د کتاب ليک لړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله ستانګزی

لړ ليک
سرليکونه مخګڼه
۱- سريزه............................................................................الف
۲- د حميد بابا ژوند ليک.......................................................۱
۳- د حميد مومند سبک.........................................................۳
۴- د حميد مومند د سبک ځانګړنې.........................................۶
۵- د عبدالحيمد مومند شاعري..............................................۷
۶- په پښتو ادب کې د هندي سبک پلويان شاعران...................۱۰
۷- تشبيه.............................................................................۲۰
۸- د تشبيه بنسټونه..............................................................۲۰
۹- د حميد بابا په اشعارو کې دماهيت په لحاظ تشبيه ..............۲۲
۱۰- محسوس تشبيه د محسوس سره.......................................۲۲
۱۱- محسوس تشبيه د معقول سره..........................................۳۱
۱۲- معقول تشبيه د معقول سره..............................................۳۶
۱۳- معقول تشبيه د محسوس سره..........................................۴۳
۱۴- پايله............................................................................۴۷
۱۵- اخځليکونه...................................................................۴۹




سريزه


ژوند زموږ د ژواک د سرشنو يو سپېڅلی کتاب دی او ښه شاعر ددغه کتاب مفسر دی- د شاعر لويه بريا د هغه د پلټنې زور (قوت او انکشاف) دی، هر څوک د ژوند دغه پلټنه نه شي کولای. ښه شاعر د ژوند په پټو او ښکاره ټولو رازونو پوه وي او خپل خيال موږ ته په داسې ښکلې لفظونو کې وړاندې کوي، چې زموږ ټولې پټې ارادې او قوتونه راڅرګند کړي او له ځانه سره مو د ژوند د ښايست په نندارو ودروي، ځکه خو دارنلډ په شان مفکر په دې وينا ګويا شو، چې ((شاعر ي بل څه نه دي د ژوند تفسير دی)). پښتو ادب بڼ هم د خپل ژوند د تفسيرولولپاره ډېر داسې شاعران لري، چې د پښتنو ژوند تفسير کړي او خپل نوم د تاريخ په پاڼو کې ژوندی وساتي.
د پښتو ادب بڼ په ګلزارولو او ښېرازولو کې ډېرو شاعرانو، ليکوالانو او ....خپله- خپله ونډه تر ډېره ځايه اخيستې ده، د دغې ښکلا او ښېرازتيا څخه د وګړو زړونه خوښ او سترګې روښانه شوي دي، د ښېرازونکو او زرغونوونکو له ډلې څخه يو هم حميد مومند دی، راځۍ، چې په بابا يې ونوموو.
عبدالحميد بابا د پښتوادب د کلاسيک پېر يو داسې نامتو او نازکخياله څېره ده، چې د نږدې درې سوو کلونو په بهير کې پښتو ادب په ځانګړې ډول په نازکخيالۍ کې د هغه ساری ونه موند.
د خوشحال خان خټک او عبدالرحمان بابا ترڅنګ عبدالحميد مومند هم ځانته يوه بېله لار وټاکله، چې د هندي ادبي ښوونځي په نامه ياديږي. حميد مومند د پښتو ادب نړۍ يو داسې سپېڅلی غړی دی، چې د ادب په آسمان کې يې يو جلا کهکشان جوړ کړی دی، د حميد شاعري د نظر د خاوندانو په اند د پښتوادب شهکار دی.
حميد بابا په خپله شاعرۍ کې په ساحرانه ډول د محاورو، اصطلاحاتو، استعارو، تشبېهاتو، کنايو او لفظي رعاياتو په کارولو سره پښتو شاعري د فن معراج ته رسولې ده.
د عبدالحميد مومند په شاعرۍ او کلام کې هغه ټول محاسن، رنګيني او ښکلا شته دي، کوم چې شعر ته د آفاقيت او عالمګريت مقام وربښي او د شعريت پر پلاز يې کښېنوي.
لکه څنګه، چې د حميد بابا کلام د ادبي فنونو او ادبي ښايستونو له دُر څخه ډک دی، نو ما هم د ده په کلام کې د ماهيت په لحاظ د تشبيه د څرګندولو هڅه کړې ده.
زما دغه ليکنه د حميدبابا ژوندليک، زده کړه او زېږنځی، د حميد شاعري، د حميد سبک او ښوونځی، د هندي ادبي ښوونځي ځانګړنې او د هندي ادبي ښوونځي پلويان شاعران، دحميدپه اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه (له څلورو واړو ډولونو سره)، پايله او اخځليکونه په خپله لمن کې رانغاړي.
د ((پوره يو خدای دی)) تر شعار لاندې ستاسو ادبپالو او ادب لوستو څخه هيله کوم، چې خپلې ښوونيزو لارښوونې راڅخه ونه سپموي او په رغندو لارښوونو مې ولمانځي. نور نو ستاسو او د آرې منځپانګې تر منځ واټن نه اوږدم او د موضوع لوستلو ته مو رابولم.
په مينه او ادب
رفيع الله ستانګزی
کابل نوی ښار
1385/11/25



د حميد بابا ژوند ليک


کابو دوه نيمې پيړۍ پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې رود پر ښۍ غاړه پراته کلي ماشو ګګر (ماشو) کې په يوه ډېر غريب چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر ژوند کاوه، چې په ژوند کې يې دېرو لږو وګړو د احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او دستور سره سم وروسته له مړينې دېر وستايل شو، چا دپښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا دوېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ.
د ده دپلار او يا دا چې د چا زوی دیو تر اوسه پورې کوم باوري او دقناعت وړ مأخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو (معاصرو) ليکوالانو له دلې څخه يوه نوماند (مشهور) ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)
د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرګنده، اما داسې ګومان کيږي، چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اواخرو کې به زوکړی وي. (۲)
د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنګزنو (اشارو) له امله د ده دزوی کړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده، پوهاند حبيبي وايي، چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تأيید کړی، خو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکترانوارالحق په دًرومرجان کې (۱۰۷۵ – ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده، همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري، چې د اورنګزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه، لکه چې وايي:
په قوت د يار د در دګدايۍ
د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم
سره له دې يې هم د اورنګزيب عالمګير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنګزنه (اشاره) کړې ده.
خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې
چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو
څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند (دليل) د حميد د زوکړې نېټه موږ د دېوان د داخلي شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولای شو.
د بابا په باب دېرۍ پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي، چې مومند دی خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه ګنله کيږي؛ لکه چې وايی:
دمومندو جوهر خانې لره دې راشي
که څوک غواړي ښه لعلونه يمني
د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي، چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي ؤ او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند (مشهور) ؤ، د ا خبره، چې دی ملا ؤ د ده د ځينو آثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ )
په پارسي، عربي او حتا د هندي ژبې په ځينو لهجو پوهېده. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز – ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګنې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی ؤ او يا دبلومهارت پر ژبه په همدغه کال مړ دی، خو د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه ګروهه (عقيده) واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو، ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده خرګنده، خو دا ښکاره ده، چې مزار يې د ماشوګګر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنګ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲)









د عبدالحميد مومند سبک:
دخوشحال ننګ او غيرت به ځان سره کړم
د اېــــمــــل نه به د تــــــــــورې وهل زده کړم
د رحـــــمــــــان پـــــه هــــــديره به دعــا وکړم
د حــــــمـــيــــد غـــزل به ځان ته وظيفه کړم
تر خوشحال خان او رحمان بابا وروسته پښتو ادب ته څښتن تعالی يو داسې شاعر ورکړ، چې مبتکره او نوښتګره قريحه يې درلوده، نه يې غوښتل چې دبل چا پيروي وکړي، بلکې په خپله يې يو نوی سبک جوړ کړ او نور خلک يې خپلې پيروۍ ته راوبلل. په خپل قوي تخيل او فکري استعداد يې د پښتو ژبې په شاعرانه نړۍ او شاعرۍ کې داسې سبک ايجاد کړ، چې په هغه کې د ادبي فنونو ښکلي صنعتونه، لوړ خيالونه، په نادرو تشبه ګانو، استعارو، کنايو او شعري تلازماتو کې دښکلو، لطيفوو جملاتو او اصطلاحاتو په واسطه راوړل شوي دي، که څه هم د حميد سبک د کلماتو او جملاتو له مخې مغلق او پېچلی دی او هم د رحمان بابا دسبک سادګي او د خوشحال خان دسبک ارتوالی نه لري، خو سره له دې اغراقه هم دا سبک دومره خوږ دی، چې لوستونکي که څه هم د رحمان بابا او خوشحال خان د سبکونو متخصص وي، چې د حميد اشعار ولولي، هغه ترې هېروي.
د پښتو څېړونکو او سبکپوهانو د عبدالحميد مومند سبک د پښتو هندي سبک بللی، ځکه، چې د هندي ادبي ښوونځي ټولې ځانګړنې او نښې د ده په اشعارو کې ځليږي.
د هندي ادبي ښوونځي او دهندي سبک خبره مو مطرح کړه، نو ښه به دا وي، چې په سبک او مکتب لنډه او ځغلنده رڼا واچوو:
سبک : ويلونه، طرز، دود، دافادې دود، ويلې شوی فلز په قالب کې اچول، کلمې او وييونه په ښکلي ډول پييل، اوډل او هم ديوه ليکوال د افادې طرز ته سبک وايي.
مکتب: ښوونځی، لوستون، ليکځی او هغه ځای، چې ليک او لوست په کې کيږي. ( ۱)
اوس به د سبک او مکتب تر منځ توپير ته راشو او د دغو دواړو توپيرونه به په ګوته کړو:
سبک د مکتب په پرتله کوچنی، غونډ دی او مکتب ټول، لوی او عام دی. سبک يوه ټاکلې تاريخي دوره ښکاروي او ديوه ليکوال داثارو د ځانګړنو تولګه ده، خو مکتب يا ښوونځی بيا پراخه او غوړېدلې دوره ځلوي او دډېرو ليکوالانو د اثارو د ځانګړنو ټولګه ده. يانې په لنډ ډول ويلی شو، چې : سبک دځانګړتيا او مکتب د ټوليزوالي نوم دی.







