رياضي اودهغې ارزښت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال استاد عنایت الله عادل

رياضي اودهغې اوسني ډېرمفاهیم دبشري ټولنې دپیلېدوسره سم منځ ته راغلي یانې کله ،چې دځمکې پرسردانسان ژوند پیل شودهمغه وخت سره سم حساب اوشمېرنه پیل ،ځکه ،چې دا دژوند هغه اړتیاوې دي ،چې آن له آدمه تردې دمه انسان ورته اړتیالري. هغه وخت ،چې علومواوفلسفې په یونان کې وده اونمووکړه ریاضي هم په همغه وخت کې دیو علم په توګه دیونانی پوهانو اوعلماوو لخوا تدریسېده اوریاضي دومره مهم اوضروری علم وو ،چې په هرچایې زده کړه لازمه ګڼل کېده آن تردې ،چې ارسطودخپل ښونځي په دروازه کښلي وو،چې «هغه څوک زموږتدریس ځای ته راځی ،چې ریاضی ېی نوی زده»
په اسلامی عصرکې هم ریاضي ضروری علم وو،چې دنوروعلوموترڅنګ به وړوماشومانواوزده کوونکوته تدریسېده ،بیاکله،چې داموي اوعباسي خلافت په پېر«مرحله» کې هرعلم ځان ته خپله اصلي بڼه غوره کړه دهرعلم اصول اوقواعد کېښودل شول دریاضي په برخه کې هم د ډېرو مسلمانوعلماوولخوا څېړنې وشوې ، اصول اوقواعد یې کېښودل شول اودنورو علومولکه علم تفسیر،علم حدیث، فقه،فلسفې،نجومو،جغرافیې ... په کتارکې ودرېده دسلامی نړۍ په ډېروبلکه په ټولوعلمي مرکزونولکه د بغداد،کوفې،بصرې،قرطبې،سمرقنداوبخاراکې تدریسېده اوپدې ډېرعلما اوپوهان شهرت لري ،چې دهغوڅخه محمد خوارزمي اوابن ماجه نومونه یادولای شو اودمحمد بن موسی فورمول خولاترننه دهمده په نامه شهرت لري.
ښه نوداڅنګه علم اوڅومره مهم دی؟
ریاضي هغه علم دی ،چې په اعدادو،ارقامواوشمیروپورې اړه لري اود اهمیت په هکله یې لاندې معلومات وړاندې کوو.
رياضي دطبيعت ژبه اودهغه معنوي انځوردي،چې د ډېروعلومولکه طبيعي علوم،ټولنيزعلوم،ارواپوهنه،دفلک اونجوم علم،دميراث علم اودېته ورته نوروعلوموسره نه بلېدونکې اړيکې لري اوپه ډېروځايونوکې يوپربل تکيه کوي. دساينس اوتکنالوژۍ په برخه کې ټول هغه اختراعات،ابتکارات اونوښتونه،چې تردې دمه دبشريت په برخه شوي دي پدې ټولوکې درياضي لويه اورغنده موجوده ده.
همدارياضي ده ،جې دانساني ژوندسراوپاي يې معلوم کړي،دانسان ژوندته يې پاملرنه کړېده دانسان له زيږېدوڅخه ترمرګه يې دهغه ژوندمعلوم اوبرخوویشل شوی لکه شېبه ،دقيقه،ساعت،ورځ،اونۍ،مياشت اوکال لس کاله یا لسیزه یا دوه لسیزې...
اودهمدې په مټ سړی کولای شی دخپلوستونزو اندازه ګیري وکړي په همغه اندازه دستونزو دحل لپاره کاروکړي.
