د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۱) واشنـګـټـن پـوسـټ ورځـپـاڼـه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 هدایت الله هدایت

په امريکاکي خاصتن د نولسمي پېړۍ په ورستيو کي يعني د هغه راهيسي چي ددې هيواد دصنعتي کېدو پروسه شروع سوه ، ورځپاڼو او نورو را وروسته رسنيو ته هميشه د يوې تجارتي متاع په حيث کتل کېده او ډېر لږ يې د هغه د ټولنيزي پوهاوۍ و ارزښت ته ارزښت ورکاوه . د غټو کارټلانو جوړښت او د مطبوعاتو د توذيع او تکثير د مصارفو لوړ ېدل

ددې باعث سوه چي د مطبوعاتو سوداګري او د هغه څخه د زياتي ګټي لاسته راوړل ، و سوداګرانو ته تر هر څه زيات اولويت پيداکړي . د ورځپاڼو د مرګ او ژوند سرنوشت هم د بازار د عرضې او تقاضا پر بنياد او د مناسبو خبرود خپرېدو په متن کي ټاکل کېدئ . يوازي هغه ورځپاڼي او رسنۍ به ژوندۍ پاتي کېدلې چي بس تر ټولو زياتي ګټي به يې در لودلې او يا تر شا به يې يو څوک ولاړ وو!

 

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په امريکه کي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي راو روسته د امريکا پر تيراژ ترينه او خورا مشهوره ورځپاڼه ده چي د دولت و اداري کارمندانو او مامورينو ته توذيع کيږي او خپل سياسي نظريات و سياستمدارانو ته ډيکټه کوي . ددې ورځپاڼي اداره د يهودي مليارډرانو په لاس کي ده چي په هره مسئله کي هغوی خپل فکري هدفونه تعقيبوي . نن سبا ددې ورځپاڼي لوری هم د امريکا په داخل کي اوهم پر نړۍ وال ذهنيت باندي د يهودانو د نفوذ اوحاکميت د ټينګېدو د پاره خپل کمپاين پر مخ بيايي .

 

په امريکا کي د يهودانو د پاره و قدرت ته د رسېدو او په امريکا کي د هغوی د تاثیر يو اصلي عامل او عمده لاره د نړۍ پر لويو رسنيو باندي د هغوی لارسرسي او کنټرول دئ . هغوی نن په دې توانېدلي دي چي په امريکا او نړۍ کي د رسنيو په زور و خپلو اصلي اهدافو ته ځان نيژدې کړي .

 

مشهور امريکايي خبريال د زياتو کتابو ليکوال مايکل کالينز پايپر Michael Collins Piper په خپل تازه « نوی اورشلیم The New Jerusalem ؛ په امريکا کي د صهيونیستانو قدرت » نوم کتاب کي، د يوه منتقده خبريال په حيث د يهودانو او اسرائيلو د سياستو په اړه ليکي ، چي نن سبا امريکا د يهودانو د يوځای کېدو او تجمع دپاره داسي يو محل دئ چي په واقعيت کي لکه نوی اورشليم چي پخپله همدا امريکه وي .

 

دغه ليکوال دخپل کتاب په لومړي فصل کي د امريکا ددوو ثروتمنده يهودي کورنيو نوم اخلي چي په دې هيواد کي د زيات رسوخ او قدرت خاوندان دي . دغه دوې کورنۍ د ماير ـ ګراهام او وينو هاواس په نومو معرفي کيږي . ليکوال؛ د ماير ـ ګراهام په باره کي ليکي چي ماير ـ ګراهام د واشنګټن پسټ د ورځپاڼي مالک او په امريکا کي د ټولو ثروتمنده کورنيو په کتار کي پينځويشتم ځای لري . نوموړي همدا اوس د رسنيو لويه امپراتوري ځانته جوړه کړېده او ويل کيږي چي دغه رسنۍ د امريکا د دولت او د امريکا د جاسوسۍ د سازمان يا سي آی اې (سيا) په ټولو کړيو کي رخنه کړې او د امريکا په دولت پوري د مربوطه خبرو د خپرېدو د پاره يو خاص سيسټم را مينځته کړی دئ .. د واشنګټن پسټ، نيوزويک، انټرنېشنل، هرالډ ټريبون، لاس انجلس ټایمز، کولز، سنټ پاول سټار، ګزيټ، پست – نيوز ویک کالبر، ورځپاڼي او مجلې او همدا رنګه د -TV , KPRC ،WPIV ، WJXT-TV ،KSAT-TV ، WFSB-TV او WPLG-TV ټلوېزوني شبکې ددې کورنۍ د سرمايې يوه برخه ده! د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د واشنګټن پوسټ په نامه د يوه عظيم شرکت نوم هم دئ چې د پورته ډله ایزو رسنیو نه علاوه د نورو غیر رسنیزو شرکتو مالکيت هم لري،