د عبدالحميد مومند د سبک ځانګړنې
۱- ددې ښوونځي د شاعرانو په کلام کې ډېرښت (افراط) او کمښت (تفريط) دېر ليدل کيږي.
۲- د حميد دسبک اشعار د يو ځانګړي آهنګ او غاړې (لحن) لرونکي دي.
۳- د ادبي صنايعو(ښکلاوو) په پاللو کې دا سبک ډېر غني او پياوړی دی.
۴- اغراق او مبالغه د حميد بابا دسبک له ځانګړنو څخه ده.
۵- اېجاز او لنډون یې بله ځانګړنه ده، چې په لږو ښايسته الفاظو کې ډېر څه بيانوي.
۶- د ځانګړو او دقيقو تشبېهاتو او استعارو فن په دې اشعارو کې په ځانګړې توګه خپل ځان ښکاره کوي.
۷- دغه سبک د نادرو تشبېهاتو او استعارو په راوړلو سره ډېر پارسي اصطلاحات او کلمات هم په پښتو ژبه کې ګد کړل.
۸- نويو مضامينو او تازه فکر مونذلو ته په کې ډېره پاملرنه کيږي.
۹- د فولکلوري توکيو (متلونو، ګړنو، محلي اصطلاحاتو او ....) کارونه په کې ډېره ده.
۱۰- د حميد غزليزه شاعري ډېرۍ د مينې پر چورليز چورلي او موضوعي تيت او پرکتيا په کې دېره تر سترګو کيږي.
۱۱- د دې ښوونځي ډېرۍ شاعران په لفظي نزاکت، باريکۍ او مضمون پنځونې پسې ګرځي او دشعر د دوديزو آرونو څه ډېره پروا نه ساتي.
د عبدالحميد مومند شاعري
د عبدالحميد ماشوخېل د پښتو ادب د کلاسيک پېر يو داسې نامتو او نازکخياله څېره ده، چې د نږدې درې سوو کلونو په بهير کې پښتو ادب ته په ځانګړي ډول په نازکخيالۍ کې د هغه ساری ونه موند.
لکه څنګه، چې خوشحال خان د پښتو ادب بڼ لمن ا رته او زرغونه کړه او د پښتو ژبې پلار شو او رحمان بابا د پښتو ادب بڼ رنګين کړ او د الهام له لارې يې د زړه غوټۍ پرانيستلې د غيب السان او بابا لقبونه يې خپل کړل، همدارنګه حميد مومند هم د پښتو شاعري د عروج تر بريده ورسوله، دنازکخيالۍ او مضمون افرينۍ په دګر کې د استادۍ تر پولې لاړ، نو ځکه ورته د وېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ شوی دی.
حميد بابا د منظره کشۍ يو ماهر استاد ښکاري، هغه ديو ماهر انځورګر په څېر د الفاظو په ذريعه د حسن د اجزاوو ښکلي ښکلي انځورونه کښلي دي. د حميد بابا داغ، داغ زړګی د هغه د تخيل او دهغه په زړه پورې انداز د هغه غزل ته د معراج وزر ورکوي، دی دنازکخيالۍ د کاروان سالار دی. ( ۱) عبدالحميد مومند د پښتو ژبې داسې شاعر دی، چې اشعار يې په ځانګړې توګه د شکل د پوخوالي له کبله معمولاً د پښتو ژبې دکلاسيکو شعرونو د بېلګو په توګه راوړل کيږي. الفت صاحب د حميد شعر د هغه لباس سره ورته کړی، کوم، چې ډېرې غټې او ميده بخۍ ولري، همدا ډول دګلدوزۍ دېرښت په کې له ورايه ځليږي او دهر راز بوټي ګلونه په کې شتون ولري.
دهمېش خليل په قول حميد بابا خپله شاعرۍ کې په پريوانه ډول د محاورو، اصطلاحاتو، استعارو، تشبېهاتو، کنايو او لفظي رعاياتو په راوړلو سره پښتو شاعري د فن معراج ته رسولې ده. خپلې رنګين بيانۍ، مضمون افرينۍ او نازکخيالۍ حميد بابا د انفراديت په عالی مقام کې سرفرازه کړی دی او دنورو پخوانيو له پيروۍ څخه يې بې نيازه کړی دی.
حميد بابا آسمان ته د شعر زينې کېښودې او دنازکخيالۍ او خيالبافۍ په مټ يې د آسمان ستوري وپيل اودتخيل په زور يې هغو ځايونو ته يون وکړ، چې چېرته عقل هم خپله کمزوري ښيي. (۱ )
د حميد داشعارو منځپانګه د مينې او عشق هغه حياتي موضوع ده، کوم چې په انساني ژوند کې انکار نه منونکې ده، حميد د يو ريښتينې پاک مين په ډول د خپلې مينې هغه جذبات او احساسات په خپل شعر کې په قوي تخيل او ابداعي هنر ترسيم کړي؛ لکه يو نقاش يا مجسمه جوړونکی، چې خپله ارزو او هيله په نقشه يا مجسمه کې کټ مټ راوړي.
د ده د ټولو فکري تخيلاتو مأخذ او مرجع د ده ټولنه او چاپېريال دی او له هر شي، چې اغېزمن شوی وي، هغه يې هرو مرو په کلام کې انعکاس مومي، د حميد دکلام د خوږ والي امتياز په دې کې دی، له هغه څه څخه، چې دی متأثر شوی دی، دغه تأثر يې په اشعارو کې په ښکلي ادبي انداز او زړه وړونکې بڼه د قلم په ژبه بيان کړي دي.
د مينې سوز او ګداز، ريښتيني جذبات او احساسات يې دېر ښه درک کړي دي، او دهغو تمثيل يې په شعري الفاظو کې په خوږه ژبه کړی دی، چې د ويلو او اورېدلو سره سړی ترې خوند اخلي. د حميد شعرونو ته په کتو سره د ده خپله ادعا په ځای ښکاري او بې ځايه نه ده؛ چې وايي:
اوس د فکر توره واچوه حميده
چې دې نشته په پښتو کې بل حريف















په پښتو ادب کې د هندي سبک پلويان شاعران
څنګه چې حميد بابا په پښتنو شاعرانو کې په لومړي ځل داسې سبک جوړ کړ، چې د خپلو ځانګړنو له مخې هندي ادبي ښوونځي پورې اړه لري.
د حميد د وينا دود د ده د مهال شاعرانو او وروسته تر ده نورو شاعرانو خوښ کړ، چې په همهغه لار يې ويل پيل کړل، لر او بر او حتا د هند په ځمکو کې ډېرو شاعرانو د ده لار نېولې ده او خپل شعري سبکونه يې د حميد د شاعرۍ په پيروي عيار کړي دي.(۱) چې د پښتو ادب څېړونکي يې د حميد د سبک پيروان يا لارويان بولي اودا ټول بيا د هندي ادبي ښوونځي شاګردان بلل کيږي.
په پښتو ادب کې د دغه سبک په پيروۍ شاعري په پښتونخوا کې پيل شوه، په هند کې اوسېدونکو ځينو شاعرانو معراج ته ورسوله، په کندهار کې يې وده وکړه او اغېز يې تر اوسمهالې (معاصرې) دورې پورې پايښت وموند. ( ۲)
د حميد بابا څخه وروسته د هغوی د مکتب په شاعرانو کې کامګار خټک، کاظم خان شيدا، حنان بارکزی، بېدل، خانګل خليل، محمدي صاحبزاده، احمدي صاحبزاده، ميرزا خان انصاري، صمد، عبدالله محزون، محمدبياض، ملامحمد اکرم، عبدالله، عبدالغفار بريالی او نور هم په خپل خپل ځای اهميت لري. خو کاظم خان شيدا، چې دغه سبک کې کوم مقام او پوړ ته ځان رسولی د، دهغه له اعترافه سترګې نه شو پټولای او بايد ډېر ډېر وستايل شي، همېش خليل د حميد او شيدا شاعري د ښکلو نازکو ورېښمو د يوې حسينې او ښايسته پنجرې سره، فکر او مقصد يې د حسين مارغه سره ورته کړی، د ده په وينا دحميدد فکر مارغه که له هره اړخه وکتل شي روڼ مالوميږي او دشيدا د زښتې ډېرې نازکخيالۍ او ډېرې رنګين بيانۍ په دغه پنجره کې د شيدا فکري مارغه تت او دحقيقت غوندې نه ښکاري.
کاظم خان شيدا:
د راورټي له قوله کاظم خان شيداد (۱۱۳۵-۱۱۴۰) کلونو ترمنځ د افضل خان په کور کې زېږېدلی دی.
شيدا په ځوانه ځوانۍ کې د مهاجرت څپېړه پرمخ وخوړه او د هندوستان مهاجر شو او د همدې مهاجرت پر اساس يې په شعر کې سوز او ګداز پيدا شو، ښايي کاظم خان شيدا د خپل پښتني چاپيريال څخه دلرې والي او په هند کې د ا وسېدلو له امله د فارسي ادب تر تاثير لاندې- چې په هند کې درباري، دفتري او علمي ژبه وه- راغلي وي، ځکه يې په شعر کې فارسي کلمات دومره ډېر دي، چې کله يې پښتنی رنګ بدل کړی دی.
شيدا هندي سبک خپل اوج ته ورساوه او په ټولو ماناوو يې د هندي سبک ځانګړنې خپلې کړې، حتا تردې پورې، چې کله خپل پښتني قالب تر هندي سبک ځاروي.
شيدا د دېوان څښتن دی، چې په ديوان کې يې ډېرۍ غزلي دي، نورې برخې هم شته؛ لکه: بوللې، پنځه ييزې، څلوريزې، دوييزې، او نور شعري ډولونه هم د شيدا په دېوان کې تر سترګو کيږي.

