بسم الله الرحمن الرحیم دلغمان مهتر لا م صاحب واقعآ پیغمبر وو ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

لیکنه اوټولوونه :امين الدين «سعیدی »

دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز

اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل

جرمني

 

 

داقبر د لغمان ولایت د باباصاحب په ډاګ کې پروت ، او د مزار
د خاصو او عامو خلکومرجع ځاۍ دي .

ګرانو لوستونکو!

ألله تعالی د نحل د سوری په 36 آیه کی فرمایی :
) وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اُعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ )

ما د هر ملت په مينځ کی خپل پيامبر ليږلي ، دټولو پيغمبرانو ددعوت رسالت داوو چی انسانان د الله پاک عبادت ته را دعوت کړى او هغوي د طاغوت له عبادت نه منع کړى .

په قرآن کي الهي پيغمبران

دعلماوو او مفسرانو د تحقيق پر اساس چى په قرآن عظيم الشان کى کړى په ٤٩ سوره کي دپيغمبرانونومونه ذکرشوى چى دهغه جملى نه( دبقره ، آل عمران ، نسا ء ، مائده ، انعام ، اعراف ، توبه او ... دسورو نمونه اخستلي شو )

مشهور ترين واحسن ترين روايت دمفسرانو په حواله همدا دي چى دپيغمبرانو تعداد ١٢٤زرو ته رسيږى چى دهغهى جملى نه ٦ تنه ئي اولو لعزام پيغمبران دي . او همدا شان دعلما و دتحقيق پر بنياد د رسولانو تعداد ٣١٣ تنو ته رسيږي .

په قرآن عظيم الشان کى د ٢٧ پيغمبرانو نومونه ډير په و ضا حت سره بيان شوى دي .

( آدم عليه السلام ( بقره : ٣٣ ) ، ( ادریس عليه السلام مریم، 56)، (نوح عليه السلم ، هود ، صالح ، لوط او شعیب (اعراف، 59، 65، 73، 80، 85 ( ، یعقوب او اسحاق (بقره، 132و133)، ابراهیم عليه السلام (نسأ، 125)، یوسف عليه السلام (یوسف، 4 ) ، اسماعیل ] ابراهیم زوي [ (بقره، 125، 127)، الیاس ا و یونس (الصافات، 123 او 139) ، الیسع او داوود عليه السلام (ص، 48، 17)، سلیمان (نمل، 16) عیسی او محمد صلي الله عليه وسلم (آل عمران، 59، 144)، یحیی (مریم، 7)، عزیر (توبه، 30)، اسماعیل [ (مریم، 54)، ایوب، موسی، هارون، ذوالکفل و زکریا(انبیأ، 48، 83 ، 85 ، 89 ) دهغى په جمله کى راځى.


په مبارک حديث کي د ابوذر غفاري نه روايت دي چي هغه يوه ورځ دپيامبر صلي الله عليه وسلم نه دانبيا دتعداد او دهغوي دکتابونو په هکله وپوښتل ، پيامبر صلي الله عليه وسلم داسى وفرمايل :
« دپیامبرانو تعداد 124000 ته رسیږى چى د هغى جملى نه ٣١٣ ئي رسولان او باقي نور ئي نبيان دي . هغه کتابونه او صحايف چى بر پيامبرانو باندي نازل شوي ، دهغوي تعداد ١٠٤ ته رسيږى ، (١٠ صحيفي بر حضرت ادم عليه السلام ، ٥٠ صحيفي پر حضرت شيث عليه السلام ، ٣٠ صحيفي په حضرت ادريس عليه السلام او ١٠ صحيفي پر حضرت ابراهيم عليه السلام نازل شوي دي ) ، چى ټول ١٠٠ صحيفي کيږي . او همدغسي تورات په حضرت موسى عليه السلام . انجيل بر حضرت عيسى عليه السلام ، زبور بر حضرت دادو عليه اسلام او قرآن پر ما باندي نازل شوي . )

رسول او نبي :
کوم هغه علمي تحقيقات او څيړني چي مفسرينو د رسول او نبي په هکله کړيدى ، دوي دي نتيجي ته رسيدلي چى درسول مقام نسبت نبى ته عزيز تر دي . ددي لپاره چى نبي صرف فرشته په خوب کى ليدلي او دهغه څخه احکام اخلي اما دهغه په تبليغ باندي مامور ندي .
اما رسول ددى نه علاوه چى فرشته مستقيمآ ويني، دآسماني احکامو په اپلغ مامور هم دي .

