هوښیاره ماشینونه کیدی شي له موږ څخه واک تر لاسه کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

له علمی خپرونو څخه

دکمپیوتر څیړونکي په دې عقیده دي چې دا يوازې د وخت خبره ده څو روبټونه په پوهه او هوښیارۍ کې له موږ څخه وړاندې شي. داکار انسان له خطر سره مخامخ کولی شي ځکه دا روبټونه داسې جوړیږي چې هم به احساس ولري او هم درک او پوهه.

څه به پيښ شي کله چې ماشينونه زموږ په پرتله هوښيارشي او وکولی شي پخپله خپلې چارې سمبالې کړي؟ آیا
دوې به موږ ته خدمت وکړي او که زموږ واکمنان به شي؟ څيړونکي په یو نظر نه دي خوزیات څیړونکي په دې
باور دي چې راتلونکي ۱۰ـ ۴۰ کلونه به دغه حقیقت څرګند کړي. په ۱۹۶۵ کال کې یو انګلیسي رياضي پوه ایروین «۱» داسې وړاند وينه کړې وه چې دا به د انسانانو وروستۍ اختراع وي کوم چې انسانان ورته اړتيا لري. کله چې ماشین په پوره اندازه هوښياره شي نو و به کولی شي چې خپلې اړتياوې په خپله پوره کړي. نو هغه به ډير ژر او په بيړه دومره زيات هوښيار شي چې په پوهه او هوښيارۍ کې په له خپل جوړونکي«انسان» څخه وړاندې شي.

د مصنوعي انتلګینس څیړونکي دغه ټکی د فردیت «۲» په نامه يادوي. او په دې وروستیو کې دغه مفهوم د
سانفرانسیسکو د غونډې د خبروموضوع وه. په دغه غونډه کې د کمپیوترڅیړونکي، د روبټ طراحان او مخترعین
چې شمیر يې ۸۰۰ تنو ته رسیده ،سره راټول شوي وه څو دغه دوه پوښتنې وڅيړي: لومړی دا چې ماشینونه به
زموږ په پرتله هوښياره شي او دویمه داچې د انسان رول به په ټولنه کې څه وي کله چې کمپيوترونه هوښياره شي.
ټوله تکنالوژي چې موږ یې پيژنو انسانانو رامنځ ته کړې او زموږ له افکارو څخه را بهره شوې ده. خو مصنوعي
انتلیګينس کوم چې زموږ په پرتله به زيات هوښیاره وي، کيدی شي بيخي نوې لاره غوره کړي.

۱۰۰۰ تنه څیړونکي په یوه کمپیوتر کې



که سړی په طبيعې ډول په دغه موضوع باندې فکر وکړي نو دا ممکنه نه ده چې سړی دی وړاند وینه وکړي چې
دغه روبټان به د څه ډول اختراع ګانو فکر وکړي، خو د باران يو کوچنی څاڅکی کولی شې ډيروشیانو ته راتلونکی ور په برخه کړي.

د مغزو نیورونونه په يوه ثانیه کې په خپل ټول ځواک سره د ۲۰۰ سیګنالونو د استولو وس لري چې په ثانیه کې د
۲۰۰ سره سمون کوي.Hz

یا په بله ژبه د یو عادي کمپیوتر څخه یې چټکیا لس میلیونه ځله لږه ده. د نيورونونو د امپلس د خپریدو لوړه چټکتیا په يوه ثانیه کې ۱۵۰ متره ده. کوم چې دوه ملیونه ځله د رڼا د چټکتیا په پرتله لږه ده، چې په تیورتیکۍ ډول یو کمپیوتر همداسې یوه چټکتیا لرلی شي.
که څه هم مغز د يو ستر موازي کمپیوترپه بڼه کار کوي، خو ډیر زیات امکانات شته چې د مصنوعي انتلیګینس
لرونکی کمپیوتر به و کړی شي د انسان په پرتله ډیر چټک فکر وکړي.
دڅيړونکو د اټکل له مخې به ددوې دفکر او محاسبې قدرت د انسان په پرتله لږ تر لږه یو میلیون ځله زیات وی.
یا په بله ژبه روبټ به د انسان د يوکال فکر په ۳۱ ثانيو کې تر سره کړي.
ادپتیف ای آی «۴»يو ډیر پهله شرکت څخه په دغه کنفرانس کې د راتلونکې په هکله پتر ووس «۳»
زړه پورې نظر وړاندې کوي، نوموړی وایې دغه مصنوعي انتلیګنس د خپل بې سارې او ستر فکري قوت سره به وکړی شي د سلګونه زره څیړونکو او پوهانو دنده په غاړه واخلي اود انسانیت د تر ټولو سترې ستونزې، يانې د بې وزلۍ څخه د خلاصون لارې چارې به پیداکړي.