د شيدا دشعر څو بيتونه:
دُريده مې کړ ګرېبان سترګې خونبارې
په ما وکړې خپل افتاب د سحر چارې
منور يې لکه لمر زما چشمان کړل
خط دې واړه شعايي ؤ خوشنګارې
شيدا په کال (۱۱۹۴) ه ق کې په رامپور کې مړ دی اوپه هم هغه ځای کې خښ شوی دی.
کامګار خان خټک:
کامګار خان خټک د نامدار خان زوی د اشرف خان لمسی دی، د زېږېدو جوته نېټه يې نه ده څرګنده، خو دومره مالوميږي، چې په (۱۱۶۵) کال کې مړ دی. په پښتو او فارسي ژبه يې شعرونه ويلي دي، يو نازکخياله شاعر دی، د هندي سبک د نورو شاعرانو په څېر يې خپل ټول ادبي ژوند د خط او خال ستايلوته ځانګړی کړی دی، د شعر ديوان لري، چې د شعر نمونه يې په دې ډول ده:
له خاطره مې عشق يوړ تدبير ورو ورو
ديوانه شوم سزاوار د ځنځير ورو ورو
صورتګر چې ستا صورت په سترګو وليد
له خجلته يې کړ څيرې تصوير ورو ورو





قلندر مومند:
د قلندر د ژوند د تيارو د رڼولو لپاره کوم مستند شواهد په لاس کې نه لرو، دومره وايو، چې د سوات اوسېدونکی او د زلمي هېوادمل صاحب په وينا ژوند يې تر (۱۱۵۰) ه ق پورې يقيني ښکاري، د هندي سبک پيرو دی، يو کوچنی ښکلی ديوان لري.
قلندر د پښتو او فارسي ژبې شاعرانو پر خلاف يو معلوم محبوب لري، چې د قلندر محبوب ميرا دی، دی په ميرا باندې عاشق دی او دا هغه سووځونکې او ريښتينې مينه ده، چې د ده له مرګ وروسته يې داستان د فولکلور لمنې ته لويږي. (۱ )
د قلندر د سوځنده شعري نړۍ د يو شعر څو بيتونه:
چې راياد يې سپين غاښـــونه سره لبان کړم
دًًر د اوښـــــکو يـــــې نـــــثار تـــر ګرېبان کړم
تورې زلفې چې يې ورېځې کــړم په زړه کې
توی د اوښکو له چشمانو پرې بـــاران کړم
پيرمحمد کاکړ:
دپښتو په کلاسيکو شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، دا چې د چا زوی او دکوم ځای دی موږ په تياره کې پرېږدي او تر اوسه پورې هيڅ مالومات د دې خوږ ژبي شاعر په اړه نه لرو.
د پير محمدکاکړ د اشعارو څخه جوتيږي، چې د حميد د سبک لاروی دی او د مضمون له مخې يې دحميد په تعقيب او پيروۍ د خط ډېره ستاينه کوي او ډېر ځای يې د حميد پر مضمون شعر ويلی دی.(۲)
لکه دا شعر :
ويمې ماته ستا دغاښو تعريف څه دی
وې ژلۍ دي په لاله کې چې ويليږي
او دا يې هم د شعر څو بيتونه د نمونې په ډول:
باريک خط پر کښلي مخ سو د جانان ګډ
لور په لور شوه په عسلو مُرچګان ګډ
پاس پرشونډو يې خال نه دی چې نمايږي
شين مګس دی په چشمه کې د حيوان ګډ
محمدي صاحبزاده:
محمدي صاحبزاده د څمکنو د ميا عمر زوی دی، په پښتو کې د ښکلي ديوان څښتن دی او د المستغاث په نامه منظوم پښتو کتاب لري، د برهان الاصول او مقاصد الفقه په نامه دوه عربي کتابونه يې هم ليدل شوي او محمدي صاحبزاده په کال (۱۲۲۰) ه ق کې مړ شوی. (۱ )
محمدي صاحبزاده خپله ټوله پاملرنه د غزل خواته اړولې ده او دپښتو ژبې د ادب د دغې اشنا برخې په سينګارولو کې يې خپل ادا کړی دی، خپل ټول شعرونه يې د جانان د جمال په ستايلو او غماز په غندلو کې ويلي دي. دشعر بېلګه يې داده:
چې بې تاګرځم په سيل د نوبهار کې
سره لمبه وينم د اور په لاله زار کې
محمدي د يار د مخ آيينې ته ګوره
دې سړو اوبو ويشتلی يم په نار کې
شمس الدين کاکړ:
شمس الدين کاکړ لکه څنګه چې ځان د لعل په څېر په ايرو کې پټ ګڼي همداسې د لعل په شان نړۍ ته پټ راغلی دی، ځکه چې د پلار، زېږنځی او مړينې په اړه يې هېڅ مالومات نه لرو، البته عبدالباري جهاني د مشکو کاروان په ادبي تذکره کې ليکي دي؛ چې: ((د نولسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې يې د کندهار د کلچ آباد په کلي کې ژوند کاوه)).(۱ ) لکه چې په خپله وايي:
لکه لعل په ايرو کې دی بې قدره
هسې پروت دی شمس الدين په کلچ آباد
شمس الدين د حميد ماشوخېلي ډېره ښه پيروي کړې ده او حتا په ځينو ځايونو کې يې نه يوازې د هغه د غزلونو په اقتضاء غزلې ويلي دي؛ بلکې مضمون يې هم کټ مټ راخيستی دی. (۲) د کلام بېلګه يې په لاندې ډول ده:
مايو جام کړ دساقي له لاسه نوش
لاړ له سره زما دواړه عقل وهوش
ديار غم به يې فنا لکه حباب کړي
شمس الدين که له ګفتاره سي خاموش
ميرزا حنان بارکزی:
حنان بارکزی کابو يوه نيمه پيړۍ پخوا په کندهار کې ژوند کړی دی. د ميرزاحنان بارکزي ټول شعرونه د وصال او هجران- خط او خال – حبيب او رقيب- موضوع جوړوی او دا تنګه موضوع يې په ډېر هنرمندانه ډول په ښکلو الفاظو کې ځای کړې ده، چې دی ددې موضوع د بيانولو لپاره ډېر رنګين او ښايسته کلمات او الفاظ لري.حنان ځان د حميد پيرو بولي، کله کله خو د الفاظو او کلماتو په استعمال او کارونه کې د هغه دومره پيروي کوي، چې شکل او متن يې په بشپړه توګه کاپي کوي، هغه تر جيح بندکې يې، چې د حميد په پيروۍ ليکلی دی، دا پيروي او کاپي په ښه ترا توګه جوتيږي. د شعر بېلګه يې:
دخوبانو خط و خال دی کان د مشکو
څه که کاندي هر سړی ارمان دمشکو
د حنان سينه نوخطو تور سکاره کړه
که سينه ده د حميد دوکان د مشکو
بېدل هشنغري:
د بېدل هشنغري د شعر هنګامه د تېمور شاه دُراني (۱۱۸۶-۱۲۰۷) په زمانه کې ګرمه وه. (۱ )
بېدل يو دردمند شاعر دی، چې په خپلو اشعارو کې يې د سوز او ګداز په ملتيا پښتو ادب ته نوی روح بښلی دی. بېدل د شعر ديوان لري او د حميد بابا د سبک پيرو شاعر دی، چې د حميد د ترکيب بند پيروي يې کړې ده؛ لکه چې وايي:
نن به شپه زما ديار په کوم منزل وي
جلوه ګر به په کوم ځای په کوم بُرجل وي
خبر نه ورسره به ساد که غل وي
همراهان به يې شيرين او که حنظل وي
عبدالغفار بريالی:
په کال نولس سوه نه اويا کې د مني په شپو ورځو کې د کندهار په هوايي ميدان کې د حاجيانو الوتکه پر مځکه کښېناستله او د خلقي رژيم پوليسو څو تنه حاجيان، مخکې له هغه چې د خپلو خپلوان دی مخ وګوري، د معمول سره سم د عادي پوښتنو او تحقيقاتو په پلمه ورسره بوتلل. په دغه حاجيانو کې چې پوليسو ورسره بوتلل، مولوی عبدالغفار بريالی هم شامل و، چې بيايې چا مخ کې له مرګه مخ او وروسته له مرګه قبر ونه ليد. مولوی عبدالغفار بريالی د کندهار د کلاسيک طرز د شعر د وروستي ځلانده ستوري په حيث د تل لپاره د آسمان څخه پرېووت.مولوي.
عبدالغفار بريالی د کندهار اوسېدونکی او د عمر وروستي لس دولس کاله يې د هلمند ولايت د ګرشک په ولسوالۍ کې د دينې علومو په تدريس تېر کړل. په پښتو، فارسي، عربي او اردو ژبو پوهېده. ده خپلې لومړنۍ زده کړې له بېلابېلو مذهبي علماوو څخه کړي او د لوړو مذهبي زده کړو لپاره د هند د ديوبند مدرسې ته ولاړه او له هغه ځايه په ممتازه درجه فارغ شو. عبدالغفار بريالي کابو خپل ټول شعرونه په کلاسيک سبک ليکلي دي او د شعرونو مضمون يې ډېری خط او خال، وصال او هجران، جانان او رقيب جوړوي، خو د همدغو محدودو مضامينو د آفادې لپاره يې په زرهاوو الفاظ او ترکيبات درلودل، که د مرګي څپېړې نه وی وهلی نو هرو مرو به يې د يو کاکړ شاعر په توګه د پيرمحمدکاکړ او شمس الدين کاکړ ادبي تشه ډکه کړې وای.
مولوي عبدالغفار بريالي د پښتو ژبې د نازکخيال او موشګاف شاعر عبدالحميد ماشوخېل په پيروي د حسن د ستايلو پر ميدان زلفو او خط ته تر هر څه ډېر متوجه شوی دی او په دې برخه کې يې د کندهار تر ټولو معاصرو شاعرانو هم د کيفيت له مخې او هم ډېر بيتونه ويلي دي. (۱)
د شعر بېلګه يې په لاندې ډول ده:
تورې زلفې دې اوږدې د مخ پر لوري
که هندو پښې غځولي دي قرآن ته
کج ګېسو دې پېچاپچ سره ټوليږي
که فرعون سجده وکړله ځان ته
زاغ د خط دې کړې منګولې په مخه خښې
که شيطان و لاس يې واچوه ايمان ته
بېهوده تړمه عشق په تار د صبر
زمری کله نيسي پزه وپېزوان ته
برياليه خال که ګوښه د کږو وروځو
دا کتاب ضرورت نه لري نښان ته





د هندي ښوونځي په لار، چې حميد يې مخکښ دی، ډېرو نورو شاعرانو د حميد لار نېولې او تعقيب کړې ده. لکه: ملا محمداکرم حمدالله کاکاخېل، مير عبدالله، صديق اخونزاده، عبيدالله هوتک، عبداالله پوپلزی، ملارحمت الله، ملا قلندر او ډېر نور.
حميد بابا يو داسې ښوونځی پښتو ادب ته راداخل کړ، چې ډېرو شاعرانو دغه ښوونځی ولوست او د ورتلو تکل يې ور وکړ، چې تر ډېره بريده بريالي هم شول، د ټولو راوړل دلته زموږ د موضوع د اوږدوالي سبب ګرځي، خو د همدې څو تنو، چې د لنډې بيوګرافۍ (ژوندليک) سره مو دمخه در وپېژندل بسنه کوو.
که زه د حميد او د هغه د لارويانو بشپړه پيژندنه وکړم، نو کتابونه، کتابونه به ونيسي او زما دا کوچنۍ رساله ګوټې به د دوی د ټولو پيژندنو توان په ځان کې ونه ويني. اوس خپلې آرې سکالو (موضوع) ته راګرځم، چې د حميدبابا په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه ده، دا چې زما موضوع دتشبيه له ډولونو څخه ده، نو لومړی بايد زه تشبيه تاسو ته درويېژنم او وروسته خپلې آرې سکالو ته وګرځم.









