ايډز یوه تلپاتې نړېواله ستونزه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر نجيب الله زاخېلوال مالمو/ سوېډن

مادطب مجلې په دوېمه ګڼه کې دايډز په اړه (ايډزيوه نړيواله ستونزه) دسرلیک لاندې يوه اوږده ليکنه کړې وه. داځل داړتيا له مخې غواړم چې په اړونده سکاله (موضوع) څه ولیکم٠

په ٢٠٠٤ زکال کې په ټوله نړۍ کې ٣٤,٩میلیونه وګړي په ایډز اخته وو. دا مهال دغه شمېره ٣٩,٥ میلیونه وګړوته لوړه شوې ده. چې پدې کې یوا زې ٣٧,٢ میلیونه یې هغه ځوانان تشکيلوي چې عمرونه يې د١٥ کالوڅخه تر٢٥ کالو پورې دي. چې هند او جنوبي افريقا په ترتيب سره لمړې او دویم هېوادونه دي.

دنړېوالې روغتیايي ټولنې (WHO) له قوله دایډزدناروغۍ زیاتې پېښې په اسیايي هیوادونو کې ثبت شوي دي. خو د یادولو وړ ده چې په زياتره اسلامي هيوادونو کې لکه سعودي، عراق، سوريه، متحده عرب امارات، فلسطين، يمن، ليبيا، عمان او قطر کې دایډز یوه پېښه نده ثبت شوې. چې دغه حالت د ایډز متخصصين حيران کړي دي. چې نړېواله روغتيايي ټولنه په اسلامي هيوادونو کې دایډز د پېښو نشتوالی نه مني او وايي: چې په دغه هېوادونو کې خلک ځان دکلتوري ستونزو له امله نشي ښکاره کولی. او زیاتوي چې په نوموړو هیوادونو کې ډېری وګړي د ايچ، اې، وي ويروس لري او زیات خلک په ايډز اخته دي٠

مګردسعودي د روغتيايي چارو وزير ډاکټر حمد بن عبدالله المانع بيا نوموړې ادعا نه مني او وايي: چې په نو موړي هېواد کې دایډز نشتوالی داسلامي احکامو او تعليماتو د درلودلو له امله دزنا او نورو جنسي بې لاريو دنشتوالي سره تړاو لري نه ددپېغور او کلتوري ستونزو سره تړاو لري.

ايډزپه افغانستان کې دسپېره او نه خلاصيدونکي جنګ له امله کور جوړ کړ. ځکه دجنګ له امله ډيری افغانان داسې هيوادونو ته کډوال شول چې هلته له کلونو وړاندې دايډز نغری ګرم وو. زموږ په ګران هېوادکې تر٢٠٠٤زکال پورې دايډزدموزي ناروغۍ کومه پېښه نه وه ثبت شوې. دزیاتره سر چينو له قوله د ايډز له امله د مړينې لمړۍپېښه په ٢٠٠٤زکال کې رامېنځته شوه٠ چې قربانيان يې دیوې کورنۍ درې تنه غړي وو٠ په همدغه کال (٢٠٠٤ز) کې بيا دايډز ٣٥ پېښې ثبت شوې ٠ مګردامهال يې شمېره له ١٠٠٠ زرو څخه اوړي٠ که موږ هغه هېوادونو ته چې افغانان پکې دکډوالۍ شپې سبا کوي يو نظر واچوو داخبره شونې ده چې په افغانستان کې به دغه پېښې په راتلونکې کې له اټکله وتې زېاتې شي٠ دلته دخپلې خبرې دپخلي لپاره ديو څو ګوته په شمارهېوادونو نومونه اخلم چې ډېري افغانان پکې ژوندکوي٠ په ايران کې ٦٦٠٠٠ تنه په ايډز اخته دي٠ په پاکستان کې ٨٥٠٠٠ تنه، په روسيه کې ٩٤٠٠٠٠ تنه، اسټرليا ١٦٠٠٠ تنه، کاناډا ٦٠٠٠٠ تنه، امريکا ١٢٠٠٠٠٠تنه، اروپايي هيوادونه ٤٠٠٠٠تنه، چين ٦٥٠٠٠ تنه اوپه هند کې٥٧٠٠٠٠٠ تنه په ايډز اخته دي٠ چې هند په نړۍ کې لمړۍ درجه دی٠ دایډز دناروغۍ له امله ٢,٩ميليونه وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړیدی٠ چې افريقا دايډز له امله دمړينو له امله لومړۍ درجه ده (٣٢٠٠٠٠)٠ په پاکستان کې ٣٠٠٠تنو، په ایران کې ١٦٠٠ تنواو په افغانستان کې ١٠٠ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړې دی٠

