کابل پلازمېنه که د جګړې لومړۍ ليکه !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


شېر علم امله وال – نړۍ اونيزه
د هېواد په معاصر تاريخ کې  کابل د پلازمېنې په توګه د پرمختګ لوړو پوړيو ته د رسېدو په حال کې و، چې پر هېواد د جګړې سيورى راخور او ميلونونه افغانان ددې جګړې قرباني شول، کابل د پلازمنې په توګه خپل حيثيت هغه وخت له لاسه  ورکړ،

کله چې دډ اکټر نجيب الله حکومت رانسکور او ځاى يې د استاد رباني په مشرۍ  تنظيمواکي رامېنځته شوه، د جمهور رئيس رباني او دهغه د لومړي وزير حکمتيار او د رباني ائتلافي ملګرو سياف، مزارى، دوستم، ګلبدين، احمد شاه مسعود اونورو جنګسالارانو ترمېنځ بې مفهومه کورنۍ جګړه پېل د ښار هره کوڅه او دوکان د جګړې په لومړۍ ليکه  بدل شو، هر کور او هره سيمه د يو سنګر حيثيت غوره کړ.
د دوى د ځان غوښتنې له ا مله په  زرګونه بې ګناه کابليان شهيدان کورونه يې لوټ، دکابل هسکې ماڼۍ ، تعميرونه پر کنډواله او دخاورو پر ډېريو بدل شول، هېواد ته د نړيوالو زبرځواکونو په راتګ سره هيله موجوده وه، چې د نړيوالو په ملاتړ او مرسته به په ټول هېواد کې امنيت اوثبات ټينګېږي، قانون اوعدالت به پلى کېږي او ولس ته به هوسا اوسوکاله ژوند زمينه مساعدېږي، له بده مرغه د بې کفايته  فاسدې ادارې او بې غوره مشرتوب له امله د تېرو اته کلونو راهيسې د جګړې لمنه پراخه شوه، ثبات له مېنځه ځي پرځاى يې بې ثباتي زياتېږي، د غرونو د څوکو اوڅمڅو پرځاى  جګړه اوس لويو ښارونو  آن پلازمېنې ته ورسېده، د چريکي جګړو ځاى سنګرېزو جګړو او پلان شوو بريدونو ونيو، عملاً د هېواد جنوب او ختيځ کې ځينې ولسوالۍ  او د  ولسواليو سيمې د مخالفينو په ولکه کې دي، افغان پوځ او نړيوال متحدين يې  لا تراوسه په دې نه دي توانېدلي چې عملاً مخالفين په شا وتمبوي.
د بې کفايته اوفاسده سيمه ييزو چارواکو د ناوړه اعمالو له لاسه په کليو او بانډو کې ولسي خلک د خپلو ستونزو د حل په موخه  طالبانو ته مراجعه او د حق د پرېکړې غوښتنه ترې کوي، د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په موجوديت سره د سولې پرځاى دوامداره جګړه جريان لري، چې دا حالت نه د موجوده نظام او مشرتابه په ګټه دى نه د نړيوالې ټولنې اونه هم دافغان ولس په ګټه  په هېواد کې  چې هره لويه پېښه رامنځته کېږي هغه که د نړيوالو زبر ځواکونو  له خوا وي  اوکه د دولت د مخالفينو له خوا زيان يې بېچاره ولس ته رسېږي، افغان ولسمشر حامد کرزى يوازې بخښنه غواړي او دترسره شوي عمل غندنه کوي ايا يوازې خپګان او غندنه د ده مسئوليت رفع کوي؟ نه هيڅکله نه؟  همدا ډول امنيتي ادارو مشران بيا پر خپلې بېوسۍ او کمزورۍ اعتراف کوي او يا د نورو هېوادونو بېلګې وړاندې کوي آيا د دوى مسئوليت همدومره دى؟  