تشبيه
تشبيه په لغت کې ورته والي، يورنګ والي ته وايي او په اصطلاح کې د دوو څيزونو ګډو ځانګړتياوو ته تشبيه وايي.
ياپه بله وينا: يوڅوک، يا يوشی، يو حال، د بل شي، بل چا او يا بل حال سره ورته کول دي، خو په دې شرط، چې د دواړو ترمنځ ګډ صفت موجود وي. ( ۱)
دتشبيه بنسټونه :
تشبيه په پنځو بنسټونو ولاړه ده، چې عبارت دي له :
۱- مشبه ۲- مشبه به ۳- وجه شبه ۴- د تشبيه ادات ۵- د تشبيه غرض
۱- مشبه : هغه څوک يا شی يا حال دی، چې د بل چا، حال يا بل شي سره ورته شوی وي؛ مشبه بلل کيږي. لکه :
هېڅ مې نه زده محبت که اور دی دا
په اور سوځم په رضا که زور دی دا
په پورته بيت کې محبت مشبه دی او اور مشبه به دی.
۲- مشبه به: هغه څوک يا شی يا حال دی، چې بل څوک يا بل شي يا بل حال د ده سره ورته کړه شوی وي، مشبه بلل کيږي، د بېلګې په ډول:
الهي د محبت سوز او ګُداز را
په دا اور کې د سهي سمندر ساز را
په پورته بيت کې حميد مومند محبت د اور سره ورته کړی دی، چې محبت مشبه او اور مشبه به دی.
۳- د تشبيه وجهه: يو يا څو ګډ ستاينومونه (صفتونه) چې د مشبه او مشبه به ترمنځ شتون ولري، د تشبيه وجهه بلل کيږي. لکه دا بيت :
دغنچې په څېر مې زيست په ځيګر خون دی
که هر څو يې لکه ګل له ما يکتا
په پورته بيت کې حميد بابا خپل ځان د غنچې سره ورته کړی دی، د ده او غنچې ترمنځ ځيکرخوني د تشبيه وجهه بلل کيږي.
۴- دتشبيه ادات: هغه کلمې يا توري دي، چې دد هغو له امله د مشبه او مشبه به ترمنځ تشبيه قايميږي، دا توري کله وي او کله نه وي. لکه په دې لاندې بيت کې:
آيينې غوندې خوله پټه سوال ځواب کړه
مناسب نه دي اشنا ته رسوا عرض
په پورته بيت کې حميد بابا ځان د هندارې (آيينې) سره ورته کړی دی، چې د غوندې کلمه يې د تښبيه په اداتو کې راځي.
۵- د تشبيه غرض: هغه کوم مطلب او مقصد، چې دتشبيه څخه اخيستل کيږي، د تشبيه غرض بلل کيږي.

تشبيه ډېر ډولونه لري لکه: تشبيه دطرفينو دموقيعت په لحاظ، د ابتذال او ندرت په لحاظ، د وجهې شبهې دشته والي او نشتوالي په سبب، د طرفينو دتعادل په لحاظ، تشبيه دطرفينو د بسيط والي او ترکيب په لحاظ، تشبيه دقلب او تفصيل په لحاظ، دتشبيه وېش د اداتو او تورو په لحاظ، او بله هم د ماهيت په لحاظ تشبيه ده، چې زما آره سکالو جوړوي .