مفسرين ليکلي :

رسول : هغه دي چۍ ددين صاحب اوسي او دهغه په رسولو او تبليغولو هم موظف شوي وي . يعني آ سماني وحي ورباندي نازليږي او په دي موظف دي چى دغه آسماني تعليمات بشر ته هم ورسوي .
اما نبي :
هغه ته وايى چي وحي ورته راځي ولي دهغه په رسولو او تبليغولو موظف او مامور ندي بلکه دهغه وظيفه ده که څوک ورنه سوال وکړي نو هغه ته ځواب ورکوي .( يعني دا په دي معني چي نبي هغه دي چى وحي ورته راځى ولي د هغه په تبليغ باندي مامور ندي .)

ګرانو لو ستونکو :
زه غواړم په دغه ليکنه کى دمهتر لام بابا پر پيغمبري هغه اسناد او شواهد ګرانو لوستونکو ته وړاندى کړم چى د هغه ذکر مونږ افغانانو ته دفخر وړ دي .









لغمان :


دکابل سين او ور سره دلغمان ولايت دختيځي پرخي يوه منظره



اوسنی لغمان دافغانسان د(۳۴)اداری واحدونو څخه یو اداری واحد او یو ولایت دی. دا ولایت د افغانستان په ختېځ کې پروت دی. ددی ولایت ختیځ لوری ته بدخشان،سهیل خواته ېې ننګرهاراوکابل،ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې دکاپیسااو کابل ولایتونه پراته دي. دکیوشت اوکاشمونډغر لویدیځ نه دسهيل ( جنوب ) په لوري د لغمان ولايت را چاپير کړى دي.هرڅومره چې دکابل سیند په لوري د لغمان ولایت د سهیل(جنوب) نه دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جګوالی ېې زیاتېږي .

لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لاري په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې شوې اودالېشنګ اوالېنګارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور (دینپور) ،نګاراهار اوبله څانګه ېې دګمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.

د لغمان ولايت پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱) تنوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳) تنه وګړي هستوګڼ دي.

د لغمان ولسوالی

اوسنی لغمان څلور ولسوالۍ او دوه علاقه داري لري چې :

دقرغیو،الینګار،الیشنګ،ننګراج ولسوالۍ ددولت شاه اومنډول په نومونو علاقه داري دي . دلغمان ولایت ټول (۶۴۰) کلی لری . یومهال نورستانn یاالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان دا سيمه دبودا ي مدنيت مر کز بلل شوي دي زبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا (دهندي یوریانودکورنۍ پاچا)ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنګ دیوشمېربودایی آثار ددى اصل ښکاروندوىدي ، کوم چى دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدي او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده.

مهتر لا م صاحب ( مهتر لام بابا ) :

خـدايبخښلى مرحوم دکتور محمد سعید«سعید افغانی» د لغمان د تيرگړيو دخطيب مرحوم مولوي عبد المجيد زوي چى په کال ( ١٣٠٠ ) هجري شمسي کي دلغمان ولايت دخير آباد په کلي کي زيږيدلي .او د « 1364 » کال دحوت په اوومه د(1985عيسوى کال د فبرورى ٢٥ مه ) ددرى شپيتو کالو په عمر حق ته رسيدلي دى .په خپل کتاب کی چه (زما ژوند) په نامه يادیږی اوپه کال ( 1365 ) هجری کی خپور شوی دلغمان مهتر لا م صاحب دپیغمبری په هکله داسی لیکی :

به اسلامی تواریخو او اسلامی روایاتو کی راغلی : «دنوح علیه السلام » پلار، نوم ئی « لمک » او د « متوشلخ » ځوی دی « لمک » ( 1 ) په زور د لام او میم او سکون د کاف او یا په زور دلام او سکون دمیم لو ستل کیږ ي .

وائي : دى دخپل وخت نبي او پيغمبر ؤ، دمحمود غزنوى له دوري نه مخکى دده قبر معلوم نه ؤ خو سلطان محمود غزنوى په دوره کښى په خپله محمود غزنوى په غزنى کښى خوب وينى ، په خوب کښى ( لمک ) صاحب ورته په خوب ورځى ورته وائى دلغمان په فلانى ځاى کښى پروت يم ، په دغو نښو او نښانو را شه را باندى قبر جوړ کړه ، همغه ؤ چى محمود غزنوى دخوب دنښو او نښانو په رهنمائى دلغمان دغه برخى ته راځى او ورباندى پخه مقبره ، ښکلى گنبده او لوى باغ ، مسجد او تر څنگۀ ئى د اوبو لوى او عميق حوض جوړ کړى اود ډير لرى څخه دغره په ډډه کښى په ډير زحمت ورته وياله تيره وي .

