نهمه برخه ******* برانکیل استما BRONCHIAL ASTHMA

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

استما د لوی او وړی هوایی لاری یامسیر بندش او تړل کید ل د تنفس کړل شوی فضله هوا د بازګشت او بیرته راګرځیدنی په مقابل کی دی ،چی د هغه سبب دکوربه یا د میزبان له حده زیات حساسیت اوعکس العمل دمعافیتی او غیر معافیتی تنبهاتو په مقابل کی دی .
دغه ناروغی متنا وب او د ټوخی دحملاتو ، سینه نیونه ، عسرت تنفس اوویزنګ په اعراضو اوعلایموسره متصف وی . یا په بل عبارت برانکیل استما د هوایی لاری یو مزمن التهابی تشوش یا وطیره دی چی د هوایی لاری بند ش د هوا د بیرته را ستنیدو ( ذفیر)په مقابل کی په قسمی او عام ډول وی ، دغه التهابی وطیره په اصل کی دمختلفه حجراتو ، د حجراتو د متشکله عناصرو یا موادو ، او د سایتو کیناز تر مینځ دبین البینی تعاملاتو او عکس العملونوپه نتیجه کی مینځ ته راځی . په یو حساس کوربه یا میزبان کی د هوایی لاری التهاب ممکن د متکرراو یا تل پاتی bronchospasm سره مل وی ،کوم چی د ځنی لاندنی اعراضواو علایمو سره تظاهر کوی : * ویزنګ ، *نفس تنګی ، * سینه نیونه * او ټوخی .( نوموړی اعراض او علایم د شپی له خوا او یا د شاقه کارونو له اجرا کولو څخه وروسته په ناروغ کی یو څه مشتد کیږی ) .
د هوایی لاری التهاب د هوایی لاری د فرط فعالیت (hyperactivity) یا د قصباتو دعکس العمل سره ددی سبب کیږی چی هوایی لاری د مختلفه او راز راز بی شمیرو تنبهاتو( محیطی الرژیکی مواد او مخرشا ت ) د اغیزی په نتیجه کی تنګ اویا متضیق وګرځی .
پتوفزیولوژی ( pathophysiology) :
دری عمده پتالوژیکی پیښی یا حادثی د هوایی یا تنفسی لاری د تام او یا قسمی بند ش او د تړل کیدو سبب ګرځی ، چی عبارت دی له : ۱- مخاطی اذیما د التهاب سره ۲-
د ملسا دعضلاتو تقلص او سپزم . ۳- او په تنفسی لاره کی د پنډ او سریښناک مخاط راټولیدل
بند ش د ذفیر په صفحه کی پیدا کیږی ، چی د هوا یو مقدار حجم د هوایی لاری په ښکتنی برخه د سږی په د ننه
کی را ایساریږی یا بند پاتی کیږی ،د استما په ډیر پر مخ تللی شکل کی هوا د شهیق په صفحه کی سږی ته هم نه داخلیږی ،په هر صورت ، یولړ انا تومیک او فزیولوژیک مساعد کوونکی حالات په وړو او غټو ماشومانو کی د نوموړی ناروغی د خطر چا نس زیاتوی چی دغه حا لات عبارت دی له : * د هوایی لاری د قطر او د اندازی کوچنیوالی ، * د سږی د ښکتنی برخی الاستیکی ضربه ،* د وړی هوایی لاری د محافظوی ملسا عضلاتو کمښت ،* په نسبی ډول سره د مخاطی غدواتو hyperplasia * او د سنخ په مینځ کی د collateral دچینلونو تنقیض .

داستما ډولونه د سببی عامل پر بنسټ :
د اسبابو پر بنیاد کولای شو چی استما په څو کتګوریو باندی وویشو :
۱- الرژیک یا Extransic استما :
دا ډول استما کیدای شی چی د پولن ، خواړه ، دوړی ، دګلوګرده یا دوړی ،
سولفیت ،او د حیواناتواو پرندګانو له ویښتو او بڼکو څخه چی د میزبان عضویت د هغو په مقابل کی حساس وی
مینځ ته راشی . دا ډول استما معمولاً د ایکزیما او د IgE په مینځګړیتوب پوری اړین تاریخچه لرلی شی ، د IgE
عکس العمل د Respiratory cynsetial virus په مقابل کی هم د استما په مینځ راتلو کی ونډه لری ،چی معمولاً
په اخته ماشومانو کی دسږی په اصغا سره ویزنګ هم اوریدل کیږی .
غیر الرژیک یا Intransic استما :
په دی ډول استما کی د IgE دمینځګړیتوب مثله شامل نه وی ، عمومی موجبات یا علل یی عبارت دی له :* د حرارت ددرجی تغیرات او نا استواری * ساړه هوا *وږمه یا بوی *مخرشات * لوګی * ویروسی انتانات لکه RSV , parainfluenza ,adeno virus , او Rhino virus چی دحاد ویزنګ د پیل مسولیت لری ، فزیولوژیکی فکتورونه د کوچینیانو په استما کی بی ونډی نه پاتی کیږی .
۳-د Extransic او Intransic دفکتورونو تر کیب (combination) :
هغه سببی فکتورونه دی چی د کوچینیانو
داستما په مینځ راتلو کی ستر ونډه لری .
۴- د تمرین او شدید فزیکی فعالیتونو پوری اړینه استما :
داډول ا ستما په ۹۵٪ کوچینیانو کی واقع کیږی
یخ اووچ هوا ددی ډول ا ستما په مینځ راتللوکی مهم تببیه کوونکی فکتور ګڼل کیږی .