د عبدالحميد مومند په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه:
د ماهيت په لحاظ تشبيه څلور ډولونه لري:
۱- محسوس د محسوس سره:
۲- محسوس د معقول سره:
۳- معقول دمعقول سره:
۴- معقول د محسوس سره:
چې هره يوه به په خپل وار سره دحميد داشعارو د بېلګو په ملتيا واضح او تشريح شي.
۱- محسوس د محسوس سره:
هغه تشبيه ده، چې د تشبيه دواړه اړخونه محسوس وي، يانې په پنځو او څرګندو حواسو (چې په عام عُرف کې ورته حواس خمسه وايي)، کتل، بوی کول، اورېدل، څکل او لاس وهلو سره مالوميږي. لکه په لاندې بيت کې:
چې مې نشته همخوابه ښکلې په خواکې
نه دی کور په حقيقت کې ګور دی دا
(کليات- ۶ مخ)
په پورته بيت کې شاعر وايي: چې په څنګ کې مې ښکلی يار نشته، نو دا کور راته ګور ده، يانې د هغه په نشتون کې خپل کور راته ګور غوندې تياره او تنګ دی، چې کور مشبه او ګور مشبه به ده او د دغو دواړو ترمنخ تنګ والی، تياره والی، وجهه شبه ده. لکه څنګه چې کور او ګور دواړه محسوس دي يانې په پنځه ګونو حواسو حس کيږي. چې د ماهيت به لحاظ د محسوس تشبيه د محسوس سره ده.
چې ريبي مې بې صرفي د زړګي ولې
کږې وروځې دي ديار که لور دی دا
(کليات- ۶ مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا د خپل يار د وروځو څخه سرټکوي او د عارفانه تجاهل په ډول وايي، چې دا وروځې دي او که لور، چې زما د زړه ريښې پرې کوي.
دلته يې وروځې د لور سره ورته کړي، لور او وروځې دواړه دحس کېدو وړ دي او د ورته والي وجهه يې کوږوالي او تېره والي دی، چې د ماهيت په لحاظ تشبیه محسوس د محسوس سره ده.
په هنر هنر يې زړه راڅخه يووړ
راته شو يار او رويبار طوطي مينا
(کليات- ۹ مخ)
په پورته بيت کې شاعر يار او رُيبار د طوطي او مينا سره ورته کړي، په داسې حال کې، چې يار مشبه او طوطي مشبه به همدا ډول رُيبار، مشبه او مينا مشبه به ده، چې د ورته والي وجهه يې خوږ ژبېتوب او خوږې خبرې کول دي.
لکه څنګه، چې دتشبيه دواړه اړخه حس کېدونکي دي، نو د ماهيت په لحاظ تشبيه محسوس د محسوس سره ده.
وابه نه ړوم نور مخ د ساده رويو
که د خط اره مې کېږدي په تندي بيا
(کليات-۱۰ مخ)
په پورته بيت کې شاعر وايي: چې زه به هېڅکله د پی مخو او/يا ښکلو نه مخ وانه ړوم، که څه هم د هغه په ښکلي مخ باندې د خط اره هم راشي، زېبايي او د ښايست رڼايي ورته کمه يا تته هم کړي، زه به همهاغسې ورته ګورم او پايم به پرې. چې په دې بيت کې شاعر خط د ارې سره ورته کړی، خط، مشبه او اره مشبه به ده، د ورته والي وجهه يې اوږدوالی، نری والی او تېزوالی دی، چې د تشبيه دواړه اړخه حس کېدونکي دي او تشبيه دماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده.
قناعت مې اشتها کړه هسې صافه
چې اوګره راکوي خوند لکه ښوروا
(کليات- ۱۱مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا وايي: چې انسان ته په هر مهال او هر حال کې قناعت په کار ده، د همدې قناعت له امله به اوګره (چې بې خونده او بې بها ده) د ښوروا (چې مزه لرونکې ده) خوند راکوي، اګره يې د ښوروا سره ورته کړې، چې اوګره مشبه او ښوروا مشبه به، لکه دتشبيه توری دی، چې د تشبيه دواړه اړخونه محسوس دي او تشبيه د ماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده.
د غنچې په څېر مې زيست به ځيګرخون شه
که هر څو يې لکه له ما يکتا
(کليات- ۱۲مخ)
په پورته بيت کې شاعر ځان د غنچې په څېر ښودلی دی او وايي: د غنچې څخه چې ګل جدا ده، نو هغه د هجران د ډېر غم له امله خوله پټه ده او زما ژوند هم د (تا) يانې د خپل جانان دهجران له امله ژوند په ځيګرخوني ده، چې د شاعر او د غنچې ترمنځ د ورته والي وجهه، پټه خوله، هېڅ نه ويل او له ډېره غمه ځيګرخون اوسېدل دي، چې دوهم شخص يا خپل جانان (مخاطب) يې د ګل سره ورته کړی دی، چې طرفين دواړه محسوس دي، يانې جانان مشبه او ګل مشبه به دی او تشبيه د ماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده.
سم قامت دهغه يار راغی په خواکې
که همسا په لاس کې راغله د موسی
(کليات- ۱۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د خپل اشنا قد او قامت د موسی (ع) له امسا سره ورته کړې ده، او وايي: چې هغه لوړقامته يار مې په خوا کې راشي او ودريږي، داسې و انګېرم، چې د موسی (ع) امسا په لاس کې راغله، چې ډېره مبارکه او دنورو کوچنيو مارانو خوړونکې هم وه، په دې بيت کې قد، قامت مشبه محسوس او امسا مشبه به محسوس دي نو تشبيه د ماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده او ددې ترڅنګ د تجاهل العارف يو ښکلی صنعت هم په کې شته دی.
د همزولو مرګ اثر درباندې نه کا
سترګې نه ځپې له کک لکه ملخ
(کليات- ۵۸ مخ)
په پورته بيت کې شاعر هغه سخت زړی انسان د ملخ سره ورته کړی، چې د خپلو همزولو او هېوادوالو په مرګ باندې حتا هېڅ نه ښوريږي، نو د (درباندې) مخاطب ضمير مشبه محسوس او ملخ مشبه به محسوس. د تشبيه د ماهيټ په لحاظ محسوس د محسوس سره ده.
په ژړا مې هسې خور په خندا لاړ شي
لکه پاڼه د ګل ماتې کا باران شوخ
(کليات-۶۰ مخ)
دلته شاعر وايي: چې زما په ژړا باندې زما جانان د خندا څخه داسې خور او په ملا مات شي، لکه : د ګل پاڼه، چې تېز باران ماته کړي او په شا ماته شي، همهغسې زما يار هم زما په ژړا باندې خندا کوي او له خندا څخه په ملا ماتيږي، د يار خورېدل او په شا ماتېدل مشبه محسوس، د ګل پاڼه، مشبه به او د ورته والي وجهه يې نری والی دی، چې تشبيه د ماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده.
پروانه غوندې خوله پټه خپسر سيځي
که څوک پيژني د عشق حد و حدود
(کليات-۶۵ مخ)
په پورته بيت کې هغه څوک، چې د عشق حد او بريد پيژني مشبه ، پروانه يا پتنګ مشبه به او پټه خوله سوځېدل يې د ورته والي وجهه ده، څرنګه، چې مشبه او مشبه به دواړه د حس کېدو وړ دي، نو دماهيت په لحاظ تشبيه محسوس د محسوس سره ده.
په راتله د خط پايمال شي حسن هسې
لکه وتړي په ګلو څوک غويمنډ
(کليات- ۶۶ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د يار له خط څخه شکوه کوي، چې د يار د مخ ټوله ښکلا يې تته او کمه کړې ده او دحسن پايمالونکي يې د داسې سړي سره ورته کړي، چې په ګلو باندې غوايی وتړي او هغه ټول پايمال کړي او د هغه چم ښکلا ټوله له منځه يوسي، چې خط مشبه محسوس، غويمنډ مشبه به او د ورته والي وجهه يې پايمالول، خرابول دي، چې تشبيه د ماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده.
چې مې وکړه تجربه ديار په شونډو
شهددو قند دا هومره کله دي لذيذ
دا تروه ترخه ښکنځل د دلبرانو
تر شکرو يو په سله دي لذيذ
(کليات- ۶۸ مخ)
په پورته بيتونو کې حميد بابا وايي: چې کله مې د يار په شونډې وڅکلې نو دشهدو او قند خواږه رانه هېر شول، ځکه زما د يار د شونډو خواږه د شهدو او قندو په پرتله ډېر دي، چې د تشبيه په لحاظ غير عادي تشبيه هم ده، او تشبيه دماهيت په لحاظ محسوس د محسوس سره ده. ځکه چې، شونډې مشبه محسوس، شهد او قند مشبه به محسوس دي او د ورته والي وجهه يې خوږ والی، لذت اخيستل دي.
لکه سيل چې رژوي کمر د شګو
نړوي مې هسې مينه وار په وار
(کليات- ۶۴ مخ)
په پورته بيت کې شاعر وايي: چې کله د شګو په کمره باندې سېل راشي نو دهغې وړتيا او ځواک نه لري او هغه نړول کيږي او له مينځه څخه يې وړي، زه هم د يار د مينې په مقابل کې د شګو کمر يم، چې د يار مينه مې نړوي نو په دې لحاظ د شګو کمر مشبه او محسوس دی، همدا ډول (مې) چې د واحد متکلم لپاره نا خپلواک ضمير دی مشبه به او محسوس دی، نړېدل يې د ورته والي وجهه ده، دا چې مشبه او مشبه به دواړه محسوس دي، نو دمحسوس تشبيه د محسوس سره ده. همدارنګه د شګو د کمر ترکيب يو اضافي ترکيب دی، چې د اضافت توری (د) له امله منځ ته راغلی او په شګو او کمرکې يې اضافي مؤکده تشبيه منځ ته راوړې ده.
مهرويان کله خپليږي ټول د چا
تر سپوږمۍ چاپېره کيږي شپول دچا
(کليات- ۱۹مخ)
په پورته بيت کې شاعر د ښکلو د بې وفايۍ څخه شکايت کوي او وايي: څه رنګه چې د سپوږمۍ څخه د چا شپول نه تاويږي، يانې لاس رسی ورته نه لري او لوړه مغروره ولاړه ده، هغه هم د خپل ښايست او رڼا په سبب نو ښکلي او مهرويان هم د سپوږمۍ په څېر دي، چې دچا نه خپليږي، که هر څو ورته لاس اوږد کړۍ او عذر او زارۍ هم ورته وشي هغه د چا نه خپليږي.
په دې بيت کې مهرويان مشبه محسوس او سپوږمۍ مشبه به محسوس ده او د ورته والي وجهه يې ښايست، سپينوالی، او مغروري ده، چې دښايست په لحاظ تشبيه محسوس د محسوس سره ده.
هسې ځان ګڼه روان له دې جهانه
لکه اوښې د بڼو پا په رکاب
(کليات- ۴۷ مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا نورو وګړو ته نصيحت کوي او ورته وايي، چې ځان تل له دې تلونکې نړۍ څخه تلونکی ګڼی، داسې تلونکی لکه اوښکه، چې د بڼو په څوکو ولاړه وي او د بڼو په رکاب باندې يې پښه ايښې وي، چې ډېر ژر لويږي او يا هم دلوېدو په حالت کې وي.په پورته بيت کې مخاطب (دوهم وګړی) مشبه محسوس او اوښکې مشبه به محسوس دي د ورته والي وجهه يې تلل دي چې دښايست په لحاظ تشبيه محسوس د محسوس سره ده. يانې په پورتني بيت کې د تشبيه طرفين دواړه محسوس دي.
هسې بې ياره حميد دی
لکه پروت بې اوبو کب
(کليات- ۳۸ مخ)
په پورته بيت کې شاعر ته ژوندون بې له ياره محال ښکاري او وايي: لکه څه رنګه چې کب د ژوندي پاتې کېدو له پاره اوبو ته اړتيا لري همدا ډول زه هم د ژوند کولو او يا د ژوندي پاتې کېدو له پاره خپل يار ته اړتيا لرم.
په پورتني بيت کې حميدبابا ځان دکب سره ورته کړی دی او خپل يار يې د اوبو سره ورته کړی دی، چې د ورته والي وجهه يې د اوبو او يار په سبب ژوندي پاتې کېدل دي او ژوند بښل دي که دا دواړه دوی ته نه وي، نو يو هم له دوی څخه ژوند نه شي کولای، چې شاعر مشبه محسوس او کب مشبه به محسوس په بله تشبيه کې هم يار مشبه محسوس او اوبه مشبه به محسوس دي او د ښايست او صنعت په لحاظ تشبيه محسوس د محسوس سره ده.
هسې ما لري مهجور په وصالت کې
لکه تږی د يوه ګوټ په ارمان ډوب
(کليات- ۴۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د جانان له زورونې څخه سرټکوي او موږ ته د خپل جانان د کړولو څخه خبروي، دی وايي: چې ما ته زما جانان په وصل کې هم هجر رابښي، دا په دې مانا چې زه دجانان سره وصل يم او يا هم وصال ته رسېدلی يم، خو په وصل کې مې هم داسې کړوي او د هجر په غم يې اخته کړی يم؛ لکه د يوه ګوټ هغه تږی، چې په اوبو کې ډوب وي او دی د يوه ګوټ په ارمان پاته وي.
په پورتني بيت کې شاعر مشبه محسوس او تږی مشبه به محسوس دی او د ښايست په لحاظ تشبيه محسوس د محسوس سره ده.
لګي لا د خط په وخت د يار عتاب سخت
وي دشپې باد وباران سيلۍ سيلاب سخت
(کليات- ۴۷ مخ)
په پورته بيت کې شاعر وايي: کله، چې د يار پرمخ د خط توره ليکه هم راغلي وي، نو هغه مهال هم د يار د مخ جلوه سخته لګيږي؛ لکه چې په توره شپه کې باران، سيلۍ او سېلاب هم ډېر سخت او دردونکی لګيږي.
په پورتني بيت کې شاعر خط دشپې سره ورته کړی دی، چې خط مشبه محسوس او شپه مشبه به محسوس ده، همدا ډول د ورته والي وجهه يې تور والی دی. څه رنګه، چې د تشبيه دواړه اړخه محسوس دي نو تشبيه هم دصنعت په لحاظ محسوس له محسوس سره ده.
۲- محسوس د معقول سره:
دا هغه ډول تشبيه ته ويل کيږي، چې مشبه محسوس يانې په پنځوګو حواسو د حس کېدو وړ وي او مشبه به معقول يانې د حس کېدو وړو وي ؛ لکه دا بيت :
دُر و لعل ورکول په ويړيا نه شي
بې له ما چې درته پند وايم ويړيا
(کليات-۵مخ)
په پورته بيت کې وايي؛ چې دُر او لعل څوک وړيا او مفت ډول نه ورکويو بغير له مانه، چې زه دُر او لعل په وړيا ډول درته وايم، يانې حميد بابا خپلې خبرې يا خپل پند د دُر او لعل سره ورته کړی، چې د ورته والي وجهه يې، لوړ قېمت درلودل، با ارزښتوب او نايابي ده، چې د حميد بابا خبرې او پند مشبه او دُر او لعل مشبه به دی او د ښايست په لحاظ تشبيه محسوس د معقول سره تشبيه ده.
دوزخي غوندې سل کاله عذابېږم
د خوبانو په يوه ګناه خطا
(کليات - ۲۲مخ)
په پورته بيت کې شاعر د خوبانو د ظلم، زور او زياتي څخه ژاړي او وايي، چې زه په يوه خطا او وړه ګناه باندې داسې عذابېږم؛ لکه دوزخي، چې په دوزخ کې د ډېرو ګناهونو په کړنو سره عذابيږي، ځان يې د دوزخي سره ورته کړی دی، چې په خپله شاعر مشبه او محسوس دوزخي مشبه به معقول دی، نو دښايست په لحاظ د محسوس تشبيه د معقول سره ده.
پرښتې د سپي له بويه بېرته ګرځي
باري تا رقيب له ځان سره خمسور کړ
(کليات - ۲۶ مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا هغه خبره راخيستې ده، چې ويل کيږي، د چاپه کور کې چې سپی وي د هغه کور ته پرښتې ياملايکې نه راځي، دلته خپل يار ته مخاطب دی اويار ته وايي، لکه څنګه، چې پرښتې دسپي له بويه څخه تېښته کوي، نو ته څنګه د رقيب سره هم غاړې او همنوا يې، شاعر خپل يار د پرښتې سره ورته کړی، چې يار مشبه محسوس او پرښتې مشبه به معقول، چې د ورته والي وجهه يې پاک لمني، ښايست دی او په دوهمه تشبيه کې سپی مشبه محسوس او رقيب مشبه به معقول دی نو دصنعت په لحاظ د محسوس تشبيه له معقول سره ده.
فرښتې د چا په درد نه وي دردمنې
و خوبانوته حميد پوچه زاري کا
(کليات - ۳۲مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا د خپل عذر او زاريو څخه هم نا اميده شوی او وايي، چې پرښتې کله هم د چا په درد نه درديږي. همداسې خوبانو هم د خپل مين په درد نه پوهيږي، نو زه هسې بې ځايه خوبانو ته عذرونه کوم، دلته شاعر خوبان د پرښتو سره ورته کړي، چې د ورته والي وجهه يې نازکوالي او ښايست دی، چې خوبان مشبه محسوس، پرښتې مشبه به معقول دی، د ښايست په لحاظ تشبيه محسوس د معقول سره ده.
پاک د نفس له مقتضي په محبت کې
يم ولاړ، لکه عاصي په عرصات
(کليات - ۴۶ مخ)
په پورته بيت کې شاعر وايي، چې د محبت په نړۍ کې دخپل نفس د غوښتنو څخه بلکل پاک يم؛ بلکې عاصي، چې په عرصات يا محشر کې ولاړ وي، نو دلته شاعر ځان (يم) مفرد متکلم ضمير، مشبه محسوس او عاصي مشبه به معقول ده، نو د ښايست له پلوه محسوس د معقول سره ده.
يو حميد له توره خطه شکوه نه کا
دې وبا کړ ټول عالم خراب تُراب ډېر
(کليات - ۷۷مخ)
په پورتني بيت کې حميد بابا د خپل يار د خط څخه شکايت کوي او دی وايي، چې د وبا څخه هېڅوک نه دي خلاص او دا لکه يوه عامه بلا په ټول عالم خوره وي او ټول وګړي ځينې شکايت کوي، چې خط مشبه محسوس، وبا مشبه به معقول او د دواړو ترمنځ زخمي کول، تياره راوستل او مړه کول.... د ورته والي وجهه ده، چې د ادبي فنونو د ښايست په لحاظ تشبيه محسوس د معقول سره ده.



