):مهم او تازه خبر ته هاټ خبر وېل کېږي
A :شخصي خبر لکه :د چاد واده
B :ملي خبر لکه:د توکيو د بيو لوړېدل
C :سيمه ييز خبر لکه:په نورستان کې د ملاريا خپرېدل
D :نړيوال خبر لکه:افغانستان اسراييلو سره اړيکې غوڅې کړې.
٢٧:ناڅاپي خبرSpot News) ):هغه خبر ته وايي چې ډېر مهم وي خو ناڅاپي/ناببره وړاندوېنه يې نه شي کېدلاى.د بېلګې په ډول:د ١٩٨٨کال د اګېست پر ١٧مه د جنرال ضياالحق د الوتکې غورځېدل،ياد حامد کرزي لخوا د پخواني لوى څارنوال جبار ثابت ګوښه کېدل.
هر سپارټ نېوز(ناڅاپي خبر)هاټ نېوز(ګرم خبر) کېدلاى شي ،خو هر هاټ نېوز سپاټ نېوز نه شي کېدلاى.
٢٨-سکوپ(Scoop ):هغه خبر چې د نورو رسنيو لپاره خبر وګرځي سکوپ بلل کېږي،د بېلګې په شان:د نړۍ اونيزې خبريال له اسامه بن لادن سره مرکه وکړي او نورې رسنۍ دا خبر خپور کړي چې د نړۍ خبريال له اسامه سره مرکه وکړه.

نوربيا....