یك انسانیكه دارای صحت وسلامتی كامل فزیكی ودماغی وروحی وروانی باشد، پیوسته در درك وشناخت ومعرفت اشایی پیرامون خود در جد وجهد میبا شد ، وتلاش میورزد كه پدیده های مادی ومعنوی موجود اطراف پیرامون خود را كه در براوردن آن نفع خودش و اجتماع اش مضمر باشد مبارزه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

مخکی له دی چی په ځانګړی توګه دډار په تعریف اود هغی د مساعد کونکی عواملو په ریشو اوبیخ باندی سمدلاسه پیل وکړو ، ښه به دا وی چی د دی بحث په در شل کی د یو سریزی په تم سره یو څه یادونه وکړو، تر څو چی دهغه دټولو اړخونو په اړین یو څه پوهاوی تر لاسه کړو او د ابهاماتو اوکړکیچونوسره مخامخ نشو .


که چیری د اباسین دساحل په څنډه کی دهغه په لوړوڅپو کی ځان لاهو کړو ، نود هغه دلوړی څپې دپاسه به قرار ولرو او کله چی دهغه څپی دلوړارتفاع څخه ورورراښکته شی اود اباسین خواته بیرته په شا شی نو په دی وخت کی مونږ خپل موازنه او استقامت دلاسه ورکو دی خوا هغه خوا ګورو چی په کوم شی باندی لاس ټینګ کړو اوهڅه کوو چی په آباسین کی غرق نشو ، ددی هڅی او اند په جریان کی دلاس ورغیو مو خولی کوی ، زړه مو له نورمال حالت څخه وځی او په ټوپونو راځی یعنی دزړه ټکان مو زیاتیږی ، رنګ مو تک اوزیړ الوزی ، چی دا راپیدا شوی حالت ټول دډار اود ویری علایم اونښی نښانی دی .
سخته ویره چی په روانشناسی کی د فوبی یا دفوبیا په نوم یادیږی له یوې ډول ناروغی څخه عبارت ده چی دډارن سړی ورځنی ژوند د اختلال سره مواجه کیږی اوداد معمولی ډار څخه کوم چی د یو طبعی او لنډ مهال خطری عامل په مقابل کی عکس العمل ښودل دی په مخالف اړخ کی یی پروت دی ، لکه د موټر له زیات ګړندیتوب څخه ، یا په ځنی حالاتو کی چی سړی هیڅکله د هغه شی سره مخامخ شوی نه وی مخامخ شی لکه دلمړی ځل دپاره په الوتکه کی سپریدل او سفر کول .
ډار دتهدید او د خطر په وړاندی یو احساسی غریزوی عکس العمل دی ، ډار له تلواسی ( اجیتیشن) څخه په دی باندی تفریق اوجداکیږی چی تلواسی پرته د کوم خارجی تهدید له موجودیت څخه په شخص کی را پیداکیږی ،سربیره پرهغه ډار دتیښتی او دفرار یو ډول ځانګړی سلوک او رفتار پوری اړین وی ، حال داچی تلواسه له يو ډول تهدید څخه را مینځ ته کیږی چی دهغه مهار کول اویا د هغه څخه ځان ساتنه اکثراً غیر ممکن ښکاری ، ځکه چی دا ډول اندیښنوی تشوش اوتهدید شخص پخپله ځانته رامینځ ته کړی او د هغه په ذهنی فعالیت اودندی باندی اوښتی دی .دبلی خوا څخه ډار معمولاً د دردسره اړین وی ، مثلاً یو څوک له لوړې ارتفاع څخه ډاریږی اود ځان سره وایی چی که چیری ولویږم خوږ به شم ، هډوکی به می مات شی اویا دا چی مړ به شم ، کارپوهان لکه جان برودسواتسن اوپال واکمن داسی وړاندیزکړی دی: ډار یوله څو بنیادی او طبعی احساسونو څخه (لکه خوشحالی اوقهر) عبارت دی ،ډار دبقا یو میکانیزم دی او معمولاً دیو منفی محرک په ځواب کی مینځ ته راځی ، د پورتنی سریزی په پام سره په لاندی ډول پر اصل موضوع باندی پیل کوو :
ډار یعنی څه ؟
ډاردانسان یوله ډیر بنیادی انګیزی او احساس څخه شمیرل کیږی ، هغه ډول احساس چی د انسان عصبی سیستم ته د ډار له امله دیو غریزی په بڼه د فعالیت او د دندی د پیل او د سرته رسولو هدایت اودستور ورکوی ،له هغه وخته چی مونږ لا کوچنی ووپه همدی ضروری حیاتی غریزی باندی سمبال شوی وو اوهغه دا چی ، چی د خطر اود ناامنی په پوهیدو او احساس سره باید چی د ځان د خوندی ساتلو دپاره له ځانه عکس العمل وښیوو .