په نوره نړۍ کې  خو بيا  داستفا کولتور  هم شنه دلته خو بيا زموږ  هر  مشر له ولسمشره تر ولسواله ځانونه خپلو څوکيو پورې سريخ کړي، ولې زموږ مشران اخلاقي  جرئت  نلري او د پېښو  پر وړاندې  سالم او کارى غبرګون  نه ښايي، د اته کلونو په تېرېدو په ماډرن وسايلو سمبال  نړيوالو ځواکونو او نوي روزل شوي افغان پوځ   په موجوديت  کې نن د کابل هره کوڅه  دولتي اونا دولتي  دفترونو ، وزارتونو او ارګ  ماڼۍ  شاو خوا دروازې په کانکريټېي  ديوالو  پوښل شوي هر څوک چې کابل ته ورځي  داسې احساس نه کوي  چې موږ دولس خوښې  ( انتخابي  حکومت ) په  پلازمېنه  کې ياست،  هغه پلازمېنه چې د ډيموکراسۍ اوبشري حقونو ټيکه دارانو په موجوديت او د هغوى د بې حسابه ډالروپه شته والي کې د جګړې  پر لومړۍ ليکه بدله شوې ، دوى  چې خپل ځانونه او د خپلو متحدينو ځانونه نه شي ساتلاى؛ نو دافغان ولس امنيت به څنګه وساتي ؟ د بېلګې په ډول يوازې د روان کال د جدي ٢٨ مې نېټې پېښې يادونه کوم  د يو هېواد د پلازمېنې د ارګ دماڼۍ يو کيلومترۍ ته د دولت شل تنه وسله وال مخالفين داخلېږي او د ښار په حساسو سيمو کې مهمې ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي او دڅو ساعتونو لپاره جګړه کوي، لس ګونه بې ګناه ښاريان وژل او يا هم ټپي کېږي،  آيا دا حالت  د دولت پر بې کفايتۍ او بې مسئوليتۍ دلالت نه کوي؟ پوښتنې پيداکېږي، چې بريد ګرو  وسلې له کومه کړلې؟ دومره امکانات او وسايل يې له کوم ځايه لاسته راوړل؟  اوپه څه ډول يې پلازمېنې ته انتقال کړل،که مخالفين دومره غښتلي وي؛  نو زموږ امنيتي ادارې ولې ورته اساسي تدابير نه لري، دا نو کوم منطق مني، چې يو دولت دې فعالې امنيتي ادارې ولري، د نړيوالو مرستې اوحتى د هغوى حضور  هم موجود وي،د دا ډول پېښو اساسي مخنيوى چې بايد د سازماندهۍ په ځاى کې خنسى  شي نه ترسره کوي که داسې نه وي؛  نو کېداى شي چې د دولت مخالفين د دولت په ليکو کې پلويان اوخپل کسان ولري، چې دامکاناتو په برابرولو  او د بريدونو په تنظيم کې ورسره مرسته کوي، په هر حال دا بيا هم زموږ د هېواد مشرتابه مسئوليت دى، چې  دخپل بې ګناه ولس د ژغورنې لپاره د سرښندنې تر بريده کړنې ترسره او امنيت يې خوندي کړي، له شته نړيوالو امکاناتو څخه د ټولو دولتي ادارو په ځانګړي ډول امنيتي ادارو د پياوړي کولو او د ظرفيتونو دلوړولو لپاره اعظمي استفاده وشي اوکه نه حالت همداسې روان  وي، چې د نيمګړې کابېنې د سوګند د مراسمو پرمهال د ارګ په يو کيلومترۍ کې د  څو ساعتونو لپاره جګړه روانه وي، زموږ مشران يواځې تشو خبرو، وعدو اوبښنو ته ناست دي، خداى مه کړه شته فرصتونه او وخت له لاسه ورکوو، چې دا هرڅه اوس  ترډېره د ولس په زيان تمامېږي.
نړيواله ټولنه اودولت دې خپله زياته پاملرنه دامنيتي ادارو په پياوړي کولو او غښتلتيا ته واړوي، کافي امکانات او وسايل ورته برابر کړي او د ادارو په راس کې هېواد، ولس ، نظام ته ژمن او مخلصو اشخاصو په ګمارنه او ډاډمن اداري سيستم په ايجاد سره هېواد او ولس  له روان ناورين څخه  وژغوري.