 

دواشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امريکا په حکومتي ادارو کي ، د کانګرس په انتخاب سوي غړو او په لوړ پوړي دولتي مقاماتو کي زيات رسوخ لري . دا هم ويل کيږي چي دغه ورځپاڼه په مهمو چوکيو کي د اشخاصو په نصبولو او ګوښه کولو کي کارنده اثر لري، همدارنګه هغه قوانين چي د امريکا په کانګرس کي تصويب کيږي يا هغه سیاستونه چي د بهرنيو او کورنيو چارو په اړه تعيينيږي ، دواشنګټن پوسټ رهبري د هغه په رد يا تائيد کي اثر ناکه نقش لري . د دې ورځپاڼي د نظر خاوندان او مديران کولای سي د خاصو مسائلو په طرحه کولو کي خلک سرګرمه وساتي او يا دا چي کله چي هغوی و غواړي کوم څه و خلکو ته و نه رسیږي نو کولای سي هغه د هغوی د اذهانو څخه ايسته کړي . دغه ورځپاڼه د فقر، لوږي، تورم، نفت ، جګړو او ډېرو داسي نورو سياسي او ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي مسائلو په اړه د امريکا عامه ذهنيت د خپلو اهدافو په لوري رهبري کوي او په ډېره ماهرانه توګه واقعيتونه مَسخوي .

 

د واشنګټن پوست ورځپاڼه د سپيني ماڼۍ،کانګرس او د امريکا د حکومتی ادارو د فعالیتو او اجرآأتو دمفصلو ګزارشو د خپرولو په وجه ځانته د امریکا د نورو ورځپاڼو په پرتله ، ځانګړی اهمیت ورکړی دئ .

 

دواشنګټن پوسټ ورځپاڼه په ۱۸۷۷ کي د سټيل سن هوچنز Stilson Hutchins لخوا چي ډيموکراټ وو، تأسیس سوه او په څلورو مخو کې خپروني شروع کړې . ورځپاڼي د خپل کار په لومړي پړاو کي د مالي ستونزو سره مخامخ او نتیجه داسوه چي په کال ۱۸۸۹ کي د جمهوري غوښتونکو د کابيني غړی فرانک هاټن Frank Hatton باندي خرڅه سي، نوموړی تردې دمخه په کانګرس دډيموکراټ ګوند غړی وو . د ورځپاڼي دغه نوی خاوند د پاڼي د اندازې او د مخونو و حجم ته بدلون ورکړ خو څرنګه چي ورځپاڼي ډېر محافظه کاره چلند درلود نو ډېر بری ئې په برخه نسو .

 

په ۱۹۱۵ کي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د جان مک لین John R. McLean لخوا رانيول سوه او د عادی او ټولنیزو موضوعاتو په خپرولو يې ورځپاڼه د سیاسي حالت څخه را وایستله. د مک لين تر مرګ وروسته په کال ۱۹۱۶کي د نوموړي زوی اډوارډ Edward د ورځپاڼي کنټرول په خپل لاس کي ونياوه. څرنګه چي نوموړي د جمهوري غوښتونکي د ګوند د مشر واړن‌ هارډينګ Warren G. Harding سره انډيوالي درلودله، نو ورځپاڼه يې د هغه په ټريبیون واړوله او د هغه وخت د عام باور له مخی دغه ورځپاڼه د هغه په شخصی اورګان باندي اوښتې وه .

 

خو د يهودانو بيا دمک لين د کورنۍ سره نه وه جوړه نو په دې ورځپاڼه کې دخپلو اعلانو په نه خپرېدو سره ددې ورځپاڼي روزګار خراپ او هغه يې د ډېوالي کېدو خوا ته ټېله کړه . ددې مالي بحران او ورشکستګۍ په نتيجه کي وه چي ورځپاڼه و ليلام ته واچول سوه . په کال ۱۹۳۳ کي په امريکا کي د يهودي کورنۍ لوی سرمايه دار يوګن ماير ) ( Eugene Meyer واشنګټن پوسټ ورځپاڼه رانيوله . ميليارډر يوګن ماير ،د امريکې د هغه وخت دجمهور رئيس هري ټرومن سره خورا نيژدې او دوستانه اړيکي درلودلې . فليپ ګراهام Philip L.Graham ، چي د يوګن ماير زوم، او د هغه د لور کاترين ماير ګراهام Graham Katharine مېړه وو، هغه هم د جمهور رئيس جان کنيډي سره ټينګي اړيکي درلودلې چي دغه دواړه جمهوور رئيسان د ډيموکراټ ګوند غړي وه .