aspirin induced استما :

په اسپرین پوری تړلی ا ستما چی یو منل شوی پروسه دی داسی څرګندیږی چی غیر ستروید د التهاب ضد مستحضرات یا دوا ګانی دarachidonic acid میتابولیزم په cyclooxygenas path way



کی نهی یا مخنیوی کوی او په نتیجه کی د lipoxygenase path way په واسطه سره چی یو معاوضوی یا یو
alternative لاره یا path way nd دی ،په زیات مقدار سره Leukotriens تولیدیږی .همدارنګه نور غیر ستاندارد د التهاب ضد دواګان او beta adrenergic blocking مواد او مستحضرات ا ستما لا پسی چټکوی ، په استما
باندی اخته ناروغ کی hyperplastic rhenitis او دپزی پولیپ هم په سترګو کیږی ،gastroeosophagus refluxهم د ا ستما په ناروغانو کی لیدل کیږی چی ممکن په تالی ډول سره دcholonergic په میکانیزم یا aspiration
پوری تړلی وی ،gastroeosophageal reflux,sinusitis ,) pollutants او الرژیک قصبی ریوی اسپیروجیلوز
د استما په اسبابو کی بی برخی نه پاتی کیږی .

سریری تظاهرات :
د استما عمده اعراض او علایم عبارت دی له : * ویزنګ *ټوخی * او سینه نیونه(chest tighness) څخه :چی په لاندی ډول سره تر خپل څیړنی لاندی نیسو :
۱- ویزنګ :
ویزنګ یو موزیکل لوړ، شپیلی ډوله، غږ او آواز دی ، چی د تنفسی لاری د هوایی جریان د تشوش او خړ پړ تیا څخه مینځ ته راځی .او د استما په مختلفو صفحوکی د اوصافو له نظره په راز راز تون او طنین اوریدل
کیږی .چی په لاندی ډول پری تم کیږو :
*دا ستما په خفیف شکل کی :
د ا ستما په خفیف شکل کی ویزنګ یواځی دذفیر په صفحه کی اوریدل کیږی ،او دهغه تون او شدت د ذفیر د صفحی په انجام کی له مینځه ځی .اما په ډیر شدید ا شتما کی دشهیق په صفحه کی ویزنګ هم اوریدل کیږی ، دا مو باید په یاد وی چی د ا ستما په خورا ډیر شد ید او پر مختللی حالت کی کوم چی د هوایی لاری دډیر تنګوالی له کبله د هوا جریان محدودیږی او تنفسی عضلات ستړی کیږی ممکن دی چی ویزنګ اصلاً وا نه او ریدل شی .* دوړی هوایی لاری په بندش کی : که چیری وړی هوایی تنفسی لاری په متبارز ډول سره مسدود او تړل شوی وی کیدای شی چی بی دویزنګ له اوریدو او یا مینځ ته راتلو څخه ا ستما مینځ ته راشی . په هر صورت دا مو باید به یاد وساتل شی چی د ویزنګ موجودیت اویا عدم موجودیت د استما په تشخیص کی ډیر ضروری عرض او علامه نه ګڼل کیږی . ځکه چی ویزنګ دهوایی لاری د بندش د نورو عواملو او اسبابو له امله هم مینځ ته راځی ، مثلاً په CYSTIC FIBROSIS ، دزړه په عدم کفایه *، دصوتی حبل په عدم وظفیوی حالت ( MONOPHONIC ډوله ویزنګ اما په ا ستما کی POLYPHONIC ډوله ویزنګ )کی اوریدل کیږی ، مونوفونیک ډوله ویزنګ کوم چی د صوتی حبل له عدم وظفیوی حالت څخه مینځ ته راځی د غاړی په ساحه کی د حنجری د پاسه ښه اوریدل کیږی . دBronchomalacia اوTrachomalacia په اخته ناروغانوکی هم ویزنګ اوریدل کیږی . * هغه ډول ا ستما چی دتمرین کولو او د فزیکی فعالیتونو د اجراکولو څخه مینځ ته راشی ویزنګ سره اکثراً مل وی .
۲- ټوخی :
په استما کی ټوخی ممکن چی یواځنی عرض او علامه وی ، خصوصاً په هغه ډول استما کی چی د فزیکی فعالیتونو څخه وروسته او یا کوم چی دشپی له حوا دا ستما حمله په ناروغ کی مینځ ته راشی ، ټوخی ورسره مل وی .نوموړی ټوخی وچ ، غیر مقشح او غیر اشتداری وصف لری او کیدای شی چی د ویزنګ سره مل وی ، هغه ماشومان چی د شپی لخوا په استما ( Nochturnal Asthma) اخته شی ، معمولاً هغوی دشپی په نیمایی او سهار وختی کی زیات ټوخیږی
چی باید په یاد وساتل شی .
۳--سینه نیونه (chest tightness) :
سینه تنګی یا سینه نیونه یا دسینی درد ممکن د ا ستما د اعراضو سره او یا پرته د ا ستما د اعراضو سره مینځ ته راشی ، دسینی نیونه زیاتر په Exercis induced ډوله ا ستما اوNochturnal ا ستما کی زیات پیښیږی
۴- غیر وصفی اعراض :