ډار خپله مونږ سره د ځان په ساتنه کی کمک کوی ، یعنی ډار یاویره مونږ چمتو کوی چی دخطری شی په مقابل کی دمقابلی دپاره تیاری ونیسو ، دډار احساس په ځنو حالاتو کی ډیر طبعی او مرسته کونکی وی ، ډار سړی ته دیو خبرتیا اوزیری راوړونکی وسیله ګڼل کیږی ، یعنی یو الارم دی چی سړی ته د احتیاط کولو اویا د پام ساتلو خبر او پیام راوړی .لکه د احساس دنورو ډولونو په شان ، ډار د اوضاعو او خپله د شحص کوم چی ورته دډار احساس دیوی لنډی یا اوږدی مودی دپاره پیداکیږ اړین وی ، ډار په خفیف ، متوسط او په شدید شکلونو باندی ویشل شوی .
ډارڅرنګه خپل تاثیر غورځوی :کله چی مونږ دیو خطر احساس وکړو، نو زمونږ ماغزه یا دماغ په غریزوی بڼه سره دهغه خطری شی پر ضد عکس العمل ښیی ، او په کار ولویږی او دا په دی معنی چی یولړ سګنالونه ددماغ د فعال کیدو په منظور دماغی عصبی سیستم ته لیږی ، چی ددماغ دعصبی مرکزی سیستم دفعالیت په نتیجه د شخص په عضویت کی د فزیکی عکس العمل د پیدا کیدو سبب ګرځی لکه دزړه د ضربان لوړیدل ، دتنفس چټک کیدل ، اود وینی د فشار لوړیدل ، غټو عضلاتو ته دزړه د لوړضربان سره ډیر وینه راتلل اوعضلاتو ته ډیر قوت بښل کوم چی باید د شخص عضویت دفزیکی دندی(لکه دمقابلی دپاره چمتوالی اویاله هغه څخه تیښته )دسرته رسولو دپاره چمتوالی پیدا کړی،دبدن د یخ ساتلو دپاره پوستکی (جلد) په خولو لمدیږی ، کله کله ځنی خلک د ویری له امله پخپل معده ، ککره ، ټټر ، ورنونو او په لاسونو کی هم یو ډول نری احساس کوی یا ورته احساس پیدا کیږی ، چی دغه پورتنی ټول را پیدا شوی نښی نښانی او حالات د ډاراود ویری محصول دی کوم چی کیدای شی خفیف ، متوسط یا شدید بڼه ولری .
دغه را پیدا شوی عکس العمل د « جنګ اود تیښتی » په نوم هم یادیږی ، اودا په دی معنی چی د شخص عضویت دکومو حالاتو دپاره «جنګ اویا تیښته » چمتووالی نیسی ، د خطر د مینځه وړلو د پاره مخامخ جنګیږی اویا داچی په سرعت سره دمخامخ مبارزی له میدانه تښتی ؟ اوله خطره ځان ژغوری .د سړی عضویت په همدی جنګ او یا تیښته کی تر هغه وخته پاتی کیږی ترڅو چی دهغه ددماغ له طرفه ورته د خطر دلری کیدو د ډاډ وړ خبرتیا نه وی رسیدلی ا و هغه وخت چی عضویت د ډاډګیرنی پیغام تر لاسه کړ نو هغه وخت دی چی دهغه دعکس العمل بڼه نورمال خواته اوړی او د مصونیت احساس تر لاسه کوی .
ځنی وختونه ویره یا ډار له هغه څه چی مینځ ته راغلی په یو ناڅاپی ډول سره کله کله پکارولویږی (لکه لوړ آواز) چی په اصل کی خطری نه وی اوهغه داچی داډول احساس دډاردعامل د غریزی له سره فعالیدل دی ، ماغزه د فکر کولو دبرخی په نسبت یو څو ثانیه دمخه په دی لټه کی ولویږی چی د پیښی د رامینځ ته کید و عامل او سبب وڅیړی، هرڅومره چی دماغ دخپل ارزیابی په نتیجه کی پوره معلومات ترلاسه کړی په همغه اندازه سره دخطر د لری کولو زمینه مساعدیږی «هغه لکه دیوبالون دچویدو په بڼه وی»اودډار د واکنش له دایری اوفضاڅخه وځی چی دا ټول پروسه او جریان یواځی څو ثانیی په بر کی نیسي .