خوطبي څېړونکي او متخصصين پدې باور دي چې په افغانستان کې پېښې او دمړینې کچه دورکړل شوې شمېرو څخه څووارې زياته ده٠ چې لاملونه يې کلتوري ستونزې، پېغورجن حالت او دروغتیايي خدمتونو او اسانتياوکموالی ښايي٠اوهم داچې اخته ناروغان نه غواړي چې دايډز له امله ځان راجستر کړي٠ اوس به راشو دېته چې

ايډز دکومو لاروخپریږي

۱. دجنسي لارې څخه دنر څخه ښځې ته، دښځې څخه نر ته،دنر څخه نر ته نر اودښځې څخه ښځې ته چې دیوبل سره کوروالی( جنسي عمل) دمهبل (فرجو) او شاه دافرازتو پواسطه ليږديږي٠

وینه ورکول _ دناروغ کس وینه روغ کس ته ورکول٠ ۲.

۳. دشریکې پيچکارۍ پواسطه چې په افغانستان کې دا تر ټولو ستره ستونزه ده٠ پدې مانا چې په زیاتره روغتيايي کلينيکونو کې په اګاهانه ډول يوه پيچکاري دڅو ناروغانو لپاره استعماليږي ٠چې داکار په ټولوخيراتي يانې دمؤسساتو په کلينيکونو کې،په زیاتره دولتی روغتونونو کې په ځانګړي ډول په ساحوې روغتونونو کې اوشخصي روغتونونو کې تر سره کيږي٠ او دیوې افغانۍ دګټې په خاطر مظلوم اولس ته تلپاتې دناروغیو ډک ژوند وربخښي٠

۴. په تصادفي ډول دککړ سامان لکه پاکي، ستن او دجراحي سامان سره داسې ټکر چې زخم رامېنځ ته کړي٠ چې زیاتره روغتیايي کارکونکي لکه جراحان او نرسان ددې ستونزې سره مخ دي او په تصادفي ډول دایډز سره مخ کیدای شي٠

۵. دمور څخه ماشوم ته هغه مهال چې کوچنی دمور په ګېډه وي٠ اومور په ايډز اخته وي او يا اخته شي٠

۶.دنورو لارو څخه چې پدې کې نايان، لابراتوراو دغاښونو ډاکټران ستر رول لري٠ پدې مانا چې يو نايي (سلماني) دنيکه دوخت يوه چاړه او يوه بياتي لري ٠هر چاته پرې سر،ږيره او تخرګونه خريي٠او کله کله خو په سپرلي کې پرې حيوانات ( مېږې اوبيزې) هم خريي چې دا يې لا بله ملا ګله!

۷. دلابراتوارکارکونکي او غاښ ويستونکي ډاکټران دڅوناروغانولپاره یو سامان په شریک ډول استعمالوي٠ چې داکار دوژنې اودهيواد او مظلوم اولس سره دخيانت په مانا دي٠

ځينې څېړونکي وايي چې دسر برش اودخولې له برش څخه ايډزهم انتقاليږي٠ دوی وايي چې کېدای شي دوينې ذرات په برش کې ونښلي او بل روغ تن ته ددې لږې وينې له لارې دایډز وایروس انتقال شي٠

دلاندې لارو څخه نه انتقاليږي

په ايډز اخته کس سره ستړي مشي او روغبړله لارې٠ ۱.

دایډز ناروغ مچې کول (Kissing ۲.

دناروغ دخولو او اوښکو سره تماس٠ ۳.