څرګنده ده،چې دپوهېدلواوپوهولويواځنۍ وسيله ژبه ګنل کېږې ،چې دژبې په وسیله دټولنې عادتونه،رواجونه،کلتوربیان واڅرګندېږې دابه ناسمه نه وي که ووایو،چې رياضي دټولنې ژبه اومنطق بلل کېږې،ځکه چېرې دکوم بل هېواد سړي ېوې داسې ټولنې ته لاړشي ،چې نوموړي دهغوي په ژبه نه پوهېږې اوله ده سره ترجمان هم نوي نوداشاره په کولوسره ديوشي اخيستل کولي شي اوهمغه قیمت ورته ورکوي کوم،چې له اخيستونکي څخه مطلوب دي،دايواځې درياضي په اشاره سره کولي شي اوهمدارنګه د مروجوپيسوپېژندنه هم درياضي په وسيله سره کولاي شي لدې څخه معلومېږې،چې رياضي د افهام اوتفهيم ژبه ده اودپرمختګ ژبه ده ديني معنوي چارې ټولې درياضي په وسيله سره په وړاندې ځي په ديني لحاظ سره ويلاي شم،چې کله د وخت پېژندلونېټه معلومه کړې نوبايد درياضي په وسيله سره يې معلومه کړو اوکه غواړو دلمانځه درکعتونوشمېره معلومه کړو ،نودرياضي په مرسته يې معلومولي شو د بېلګې په توګه دسهارڅلوررکعته لمونځ دي دوه، يې فرض اودوه يې سنت،خوکه له رياضي څخه کاروانه خيستل شي درکعتونوشمېره به څنګه وپېژندل شي اوکه درکعتوشمېرراته معلوم نه شي دالمونځ به څنګه قبلېږې؟ همدغه ریاضي ده ،چې رکعتونه یې پېژنو، دلمانځه وخت معلوموو،اوپدې سره لمونځ هغومره سم راځی څنګه اسلامي شریعت امرکړی دی که خبره په اسلامي احکاموکې لږنوره هم وغځوو دروژې مبارکې وخت اوموده ،دحج وقت اوموده دزکات اندازه داټول په ریاضي سره معلومېږې ،یواځې دریاضي په مټ کولای شو دغه احکام په سمه توګه اداکړو.
لدې ټولوڅخه څرګندېږې ،چې درياضي زده کړه ډېره اړينه ده ا وځکه دشریعت ټول احکام پدې سره معلومېږې اوددې ترڅنګ ریاضي دټولنې ژبه ده ،ځنې پوهان بيا وايې،چې رياضي د فرايضوڅخه ګنل کېږې اوځنې نوربيادټولنې دطبيعت ژبه ورته وايې،چې پدې هکله نوميالۍ رياضي پوهه ګاليله وايي:« رياضي دطبيعت ژبه ده ،چې انسانان دپيداکېدوله پيله لدې سره آشنا يي پيداکړېده اونن سبا،چې دساينس اوتکنالوژۍ په نړۍ کې کوم اکتشافات شوي دي ،داټول درياضي په نېغه مرسته ترسره شوې دي»
ویلای شو،چې درياضي له پوهې پرته نه شوکولاي ،چې د طبيعت په اسرارواو رازونوپوهه شو،نوله همدې کبله وايو،چې ریاضي دټولوعلوموترمنځ د ارتباط کړۍ ده اوپه اوسني عصرکې دعلم اوپوهې هرې برخې ته د رسېدويوازنۍ لاره ده.
رياضيات داعدادو او ارقاموعلم دي يانې درياضي په وسيله دهرڅه اندازه معلومېږې اوهمدارنګه کولاي شودطبيعت هرډول تغيراتواوبدلونولپاره درياضي په وسيله فورمولې جوړې کړو اودساينس په اختيارکې يې ورکړو.
څرګنده ده ،چې ټول اعداد،کميتونه،شکلونه ،جسمونه اودېته ورته مفاهيم درياضي په ژبه ښوول کېږې اوتشريح کېږې اوساينس درياضيکي قوانينو،پېژندلوپرته دهېڅ شي تحليل اوشننه نه شي کولاي.

رياضي دژونددټولوچارودحل لاره لري اودټولنې هروګړی ورته ضرورت لري اوځینې نوربيا درياضي څخه پرته ژوند نشي کولي په لاندې کرښوکې ریاضي ته دټولنې دوګړو اړتیاوې ذکرکوو ،چې هريودخپل وضیعت سره سم درياضي علم ته ضرورت لري، د بېلګې په توګه:
• بزګردرياضي څخه په استفادې سره دامعلوموي،چې څومره تخم په يوه معينه ټوټه ځمکه کې وکري،کله اوبه ورکړي اوڅومره وخت وروسته يې بېرته حاصل ترلاسه کړي اوپه همدې رياضي سره دخپل کارپايلې اوګټې معلوموي.
• تجاراوهټیوال خپلې ورځني راکړې ورکړې،ګټه او توان د رياضي په مرسته تر سره کوي . او خپل توکي چې کله پلوري او يا يې اخلي دهغوي محاسبه درياضي په مرسته ترسره کوي.
• انجینر د نقشی په سکښته او طرحه کې په لوړه کچه له ریاضي څخه ګټه اخلی
یواځی دریاضي علم دی چې له هغه سره دیوې نقشی په سکښته ،طرحه او اندازه کولو او اړونده اړتیاوو او حسابولو کې مرسته کوی دیوې ښکلی ودانۍ هره برخه د ریاضي له خوا محاسبه کیږی او دوادانۍ خاوند انجینر ته دخپل کار پایله په لاس ورکوی.
