ننګرهار د څو سوداګرو په منګولو کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غم ځپلى – نړۍ اونيزه

په هېواد کې دننه او بهر خلک ګل اغاشېرزى د ننګرهار د رسمي والي په توګه پېژني، خو کله چې څوک له نږدې وګوري، نو ورته به څرګنده شي، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزې نه  بلکې واليان يې څو تنه سوداګر او دولتي ټيکه داران دي.


له ډېرې مودې راهيسې څو تنو دولتي ټيکه دارانو يا سوداګرو ننګرهار او ننګرهاريان يرغمل کړي او د دولتي چارواکو په سلا يې ترې وينې څښلي. ښاغلى کرزى تر اوسه نه دى خبر چې په ننګرهار کې حکمراني دده ده او که د څو تنو سوداګرو يا دولتي ټيکه دارانو!


په هره دولتي او نادولتي غونډه کې څوتنه سوداګر د چارواکيو نه مخکې روان وي، کله چې دکوم ځاى پرانېسته کېږې،نو له چاوراکو وړاندې سوداګر د هغه ځاى پټۍ پرېکوي. کله چې په کومه دولتي اداره کې د خوراک څښاک کوم بنډار جوړ وي، نوچارواکي په خپله اعتراف کوي، چې خورئ خورئ داشيان فلاني سوداګر راوړي دي. ځيني وړ او په کارپوه خلک چې دولسمشر ځانګړي فرمانونه په لاس لري بې چارګان خوشې ګرځي او څوک يې نه مقرروي، خو ديو سوداګر په اشاره يونالوستى سړى پر لوړه څوکۍ کينوي او کينولي يې دي.
سوداګرو په ننګرهار کې رياستونه په خپلو کې سره وېشلي او له هر رياست نه زرګونه مياشتني عوايد لاسته راوړي. دلته يې د بېلګې په توګه د برېښنا رياست يادولى شو، چې يو سوداګر په ښار کې ځينو سيمو ته د جنراتور برېښنا ورکړې، خو په مزو کې يې بيا دولتي برېښنا ورخوشې کوي. په جلال اباد کې ولسي  خلک د برېښنا پړک پسې ړانده شول، خو سوداګرو خپلو کورنو او خپلو ملګرو ته 24 ساعته برېښنا ورکړې چې هغوى بيا نوروته مزي ورغزولي او بيلونه درياست پر ځاى شخصي جېبونو ته اچوي. په ننګرهار کې د بيارغونې ډېرې پروژې همدې سوداګروته ورکول کېږي، چې د همدوى د بې کيفيته کار له امله په درېمه ورځ جوړ شوى ځاى بېرته نړيدلى وي. دولتي ټيکه دارانو چارواکو سره خبره غوټه کړې چې د ملي اردو، ملي پوليسو او نورو دولتي ادارو لپاره به دوى لمده ميوه، کيک، هګۍ، غوښه او نور خوراکي شيان برابروي. په جلال اباد کې د يوې ښې کېلې بيه پينځه پاکستانۍ کالدارې ده، خو دولتي ټيکه داران يې د ملي اردو سرتېرو ته په لس افغانۍ حسابوي. د يوې هګۍ بيه اته پاکستانۍ کالدارې ده، خو ټيکه داران يې په دولت په لس افغانۍ پلوري. اوس دې نو په خپله لوستونکي قضاوت وکړي، چې دا کار د چا په سلا مشوره کېږي؟ که په دې چاروکې ورسره ددولتي چارواکو لاس نه واى يو سوداګر کولاى شي په ښکاره سترګو کې ددولت او ملت سترګو ته خاورې وشيندي؟ دلته د يوشمېر ژورنالستانو خولو ته هم دولتي ټيکه دارانو قلفونه ور اچولي دي او نه يوازې دا چې د هغوى دا نادودې رابرسېره کړي بلکې د څو روپيو په بدل کې ورته د انګليسانو په اصطلاح دپروژو او شرکتونو مارکېټينګ هم کوي. خداى دې وکړي، چې دې چارې ته د مرکزي دولت پام را واوړي او مرکزي دولت به ورته څه پام وکړي، ځکه چې ځينو وزيرانو ته همدا دولتي ټيکه داران د پروژو د پرانېستې پروخت د لکونو روپو ساعتونه او نور قيمتي سوغاتونه ورکوي. بس خپلې خبرې د ارواښاد خاطر اپريدي په دې بيت راټولوم چې:

يو غم نه دى چې يې وکړې اى خاطره
ډېر غمونه دي کوه يې په ساړه زړه