خلک چی په ویره کی وی :دډاراویا دویری کلیمه یا لغت مونږ د ځینو شیانو اوحالاتو کوم چی خطر راپیښوی او مونږ دهغه په مقابل کی عکس العمل وښیوو تفسیراو توضیح کیږی ، یا په بل عبارت ډار یعنی کله چی یو شخص د خپل احساس په وسیله سره کوم چی له هغه شی څخه ډار شوی وی یو نوم ورکړی اودهغه شی دنوم په یادولو سره وډار شی ډارتعریف کیږی .خلک دخپل عدم مصونیت په احساس سره دډار زیږونکی شیانو څخه دویری احساس تر لاسه کوی مثلاً ځنی خلک ښه لامبو زن نه وی اویا داچی په لامبو ښه مهارت او بلدتیا نه لری نوطبعی دی چی هغو له ژوری اولوی سیندونو څخه دلامبو وهلو په وخت کی ډاریږی او لامبو وهلو ته زړه نه ښه کوی اویا اصلاً نه غواړی چی ځان اوبو ته واچوی ، چی دا ډول احساس هغه ته دځان د مصونیت په ساتلو کی پوره مرسته کوی ، اوپه اوبو کی له غرقید و څخه ځان په امان کی ساتی ،نوموړی سړی هغه وخت ددی ډار اوویری څخه وځی کله چی هغه د لامبو وهلو مهارت پوره زده کړی ، دیادونی وړ خبره خو داده چی ډار پخپله یو صحی اوروغتیایی سګنال دی اوهغه په دی معنی چی شخص ته زمینه مساعد وی ترڅو چی د خطر پیښونکی شیانو څخه ځان وساتی،اما په ځینی وختونو کی دډار په لرلو سره لازم نه بریښی چی له حده زیات احتیاط وشی ، خصوصاً چی پیښه ډیره خطری نه وی .
په ټولنه کی ځنی وختونه ځنی کسانو سره مخامخ کیږو چی هغوی د خلکو په مخ کی له خبری کولو څخه ډډه کوی اوډاریږی ، یعنی هغوی له ډاره په کنفرانسونو ، په اسامبلو ، په مظاهرو او حتی پخپل ټولګی کی له خبرو کولو او اظهار نظر څخه ځان ساتی اویا ډډه کوی چی دا دډار یو له عام شکل څخه شمیرل کیږی .
همدارنګه ځنی خلک له هغه شیانو څخه کوم چی ویره لری اویا تری ډاریږی هڅه کوی چی د هغه په اړین خبری ونکړی اود ویری زیږونونکی شی له موضوع څخه که کوم بل څوک پری خبری وکړی ځان تیربا سی ، مګردوی باید په یاد وساتی چی په دی ټکل اوبرخورد سره نشی کولای چی له دی مخمسی او پیښی څخه وتښتی او یا تری سترګی پټی کړی ،دیوویری غورځونکی شی څخه په دی شان ډډه کول نور هم دهغه دپاره دډار زمینه مساعد کیږی اویا دهغه دویری اندازه او قد مه لاپسی زیاتیږی .
خلک کولای شی چی دغیر ضروری ویری له منګلو څخه ځان خوندی اویا خلاص کړی او هغه هم په دی ډول چی دویری پیښونکی پرشي باندی ځان هر اړخیزه پوه کړی او د هغه ټول اړخونه په ډیر ارامی سره وڅیړی اودهغه ماهیت او محتوی اوبلاخره دهغه پر انزار باندی پوره پوهاوی باید ترلاسه کړی دمثال په ډول :هغه خلک چی د الوتکی په واسطه سره دالوتنی له ډاره نه الوزی ،او احیاناًکه چیری زړه نازړه په الوتکه کی دمجبوری په لحاظ دسفر بندوبست وکړی، نو د ځمکی څخه د الوتکی د جګید ویعنی د ټیک آپ په وخت کی چی یو ډارونکی زمانی صفحه دی باید دنورو سپرلیو څیرو ته پام واړوی او وګوری چی نور راکبین له دغه ټیک آپ څخه څه ډول احساس تر لاسه کوی او څه دول خوند تری اخلی ، نو په دی شکل سره ویلی شو چی ډارن شخص به په نورو الوتنو کی به ونه ډار شی.