په استما باندی اخته ماشومان او ځوان کوچینیان ممکن چی د مکرربرانشیتس ،Bronchiolitis, pneumonia , دوامدار ټوخی د زکام (ریزش) او د Recurrent croup تاریخچه ولری .یعنی نوموړی کوچینیان د پورتنی ذکر شوی ناروغیو سره د ا ستما له حملاتو څخه هم شکایت کوی .
هغه کوچینیان چی په مکرر ډول په سینه بغلی باندی اخته کیږی ، نو په دوی کی د استما تشخیص باید له یاده ونه باسواو په دوی کی د ا ستما دموجودیت په اړین باید فکر وشی .
دا ستما اعراض او علایم د ا ستما په مختلفو صفحو کی :
لمړی : داستما په خفیف شکل کی :اخته ناروغ وروسته د یو څه فزیکی فعالیتونو څخه ( وروسته د اوږدی مودی قدم وهلو او تمریناتو) ستړی ستومان او په ځمکه غزیږی ، مکمل جملی سره خبری نه کوی او نارام ښکاری ، چی د کورنی پاملرنه ځان خواته اړوی .
دوهم :د استما اعراض اوعلایم د خفیف او مینځپانګی په صفحه کی : اخته ناروغ دخبری کولو په وخت کی له نفس تنګی او ساه لنډی څخه شکایت کوی ،واړه ما شومان په دی ډول ا ستما کی د غذا خوړلو او د مایعاتو د څښلو توان د لاسه ورکوی ،دهغو د پزی مناخر الوزی یا پرش لری او ډیر نارام ښکای .
دریم: د ا ستما اعراض او علایم د ا ستما په پرمختللی صفحه کی : اخته ناروغ د استراحت په وخت کی هم نفس تنګی لری ، نیم ناستی حالت کی لیدل کیږی ، مکمل جملی نشی پکار وړلی یعنی متقطع خبری کوی ، او معمولاً ډیر وارخطا او متهیج معلومیږی .چی د هغه د کورنی د زیات تشویش سبب کیږی .
څلورم : د ا ستما نښی نښانی د تلپاتی تنفسی ستونزی سره :دا ډول اعراض د مخکینی اعراضو څخه سربیره داسی تظاهر کوی چی اخته ماشوم ګیچ او ګنس ښکاری
تشخیص :
د استما په تشخیص کی له هر څه نه مهم د تاریخچی مکمل ا خیستنه دی ، د ا ستما په حاد حمله کی ویزنګ ، ټوخی ، ساه لنډی ، او د سینی درد عام اعراض او علایم شمیرل کیږی . ویزنګ په ا ستما کی تلپاتی علامه ممکن ونه شمیرل شی ، مګر ددوامدار ټوخی تاریخچه ( هغه ډول ټوخی چی د ا ستما د پاره وصفی دی ) ، د شپی لخوا ټوخی ، د تمرین او سپورت یا د ستړ تیا سره ټوخی ، د مخاطی غشا د تنبی څخه وروسته ټوخی ، د ساړه هوا په مواجه کیدو سره ټوخی ټول هغه نښی او نښانی دی چی د ا ستما تشخیص په ګوته کوی ، دزیات ټوخی سره کله کله ناروغ کوچنی د ګیډی له درد څخه هم شکایت کوی ، ځکه چی د ګیډی ضمیموی تنفسی عضلات د ټوخی په پروسه کی نه شلیدونکی ارتباط لری .
د ناروغی په حاد صفحه کی په فزیکی معایناتو کی د هوا د ایساریدو او پاتی کیدو له کبله د صدر په قرع کی فرط طبلیت اوریدل کیږی ، همدارنګه په ناروغ کی tachpnea ,tachycardia ,ټوخی ، شهیقی او ذفیری ویزنګ ، د ذفیر د صفحی اوږدیدل ، موزیکل شهیقی رالونه هغه نښی نښانی دی چی په ناروغ کی په سترګو کیږی ،یا اوریدل کیږی ، اما کله چی ددی ناروغی حمله پرمختګ وکړی لاندنی علامی هم وده او پر مختګ کوی :
* cyanosis ,* د تنفسی ضمیموی عضلاتو ستړتیا او پکار نه ولویدنه ، * د تنفسی اوازونو کمښت او ټیټوالی (رانیولی خاموش او چپ صدر) ،* د ویزنګ تقلیل ، * لړزه * د خبری کولو عدم توانایی *Tripod sitting وضیعت (ناروغ د کیناستو په وخت کی خپل دواړه لاسونه شاته پر ځمکه یا پر خپل بستر لګوی ) ،* خولی کیدل * اوpulsus paradoxus .
تفریقی تشخیص :
دویزنګ اسباب( په ۸-۹) جدول کی لست شوی دی – که ویزنګ په یو ماشوم کی دعمر له دری میاشتو څخه مخکی واوریدل شی په ځنی نورو حالاتو باندی باید فکر وشی ،مثلاً : ریوی سو تشکلات ، معدی معایی او قلبی انورملی ، سیستیک فبروزس ، ( بلخصوص چی دګوتو clubbing موجود اوسی کوم چی په ا ستما کی موجود نه وی)
په ماشومانو او غټو کوچینیانو کی چی د bronchiolitis سببی عامل RSV وی په ډیر عام ډول سره ویزنګ اوریدل کیږی ،
اجنبی جسم په هوایی لاره یا مری کی هغه وخت تر ا شتباه لاندی راځی چی د کوچنی عمر د یو تر دوو کالو پوری وی .او سمدلاسه ویزنګ او دتنقسی اوازونود کچی ټیټوالی په یو موضعی ساحه کی چی اجنبی جسم هلته موضعی شوی وی را څرګند شی .



