د بښني د نړيوال سازمان اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



د بښني نړيوال سازمان وايي چۍ په افغانستان کي د طالبانو تر نسکوريدو وروسته اوس هم د ښځو سره بد چلند کيږي ښځۍ وژل کيږي، جنسي تيري پري کيږي، په زوره واده ته اړ ايستل کيږي. او د مجرمينو پر جرمونو سترګۍ پټيږي او هغه مجرمين چۍ د ښځو پر حقوقو تيري کوي سزا نه ورکول کيږي

په هغه رپوټ کې چې د هيواد په لر وبر کې د خلکو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوى د بښنې نړيواله ټولنه وايي په هيواد کې د زاړه فيودالى دودونو پر بنسټ ښځو ته د شخصې مال او د مريي (غلام) په سترگه کتل کيږي او له هغو سره ناوړه چلند کيږي نو ځکه د هغوي وهل ، وژل يا بندي کول، د رسمى سزا سره نه مخامخ کيږي

د ښځود چارو د وزارت وياندې نوريه حق نگر وويل چې په ښارونو کې چيرې چې حکومتى واک غښتلى دى د ښځو په اړه په چارو کې پرمختگ شوي دى، خو په لرې پرتو سيمو کې لږ پرمختگ تر سترگو کيږي .

رپوټ په افغان حکومت غږ کوي چې د ښوونې او روزنې داسى سيستم جوړ کړي چې له ښځو سره ناوړه چلند پکې بدل شي او ښځو ته د دوهمه درجه وگړو په سترگه ونه کتل شى

د بښنۍ نړيوال سازمان د قضايي سيستم د اصلاح او د ښځو دپاره د دداسۍ قوانينو د رامنځ ته کولوعوښتنه کوي چۍ د ښځو د حقوقو څخه دفاع رامنځ ته کړي

د ښځود چارو د وزارت وياندې نوريه حق نگر وويل چې په ښارونو کې چيرې چې حکومتى واک غښتلى دى د ښځو په اړه په چارو کې پرمختگ شوي دى، خو په لرې پرتو سيمو کې لږ پرمختگ تر سترگو کيږي .

د بښنۍ نړيوال سازمان د قضايي سيستم د اصلاح او د ښځو دپاره د دداسۍ قوانينو د رامنځ ته کولو عوښتنه کوي چۍ د ښځو د حقوقو څخه دفاع رامنځ ته کړي