که دغه مسالې ته د نوموړي د نړۍ لید پر بنسټ وکتل شي نو دلته د ډار هیڅ خبره نه شته چې د ادپتیف اې
آی شرکت دې دغه مصنوعي انتلیګنس جوړ کړي. د ابه د پخوا وخت د څیړنیز سیستم په شان و کولې شي په
خپلواکه توګه سم کار وکړي او نوې پوهه به تر لاسه کړي. چې همدا اوس هم د ټاکلو دندو د تر سره کولو او حلولو وس لري.
د مصنوعي انتلګینس دغه کمپیوترچې د شطرنج د لوپې پرمختللی کمپیوتردی او د دیپ بلو «۵» په نامه یادیږي
په ۱۹۹۷ کال کې وکولی شو د شطرنج د لوبې نړیوال اتل ګاري کسپاروف ته ماتې ورکړي. خو دغه کمپیوتر د
حسونو ترلاسه کولو ته اړتیا لري څو په شا او خوا نړۍ کې ځان ورګډ کړی شي او همدارنګه دعاطفې اود اړتیا
د حس کمښت احساسیږي.
دغه زیات پرمخ تللې انتلګینس به د نیوروني شبکې په مرستې وکړای شي لکه د انسانانو په شان فکر وکړي او د
درک او پوهیدو وس به ولري. نیوروني شبکه همدا اوس هم په ځنې برخو لکه میترولوژي، د شخص پیژاندنې، د
کریدت د ارزونې او د مينونو د ميندلو په برخه کې کارول کيږي.
خو تر اوسه دا مساله په جدي ډول نه ده آزمویل شوې چې که راز راز زیات جالونه( شبکې) سره ونښلول شي نو
څه به پيښ شي؟

اوس ددې کار وړاندیز کوي.Marcos Guillen څخهArtificial Development د

دغه شرکت په دې کار کوي څود کمپیوتري کورتکس«۶» يو ډیر ستر نیوروني جال جوړ کړي چې په نژدې راتلونکې کې به د انسانی مغزو د کاپي بڼه ځانته غوره کړي، چې زیات مرکزونه به سره و نښلوي چې
هرمرکز به د یوې پيچلې دندې څخه یوازې د يوې کوچنۍ برخې د ترسره کولو دنده په غاړه ولري. کله چې
کمپیوتري کورتکس په بشپړه توګه پرمختیا وکړي د هغې د سنجولوقدرت به د نړۍ د شلو ډیرو چټکو کمپیوترونو
په منځ کې ډیر اوچت ځاې ولري.
د کمپیوتر څیړونکی ستیفن اوموهوندرو«۷» چې د سل آوار سيستم «۸» په موسسه کې کار کوي، په دې
عقیده دی چې يو پيچلی جال کولی شي د درک او پوهې پړاو ته ورسیږي. یو مصنوعی انتلګینس به وکړای
اودخپلو اړتياو د پوره کولو دپاره کار وکړي او یولړ ځانګړنې اوغریزې به ولري چې په اتوما شي چې پوه شي تیکي ډول به د هغو پر بنسټ غبرګون ښکاره کړي شي.
اوموهودرو «۹» په دې عقیده دی چې څلور ځانګړني به مرکزي رول ولوبي:
دکاریتوب يا ګټورتوب، نوښت، امن او د ځواکمني ځانګړنې یا غریزې.چې دوه لومړۍ ځانګړنې به یې موږ ته
ګټورې وي. خو دوه نورې ځانګړنې به یې ستونزې رامنځ ته کړي. د امن مانا دا نه ده چې روبټ به د امنیت نوی
ډول رامنځ ته کوي، هغه به د خپلو ټولنیزو علاقه مندیو د ساتنې په فکر کې شي او په دې ډول به د انسان سره په
يو مخامخ تاوتریخوالي او کړکیچ کې راښکیل شي.
د ځواکمنۍ هدف به دا وي چې هغه به ددې هيله ولري چې د انرژۍ او مادیاتو ژياته برخه په خپله ولکه کې
راولي، دغه مصنوعي انتلګینس به وکولي شي چې په فزیکي ډول ځان بیا جوړ او رامنځ ته کړي. که دوې داسې
چلند وکړي نو حالت به ډیر ژر خطرناکه شي. که انتلګینس روبټان پر خلکو بر لاسی پیداکړي نو دا حالت به له امن څخه زیات واټن ولري.