( ۸-۹ جدول) دویزنګ تفریقی تشخیص :




* تنفسی :
- معمول :( قصبی استما ، انتانات ، اجنبی اجسام ، سیستیک فبروزس ،حنجروی شزنی malacia ).
- غیر معمول : ( Bronchopulmonary dysplasia , د الفا یک antitrypsin عدم کفایه ،ciliary dyskinesia سندروم ، hypersensitivity pneumonitis, Bronchiectasis , ریوی Hemosidrosis, visceral Larva migrans
-hypereosinophylic disorder ) .
*قلبی وعایی :
- غیر معمول : ( ولادی قلبی ناروغی ، وعایی حلقه .
* معدی معایی :
- غیر معمول : ( معدی مریوی ریفلوکس ،Type trachoeosophageal- H فستولا ، اجنبی اجسام )
* متفرقه : ( imminodeficiency disorder , vasculitis , collagen vascular diseases , psychogenic


ټوخی )


لابراتواری معاینات :
(۸-۱۰ جدول ) د استما دډولونو د موجودیت په هکله ستر کومک کولای شی ،په هرصورت د سینی رادیوګرافی له قدام- خلفی او جنبی خواو څخه باید واخیستل شی ،تر څو هر اناتومیک عیر نور مال والی
، atelectasis , اجنبی اجسام او Neoplasmکه چیری موجود وی را څرګند شی . ریوی وظیفوی ټسټونه د ناروغی د شدت په ارزیابی اود درملنی د ځوابیه اغیزی په تعینولو کی دناروغی په حاد او مزمن صفحو کی( د جبری ذفیروی حجم ټاکنه په یوه ثانیه ( 1FEV)،د لوړ ذفیری هوایی جریان اندازه (PEFR) ، جبری حیاتی ظرفیت (FVC) ، او د هوایی جریان مینځنی اندازه یا Rate چی په مینځ د ۲۵٪ او۷۵٪ کی وی ( 75-25 V FE )FVC) پوره مرستی کوی . د استما د پیل په صفحه کی د هوایی لاری د خفیف بند ش له امله فرط تهویه (Hyperventilation ) د hypocapnia د پیدا کیدو سبب ګرڅی ، چی د
resoiratory alkalosisسره مل وی ، شاید چی hypoxia موجود اووسی او یا نه ؟ اما کله چی بند ش مخ په وړاندی لاړ شی نو په دی صورت کی دشریانی کاربندای اوکساید لیول یا سویه لوړیږی ، او hypoxiaمینځ ته راځی ،په هر صورت نورمال 2co لیول یا سویه د ناروغی د نسبتاً شدت څخه استازیتوب کوی چی په یاد مو باید وی .
که هوایی لاری ډیر شدید تړل شوی وی hypercapnia او Respiratory Acidosis په ناروغ کی مینځ ته راځی ، کهhypoxia دوام وکړی میتابولیک (Lactic) او Respiratory Acidosis به ګډه سره مخ په وړاندی ځی ،یا وده کوی


(۰۸-۱۰ جدول): دا ستما د پاره لابراتواری مطالعات

ازمایش( Test) تبصره ( comments)



* دوینی مکمل معاینه عموماً نورمال وی اما د eosinophills په موجودیت
او زیاتوالی کی دا سی انګیرنه کیږی چی ناروغ شاید
په الرژیکی قصبی ریوی aspergillosis یاatopic
ناروغیو باندی اخته وی ، Leukocytosis د انتان د


موجودیت څخه نمایندګی کوی .