سعيد افغانى ليکى :

که دا روایت او خوب صحيح وى نو دافغانستان اوپه ځانګړى توګه د لغمان تاريخى قدامت ډير وړاندى ثابتيږى .
دمهترلام صاحب ( بابا صاحب ) زيارت اوس د خاصو او عامو مرجع ځاي دي ، په ټول مشرقى کښى څه چى په ټول افغانستان او سر حد کښى ډير شهرت او اعتبار لرى او په پسرلى کښى ورته له هرى خوا په زرګونو خلک زيارت ته راځى او تودى ميلى ورباندى جوړيږي .

زما ياديږى چى هرپنجشنبه به په زرگونو خلک نر ، ښځى ، واړه او غټ ډلى ډلى دلوى ننگر هار څخه دمهتر لام صاحب زيارت ته را تلل او په دغه زيارت باندي به ئى گرم بازار جوړو. ځينى زيارت کوونکي به دډولونو په وهلو او بيرغونو په رپه ولو په چک چکو ، غر هار او شپيلو کولو سره دپنجشنپى په ورځ دمهتر لام صاحب زيارت ته راتلل .
هغه وخت به د زيارت تر څنگه او په ځانګړي ډول د پنجشنبى او جمعى په ورځو کښى د ډيرو ميوو او دانو ، جلبيوالبو ، مټايانو او کبا بونو دکانونه او کپى هم جوړيدلى ، هلته په دزيارت کى لوى او چوقر حوض اکثرآ داوبو څخه ډک ؤ ، شا او خواته به ئى دزيارت په ورځو کښى چټو ورو طالبانو اټنونه اچول ، غزلى به ئى ويلى او غو مبرونه به ئى وهل چى دهغى وخت د ملا ( حيات ) په نامه غزلى مى نه هيريږى ، هغه به ډيرى ښى خوږى غزلى ، رباعى او بگتى او دچکچکو په غرش نڅا او اټن کښى به دده دخوږ آواز او اداء خو ښونکى ډير ؤ ، هغه وخت د لغمان دټولو چټو طالبانو مشر ملا ء ( مکروه ) نو ميده ، دى ښه غښتلى او تکړه سړى ؤ ، هغه به دچټو طالبانو تر څنگه پيش پيشقوزي ، په اوږه به ئى ښايسته تبر زينونه او کوتک ؤ ، اوږدى اولو ئى څڼى ئى در لودلى او په ډير هيبت او قدرت به ئى مست ژوند کولو ،چکچکى ، منگى وهل ، غو مبر ، اټن دوى د ساز وسامان ؤ، هغه وخت آکثرچټو طالبانو چندان درس نه ويلو، بلکى ددوى کار سيل او سات تيرى وه .
دهغه وخت دچټو طالبانو څخه يو تن ملا کړو نوميده ، دى يو پوخ سړى ؤ، په کلو کلو ئى دمختصر کتاب تر څنگه وو او هر کال به ئى پو ښ ورته نوى کولو تر څو خلک ووائى چى ملا کړو پخوانى کتاب خلاص کړى او نوى کتاب ئى شروع کړى دى .
وائى يووار داسى وشوه چى د ملا کړو دمختصر کتاب نښه چا پټه کړى وه ، دى حيران وؤ چى مختصر کتاب ئى تر کومه ځايه ويلى دى دى اخير په ډير تاثر وويلي وو : خداى دى انصاف در کړى زما د کتاب نښه دى ولى ورکه کړه ، ښه خير پروا نه کوى زه به د مختصر کتاب له سره پيل کړم خوافسوس چى ته ولى دومره پد نيته انسان ئى ؟

هغه وخت به ځينى ډير کسان زيارت ته ددعا گانو دقبليدو په خاطر ورتلل او د زيارت شيخانو ته به ئى نذرونه ورکول ، دمهتر لام صاحب دزيارت تر څنگه په دونو دلاندى دونو سورى ته ډير خلک ناست ؤ ، ځاى په ځاى به سازونه کيدل او د زيارت د باغ په ځينو برخو کښى به کله نا کله دپهلوانى او سپر بازى، تورو وهلو لوبى هم کيدلى او چابه دتيږو د اچولو او خيز وهلو مسابقى هم کولى .

دمهتر لام صاحب دزيارت مسجد ډير لوى دى او دجمعى په ورځ هلته دجمعى لمونځ هم کيږى ، هلته د زيارت تر څنگه لو ئى لوئى هديرى جوړى شوى دى او تبرک لپاره هلته دوصيت په اساس معتبره مړى خښيږى .