 

د ماير کورنۍ ته ددې ورځپاڼي د مالکيت انتقال ددې باعث سو چي لوی سوداګر ، د لويو کمپنيو مالکان او د لويو کار و سر رښتې خاوندان ديوه سره خپل اعلانونه ورته را مات کړي او د واشنګټن ورځپاڼه پر پښو ودروي . د ماير په لومړۍ لس کلنۍ دوره کي د ورځپاڼي د چاپ شمېره درې چنده سوه او د اعلاناتو عايد يې هم د ۴ څخه و ۱۲ ميليونوليکوته خېز وواهه. . د يهودانو د ملاتړ په وجه وو چي واشنګټن پوسټ د ګټو، شهرت او د خپل راتلونکي ماموريت د تحقق و خواته رهي سوه .

 

فيليپ ګراهام ، د ماير زوم د۱۹۴۶ م نه وروسته ددې ور ځپاڼي مديريت پر غاړه واخيست او د نړۍ واله چارو وانعکاس ته یې زياته پاملرنه وکړه . هغه داسي هڅي را پيل کړې چي واشنګټن پوسټ په بهر کي هم خپل حضور پيدا او د نړۍ او امریکا د پيښو څخه ګزارشونه خپاره کړي . هغه د نیوزویک (Newsweek) مجله هم را نیوله او ددې دواړو خپرونو په يوځای کولو سره يې يوه کاميابه د استعماري ګټو پروژه په کار واچوله .

 

په ۱۹۵۴ کي واشنګټن پوسټ مالک خپله پخوانۍ سياله او محافظه کاره ورځپاڼه واشنګټن ټايمزهرالډ Washington Times-Heraldهم را نيوله او هغه يې پخپل ځان کي مدغمه کړه، په دې توګه د واشنګټن ټايمزهرالډ ټوله مشتريان او لوستونکي، واشنګټن پوسټ و ځانته را کش کړل .

 

کاترين ګراهام Katharine Graham د يوګن ماير لور په کال ۱۹۵۹ کي د خپل پلار تر مړيني او په ۱۹۶۳ کي د خپل مېړه فيليپ ګراهام د خودکشۍ نه وروسته د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼي د مالکيت او سرپرستي وظیفه پر غاړه واخيسته . هغې د کال ۱۹۶۹ څخه بیا تر ۱۹۷۹ پوري د ورځپاڼي دمسؤلي مديري، د ۱۹۷۳ څخه بیا تر ۱۹۹۱ پوري ددې ور ځپاڼي د مديره هيئت د مشري په حيث او د ۱۹۹۳ نه بیا دهغې تر مرګه يعني د کال ۲۰۰۱ پوري ددې ورځپاڼي د اجرائي کوميټې د رئيسي په توګه وظيفه په غاړه لرله . وروسته بيا د هغې زوی ډونالد گراهام دغه دنده په غاړه واخيستله .

 

کاترين ګراهام ډېره کيندلې او د زيات قدرت خاونده وه ، په امريکا کي يې « د امريکې د قدرتمنده ښځي» په نامه شهرت پيدا کړی وو . هغې د امريکا د هغه وخت د جمهور رئيس ريچارډ نکسن سره نه وه جوړه . دغه د نه جوړي واقعیت يې د امريکا پخواني سناتور باب ډوول په يوې ټلوېزوني مصاحبه کي پاش کړېوه . کين کلاوسن چي د نکسن په دولت کي د اړيکو د څانګي مدير وو، مخکي تر دې يې په واشنګټن پسټ کي د خبريال په حيث وظيفه اجرا کوله، نوموړي په دې ورځپاڼه کي دخپل يوه پخواني دوست په مرسته دغه خبره کشف کړه چي کاترين ګراهام د واټرګيټ په افتضاح کي د خبريالانو يو لوی لښکر موظفه کړی وو چي د نکسن د ضعیفو نکتو په پيدا کېدو سره وهغه ته کاري ضربه ورکړي . هغه وو چي نکسن په دې افتضاح کي ګرم را ووت او د کال ۱۹۷۴ په اګست کې استعفاء ورکړه .

 

د جمهور ريئس ريچاړډ نکسن په استعفا سره واشنګټن پوسټ، لا نور هم زيات شهرت ځانته وګاټه ، په واقعيت کي يې دا خبره روښانه کړه چي دغه شاني رسنۍ کولای سي څرنګه خپل حريفان بدنامه او يا د کاره ګوښه کړي او يا دا چي د خپلو ګټو د پاره هغه وکاروي .