• ډاکتر او روغتیا پال دبدن تبه ،درد ،فشار ،دزړه ضربان او داسې نور د ریاضي په مټ معلوموی او د ځان له پاره بشپړه پایله تر لاسه کوی او دهمدې معلوماتو په رڼآ کې ناروغ ته ددرملو اندازه ،ارزښت او وخت ټآکی.
• موټر چلونکی هم دموټر دتیلو لګښت ،دموټر سرعت اومسافه او دې ته ورته نور څیزونه دریاضی په مرسته معلوموی.
• ترکاڼ هم دخپل کار په هره شیبه کې دریاضي مفاهیمو او اعدادو ته اړتیا لری. په همدې ریاضي سره د وره ، کړکۍ ، المارۍ او میزاړخونه او داسې نور کچ کوی.
په دښته او بیابان کې شپون ریاضي ته اړتیا لری تر څو دخپلې رمې شمیره معلومه کړی،خپلو میږو،ګډانو او بزو اندازه معلومه کړي اوخپله مزدوري معلومه کړي.
باغبان دخپل باغ د مساحت معلومولو ،دونو شمیره ، د اوبولو وخت ،له باغ څخه لاسته راغلی میوې او د هغو پلورنه او داسې نورټول د ریاضي په وسیله ځانته معلوموی.
دسوداګر خو ټول کار له ریاضي سره تړلۍ دی د پانګې له اچولو له پیله آن تر سوچه ګټې تر لاسه کولو پورې ټول حسابونه په ریاضي پورې تړلی دی . سوداګر ته باید دا معلومه وی.چې څومره پانګه یې اچولی،واردات وصادرات ،تولیدات څومره دی.
څومره اندازه ګټه یې تر لاسه کړی او څومره زیان او تاوان ورته اوښتی . که لدې څخه لږ نور هم ورتیر شو وبه ګورو چې دا لوتکی پیلوټ هم هر څه په ریاضي حسابوی.
نور خو یې لا پر ځای پریږده آن هوایی کرښه یې هم په ریاضيکی مفاهیموولاړه ده. قصاب هم په خپل ورځینی کار او بار کې په لوړه پیمانه ریاضي ته ا ړ دی د ریاضي په وسیله دخپل کار ورځنۍ ګټه او لګښتونه معلوموی.
لنډ دا چې هیڅ داسې څه نشته چې ریاضي دې په په هغه کې ونډه ونه لری.
دښوونکو له پاره دریاضي زده کړه خورا مهمه او دارزښت وړ ده ،ښوونکی په هره برخه کې چې تدریس کوی باید د ریاضي په هکله پوره معلومات ولری ،ښوونکی دخپل کلنی ،څلورمیاشتینی او ورځنی درس پلان په جوړولو کې ریاضي ته زیاته اړتیا لری . دساری په توګه هغه باید دکال درسی ورځی معلومی کړی ،رخصتی او نورې هغه ورځی چې درس نه په کې ویل کیږی منفی کړی،بیا ددرسی کتاب پاڼې وشمیرې په اوونۍ کې درسی ساعتونه معلوم کړی اودهردرسي ساعت اندازه معلومه اودهغې په رڼاکې دځان لپاره کلنۍ درسی پلان جوړ کړی یامیاشتنۍ پلان جوړکړي. دخپلوزده کوونکووړتیااولیاقت اندازه کړي اوهریوه ته دخپلې وړتیا سره سم نومرې ورکړي.
پدې سره دخبرولمن رانغاړو،چې ریاضي خورامهم اوجامع علم دی ، له نوروټولوعلوموسره نېغې اړیکې لري اوډېرعلوم دریاضي پراساس ولاړدي اوریاضي یې مهمه برخه ده له بلې خوا ریاضي په ورځني ژوندکې ډېره مهمه اوهرسړی دخپل وضیعت سره سم دې علم ته اړتیالري.
هېڅوک داسې نشته اونه داسې ورځ شته ،چې په هغې کې دریاضي اودهغې له مفاهیموڅخه استفاده ونه شي. له همدې ځایه وایو،چې ریاضي پرپوهنیز ډګرکې ډېرمهم مضمون دی لومړی باید ښوونکي په ریاضي سهي پوهه شي اوبیایې زده کوونکوته په عملي ډول وښیی هغوی له ریاضیکي اعدادو،ارقامو اومعادلو سره په عملي ډول آشناکړي اوداټول مفاهیم یې په ذهن کې په سهي ډول کښنوي.

استاذ عنایت الله عادل
۲۰۰۷ \ ۰۳ \ ۰۶