څه ګمنامه شوه د خط په هندو بار کې
د خوبانو د ښايست مسلماني
(کليات - مخ ۸۷)
په پورته بيت کې خط د ښايست د ورکوالي سبب ښودل شوی دی، شاعر وايي، چې د خط په تور والي او پيکه توب کې د يار ښايست ورک شوی دی، چې ښايست مشبه محسوس او مسلماني مشبه به معقول او د دغو دواړو ترمنځ د ورته والي وجهه پاکوالی او روڼ والی دی، چې د ادبي فنونو له پلوه تشبيه محسوس د معقول سره ده.
زر په زر به ظالم حسن دبُتانو
کاندی خدای توره بلا د خط نزوله
(کليات - ۶۱مخ)
شاعر د ښکلو د ظلم او ستم څخه سرټکوي، او وايي، چې هر ظالم ته نزول شته يا هم هر کبرجن ته نسکورېدل شته، نو خدای (ج) به هم يوه ورځ دښايستوو په حسن د خط توره بلا نازله کړي او حسن به يې د ښايست له کبره نسکور شي. په پورتني بيت کې حميد بابا خط د تورې بلا سره ورته کړی، چې خط مشبه محسوس او توره بلا مشبه به معقول او د ورته والي وجهه يې اوږدوالی، توروالی او ....دی، لکه څنګه چې مشبه به په پنځوګونو حواسو نه حس کيږي تشبيه محسوس د معقول سره ده.
چې په تورو سترګو تور رانجه شي پورې
له يوې تورې بلا پاڅي سل نورې
(کليات - ۶۶مخ)
په پورته بيت کې شاعر د خپل يار تورې سترګې بلا بللي دي او وايي، چې کله پرې تور رانجه پورې شي يا په تورو رانجو تورې شي، نو دا بلا بيا نورې بلاوې زېږوي او د سړي په زړه منګولې لګوي.
حميد بابا تورې سترګې د بلا سره ورته کړي، چې تورې سترګې مشبه محسوس او بلاوې مشبه به معقول دي او همدا رنګه د ورته والي وجهه يې خوړل او ډارول دي. او په دې اساس، چې مشبه حس کيږي او مشبه به په پنځه ګونو حواسو نه حس کيږي، نو تشبيه محسوس د معقول سره ده.
څرګنديږي په هر چين ستا د جبين کې
د قيامت د عذابونو نښانې
(کليات - ۷۸مخ)
په پورته بيت کې شاعر، چې د خپل يار په تندي ګونځې وينې هغه د ده لپاره داسې سخته تماميږي، چې وايي دا دقيامت د عذابونو څخه يوه نښه ده او دلته شاعر د يار په جبين باندې چين د عذاب سره ورته کړی دی، چې چين مشبه محسوس او د قيامت عذاب مشبه به معقول، همدا ډول د ورته والي وجهه يې سختي او ستونزمنتوب دی، نو څنګه چې مشبه د حس کېدو وړتيا لري او مشبه به معقول د حس کېدو وړتيا نه لري، نو تشبيه هم محسوس د معقول سره ده.
خدای دې خط ديار له مخه لري لرې
په اسلام باندې بر مه شه لاس د کفر
(کليات - ۴۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د يار له خط څخه شکايت کوي او خدای ته په زاريو دی، چې زما ديار د مخ څخه خط لرې ساتې، ځکه چې د خط له امله د يار د مخ په روښنايي باندې د کفر توره تياره راځي.
حميد بابا په پورتني بيت کې مخ د اسلام او زلفې د کفر سره ورته کړي دي، چې مخ مشبه محسوس، اسلام مشبه به معقول او زلفې مشبه محسوس، کفر مشبه به معقول دی. د لومړۍ تشبيه ترمنځ ورته والی رڼايي او....ده او د دهمې تشبيې تر منځ ورته والی توروالی او .... دی، چې د فنونو په لحاظ تشبيه محسوس د معقول سره ده.

معقول د معقول سره:
هغه تشبيه ده، چې مشبه او مشبه به دواړه د حس کېدو وړ نه وي يانې په پنځوګونو حواسو د حس کېدو وړ وي؛ لکه دا بيت :
که ظاهر ښکلې زېبا ليده شي څه شو
په باطن توره بلا ده دا دنيا
(کليات - ۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر دنيا په ظاهري ډول د ښکلې، زېبا سره ورته شوې، چې په مانوي يا باطني ډول يې د تورې بلا سره ورته کړی دی، يانې حميدوايي، چې د دنيا په ظاهري ښايست باندې مه غلطېږه، که په ظاهر څومره ښايسته او ښکلې ده، نو په باطن کې توره بلا ده، چې دنيا مشبه معقول او ښکلې زېبا مشبه به معقول او بله تشبيه دنيا مشبه معقول او توره بلا مشبه به معقول ده، چې د ښايست په لحاظ تشبيه معقول د معقول سره ده.

خواه نا خواخ به غم زغمي چې عاشقي کا
په دې ناوې پسې ښه سرور دی دا
(کليات - ۶ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د عشق سره غم حتمي ښودلی او وايي، چې که څوک د عشق په لمن کې ځان غورځوي، غواړي که نه غواړي، په خوښه وي او که نا خوښه غم به مني او غم به ورڅخه خپل تور ځنځيرونه تاووي، چې شاعر عشق يا عاشقي دناوې سره ورته کړی او غم يې د سرور سره ورته کړی، چې د عشق د کر څخه وروسته همدا سرور يانې غم يې ثمر دی، چې عاشقي مشبه معقول او ناوې مشبه به محسوس او بله يې دوهمه تشبيه ده، چې غم مشبه او سرور مشبه به معقول دی، چې د ښايست په لحاظ د معقول سره ده .
چېرته سيل د صحرا چېرته د ښکليو
چېرته روغ رمټ سړی، چېرته شيدا
(کليات - ۷ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د صحرا سيل کول د روغ رمټ سړي سره ورته کړي او د ښکليو سيل يې د شيدا سره ورته کړي، چې معقول تشبيه د معقول سره ده، دلته شاعر وايي، چې کله سړی د صحرا سيل کوي نو روغ رمټ بېرته راشي، خو د ښکليو سيل سړي څخه زړه وباسي او خپلوي يې بيا نو سړی روغ نه وي، شيداکيږي او چې کله سړی بې زړه شي، يانې خپل واک يې د بل چا سره شي بيا هغه روغ رمټ نه پاتې کيږي او شيدا وي.