روبټان باید اخلاق ولري



په کلیفورنیا کې د مالیکولي څیړنو له انستیتوت څخه جان ستورحال«۱۰» د سوپر انتلګنس روبټ د ګڼ ملیتیزه
شرکت يا دولت سره پرتله کوي. دوې د انفرادي وګړو په پرتله ځانته وده ورکوي او په آسانۍ سره کولی شي له
اخلاقی پولو واوړي، څو د ځان په ګټه د خپلو اړتیاو پر بنسټ کار وکړي.
دغه ستونزه په ټولنه کې په ډیره ښه بڼه حل شوې ده، داسې چې ژورنالیستانو او محاسبینو ته يې ددې اجازه
ورکړې ده څو ددوې ( خلکو) د چارو څارنه وکړی او ځانونه ډاډه کړي چې دوې د ټولو اصولو او قوانینو
رعایت کوي.
په همدې ډول« حال»۱۱ عقیده لري چې که څه هم مصنوعي انتلګينس تل پرمختګ او وده کوي خو سړی هر کله کولي شې چې د يوې تکمې يا سویچ په وهلو سره هغه له کار وغورځوي. که چیرې خلک او سوپر انتلګینس سره ګډ ژوند وکړي نو کيدای شي روبټان د يوډول اخلاقو، سلوک او سایکولوژۍ سره جوړشي. خو دا ستونزمن کار دی چې وکړی شو هغوې ته د ښه چلند کود یا رمز جوړکړو څو هغوې سم چلند وکړي، ځکه هغوې هر ان کولې شي چې پروګرام او رمز یا کود ته بدلون ورکړي، دوې ټول امکانات او لوړه پوهه په واک کې لري نو کولی شي ټول هغه قواعد یوې خواته پريږدي چې ددوې د پرمختیا مخه نیسي. ددې کبله انساني ارزښتونه لکه مينه، عاطفه، نیکمرغي اوښکلا د ماشینونو سره په نژدې تړاو کې راځي، خو که دغه روبټان لکه د کوچني ماشومانو په څیر و روزل شي نو په دې صورت کې به دوې ځانونه لکه د انسانانو په څیر حس کړي.

په بوستن«۱۲» کې د (ام آی ټي) «۱۳» له انستیتوت څخه رودني بروکس«۱۴»عقیده لري چې که چیرې روبټان د انسانانو له خوا وروزل شي کیدې شي چې دوی هم د انسانانو سره ښې ټولنیزې اړیکې ټینګې کړي، او وبه کولی شي په هغو سيګنالونو پوه شي چې موږ یې دوې ته ورلیږواود هغې په وړاندې به غبرګون څرګند کړي.
په کنفرانس کې نوموړې د کوګ«۱۵» په نامه روبت وښود چې د خپلو وړتياو ښودنه يې کوله. هغه نژدې ټول انساني حسونه لري او چلند یې بیخي طبیعي دی. دغه روبټ کولې شي هغه څوک په وويني چې تر څنګه يې تیريږي، د غږ په لور خپل مخ اړوي او د غږ له مخې کولی شي سړی وپيژني او خپلې پښي سمي کړي. خو تر اوسه کوګ «۱۵» او نور روبټان نه شي کولی لویې ټولنيزې دندې تر سره کړي. خو د خلکو سره د ملګرتیا
ځانګړنه يې مهمه ده ـ دا به په راتلونکې وخت کې د انتلګینس په رامنځ ته کولو کې په پام کې ونيول شي. نو
دوې به موږ ته شا وانه ړوی. دغه روبټ لس کاله پخوا جوړشوې.
د رای کورزویل «۱۶» په نامه يو مخترع له دغه خبرې بیخي ډار نه لري، نوموړی په دې عقیده دې چې په راتلونکو ۴۰ کلونو کې خلک او ماشینونه به په يو بل کې ويلي شي. انسان ددې پر ځاې چې د مصنوعي انتلګینس سره سيالي وکړي، دوې به په ګډ کار لاس پورې کړي او دوې به خپل الکتروني عناصر نیغ په نیغه زموږ په مغزو کې ځاې پر ځاې کړي. په دې ډول به دا ډیره آسانه وي چې د لوړ انتلګینس پایلې ترخپل کنترول لاندې ولرو، ځکه ماعزه لا هم ټول انساني حسونه لري.





Irving J. Good ۱.
Singularitet ۲.
Peter Voss ۳
. Adaptive A ۴.
Deep Blue ۵.
CCortex ۶.
Stephen Omohundro ۷.
Sell-Aware Systems ۸.
Omohundro ۹.
John Stors Hall ۱۰
. Hall ۱۱.
Bostan ۱۲.
(MIT)Massachusetts ۱۳.
Rodney Brooks ۱۴.
Cog۱۵.
Ray Kurzwweeil ۱۶.