د شیکاګو ښاروال په افغانستان اوعراق کی دجنګ اودجګړی وغوښتل. 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی:John Bachhell منبع: people world

ژباړ اولنډیزونکی: پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)
شیکاګو:دشیکاګوښاروال ښاغلی Richard M delay دښاری خدماتو داقتصادی بحران اوله هغه څخه دراپیداشوی ستونزی په مناسبت پرمتحده ایالاتو باندی د افغانستان اود عراق په اشغال اود اشغال ددوام په اړین په وضع شوی

افغانستان او د عراق د جګړی د دوام دپاره ټاکلی دی په کاپی اندازه دامریکی اجتماع او په ځانګړی بڼه زمونږ ښا ری خدمات د یو لړ ستونزی سره مخامخ کړی دی . نوموړی ښاروال دخپل خبرو په دوام کی یاده کړ چی په کال (۲۰۰۳) کی یوشمیر خلک پر عراق باندی دا مریکی یرغل ورټل اود خپل حکومت پرسیاست باندی نیوکی وکړ چی د هغه اعتراض له امله (۸۰۰) اعتراض کونکی بندیان شو، او د هغه وخت څخه دادوم واردی چی زه دامریکی د حکومت پرپالیسی باندی دعراق اودافغانستان د جګړی په هکله اعتراض او خپل کرکه بیانوم . زه په ډاګه تاسوته وایم چی زمونږحکومت دعراق اوافغانستان د جګړی د دوام د پاره د نظامی بودجی دتعینولو په اړین په دی بهانه چی نړی ته سوله او امنیت راولو کاپی دی چی په امریکی کی سوله ، مصونیت ، او هوساینه راوړل شی اودامریکی خلک له ستونزی څخه وژغورل شی . سوال دادی چی ولی مونږ تل جګړه غواړو او جګړی خواته روان یو ؟ ولی په دی پیسو مونږ خپله امریکا نه آبادوو:؟ ولی زمونږ دولت له(۳۰۰) څخه تر (۴۰۰) بیلونه ډالر په جګړه کی لګوی ، اوخلکو ته بهانی کوی چی د یوکال دپاره جګړی ته ځو او یو کال پس بیرته را ګرځو او د خپل بریالیتوبونو پایلی خلکو ته وړاندی کوو ، نوموړی ښاروال په ګوته کړ چی مونږ د نوی پیړی لمړی لس کاله په جګړی باندی پیل کړی زه د جګړی اعتراض کونکی ډلی اوس نه وینوم ، دغه خلک اوس چیری دی ؟ دوی ولی نه را ښکاری ؟ څه راپیښه شوی دی ؟ زه فکر کوم چی جګړه یو شیطانی لوبه دی ، او لکه چی مخکی ګڼ امریکایان بوش اودهغه اداری ته په زړه پوری کرکه اونفرت ښودل ، اوس هغوی ولی چپ ناست دی ؟ ولی تاسی ددی دولت په سیاست باندی سر نه خلاصوی اونیوکی پری نه کویی ؟ ښاروال وویل چی په اصطلاح سره مونږ انتخابات وګټل نواوس مونږ بیرته خپل کورونو ته ستانه کیږو ؟ په هرصورت دامریکی دولت اوس اوس ( ۹۶۱) بیلون ډالر نظامی لګښت دافغانستان اود عراق جګړی ته ټاکلی اوددی جملی څخه يواځی د افغانستان دجګړی دوام ټه ( ۲۵۳) بیلون ډالر بیل کړی چی ټولو ته څرګند دی . هغه وویل چی ددولت اقتصادی بحران اورکود اوله هغه څخه را پیدا شوی ناوړی تاثیرات پراجتماعی خدمتونو او په ځآنګړی ډول سره دهغه دښار په ښاری خدماتو باندی نه جبرانونکی اغیزی غورځولی دی ، هغه وویل چی د (۱۰۰) میلونو ډالرو په بودجوی کسر سره مونږ (۱۱۰۰) ښاری ترانسپورتی مستخد مین دلاسه ورکړی کوم چی په همدی وجهه زمونږ (۱۱۹) ښاری لینی بسونه او (۷) ښاری اورګاډی په ټپه ولاړ اوزمونږ ښاریان دتګ اودراتګ ستونزی سره مخامخ دی ،هغه زیاته کړچی ز مونږ ترانسپورتی کارګران خپل میاشتنی معاشونه غواړی اومونږ د بودجوی کسر په لرلو سره د هغوی معاشونه په وخت اوزمان سره نشو تادیه کولی ، تیر پسرلی مونږ دښاری کثافاتو د لری کولو اد راغونډولو دپاره نیت وکړ چی (۵۰۰) نوی کارګران استخدام وکړو مګر مونږ دبودجوی کسر په لرلو سره سره هغه نوموړی شمیر کارګران مو استخدام کړ او زمونږ بودجوی کسر لاپسی زیات شو ، هغه وویل چی د فبروری له شپږمی نیټی څخه تر اوسه ۶٪ فیصد کارګران مو دلاسه ورکړی او دښاری غټو ستونزو سره مخامخ یاستو ، اومونږ د )۲۰۱۰) کال بودجی په نظر کی نیولو سره تقریباً ( ۵۲۰) میلونه ډالر کسر لرو ، هغه وویل چی دا نه یواځی اقتصادی اوبودجوی بحران دی کوم چی له هغه څخه وتل ګران دی بلکه مونږ په مجموعی ډول سره ۳،۷بیلونه ډالر پوروړی یواودهمدی بودجوی کسر په نظر کی نیولو سره زمونږ ښونځی اونور ښاری خدمات لویو ستونزو سره مخامخ اوکه چیری دغه ستونزی له مینځه ویسو نو په هغه صورت کی به زمونږ بودجوی کسر ۲،۳ بیلونه ډالر نور به هم زیات شی ، چی ددی بودجوی کسر سره پرمختګ به ډیر ګران وی .
پای نظامی بودجی باندی نیوکی وکړ او سمدلاسه دا شغال او د جګړی بند یدل اود هغه پای را وغوښتل . نوموړی ښاروال دروان کال د فبروری په نهمه نیټه دښار دحوزوی جوایزو دپرمختګ په یوه ماښامنی غونډه کی داسی څرګندونه وکړ چی د امریکی متحده ایالات هغه مبلغ نظامی بودجه چی د