د اشنا د هجر هسې سخت ساعت وي
لکه راشي په واته د صورت سا
(کليات - ۱۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د اشنا د هجر څخه شکايت کوي او وايي، چې زما يار زما څخه ځي، نو زما څخه زما ساه هم وځي، دلته شاعران هجران د ساه وتلو سره ورته کړې ده، چې هجر مشبه د ساه وتل مشبه به او دواړه اړخه معقول دي، نو دښايست په لحاظ معقول د معقول سره تشبيه ده.
که په نور وګړي ظلم د مغل دی
خدای غمونه کړل د ستا مغل زما
(کليات - ۱۴مخ)
د شاعر له دې بيت څخه څرګنديږي، چې د شاعر په وخت کې د مغلو ظلمونه په پښتنو باندې وو، چې ده دخپل جانان غمونه يې د مغلو ظلمونو سره ورته کړي دي، نو دلته يو خو د مغلو ظلمونه په خپل وخت کې په خلکو باندې ښودلي او بل يې دخپل جانان د غمونو څخه، چې جانان يې له ده سره کوي، چې غم مشبه معقول او مغل مشبه به معقول دی او د تشبيه وجهه يې کړول، آزارول، او ظلم کول دي، چې د ښايست په لحاظ معقول دمعقول سره تشبيه ده.
هسې پټ په مهر قهر کې کا ښکلي
لکه څوک په کفرستان کې دينداري کا
(کليات - ۳۲مخ)
په پورته بيت کې شاعر د ښکلو په قهر کې هم مينه ګوري او وايي، چې کله ښکلي په قهر وي او د هغوی په څهره کې مهر يا مينه داسې ښکاري؛ لکه، چې په کفرستان کې څوک دينداري کوي. د ښکلو قهر مشبه معقول او کفرستان مشبه به معقول او همدا ډول مهر مشبه معقول، دينداري مشبه به معقول دی، نو دښايست په لحاظ معقول د معقول سره تشبيه ده.
د هجران له تاب اوتپه الغياث
د دوزخ له اوره ربه الغياث
(کليات - ۵۲ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د هجران له اوره پناه او ساتنه غواړي او وايي، چې زما ربه له دغه اوره څخه، چې د دوزخ د اور په څېر دی ماته خلاصون راکړه، شاعر د هجران يا هم د خپل يار څخه د لرې والي حالت د سوځېدو او کړېدو حالت ګڼلی دی، چې هجران يې د دوزخ سره ورته کړی دی، هجران مشبه معقول، دوزخ مشبه به معقول او د ورته والي وجهه يې سوځېدل، کړېدل او ازارېدل دي. دښايست په لحاظ تشبيه معقول د معقول سره ده.
د خاطر دخليل وېره مې ترې نه شي
که په بد مې شي غماز لکه نمرود
(کليات - ۶۵مخ)
په پورته بيت کې شاعر ځان ډېر زړور ښودلی دی، چې وايي: که غماز هر څومره زما په بدو هم شي زما د خاطر وېره ورڅخه نه کيږي، دلته شاعر خاطر د خليل او غماز د نمرود سره ورته کړی دی.
خاطر مشبه معقول، خليل مشبه به معقول، غماز مشبه معقول او نمرود مشبه به معقول ده، نو دښايست په لحاظ داړه تشبېهات معقول دي او د تشبيه دواړه اړخه معقول دي، نو تشبيه معقول د معقول سره ده.
بېلتانه د وصل خيال راڅخه خور کړ
په رمه باندې ليوه شه د موسی ګډ
(کليات - ۶۷ مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا وايي: چې د وصل خيال مې بېلتانه هسې راڅخه يووړ؛ لکه چې په رمه باندې د موسی (ع) لېوه ګډ شوی وي، يانې په ډېرو مارانو يا هم د مارانو په رمه باندې، چې د موسی لېوه ګډ شو او هغه يې ټول وخوړل.
په پورتني بيت کې يې هجر د زورو مار سره ورته کړی دی، چې د وصل واړه ماران يې ټول وخوړل او زما له ذهن څخه د وصل خيال لاړ، يانې داسې هجر دی، چې اوس يې زه د وصل تصور هم نه شم کولای.
بېلتون مشبه معقول، دموسی لېوه مشبه به معقول، او د ورته والي وجهه يې خوړل او ختمول دي، چې دښايست په لحاظ تشبيه د معقول له معقول سره ده.
چې ناصح په ترک د عشق درته څه وايي
و دوزخ ته دې وباسي له جنته
(کليات - ۵۴مخ)
شاعر په پورتني بيت کې عشق د جنت سره ورته کړی او بې عشقه ژوند يې د دوزخ سره ورته کړی دی، چې عشق مشبه معقول او جنت مشبه به معقول دی او دښايست په لحاظ تشبيه معقول د معقول سره ده، ځکه چې طرفين دواړه په پنځه ګونو حواسو نه حس کيږي.
په پورتني بيت کې شاعر وايي: چې دناصح په نصيحت مه غوليږی، ځکه چې بې عشقه ژوندون دوزخ دی او نا صح مو له جنت څخه يانې د عشق له ژوندانه څخه وباسي.
غېر فکر دوزخي شه په کې سوځي
زړه مې ګرم تر سقر دی ستا له درده
(کليات - ۷۲مخ)
په پورته بيت کې حميدبابا د خپل زړه په انګړ کې د بل فکر کوزېدل سخت او ستونزمن ګڼي او وايي: چې بې ستا له فکره او درده بل هېڅ په کې نشته او که په کې پيدا شي نو د دوزخي غوندې به سوځي، چې شاعر خپل زړه د سقر سره ورته کړی، سقر هغه ځای د دوزخ دی، چې ډېر ګرم وي، نو زړه مشبه معقول او سقر مشبه به معقول دی او د تشبيه ورته والی يې ډېر ګرمتوب او...دی، نو تشبيه هم معقول د معقول سره ده.
په تمام جهان قراره قراري ده
په حميد د غم مغل راوخاته
(کليات - ۶۳ مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا د مغلو ظلم او زور کولو ته هم ادبي څنګزنه (اشاره) کړې ده، او وايي، چې په نوره ټوله نړۍ کې کراره کراري ده او يوازې په حميد باندې غم دی، چې حميد بابا غم د مغل سره ورته کړی دی. غم مشبه معقول، مغل مشبه به معقول او د ورته والي وجهه يې آزارول او کړول دي، نو تشبيه دښايست په لحاظ معقول د معقول سره ده.
چې له تا د وفا طمع کړم پوهېږم
بېهوده ږدم و عنقا وته دامونه
(کليات - ۶۲مخ)
په پورتني بيت کې شاعر د ښکلو ياد خپل يار څخه چې د (تا) په واسطه يې مخاطب کړی دی د وفا هيله داسې ښودلې ده، لکه عنقا ته، چې بې له ګتې دامونه ږدې—عنقا يو داسې خيالي مارغه دی، چې چا تر اوسه پورې نه دی ليدلی، يانې د هغه نيول ناشوني دي، دلته شاعر وفا د عنقا سره او طمع يا هيله يې د دامونو سره ورته کړې ده، چې وفا مشبه معقولو عنقا مشبه به معقول او د ورته والي وجهه يې نه نيول، نه ليدل او ....دي، نو دښايست په لحاظ معقول د معقول سره تشبيه ده، ځکه، چې طرفين دواړه د حس کېدو وړتيا نه لري او دواړه معقول شول.
چېرته لپې لپې اوښکې چېرته صبر
تيمم واهه په غاړه د رود نه شي
(کليات - ۸۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د مينې د سوزنده نړۍ په ګرداب کې صبر کول ناشونې بللی او نه کېدونکی کار يې بللی دی، لکه چې د رود پر غاړه تيمم وهل روا نه دي، نو همداسې دي، چې د اوښکو سره صبر نه شي کېدای. دلته حميد بابا لپې لپې اوښکې د رود سره ورته کړي دي او صبر يې د تيمم سره ورته کړی دی، چې صبر مشبه معقول او تيمم مشبه به معقول، لکه څنګه چې مشبه او مشبه به دواړه اړخه سره معقول دي، تشبيه هم معقول دمعقول سره ده.
په پورتني بيت کې محسوس د محسوس سره تشبيه هم شته، البته هغه په لومړنۍ تشبيه کې شته.
معقول د محسوس سره:
دا هغه ډول تشبيه ده، چې مشبه يانې هغه شی يا حال چې د بل شي يا حال سره ورته شوی وي، معقول او مشبه به چې له ده سره کوم بل شی ورته شوی وي محسوس وي، يانې په عام عُرف سره په پنځوګونو حواسو د حس کېدو وړتيا ولري.لکه دا لاندې بيتونه:
لکه اور چې ايرې لاندې کاندې مړ شي
خاکسارۍ مې هسې ورک کړه رقيب ورو ورو
(کليات - ۴۳ مخ)
په پورته بيت کې شاعر ټولنيزو اړيکو ته هم څنګزنه (اشاره) کړې ده، چې د خاکسارۍ له امله موږ کولای شو، چې هر ډول ننګونه اېل کړو او تر ټولو غټ دښمن نابود کړو، نو حميد بابا هم وايي: اور چې د ايرو له ا مله مړ کيږي او ايرې اور لاندې کوي، همدا ډول زما خاکساري رقيب ورو ورو ورکوي او لرې کوي يې، نو خاکساري مشبه معقول، اېرې مشبه به محسوس او د ورته والي وجهه ورکول او زور دی، همدارنګه په بله تشبيه کې، رقيب مشبه معقول او اور مشبه به محسوس او د ادبي فنونو په اصطلاح سره معقول د محسوس سره تشبيه ده، ځکه، چې مشبهات په پنځه ګونو حواسو نه حس کيږي.