* د بلغم معاینه : سریښناک د ایوزینوفیل سره یوځای قیحی بلغم د انتان


دموجودیت څخه نمایندګی کوی .

* صدری رادیوګرافی : د ناروغی د حملاتو ترمینځ فاصله کی نورمال وی ،هوایی فرط تراکم ، اتیلیکتازس ، دسږی دفصونود
بیلوالی ښکاره تمیزاو جدایی ،دpneumediastinum


یا pneumothorax مینځ ته راتلل .

* ریوی وظیفوی ټسټونه : دانسداد ددرجی ارزیابی اودbronchodilatator په


مقابل کی ځوابیه اغیزی او تاثیرات .

* قصبی تحریک : دغیر وصفی قصبی فرط فعالیت دیمانستریشن ،


د میتاکولین ، تمرین او د هیستامین په تجویز سره .

* سیروم IgE : د IgE دمقدار لوړیدل ممکن د atopy څخه نمایندګی
وکړی ، اوکه د هغه مقدار لا پسی لوړ شی نو په هغه
صورت کی دالرژیک قصبی ریوی اسپیروجیلوزس


څخه استازیتوب کولای شی .

* الرژیکی جلدی ټسټ : د چاپیریال د الرژیکی موادو په پیژندنه کی نقش لری
او هم په ګوته کوی چی د کوم قوی الرژیکی مواد په


مقابل کی حساسیت لری .

* دشریانی وینی ګازات : د شدید او حاد بند ش حالات ، تهویه او د perfussion


غیر نورمالوالی اندازه راښیی .

