نوي هيلې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز



اوس د کمیوتراپې په وسيله د سرطانې ناروغيو د درملنې داسې امکانات رامنځ ته شوی کوم چې منفي اغيزې له ځان سره نه لري.
د ډنمارک، سويدن او انګلستان د څيړونکو يوه ډله دکيموتراپې په داسې يو ميتود کارکوي چې دهغې دلارې دسرطاني ناروغانو درملنه بي له دي چې منفي اغيز له ځانه پريږدي، ترسره کيږې.
کيموتراپي د ناروغه حجرو ترخوا روغې حجرې هم تر بريد لاندې راولي ،چې دغه حالت د کيموتراپې د منفی اغيز په نامه ياديږي.
د پوهانو دغه ډله هيله مند ده څو د پنځه کالونو په موده کې د کيمو تراپۍ داسې سيستم رامنځه ته کړې د کوم په وسيله به يوازی ناروغه حجرې تربريد لاندي راځي او روغه حجرو ته به زيان نه رسوي.



دډنمارک خبرونو له ورځپاڼي څخه