ډاردکوچنیوالی په موده کی: په یقینی توګه سره ډار او یا ویره دکوچنیوالی په موده کی یو نورمال پیښه ګڼل کیږی ، اودا ځکه چی کوچنیان دیو خطر زیږونکی او دنا ډاډه شی په مخامخ کیدوو سره دخپل ذاتی احساس له کبله عکس العمل ښیی ،کوچینیان تر هغه پوری چی د خپل ماحول دشیانواو پدیدو سره پوره بلد تیا اوآشنای پیدا نکړی دهرشی په مواجه کیدو سره د ویری احساس ورته پیدا کیږی، نسبتاً غټ کوچینیان له ترږمی څخه خصوصاً کله چی یواځی وی ، له بیګانه او نابلد وڅخه ،دغټو څیرو او قوارو اود یو لړ نور ویری زیږونکی او ویری غورځونکی خیالی شیانو او ځانورانو څخه ډاریږی .دښونځی دعمر کوچینیان له طوفان او له زوره ورو بادونو څخه چی د اونی ښاخونه ماتوی او له ځانه سره وړی په ویره کی غور ځیږی ، په هر صورت کوچینیانو دخپل ودی په سیر کی دکاهلانو اود غټانو په کمک سره دټولو شیانو په اړه معلومات تر لاسه کوی او دشیانو دپیژندنی په بنیاد سره ډار اوویره له ځانه سپکوی اویا ځان تری خلاصوی .
ځنی کوچینیان د ډارپه مقابل کی ډیر حساس وی اوزیات موده په کار دی چی هغوی د ډار له فضا اویا له دایری څخه وویستل شی ، دمتوقع عمر په نظر کی نیولو سره چی باید ډار له مینځه لاړ شی ، مګر سره له هغه بیا هم که څوک وډار شی ، نو سړی ویلی شی چی هغه کوچنی ډیر ډارن ، مشوش ، مضطرب اویا داچی ډیر دلواپسی لری ، نوپه دی بنیاد چی دا ډول کوچینیان تر ډیری مودی دپاره ډاریږی باید چی دهغو سره هر اړخیزی مرسته وشی اویا دهغو ساتنه وشی .
فوبیا یعنی څه ؟
فوبیا یعنی د يوځانګړی اویا دیو خاص شی په مقابل کی دډار شوی شخص له خواد ویری اویا د ډار د ډیر شدید عکس العمل له ښکاره کولو څخه عبارت دی . اودهغه د خطر احساس ریښتنی او واقعی دی ځکه چی هغه ډیر ډاریږی .
فوبیا په خلکو کی د خفګان ،تشویش ، ګوشه نشینی اود خوابدی د مینځ راتلو سبب کیږی ، اودا ځکه چی په فوبیا باندی اخته شخص هڅه کوی چی د ویری راوړونکی شیانو څخه ځان لری وساتی اوتری اجتناب وکړی .اودا ځکه چی دډار فزیکی احساس دهغه سره ډیر شدید وی ،نو ویلی شو چی فوبیا د اخته سړی په ور حنی فعالیتونو او کارنو کی مداخله کوی اوسړی ته ستونزی اوتشویش رازیږوی،مثلاًیوزده کونکی که د سپی څخه وډارشی نو پیاده له ښونځی تللو څخه ډډه کوی اویا داچی که چیری هغه دښونحی په لاره کی سپی ووینی هغه ورځ ممکن دی چی ښونځی ته لاړ نشی ، همدارنګه ځنی اشخاص د لفت دسپریدو څخه ډاریږی او ترجیح ورکوی چی لوړ منزل کورونو ته د زینی دلاری لاړ شی نه د لفت پواسطه سره .