تداوی :
ددی ناروغی د تداوی د پاره له ټولو نه مهم مثله دادی ، چی د ناروغ د چاپیریال څخه باید د الرژی منبع
دمینځه ویوړل شی . همدارنګه هڅه دی وشی چی د مساعد کوونکی فکتورونومخه ونیول شی مثلاً د ساړه هوا څخه ژغورنه
د پسرلی په موسم او ورځو کی په چمنونو او باغچو کی قدم نه وهل او یا نه ګرځیدل اوداسی نور .
فارمکولوژیک تداوی باید د پورتنی هڅی سره تکمیل کوونکی تداوی وی . یعنی د ا ستما د حاد اعراضو د مینځه وړلو د پاره
د خولی د لاری او یا د زرقی دلاری glucocorticoid تجویز کړل شی ،او یا داچی د ا ستما د مزمن اعراضو د بر طرف کولو
د پاره د cromolyn انشاق یا د خولی د لاری څخه دګلوکوکورتیکوید تجویز موثر تداوی شمیرل کیږی .همدارنګه د ا ستما په
تداوی کی همغسی چی د ناروغ چاپیریال له الرژیکی موادو څخه مصون ساتل لازمی ګڼل کیږی ، التهابی و طیره باید د ضد
التهابی دواګانو په تجویز سره د مینځه ویوړل شی .
agonists adrenergic - 2 beta انشاقی تداوی د ناروغی د حاد اعراضو په صفحه کی چی ویزنګ هم موجود وی
بهترین تحفظی تداوی شمیرل کیږی
۱-theophyline:
نوموړی دوا دقصباتو ملسا عضلی په رخاوت اونرمیدو راولی ، ددی دوا د تاثیر میخانیکیت
تر اوسه معلوم نه دی ، اما ډیرو په دی عقیده دی چی نوموړی دوا د حجری له داخل څخه د کلسیم د آزادیدلو مانع ګرځی ، د وړی وعایی لیکاژ په نتیجه کی د هوایی لاری مکوزا تنقیص مومی ، د موخر عکس العمل له امله د الرژیکی موادو مانع ګرځی او ډیر ممکن بریښی چی Mast cell نهی کړی تر څو کیمیاوی مینځګړتوب مواد آزاد ونه کړی ، اما دا مو باید په یاد وی چی له ایوزینوفیل څخه د مینځګړتوب موادود آزادیدو مانع نه ګرځی یا ممانعت نشی کولای .او هم هیڅکله د الرژیکی موادو په مقابل کی دقصباتو فرط ځوابیه عکس العمل ( hyperresposivness) څخه مخنیوی نه کوی ، او هم د نوموړی دوا د اوږدی مودی په ا ستعمال سره د ا ستما پر ضد بیاهم د قصباتو فرط ځوابیه عکس العمل نه ټیټیږی .همدارنګه تیوفیلین د ا ستما د حاد صفحی د اعراضو په بر طرف کولو کی دا دیرینرژیک دواګانو سره یو ځای یو با ارزش ضمیموی دوا شمیرل کیږی ،خصوصاً په هغه ناروغانو کی چی د aerosol bronchodilatator تداوی سره قابل د ملاحظی نتایج تر لاسه نشی ،
تیوفیلین د شپی د خوا ا ستما د تداوی د پاره ډیر موثر دوا شمیرل کیږی .ددی دوا د تداوی سویه په وینه کی لسو نه تر شل مییو
ګرام په هر میلی میتر وینه کی قبول شوی دی . اما له هغه ځایه څخه چی ددی دوا ناوړه تاثیرات د ناروغ په زړه ، معدی معایی
او پر عصبی سیستم باندی زیات دی دهغه دوز او د تجویز په اندازه کی محدودیت په نظر نیول کیږی .کوچینیان نسبت کاهلانو
ته دا دوا په بیړه سره میتابولایز کوی ، نو په همدی بنیاد دی چی دهغه د تداوی دوز نسبت زیات وی ،یواځی هغه ماشومان چی
د هغوی عمر له شپږ میاشتو څخه ښکته وی د نوموړی دوا اصغری دوز هغو ته توصیه کیږی ، د تیوفیلین تخلیه یا کلیرنس د
کبدی ناروغیو ، د زړه احتقانی عدم کفایه ، بی شمیر ویروسی انتانات ،د Erythromycin اوcimetidine په تجویز سره ښکته
راځی ، اما د نوموړی دوا تخلیه د سګرت څکولو د غنی پروتینی غذا او ټیټ کاربوهایدریت غذا په خوړلو سره لوړیږی .
۲-beta adrenergic agents :
ددی ګروپ دواګانو او مستحضراتو موثر اغیزی پر قصباتو باندی دادی چی دقصباتو ملسا عضلات په ارامش راولی یعنی د هغوی سپزم د مینځه وړی ، او دبلی خوا د مینځګړیتوب موادو دآزادیدو څخه مخنیوی کوی ،دا مستحضرات د ټولو هغه موادو پر ضد عمل کوی کوم چی bronchocnstrictorخاصیت ولری . او همدارنګه په هوایی لاره کی دmicrovascular پر لیکاژ باندی نهی کوونکی تاثیر غورځوی ،دغه دواګانی عبارت دی له:
epinephrine,isoproternol اوځنی زیاد انتخا بی 2 beta ادرینرژیک ( نسبتاً زیات متوسع القصبات د بیتا دوه له تاثیره او لږ cardiostimulatary د بیتا یو له تاثیر ) دواګانی دی . وروستنی دوا په عام ډول سره دبیتا دو ادرینرژیک مادی په حیث په کار وړل کیږی .چی په دی کی دا لاندنی دواګانی دذکر وړ دی :
* metaproternol * terbutaline * isoetharin* albuterol* او pirbuterol ، په هر صورت د ا ستما د اعراضو په حاد صفحه کی زیاتر epinephrine د تحت الجلدی لاری او د انشاقی بیتا دو ادرینرژیک د یو مستحضر په ډول پکار وړل کیږی ،
۳- انشاقی cromolyn sodium :
ماست (mast) حجرات ثابت ساتی اود برانکوسپزم څخه مخنیوی کوی ،دا دوا broncodilatator نه دی او هم د ا ستما په حاد صفحه کی کوم مر سته هم نشی کولای ، لاکن د څو هفتو په تیریدو سره ممکن د هغه سریری تاثیرات ولیدل شی .
۴- Glucocorticoid:
دا دواد ا ستما په شدید حملاتو کی کوم چی bronchodilatator دواګانی د status asthmatic اعراض کنترول ونشی کړلی یا د هغه اعراض د مینځه ونشی وړلی کارول کیږی ،چی ډیر موثر دوا دی ،ددی دوا تاثیر د۶-۱۲ ساعتو وروسته له تجویز څخه ملاحظه کیږی ، او د نوموړی دوا مختلف مستحضرات په ننی دوایی مارکیټ کی موجود دی یا تر لاسه کیدای شی
دا ستما عاجل تداوی :
د ا ستما په عاجل تداوی کی aerosolized بیتا دوهagonist دتحت الجلدی epinephrin
او د terbutaline د ناګوارو تاثیراتو د مینځه وړلو په مقضد پکار وړل کیږی ،د امینوفیلین زرقیات د ورید د لاری تر اوسه پوری د طبی پوهانو تر مینځ د بحث او د منازعی مثله دی . په هر صورت که چیری نوموړی دوا پکار ویوړل شی باید چی د هغه مقدار او دوز د kg/ mg 7-5 څخه زیات نشی ، ځکه چی زیات دوز یی سمی تاثیر لری . که ناروغ ته مخکی تیوفیلین تجویز شوی وی پس د امینوفیلین دوز د سیروم د سویی په نظر کی نیولو سره باید چی کم کړل شی ، که دپورتنی تداوی په نتیجه کی ناروغ بهبودی تر لاسه کړل نو ناروغ باید د عاجل سرویس څخه رخصت کړل شی ، asthmatic ناروغ ته باید د bronchodilatator دواګانو په بدله کی predneson تجویز کړل شی ، که د پورتنی تداوی سره سره تنفسی تشوشات برطرف ونشول ، status asthmaticus به ناروغ کی موجود او ایجاب کوی چی ناروغ په روغتون کی بستر شی ،دی ډول ناروغ ته دinfusion دلاری په دوامدار ډول سره امینوفیلین (kg/mg 1,2-0,7 ) په هره ساعت کی تجویز کړل شی . د اوکسیجن په ورکولو سره باید چی hypoxia له مینځه ویوړل شی ، به یاد مو باید وی چی ناروغ د مایعاتو د نه څشلو او د زیاتو خولی کولو له کبله dehydrate کیږی چی د همدی تشوش سره فرط تهویه هم کله کله ور سره یو ځای کیږی او ناروغ ته غټ ستونځی مینځ ته راولی ، نو په دی بنیاد لازم ګڼل کیږی چی ناروغ ته لازمه او ضروری مایعات ورکړل شی . که په ناروغ کی میتابولیک اسیدوزس موجود وی هغه ته باید بایکاربونیت دورید دلاری ورکړل شی ، میتایل پریدنیزون (hr6 /kg/ mg1 ) ،
دناروغ د بهبودی دپاره هم یو موثر دوا دی ، بیتا اګونیستیک اریزول (beta agonistic aereosol)هم باید چی په دوامدار ډول سر ه ناروغ ته ورکړل شی . atropin aerosol ممکن ډیر ګټور دوا وی چی باید تری ګټه پورته شی ، terbutalin چی یو بیتا انتیګونیست مستحضر دی د نوموړی حالت په تداوی کی هم باید له یاده ونه باسو .په دی ناروغانو کی باید د میخانیکی تهویی څخه ډډه وشی د میخانیکی تهویی ضرورت هغه وخت لیدل کیږی چی ناروغ به تنفسی عدم کفایه باندی مبتلا وی.
انزار :
که ا ستما په معین وخت او زمان د لازمه دواګانو سره چی مو مخکی تری یاد کړل تداوی ونشی او ناروغ کوم چی د نوموړی ناروغی به حاد حمله کی قرارولری او شفاخانی ته را نه وړل شی ډیر وخیم انزار به ولری .