۴. دناروغ سره يو ځای خوراک، څملاستل، لمبل، او دناروغ ځان پاک، روجائي، دستمال، بستره اوکالي استعمالول٠ پرته دږېرې له ماشين او دخولې او سر له برش څخه٠

۵. په موبايل (ګرځند) او تليفون کې دناروغ سره دخبرو کولو له لارې.

۶. دکټملو او ماشو له لارې٠

۷. ناروغ کس ته وينه ورکول٠

پاملرنه

۱. دجنسي بې لاریو څخه ځان ساتل او په اسلامي تګلاره ژوند کول٠ که بیا هم څوک دزنا او لواطت روږدی وی٠نو بايد دجنسي عمل په وخت کې ښځينه يانارينه کونډم (پوکاڼۍ) استعمال کړي٠ خوبايد په پام کې وي چې کونډم سوری نه وي٠او هم بايد یو کونډم ددوه ځلو لپاره استعمال نشي٠

۲. پيچکاري او بلیډ بايد ديو ځل لپاره استعمال شي٠ دسلماني دنيکه دوخت چړې او بياتيګانې له مېنځه يوړل شي٠ بايدسلمانيان خپل اوزار داستعمال څخه وروسته په ډيټول او يا په بل انتې سيپتيک کې واچوي٠

دلابراتوار کارکونکي چې وينه اخلي بايددهرنفرلپاره بېله بېله ستنه (Lenceat) ۳. استعمال کړي٠ او دخدای نه ووریږي٠

۴. استعمال شوي سامان باید په یو محفوظ ځای کې واچول شي٠ تر څو يې کوچنیان دلوبو لپاره ونه کاره وي٠ او یا ورسره کوم تن په تصادفي ډول ټکر نشي٠

۵. جراحان، غاښ ويستونکي ډاکټران اونرسان باي په چارو کې ډېر محتاط اوسي٠ تر څو په تصادفي ډول اخته نشي٠

زه دلته يوه یادونه ضرور بولم چې څوک په ايډز اخته وي٠ داضرور نه ده چې حتما دې نوموړي تن جنسي بي لاري کړې وي٠ کېدای شي٠ د لابراتوار، غاښ ويستونکی ډاکټر او نايي د اوزاروله لارې په تصادفي ډول او یاهم د د ناپامۍ له امله اخته شوی وي٠ بايد دايډز ناروغانو ته په سپکه سترګه ونه کتل شي او بد ګماني او شک پرې ونکړل شي٠ ځکه داسلام په سپېڅلي دین کې شک کول حرام دي٠ ما ته یاد شي ٠ په ٢٠٠٥ کال کې په په پاکستان کې یو تن په ایډز اخته وو٠ نو نوموړي ظالم به داسې کول چې په ځان کې به يې ستن ننويسته او بيا به يې دغه په خپلو وينو ککړه ستن په خلکو کې چوخ کوله چې دا کار به يې په بس (Buss) کې دسوارليو سره کاوه٠ ځکه هلته خو یو اړخ ته بسونه په احتياط نه چليږي٠ او بل اړخ ته پکې سم انډوخر(بيروبار) وي٠ نو بيا نوموړې ظالم دپوليس له خوا ونيول شو٠ او همداراز دځېنو ګنګوسيو له مخې ورته کار په کابل کې يو ايرانۍ پېغلې چې په ایډزاخته وه ترسره کاو٠(ما اوازه اوريدلې وه خدای شته په هغه مهال مې د کره والي لپاره پوښتنه نه وه کړې اوس وخت ډیر تېر دی٠) نو اوس تاسې فکر وکړئ که څوک دداسې ظالمانو سره مخ شي٠ نو ايادهغه کورنۍاوخپلوان به په نوموړي تن دبدګمانۍ فکرکوي؟ نه هيڅکله نه!!!

که تاسې هر رازروغتيايي پوښتنې لرۍ تاسې کولی شۍ خپلې پوښتنې پدې بريښناليک مږ ته راوستوئ٠ دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. او همداراز کولی شئ طب مجله پدې انټرنیټ پاڼه وګورئ٠ www.tolafghan.com/mojale/theb.html په درنښت