یوه انجلی چی د تند ر (الماسک) په فوبیا سره اخته وی نو معمولاً هغه انجلی په بارا نی ورځو کی چی آسمان په وریځوهم پوښل شوی وی او تند رونه هم ورسره مل وی له مکتب تللوځنی صرف نظراوسر غړونه کوی ، یوشخص چی په اجتماعی فوبیا باندی اخته وی هغه دخلکو په مقابل کی له خبری کولو اود سوالونو دځواب ورکولو څخه ډډه کوی او ډاریږی ، نو په دی لحاظ هغه حتی په ټولګی کی د خپل همصنفیانو په مخامخ کی خبری نشی کولای اوپه اجتماعی فوبیا باندی یوککړ شخص دی .هغه ممکن دی چی دډیرویری او د شدید ډار له امله په شد ید فوبیا باندی اخته شی اودهغه د بیرته پاتیوالی سبب وشی ، اود یومخوف شی په مواجه کیدو سره چی نورو ته نورمال بریښی سخت وډار شی اویا داچی ډیر غمګین او خپه شی .
ځنی وختونه خلک د ویری څخه ازار او اذیت مومی حتی که هغه دغه ازار اواذیت سرسری فکر هم وکړی بیاهم دهغه پر حالت او وضیعت باندی خپل ناوړی اغیزی غورځوی چی باید ورته پام وشی .
دفوبیا اسباب اوعوامل :د فوبیا ځنی شکلونه هغه وخت لا پسی شدید کیږی چی ډارن سړی د یو خاص مخوف شی سره مخامخ شی ، اویا داچی فوبیا هغه وخت مینځ ته راځی کله چی د ویری اود ډار سبب او عامل معلوم اوروښان نه وی ،د شخص د ماغزو په مینځ کی یو وړه اناتومیکی ساحتمانی غړی دی چی د امیګد ولا په نوم یادیږی ، ددی غړی دنده دادی چی دهر ویری اچونکی شی څخه کوم انکیزی چی را پیدا کیږی دځانه سره ساتی اویا درارسیدلی انګیزی په وړاندی چمتوالی نیسی او کله چی شخص دیو ډارونکی حالت سره مواجه شی نو امیګد ولاماغزو اویا د ماغ ته خبر ورکوی چی د راپیداشوی قوی انګیزی په مقابل کی ( وروسته د فکر کولو څخه ) عکس العمل وښیی، ځنی خلک ممکن د شهد (شات) دغمبسی د چیچیلو نه وروسته کوم سوزش چی د چیچیلو په ځای کی مینځ ته راځی په هغه فوبیا باندی اخته شی کله چی له لری څخه د شاتو د غمبسی انځور یی تر سترګو شی ، نو دهمدی احساس پر بنیاد هغه حتی ګلانو ته نه نژدی کیږی او ورسره ویره وی نه چی دلته د شاتو غمبسی نه وی .
ځنی وختونه داسی انګیرنه کیږی چی فوبیا دکوم واحد اویواځنی سبب محصول نه دی یعنی یو خاص او واحد شی د هغه د مینح ته راتلو مسول نه دی بلکه یولړ عوامل دی چی په سړی کی د فوبیا د مینح راتلو سبب کیدای شی ،مثلاً ځنی خلک ممکن دډار دکرکترپه لرلوسره تولد شوی وی ،او په ارثی بڼه سره د ویری جنونه له خپل مور او پلار څخه تر لاسه کړی وی ، اویا دا چی په کسبی ډول سره په دی تشویش اخته شوی وی ، دیادونی وړ دی چی که چیری یوکوچنی په کوچینوالی کی سخت ویره ولری او کله ناکله د ویریدونکی شیانو او حالاتو سره مخامخ شوی وی ، نوهغه په اسانی سره په یو ډول ناډول فوبیا باندی اخته کیږی .
د فوبیا موجودیت اویا مینځ ته راتلل په هیڅ ډول سره دکمزوری او ناپوخوالی علامه او نښی نه شمیرل کیږی ، بلکه د شخص د ماغذه دعکس العمل ښکاره کول د نوموړی شخص د امنیت او مصونیت دبرفراری دپاره دی ، ځکه چی د ډار سګنال ډیر شدید وی او شخص په دی اطمینان سره چی د خطر اندازه ډیر زیات دی نو فوراً په ځوابیه عکس العمل لاس پوری کوی .
پرفوبیا باندی لاس بری:خلک د متکرر او پرلا پسی ویریدنی صفحی اوصحنی سره مخامخ کیدل په تتد ریجی ډول سره تجربی تر لاسه کوی اما دا لاسته راوړنه هومره اسان او ساده هم نه دی اودا پخپله دیوی لوی جرء ت اوارادی غوښتونکی مطلب دی ،ځنی وختونه خلک ددی لاس بری دپاره دنورو کمک اومرستی ته ضرورت لری .