په زغملو مې د بدو پښېمان مه کړې
دغه زهر مې دوا کړې زما ربه
(کليات - ۵۶ مخ)
په پورتني بيت کې حميد بابا ټولنې ته مخه کړې او په ټولنه کې د سېدونکو وګړو د بدو په زغملو ځان پښېمان نه ګڼي او خپل رب ته خواست کوي، چې په همدغه زهر ما لره دوا کړې او زما لپاره يې د ثواب توښه وګرځوې.
دلته شاعر بد د زهرو سره ورته کړي، بد مشبه معقول، زهر مشبه به محسوس او د ورته والي وجهه يې زهيرول، او ازارول دي، چې د ادبي فنونو په لحاظ معقول د محسوس سره تشبيه ده.
که پرې ښه ايسم که بد ايسم ناصحه
خدای کړ عشق زما حميد په مخ کې زخه
(کليات - ۶۵ مخ)
په پورته بيت کې شاعر د ناصح له نصيحتونو څخه تنګ راغلی او ورته وايي: چې ښه ښکارم او که بد عشق زما په مخ کې خدای (ج) داسې راخېژولی؛ لکه زخه، چې پر مخ راختلې وي او لرې کېدونکې نه وي، نو حميد بابا عشق د زخې سره ورته کړی، چې عشق مشبه معقول، زخه مشبه به محسوس او د ورته والي وجهه يې نه لرې کېدل او ....دی، چې د ادبي فنونو په لحاظ تشبيه معقول د محسوس سره ده.
چېرته شيخ چېرته تُندي د عشق حميده!
چېرته جنګ چېرته بې دله آرتينه
(کليات - ۶۶ مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا د شيخ سره د عشق تُندي هسې ښودلې؛ لکه: په جنک کې، چې بې زړه ښځه وي، يانې بې له تېښتې بله لار نه نيسي او شيخ هم همداسې دی، نو شاعر په خپل شعر کې شيخ د بې زړه ښځې سره ورته کړی او عشق يې د جنګ سره ورته کړی دی، چې عشق مشبه معقول، جنګ مشبه به محسوس او د ورته والي وجهه يې مړه کېدل او ....دي. نو څرنګه، چې مشبه به په پنځه ګونو حواسو حس کيږي او مشبه نه حس کيږي، نو د ادبي فنونو له پلوه تشبيه معقول د محسوس سره ده.
څوک چې غواړي کامراني په عاشقۍ کې
اشارت کاو لکه وړوکی سپوږمۍ بولي
(کليات - ۶۹مخ)
په پورته بيت کې حميد بابا په عشق کې برياليتوب ناشونی ګڼلی او څوک، چې په عشق کې برياليتوب ، کامراني او کاميابي غواړي داسې دی، لکه چې وړوکی سپوږمۍ ته اشاره کوي او هغه ځانته رابولي، په دې بيت کې شاعر کامراني د سپوږمۍ دنيولو سره ورته کړې، چې کامراني مشبه معقول او سپوږمۍ مشبه به محسوس ده او د ورته والي وجهه يې، نه نيول کېدل او نه حاصلېدل دي، نو د ادبي فنونو له کبله په دې بيت کې د معقول تشبيه د محسوس سره ده.





په دنيا ټپرېده ډېر پکار نه دي
څه څملې له دې بوډۍ غاړه غړۍ
(کليات - ۸۹ مخ)
د شاعر د پورتني بيت څخه جوتيږي، چې ګواکې شاعر هم يوازې دنيا غوښتل نه خوښوي، ځکه، چې دنيا يې د بوډۍ يا زړې او سپين سرې ښځې سره ورته کړې، چې هغه د چا خبره پښې په ګور کې دي، دی وايي، چې دنيا فاني ده او يوه ورځ خو خامخا تلونکې ده او د دې سره دوستي نه ده پکار.
حميد بابا دنيا د بوډۍ سره ورته کړې، چې دنيا مشبه معقول او زړه مشبه به محسوس او د ورته والي وجهه يې ژر فناکېدل....دي، د ادبي فنونو په لحاظ تشبيه معقول د محسوس سره تشبيه ده.


- محمد آصف صميم: ((د پښتو ادب تاريخ په وروستي چاپ کې د يوې نوې خبرې رڼاوی))، کابل: ځولۍ مجله، لومړی کال، دوهمه ګڼه، ۴۱ مخ.
۲- زلمی هېواد مل، د پښتو ادبياتو تاريخ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹کال، (۲۱۵) مخ.



- زلمی هېواد مل، د پښتو ادبياتو تاريخ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹ کال، (۲۱۵) مخ.
۲- محمد آصف صميم، د حميد مومند کليات، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ کال، دريم مخ.



- محمد آصف صميم، د عبدالحميد مومند کليات، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه،۱۳۸۳ کال، يوولسم مخ.



- صديق الله رښتين، د حميد بابا ديوان، کابل: ۱۳۲۰ کال، (۵) مخ.



-هماغه اثر



- زلمی هېوادمل، د پښتو ادبياتو تاريخ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹کال، (۲۱۶ او ۲۱۷) مخونه.



- عبدالباري جهاني، د مشکو کاروان، کندهار: صحاف نشراتي ارګان، ۱۳۸۳ کال، (۵۷ او ۶۶) مخونه.



- زلمی هېوادمل، د پښتو ادبياتو تاريخ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹ کال، (۲۲۰) مخ.



- عبدالباري جهاني، د مشکو کاروان، کندهار: صحاف نشراتي ارګان، ۱۳۸۴ کال، (۵۴ او ۵۵) مخونه.



- زلمی هېوادمل، د پښتو ادبياتو تاريخ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹ کال، (۲۲۰) مخ.



- عبدالباری جهاني، د مشکو کاروان، کندهار: صحاف نشراتي ارګان، ۱۳۸۴ کال، (۲۱۳) مخ.



- عبدالرحيم مسلم دوست، خوږه ژبه، پېښور: سبا کتابتون، ۴۱ مخ.




اخځليکونه



پنهان، حاجي فضل محمد، ادبي ارمغان، کندهار: هېواد کلتوري ټولنه، ۱۳۸۳ کال.



حبيبي، عبدالحی، (دپښتوشعرد ډولونو تاريخچه)، کندهار مجله، دريم کال، شپږمه ګڼه.



حميد بابا ديوان، پېښور: څېړنه، سريزه، اوډون او وييپانګه، د محمد آصف صميم په زيار، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ کال.



حميد مومند د ديوان علمي پروژه، کابل: سمون، سريزې، څرګندونو او لغتنامې سره، خپرونکې، پښتو ټولنه، ګوندي مطبعه، ۱۳۶۳ کال،.



رښتين، صديق الله، د حميد بابا ديوان، کابل: مقدمه او تصحيح، ۱۳۲۰کال،.



شېرزاد، محمدآقا، ادبي فنون، کابل: مطبعه ۱۳۸۴ کال،.



صميم، محمدآصف، (دپښتو ادب تاريخ وروستي چاپ کې د يوې نوې خبرې رڼاوی)، کابل: ځولۍ مجله، لومړی کال، دوهمه ګڼه،.



مسلم دوست، عبدالرحيم، خوږه ژبه، پېښور: سبا کتابتون، ۱۳۷۹ کال.



مجروح يوسفزی، مشتاق، زرکاڼی،پېښور: تاج پرنټنګ پرېس، ۱۹۹۸ کال.



واجد، عبدالواجد، ((هندي ادبي ښوونځي او پښتو ادب)) کابل: کابل مجله، ۱۳۸۱ کال



واجد، عبدالواجد، (( هندي ادبي ښوونځي او پښتو ادب، دوهمه برخه))،کابل: کابل مجله، ۱۳۸۱ کال.



واجد، عبدالواجد، ((هندي ادبي ښوونځی او پښتو ادب، دريمه برخه))، کابل: کابل مجله، ۱۳۸۱ کال.



هېواد مل، سرمحقق زلمی، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځنۍ دوره)، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹ کال.


پايله




که ښه ځير شو په رښتيا هم هر شاعر او ليکوال د خپل چاپېريال او ټولنې محصول دی، د شاعر د ټولو وارداتو او تخيلونو اخځ او مرجع د شاعر ټولنه او چاپېريال جوړوي.
د حميدبابا دکلام خوږوالی په دې کې دی، چې له هر څه ډېر په حسن مين دی. د حميد د اشعارو مضمون د مينې هغه تلپاتې موضوع جوړوي؛ کوم چې د انسان په ژوند کې حياتي ارزښت لري.
د حميد په کلام کې هنري او ښکلاييزه خوا دومره غښتلې او پياوړې ده، چې دی يې د پښتو ادب د آسمان لوړو مدارجو ته خېژولی دی. د ده د شاعرۍ غمی که له هر اړخه وکتل شي ځانته رنګ او ځلا لري، چې مينه والو يې د همدې ځانګړنې پر بنسټ د نازکخيالۍ پر پلاز کښېنولی دی.
د عبدالحميد ماشوخيلي (ديوان، نيرنګ عشق او دشاه او ګداه قصه) د هغه د شاعرۍ هغه نادرې ټولګې دي، چې تردې مهاله يې د نازکخيالۍ په ځلبلي بازار کې خپل شان او شوکت سل په سلو کې ساتلی دی.
د خپل ذوق او خوښې پر بنسټ مې د حميد د اشعارو له کان څخه څو لعلونه د (ماهيت په لحاظ تشبيه) په نوم راوکښل او دا تشبيه د څلورو ډولونو (محسوس تشبيه د محسوس سره، محسوس تشبيه د معقول سره، معقول تشبيه د معقول سره او معقول تشبيه د محسوس سره) څخه جوړه شوې ده.
د حميد عشق د مجاز د زينې په واسطه حقيقت ته ځان رسولی دی او دشعرونو کان يې د فني ښايستونو او رنګارنګيو څخه مالامال دی، چې د حميد د نازک عشق او د هغه په شعرونو کې د فني ښايستونو او رنګارنګيو پلټل او څېړل زما په شان د يوه مبتدي ليکوال لپاره پرته د ستونزې بل څه نه دي، خپله خبره د يوه پوه په وينا راغبرګوم، چې وايي: ((څوک چې بې عيبه ملګری لټوي بې ملګري پاتې کيږي)).
زما ليکنه به خامخا عيب او نيمګړتيا ولري، ځکه چې انسان تل په خطا او سهوې کې وي، خو دومره ويلای شم، چې بې ګتې به هم نه وي البته د هغو وګړو لپاره چې دحميد دشاعرۍ سره اشنا کيږي او د حميد دشاعرۍ په خوند پوهيږي.
په پای کې د خپل لارښود ښوونکي پوهنمل جمشېد (رشيدي) څخه يوه نړۍ مننه کوم، چې ددې پايليک په ليکلو کې يې راسره پوره مرسته کړې او په ډ‌ېره مينه يې د پايليک ليکلو ته هڅولی يم.
په پښتنه او کليواله مينه
رفيع الله ستانګزی
کابل نوی ښار
1385/11/25