 

نن دواشنګټن پوسټ ورځپاڼه په امريکا کي دډېر با اعتباره کارپوهانو د حضوره څخه هم ګټه اخلي . د هغوی باوزنه ليکني ددې خپروني په هره برخه کي ليدل کيږي حال دا چي سیاسي ګزارشونه او خبرونه چي په متحده ایالاتو کي ددولتي بدلونونو په اړه يوه ډېره ګټوره اطلاعاتي منبع ده، بيا ددولت په صفحه کي انعکاس پيداکوي . د دې ورځپاڼي مخونه د بېلابيلو عنوانو په درلودلو سره لکه خبرونه، دولت،نړۍ، ورزش، سينما،فرهنګ، تحليلونه او علمي ليکنو ته ځانګړي سوي دي او د سياسي او اجتماعي مصاحبو برخه يې په خاص مسلکي مهارت سره درج کړي دي چي زياد تاثير ښندونکي دي .

 

د سياسي تګ لاري له رويه، ددې ورځپاڼي مديرانو اعلان کړی وو چي په انتخاباتي مبارزو کي به ،د خبرو په ترتيب کي بې طرفانه کردار ادا کوي خو ددې سره سره دغه ورځپاڼه زياتره د ډيموکراټانو د کانديدانو څخه خپل سياسي ملاتړ کړی دئ، دبلي خوا بيا په ورستيو کلو کي ځيني ښی اړخي سرمقاله ليکونکي يې هم جذب کړي وه چي کيڼ اړخي منتقدانو دغه ورځپاڼه د فرهنګي او سياسي له لحاظه يوه محافظه کاره ورځپاڼه معرفي کوله .

 

د ۲۰۰۴ تر سپټامبره پوري ددې ورځپاڼي ورځنی تيراژ څه کم اته لکه نسخو ته رسېدی، خو راوروسته په ورځ کي تر يوه ميليونه نسخو نه هم واوښت او دتيراژ په تناسب د نيويورك ټايمز، لاس آنجلس ټايمز، وال اسټريټ ژورنال او يو ايس اي ټوډې نه وروسته د امريکا پنځمه ورځپاڼه ګڼل کېد ه .

 

په امريکا کي چير د تير کال راهيسي سخت مالي بحران روان دئ، په امريکا کي يې لوی شرکتونه ډېوالي کړه دغه بحران و رسنيو ته هم دروند آفت پېښ کړی دئ . په همدې لړ کي د واشنګټن پوسټ هفتګي مجله چي د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼي ګلچينه مطالب به پکښې خپرېدل او د ۲۵ کالو راهيسي خپرېدل، د تیر کال په ډسمبر کي و تړل سوه . همدا رنګه دغه ورځپاڼي په شيکاګو،لاس انجلس او نيويارک کي خپل دفترونه د تیر کال د ډسامبر په آخر کي وتړل او څه ناڅه دخپلو کارمندانو د جملې څخه يې و ۳۷۰ تنو ته چي د ټولو کارمندانو په سلو کي ۴۰ يې جوړاوه د کاره جواب ورکړ . دغه ورځپاڼه اوس يوازي د واشنګټن څخه خپلي خپروني کوي . 

 

واشنګټن پوسټ په ۲۰۰۲ کال کي ۷ د پوليټزر جايزې د سپټامبر د يولسمي د خبرو د ښه پوښښ په خاطر وړي وې . تر ۲۰۰۵ میلادي کال پوري د پوليټزر اتلس جايزې ، د نيومن اتلس تحصیلي بورسونه او د سپيني ماڼۍ د عکاسانو د انجمن ۳۶۸ جایزې لاسته را وړي دي . واشنګټن پوسټ په ۲۰۰۸ کال کي د ژوناليزم د پوليتزر د ۱۴ جایزو څخه شپږ وګټلې . او د نيويارک ټايمز نه وروسته تر ټولو زياتي دغه شاني جايزې يې وړي دي .

 

د پوليټزر Pulitzer جايزه په ژورناليزم کي د امريکا ډيره وياړلې او مشهوره ملي جايزه ده چي په نيويارک کي د کولمبيا د پوهنتون لخوا اداره کيږي . دغه جايزه د لومړي ځل د پاره په کال ۱۹۱۷ کي د امريکايي خبريال جوزف پوليټزر Joseph Pulitzer په ياد جوړه سوه .

 

مأخذونه :

 

http://www.washingtonpost.com /

http://www.washpostco.com/phoenix.zhtml?c=62487&p=irol-history

http://www.washpost.com/gen_info/howproduced/index.shtml

http://en.wikipedia.org/w/index.php?title=The_Washington_Post&oldid=216346031

http://en.wikipedia.org/wiki/Michael_Collins_Piper

http://www.amfirstbooks.com/catalog/product_info.php?products_id=11

 

 

ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه