مغزه د يوې دندې د تر سره کولو دپاره په ډله ایز (ګروپي) ډول کار کوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

له علمي خپرونو څخه

د یوې تیورۍ پر بنسټ مغزه د ليدو، خبرو اوریدو او دې ته ورته نورو دندو دپاره ټاکلي مرکزونه لري. خوکله چې يوه دنده پيچلې کيږي نو یو مزکز په يوازيتوب سره دنده نه ترسره کوي او د بهیرونو ځواک او انرژي د مغزو نورو برخو ته هم سپارل کيږي، د سکان پرمختللي سيستمونه دغه مساله په ډاګه کوي.



همدا اوس چې دغه کرښې وينۍ او لولۍ نو ستاسې سترګې لومړی هغه حسوي او بیا په مغزو کې د ليد مرکز ته استول کيږي. دلته را رسيدلي مالومات په سمبولونو آوړي او له دغه ځايه د مغزو نورو برخو ته آستول کيږي. هلته رارسيدلي سمبولونه د کلمې په بڼه ارزول کيږي او ددې امکان شته چې يو حسي ارزښت تر لاسه کړي.
کله چې تاسې فکر کوۍ چې لوستل شوي کلمې په زړه پورې دي نو کيدی شي چې هغه ستاسې په ياد يا (حافظه) کې ديو نوي مرکز له خوا خوندي يا ثبت شي. کله چې تاسې غواړې له نورو کسانو سره په دې هکله خبرې وکړي، نو ستاسې په مغزو کې د خبرو مرکز د مغزو نورو برخو ته خبرورکوي څو تاسې و کولی شۍ خپله خوله و خوروۍ او حنجرې ته هوا د ننه کړۍ.
دا د مغزو دجوړښت او دندو د مودلونو په اړوند یو دوديز پرنسيب دی: په مغزو کې يوشمیر مرکزونه شته چې پولې يې ډير دقيق ټاکل شوي او هريو يې ټاکلي دندې ترسره کوي.

پخوا به يوازې هغه وخت ددغه مرکزونو د ليدو او څيړنې امکان برابریده کله چې يوڅوک به ټپي شو او یا د کومې پيښې له امله ټپي او مغزو ته يې ډیر لږ او سرسري زيان رسيدلی ؤ. د سکان د پرمختلليو وسایلو په مرسته د وينو جريان اندازه کيږي او سړی کولی شي نيغ په نيغه وویني چې په کومو حالاتو کې د مغزو کومه برخه فعاليږي.

مغزه د جال بڼه لري
خو کيدی شي مغزه بيخي په سلو کې سل داسې کارو نه کړي. لږ تر لږه مارسل جست (۱) همداسې فکر کوي. نوموړی د امريکې د کارنجي مېلون(۲) په پوهنتون کې پروفیسور دی. هغه په دې اړوند څيړنه کوي چې پرمختللې سکان موږ ته زموږ د مغزو په اړوند څه ډول مالومات راکولی شي. نوموړی د مغزو د مرکزونو په اړوند، چې کوم وچ مالومات او نقشې شته نه مني، ځکه دا نه شي کولی موږ ته زموږ د بدن د ډير پرمختللي غړي يانې زموږ د مغزو په اړوند لازم او مهم مالومات راکړي: د بېلګې په توګه، که چيرې د مغزو د غبرګون ښودلو بې سارې ځانګړنه یا خصوصیت د کومې پيښې له امله او يا په وينه کې د وينې د غوټه کيدو يا لخته کيدو له امله له منځه لاړه شي ، نو تر څو ساعتونو وروسته او يا کله هم تر څو ورځو وروسته بیرته رامنځ ته کيږي.
همدارنګه نن موږ پوهیږو چې يو شمیر ټاکلي دندې د مغزو د اړونده مرکزونو له خوا نه تر سره کیږي چې په نورماله توګه يې د ترسره کولو دنده په غاړه لري: د بيلګې په توګه هغه کسان چې په سترګو وړانده دي د هغوی د مغزو هغه برخه يا مرکز چې په نورماله توګه د ليدو دنده ترسره کوي ،د آوريدلو دنده ترسره کوي.
که چيرې مغزه په يو شمیرکوچنیو او جلا مرکزونو ويشل شوی وای او هرې برخې یوازې ټاکلې او جلا دندې ترسره کولی نو ددې خبرې تصور به آسانه نه ؤ چې مغزو به څنګه خپلې ټولې دندې ترسره کړي وای .
مارسل جست په دې باور دی:« مغزه په ټوليز ډول تل دې ته چمتو دي که يوه دنده پيداشي، ترسره یې کړي. په دې وخت کې د مغزو وزګاره برخې د رامنځ ته شوي دندې د ترسره کولو له وړانديز سره رامخ ته کيږي او دنده د مناسبو برخو ترمنځ ويشل کيږي.»
مارسل جست وايې، موږ بايد فکر وکړو چې مغزه يو جال دی. د جال هر ټکی د مغزي حجرو له زیاتو ډلو يا ګروپونو څخه جوړ دی، چې په ګډه کار کوي. هره ډله يا ګروپ د هغې دندې چې مغزه یې باید ترسره کړي، د ترسره کولو وړاندیز کوي.
دندې د راز راز ډلو تر منځ د تخصص او ځانګړتيا او پر دې بنسټ چې دنده څومره لويه يا درنده ده، په ډیناميکه توګه ويشل کيږي. ډلې په خپل سر نه جوړوي بلکې جال دا کارکوي، چيرې چې تل نیورونونه په خوځون کې دي.
که څه هم ډیرې ډلې خپلې ټاکلي دندې لري، خو بيا هم دوی راز راز دندې ترسره کولی شي. په همدې ډول يوه ټاکلې دنده د مغزو د عصبي حجرو د بيلا بيلو ډلو له خوا ترسره کيدی شي. يانې دندې په داسې ډول ويشل کيږي چې د ډلو ترمنځ د هغې د بدلېدو او د سره ويش امکان په کې موجود وي.
پروفیسور جست د مرکزونو شتوالې مني. خوهغه باور لري چې دغه مرکزونه يوازې پر دندو کنترول لري او دندې د مغزو پر پاتې برخو ويشي.

ټاکلي بريدونه موږ ته هوښيارتيا را په برخه کوي
د هنس(۴) په تيورۍ کې يو مرکزي دليل پروت دی او هغه دا چې د مغزو هره برخه د فکر کولو ټاکلی بريد او پوله لري يانې داچې د فکر کولو حد او برید يې څرګند دی.
همدغه پولې يا بریدونه ددي سبب شوي څو زموږ مغزه په دغه بنه چې اوس کار کوي، کار وکړي.که چیرې مغزه د داسې برخو څخه جوړ وای چې هرې برخې يوازې خپلې ټاکلې دندې ترسره کولی نوپه دې حالت کې به مغزو يوازې يوه دنده درلودی اود هغې له زياتو برخو به يوازی کله کله کار اخیستل کيده.
همدارنګه د مغزو نورې برخی به له داسې حالت سره مخامخ شوي وای چې د خپلې دندې د ترسره کولو دپاره يې ظرفیتونو ته اړتیا درلودلی څو وکړی شي خپله دنده ترسره کړي.
د مارسل جست د مودل پر بنسټ کله چې د يوې دندې تر سره کول ستونزمن شي نومغزه تل نورې برخې د مرستې دپاره را بولي، په دې ډول مغزه کولی شي ډيرې پيچلې دندې ترسره کړي خو که د مغزو هره برخه يوازې د يوې دندې د ترسره کولو وس درلودی نو مغزو به د ډيرو پيچلو دندو د ترسره کولو وس نه درلودی.

تجربه:
مارسل جست يو لړ آزمېښتونه ترسره کړل، دغه آزميښتونه ښيي چې څرنګه مغزه په فعاله او ډيناميکه توګه هڅه کوي څو د مغزو د مختلفو برخو ريښتني ظرفيتونه وویشي. ددې کار مقصد دادی څو د هغه دندو د ترسره کولو بهیر ته چې په پرله پسې ډول پيچلي کيږي، امکانات برابر کړي.
دلته دبيلګې په توګه يو څوک په پام کې نیسو چې یوه جمله لولي، نوموړی په عادي ډول لوستل پيل کوي خو ورو ورو جمله پيچلې او د مفهوم پوهيدل ګرانيږي. د بيلګې په توګه نوموړی دغه جمله لولي: «تجربه لرونکو سرتیریو په نیمه شپه کې د ترسره شوي بريد څخه د رامنځ ته شويو خطرونو په اړوند خبرداری ورکړی ؤ» داسې یوه جمله په پيل کې يوه ساده جمله ده خو د هغې په منځنې برخه کې ناڅاپه موږ له یوې مسالې سره چې پيچلې ده مخامخ کيږو چې د حل غوښتنه کوي. ددې پرځای چې په ساده ډول پر دغه جمله درک کړو په کار ده چې دهغې ددوو مفهومونو ترمنځ يو غوره کړو.
د آزمایښت مقصد دادی چې ولیدل شي چې د آزمایښت لاندې سړي مغزه په پيل کې يوازې دې ته اړ دي د مغزو د هغه برخې محدود ظرفیت وکاروي کوم چې د يوې ساده جملې د پوهيدو دپاره ترې کار اخيستل کيږي خو کله چې د جملې پيچلې برخه رامخ ته کيږي نو د مغزو دغه برخه د جملې په پوهیدو کې له ستونزو سره مخامخ کيږي. نو مغزه دې ته اړ کیږي څو دمغزو له نورو برخو څخه مرسته وغواړي.
د سکان د وسایلو په مرسته کولی شو هغه بهيرونه ووينو کوم چې دمغزو د يوې برخې د فعاله کيدو له امله په مغزو کې د وينو د جريان د چټکيدو سبب کيږي .

مغزه دریاضي په بڼه
دا په حقیقت کې د پروفیسور جست دهڅو يوه برخه ده چې نوموړی غواړي د مغزو رياضيکي مودل جوړ کړي نوموړي پر دغه تیورۍ پوره شل کاله کار کړی دی او نوموړی دغه تیوري د
4caps
په نامه یادوي.
دغه مودل به ددې لاره آواره کړي څو د يوې جملې د لوستلو په وخت کې د مغزو غبرګون وليدل شي او همدارنګه به وليدل شي چې يوه ټاکلې جمله څرنګه د مغزو بیلابيلې برخې په کار اچوي. یانې همدارنګه به څرګنده شي کله او په څه ترتیب سره کومې برخې فعاله کيږي. .
دا به ډیر ګټورکار وی که هغه تیوري ګانې و آزمويل شي چې موږ ته را ښيي مغزه څرنګه کار کوي. همدارنګه دغه مودل د هغه کسانو دپاره هم په کارول کېدی شي چې مغزه يې زيانمن شوي وي اويا د آوتیست ۳ په رواني ناروغۍ اخته وي( دغه ناروغان له روحي پلوه له دې ځوريږي چې له نورو خلکو سره خپلې اړيکې له لاسه ورکوي او په خپلې ځاني نړۍ او یا ځان کې ډوبيږي) ، په دې آزمایښت کې ليدل کيږي چې دغه ناروغان څرنګه له خپلو مغزو څخه کار اخلي.
د مغزو په هکله د جست د تېورۍ په يوه برخه کې داسې ويل کيږي چې دا يوازې فکر کول نه دي چې ټاکلي بریدونه او پولې لري، بلکې هغه مالومات هم پولې لري چې په مغزو کې خپريږي. په يو آزمايښت کې چې په يو شمیر آوتست ناروغانو ترسره شو ، جست وښودله چې د آزمايښت لاندې کسانو په مغزو کې د ټاکلو برخو ترمنځ ډیرې لږې اړيکې موجودې وې. دغه پوهنه ددې امکان برابروي چې ددغه کسانو په حالت پوه او درملنه يې ترسره شي.
دغه مودل د هغه درېو پوړونو ترمنځ چې موږ يې په عادی ډول د مغزو په اړوند پیژنو ، یانې ۱. نیورونونه چې د جلا نيوروني حجرو دندې بیانوي،۲. کورتکس چې د مغزو بیلابیلې برخې دي ۳. او تر ټولو لوړه پوړۍ چې زموږ چلند ترې رامنځ ته کيږي، د همآهنګۍ د رامنځ ته کولو دپاره يوه هڅه ده.

غه مودل تر اوسه يو بريالی مودل دی. اوس ددې مودل پربنسټ کيدی شي څرګنده شي، چې که مغزه د وینو د لښته کيدو په وسيله زيانمن شوي، څرنګه غبرګون له ځانه ښيي.د

زموږ په فکرونو پوهېدل
څيړونکي دا لېوالتیا هم لري څو پوه شي چې زموږ د فکر او د هغه دبيالوژيکي بهیرونو ترمنځ چې په مغزو کې پيښيږي څه ډول اړيکې شته دی؟ ـ دا لا اوس هم معقوله خبره ښکاري څو شعور ته له فزيکي مغزو او له بدن سره تړاو ورکړو.
جست او هینس لا تر اوسه اوږده لاره په مخ کې لري ـ دوی تراوسه یوازې د یو شمیر عمومي پرنسیپونه په اړوند پوهنه رامنځ ته کړې ده.
یوه ستونزه داده چې د سکانولو اوسنۍ تکنولوژي يوازی ددې وس لري چې په مغزو کې د وينو د جریان اندازه ولګوي. د وینو جریان ورو ورو بدلون مومي خو دمغزو غبرګون ډير چټک دی. له دې کبله جست ډير زیات هيله مند دی چې نيغ په نيغه هغه مواد اندازه یا پیمانه کړي چې د مغزو حجرې ترې کار اخلي او غواړي دا کار د ملي ثانېې په زیرتیا ترسره کړي. په دې ډول به دا امکان برابر شي څو په زياتې زيرتيا یو شمیر هغه عصبي حجرې وليدل شي چې فعاله دي او کار کيږي.

تر اوسه د مارسل جست هدف مثبت ؤ. همدا اوس هغه په يوه داسې تجربه کار کوي چې غواړي له مغزو سره له یو ډول چال نه کارواخلي.
ددې کار له پاره د
(trancranial magnetic stimulation) MTS

په نامه له يو څه نه کار اخلي.
کله چې مغزو ته يوه متمرکزه شوې مقناطيسي څپه يا امپلس واستول شي نو د مغزو حجرې د څو ثانیو دپاره له کاره لويږي. دا کار بيخي بې زيانه دی او ان تر آزمايښت لاندې کس هغه احساسولي نه شي.
په دې کار سره کيدی شي وليدل شي چې د یو شمیر حجرو په غیر فعاله کيدو سره د مغزو د کومې برخې حجرې فعاله کيږي. نو په دی ډول څيړونکي بې له دې چې د ټپي يا په مغزو کې د غوټه شوې وینې د ناروغ راتلو ته په تمه کيني، کولی شي په منظمه توګه خپلو څيړنو ته په پرله پسې ډول دوام ورکړي.
په دې ډول د مغزو په اړوند زموږ پوهه په چټکۍ سره وده کولی شي.
دغه مودل به یوه ورځ له موږ سره ددغه ستونزې ، په پوهيدو کې مرسته وکړي. چې مغزه په خپله د ځان د پيژاندلو وس نه لري.





Marcel Just. .1
Carnegie Mellon. 2
autiste .3

Hans . 4