هدایات او نصیحتونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر یاسین زی

ګوری چیرته هم دخپل ژوند او صحت په دوهکه کښی مه پریوزی چه دنیا تیرویدونکی سوری دی اوعذاب ډیر اوږد دی۰د زنا نه بچ کیږی چه هغه غضب-ناراضتیا او درد ناک عذاب راولی او ډیره سخته هغه زنا ده چه هغی کی څوک مسلسل لګیا اوسی۰ مثلاً خپلی بی بی ته یی طلاق ورکړی وی همداسی یی دحرامپه طورد ځان سره ایساره کړی وی د بد نامی دویری نه یی خلکوته نه ښکاره کوی داسی کس ته دآخرت دبدنامی ویره ولی نشته په هغه ورځ چی به ټول رازونه را ښکاره شی۰نو دداسی ورځی د بی عزتی دوجهی نه د زنانه ډیر بچ کیدل پکار دی او په دی دی هرګز اسرار نه کوی ځکه چه دالله تعالی عذاب دمقابلی طاقت څوک هم نه لری او ښه توبه وکړی ځکه چه الله تعالی دخپلو بندګانو توبه قبلوی او دتوبی او پښیمانتیا وخت هم دنیاوی ژوند پوری دی دمرګ نه پس به نه توبه څه فایده ورکوی اونه به پښیمانتیا په کار راځی.
ا لله تعالی دهغه ایمان والو تعریف کړی دی چه دخپلو شرم ګاهونو حفاظت کوی۰
دالله پاک ارشاد دی:-(او هغه څوک چی دخپلو شرمګاهونوحفاظت کونکی دی خو خپلو بیبیانو سره یاخپلووینزوسرهنو هغوی باندی څه الزام نشته ها څوک چی ددی نه علاوه طلبګاروی داسی خلک دحد نه وتونکی دی ) یعنی دا خلک نافرمانه دی.
دی لپاره هر مسلمان باندی لازم دی چه پخپله هم دزنا نه توبه وکړی او خلک دی هم ددی نه منع کړی ځکه چه کومه علاقه کی زنا عامه شی الله تعالی هلته دطاعون په شان وبایی مرضونه عام کړی ۰
فقیه (رح) خپل سند سره نقل کوی چه حضرت عکرمه (رض) وایی چه ماحضرت کعب (رض) دحضرت ابن عباس (رض) نه دا ویونکی واوریده چه کله داحالات لیدوکی راشی چه توریرا ویستی شویدی او وینی بیولی شی نو یقین وکړی چه دغی خلکو د الله پاک حکم ضایع کړی دیچه دهغی بدله دیو بل په ذریعه اخستی شی او چه کله اوګوری باران بندیږی نو خلکو زکات بندکړی دی چه دهغی په وجه الله پاک خپل باران بند کړی دی او چه کله اووینی چه وباخوریږینو یقین وکړی چه زنا عام کیږی

www.bloguna.com/Parharoona
www.bloguna.com/Raziq