فرط حسا سیتی ریوی التهاب
Hypersensitivity Pneumonitis
غیرا ستماتیک الرژیکی ریوی ناروغی چی Extransic allergic alveolitis نومیږی د متعددو عضوی انتیجن د انشاق څخه
کوم چی په دوړو کی موجود وی دسږی دحاد یا مزمن سندروم او په حال د ودی ناروغی سبب کیږی . ډیر معمول انتیجینونه په فنګسی اورګانیزم( لکه thermophilic actinomycetis) کی او يا د چڼچڼو او د بلبلو او پرندګانو په بڼکو کی موجود اوسی ، چی نوموړی ناروغی عموماً په هغه اشخاصو او د هغوی په فامیلی غړو کی لیدل کیږی ،کوم چی حرفوی اشتغالات ولری لکه دهقانی د پرندګانو ساتنه یا د بلبلو او پرندګانو سره تلپاتی اړیکی درلودل یا د هغو سره مدام مواجه کیدل ، د بلی خوا thermophlic باکتریا دحبوباتو به تخمونو( غنم ، جوار ، جودر ...) په مرغیړی ، ګنی ، د کاله او د موټر په ایرکاندیشن ، ګرم رطوبت کی موجود وی ، bacillus subtalis، او د امیب موجودیت په اوبو کی ، او د حیواناتو اوپرندګانو په پوستکی او بڼکو کی د پروتین د مشتقاتو موجودیت ټول هغه antigenic مواد دی چی د پورتنی ذکر شوی ناروغی په مینڅ راتلو کی ونډه
اخلی .
سریری تظاهرات :
د پورتنی ذکر شوی انتیجینیک موادوپه مواجه کیدو سره وروسته له ( ۴-۸ ) ساعتو حاد اعراض په ناروغ کی ممکن په سترګو شی چی عبارت دی له : ساه لنډی ، ټوخی ، سټړتیا ، تبه ، او لړزه .د اخته ناروغ په فزیکی معایناتو کی Tachpnia, او په صدر کی منتشر رالونه بی له ویزنګ څخه اوریدل کیږی ،د لابراتواری معایناتو له نظره په وینه کی قابل د ملاحظی سره Leukocytosis , او په سیروم کی امینوګلوبولین نسبت IgE ته لوړیږی . معافیتی میکانیزم iii Type ته ورته والی لری antigen-antibody کمپلکس موجود وی ، polymorpho Leukocyt فعال کیږی .
د صدر په رادیوګرافی کی منتشر بین الخلالی ارتشاح بی له hyperinflation لیدل کیږی .
ددی ناروغی مزمن شکل په دوامدار او په حال د ودی تنفسی اعراضو( ساه لنډی ، دتمرین او سپورتی او فزیکی فعالیتونو عدم تحمل ) سره بی له تبی او لرزه څخه چی دناروغی په حاد شکل کی لیدل کیده سره متصف دی . بی اشتهایی او د وزن بایلل ممکن ډیر متبارز وی ، د صدر په اصغا کی ډیر نرم او نفیس قاعدوی رالونه اوریدل کیږی ، په مزمن الرژیک Alveolitis کی ممکن Type iii او Type iv معافیتی عکس العمل فعال وګرځی .
دسږی په وظیفوی ټستونو کی vital capicity تناقص مومی چی د ناروغی په حاد صفحه کی تظاهر کوی اما د ناروغی په مزمن شکل کی غیر قابل ارجاع وی ،2 pao داکسیجن د انتشار د ټیټیدو له کبله ښکته راځی ، 2paco معمولاًد فرط تهویه
( hyperventalition) له کباه ټیټ وی .
تشخیص :
ددی ناروغی تشخیص د لوړ اشتباهی علایمو په لیدلو او ددقیق تاریخچی او د epidemologicy شاخصونو په لیدو ، رانیو او موجودیت سره وضع کیږی .د نوموړی ناروغی اعراض اکثراً په روغتون کی د مینځه خی ، او ناروغ په کامل بهبودی سره بیرنه خپل کور ته راځی ، سیرولوژیکی ټسټونه د ترسب له نظره اود Airborn fungi کلچر ممکن د تشخیص په وضع کولو کی کومک وکړی .
تداوی :
له ټولو نه مهم ناروغ باید د انتیجن له منبع څخه لری وساتل شی . او هغه ته باید steroid ورکړل شي ،
داوبو منبع له هررازملوثاتو څخه باید خوندی وساتل شی ، ددی ناروغی انزار هغه وخت ښه کیږی چی د ناروغ جاپیریال
خوندی او هغه د انتیجن له منبع څخه لری وساتل شی ،


الرژیکی قصبی ریوی اسپرجیلوزس
Bronchopulmonary Aspergillosis Alergic
نوموړی ناروغی په سږی کی د ASPERGILUS FUMAGATUS د انتیجن پر ضد د معافیتی عکس العمل له سببه مینځ ته راځی ، نوموړی ناروغی د فنګس له امله مینځ ته نه راځی د aspergillosis انتیجن د IgG , IgE په مقابل کی عکس العمل
ښیی ، چی ددی عکس العمل په نتیجه کی T او ‌B لمفوسیتونه حساس کیږی ، چی دغه حساسیت د قصباتو جدار تخریبوی او په سږی کی eosinophylic consolidation مینځ ته راولی ، ABPA په کورتیزون تړلی یا وابسطه استما ، سیستیک فبروز ، او Bronchiectasis کی پیژندل کیدای شی .
سریری تظاهرات :
نوموړی ناروغی په لمړی سر کی د ا ستما په څیر چی د وینی په محیطی لوحه کی ایوزینوفیل لیدل کیږی تظاهر کوی ، مخکی ددی چی د نوموړی ناروغی حقیقی تشخیص وضع شی ، شاید چی تخریب شوی سږی غیر قابل ارجاع وی ،د ا ستما ددقیق تاریخچی په اخیستلو سره سر بیره د ناروغ په جلدی ټسټ کی سمدلاسه د
fumigat- A لرونکی انتیجن او الرژیکی ټسټونه اجرا او په پوره غور سره وکتل شی .ددی ناروغی دودی په حال حاد صفحه کی بی اشتیهایی ، سردردی ، تبه ، ستړتیا ، او مقشح لرونکی ټوخی ، له مهمو اعراضو او علایمو څخه شمیرل کیږی ، د ناروغی په حاد صفحه کی د سږس په اصغا کی رالونه ، ویزنګ او broncheal تنفسی اوازونه اوریدل کیږی ،چی د ا ستما د حاد صفحی سره ډیر نژد یوالی او ورته والی لری .
لابراتواری لاسته راوړنی :
د ناروغ د وینی په محیطی لوحه کی په عمومی ډول سره د ایوزینوفیل شمیر له 3 mm / 1000 څخه زیات او پورته وی او دناروغ د بلغم په معاینه کی Fungal myeeline تر سترګو کيږي ،د IgG
اوIgE انتیجن specific پورته ځی ، د صدر په رادیو ګرافی کی متعدد ګذری تغیرات لیدل کیږی ، متبارز تغیرات په قریبه یا
نژدی bronchiectisis پوری مربوط وی اما مخیطی قصبات کاملاً نورمال وی .
تداوی :
ستیروید ددی ناروغی انتخابی دوا دی ،ځکه چی دیوی خوا سریری اعراض له مینځه وړی او د بلی خوا د بلغم د زیات تولید څخه مخنیوی کوی ، او د بلغم د کلچر د مثبتوالی وقوعات ښکته راولی ، او د رادیوګرافی له نظره سږی له آفت څخه پاک کوی . د نوموړی دوا ددوومیا شتو په دوام سره په سیروم کی مجموعی IgE راٍښکته کيږي او که د تداوی سره بیاهم IgE راښکته نشی دا ددی نمایندګی کوی چی ناروغی لا د Exacerbation په صفحه کی قرار لری ، antifungal تداوی ګټه نشی رسولای .
لسمه برخه
عصبی تشوشات چی په تنفسی وظایفو
باندی تاثیر غورځوی
په دوام