د شاتومچۍ خپل ډیر بدو دښمنانو ته خواړه ورکوی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: عبدالملک پرهيز

هغه مچۍ چې د شاتو له مچۍ سره بندې وی خپل خواړه له ساتونکې مچۍ څخه تر لاسه کوی

بیو لوژي: يوه کوچنۍ مچۍ چې لاتینې نوم یی « ۱ » دی غوره بولې چې د شاتو د مچيو له خوا بندي شی . کله چې دغه مچۍ د شاتو چک ته ور نژدې شې نو د تيری کونکې په څیر بند ته اچول کيږی. تيرې کونکې غواړی د شاتو چک تالا کړی خو د شاتو مچۍ دومره غښتلې نه دي چې پر هغه برید وکړی نو غوره بولې څو هغه په یوه کوچنی زندان کې بندی کړی او یوه کارګره مچۍ ورته د بهر له خوا د ساتونکې په توګه دروی.

دغه مچۍ کیدې شی څومیاشتې په دغه خونه کې بندی پاتی شې. دا هغه څه دی چې څيړونکی یی حيران کړی دي. دغه مچۍ باید لږ وخت وروسته له ولږې مړه شې. خو څيړنو وښودله چې مچۍ خپل ژوند ته دوام ورکوی.دغه مچۍ د خپل حسی ښکر په وسیله د خپل ساتونکې سره داسې اړیکې ټینګوی، لکه د شاتو نوری مچۍ یی په خپلو کې لری، نو ساتونکې مچۍ د ولږی په وخت کې خپل بندي ته یو اندازه شات ورکوی. په دی ډول بندي مچۍ په زندان کې خپل ژوند په ښه ډول تير او سمبالوی.


Aethina tumida ۱