هغه وخت خلکو په لغمان کښى زيارتونو ته خاصه عقيده درلودله چى د لغمان مشهور زيارت مهتر لام صاحب او بل د نور لام صاحب دى. د مهتر لام صاحب د ولايت په مر کز اود نورلام صاحب د علينگار د علاقى په سيمه کښى دى د لغمان دريم مشهور زيارت د ميا عبد الکريم صاحب زيارت دى چى د عليشنگ په علاقه ګښى دى .

د نورلام صاحب او ميا عبد الکريم صاحب زيارتونه تو داوړى په ورځو کښى ډير خلک ورځى او هلته تودى ميلى جوړوى .

زما ياديږى هغه وخت دتو تو په موسم دجوزا په مياشت کښى د ميا عبد الکريم صاحب په ديره او دزيارت په څنگ کښى د لغمان د خلکو ميله هم په پوره خوند کيدله خيمى او تجيرونه به ودرول شول او دوه هفتى به ساعت تير ى کيدله .

پوهنیارظفرخان په خپلو تحقیقاتی ځيړنيېو

یادداشتونوکي د مهترلام بابا په هکله لیکی :

دلغمان مرکز (مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بیلا بیل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې دا دی چی : مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې« قینوش » د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح علیه السلام د حضرت ادم ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک علیه پلارمتوشلخ،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې یارد وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا شته یو شمېروګړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بې بې حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینګارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینګار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.
( د پوهنیارظفرخان « اهتمام له یادداشتونو نه )

په دى هکله د کچورې ملا صا حب لنډ څرګنونى هم د اهميت وړ دي .

همدارنګه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د هیواد مشهور روحاني او شخصېت د کچورې ملا صا حب هم به تل ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی .
د ارشاد اورنګ زيب دليکني له مخي ( هيله پر له پسى ١٦ ګڼه ) هم د اثابتيږى چىد مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يې کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي(۲) اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او ګرځندویان راتلل زما په یا د،د کب له پینځلسمې د ثورترپای به هره ورځ، او د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نګړي ډ ول دلته د سا ز سند رو او مذهبي موسیقۍ په لس ګونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل ګېږي .
( هیله پرله پسې ۱۶ ګڼه ارشاد اورنګ زیب ۱۵۲ )

په دي ټولو بر سيره پوهاند داکټر محمد حسن كاكړ د افغانستان نامتو تاريخپوه څرګنده كړې ده او حتى په دي اند دي :

چې لمك د لغمان لرغونى نوم دى او "مهتر" د مشر په مانا دى. "مهتر لمك" يانې د لغمان مشر يا پاچا .
پوهاند كاكړ د افغانستان نامتو تاريخپوه هم دا ډول زياته وي چې "لام" په پشه يي كې كلي ته وايي نو مهترلام ياتې لوى كلى .

سر محقق عبد الله جان بختاني په دى اند دي چي :

د مهترلمك زيارت د محمود غزنوي په عصر كې جوړ شوى دى… تر دې د مخه د ويدي په سندرو كې چې تقريبا 14 سوه كاله تر ميلاد د مخه د اريايي روحانيونو او شعراوو له خوا جوړ شوي دي، د لغمان نوم د "لامهكا" په شكل ذكر شوى دى ." (سر محقق عبدالله جان بختانى، ژبڅېړنه، 210 او 211مخونه ).



(١ ) لمک د اسلامي تواريخو بر بنياد ( ٧٧٧ ) کاله عمر درلود او د هغه پلار متوشالح د خنوخ زوي ( ٩٦٩ کاله ) او خپله نوح عليه السلام چي د لمک زوي وو
( ٩٥٠ ) کاله عمر تير کړي دي.
قرآن عظيم الشان فرمايي :
( ولقد ارسلنا نوحآ الي قومه فلبث فيهم الف سنة الا خمسين عامآ ) ( په رښتيا سره مونږ نوح عليه السلام مو خپل قوم ته واستو او ٩٥٠ کاله يي د هغوي په مينځ که ژوند وکړو. ) (د اسلام تاريخ د علي اکبر مهدى پور ليکنه مخ ٨٩ دريم چاب بيروت )

د مقالي نوم دلغمان مهتر لا م صاحب واقعآ پیغمبر وو ؟
لیکنه اوټولوونه :
امين الدين «سعیدی »دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز
اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل – جرمني



پته :
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.