پر فوبیا باندی د شخص لاس بری د پاره ضرورت لیدل کیږی چی د ډارن شخص د ډار دلری کولو په منظور کاغذ او قلم واخیستل شی او د هغو ډارونکی شیانو کوم چی نوموړی شخص تری ډاریږی په ترتیب سره تری یو لست جوړ شی ،ښه به داوی چی په لست کی لمړی د هغه ډارونکی شیانو نوم ولیکل شی چی نوموړی شخص له هغو څخه کم ډاریږی ، همدارنګه په نوموړی لست کی کم ترکمه ددوه هغو شیانونوم هم باید ولیکل شی چی نوموړی شخص ډیرډیرتری ډاریږی ،لکه د سپی څخه ډار،نو ددی دپاره چی دسپی څخه دشخص ډار ورک شی ښه به داوی چی په لمړی سر کی د سپی انځورونه او عکسونه هغه ته څوڅوواری وښودل شی او وروسته له هغه نوموړی شخص دهغه سړی سره په څنګ کی ودرول شی چی دهغه په لاس کی دهغه دسپی رسی یا افسار په لاس کی دی ، هڅه دی وشی چی دسپی رسی دډارن شخص په لاس ورکړل شی او دسپی د څښتن په مرسته دواړه سره سپی ته نوازش ورکړی یعنی دسپی پرشا اوپر لکی باند آرام آرام لاس کش کړل شی ، تر څوچی دډارن شخص ډار په تتدریجی ډول له مینځه لاړ شی ، په هرصورت دډار دورکیدو دپاره ښه لاره دا دی چی ډارن شخص ته د ډارراوړونکی شی په اړه پوره معلومات ورکړل شی ، هغه کسان چی د یوشی څخه ډاریږی دهغه شی په اړه کم معلومات او پوهاوی لری ، یا په بل عبارت ناپوه اونادان خلک نظر پوه او دانا خلکو په نسبت زیاتر په فوبیا باندی اخته وی اوځنی دقدرت خاوندان د خپلو ګټو د تامینولو د پاره عمداً ناپوه خلک له مختلفو شیانو ډاروی اوخپل ګټی ترلاسه کوی چی دا ډول خلک اکثراً ډیرمذهبی اویا افراطی وی ، چی حتی په پرمذهبی مسایلو باندی هم پوره معلومات نه لری.
ځنی وختونه لکه چی مو ددی مقالی په سر کی په ذکر ورسول ، ډار دمصونیت او دځان ساتنی یو صحی سګنال هم شمیرل کیږی او یا دا چی دیو دوایی اوسیکالوژیکی فکتور په شکل هم خپل رول لوبوی ، دمثال په ډول : یوسړی پخپل لاس او یا دبدن په یو برخه کی زخونه ( ملوسکوس ) لری ، نوموړی سړی ددی زخونو دورکولو دپاره ډاکتر ته ځی ، ډاکتر خپل نرس ته هدایت ورکوی چی ددغه سړی دزخونو دپاسه زیړ رنګ پوری کړی اودهغه پرسر پلستر ولګوی اوناروغ ته وایی چی دری ځلی نور دتداوی دپاره دی باید مرجعه وکړی ، چی البته وروسته له هغه دنوموړی سړی زخونه بلکل له مینځه ځی ، او یا داچی نوموړی ناروغ دمسجد ملا ته ځی او ملا صیب ورته لوټی دموی او ورته وایی چی دهغه دم کړل شوی لوټی د زخونو دپاسه وموږی، چی البته وروسته د څو ورځو په تیریدو سره زخونه ټول له مینځه ځی ، ددی پورتنی یادونی څخه مطلب دا وه چی دلته دډار او دعقیدی مسله په مینځ کی دی اوهغه په دی معنی که چیری دا سړی پوه وایی چی نه د ډاکتر په رنګ اوپلستر کی کوم موثر مواد شته اونه هم لوټی کوم موثر مواد لری ، نو په هیڅ صورت سره به دهغه زخونه نه ورکیدل . نو په هر صورت داسی پایلی تر لاسه کوو چی تجربه او پوهاوی یواځنی لاره دی چی سړی ته زړه ورتیا او جرء ت ورکوی ، هرڅومره چی خلک ناپوه ، نادان اوبی سواد وی هغومره ډاریږی .
په درناوی ( ۱۲-۵-۲۰۰۹)