د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د حزب اسلامي نوې طرحه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بسم الله الرحمن الرحيم

د ژغورني ملي ميثاق :

موږ د الله تعالى په نامه ژمنه كوو چي له روان دردناك حالت نه د هېواد د ژغورلو لپاره يو بل ته لاس وركوو چي جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، په هېواد كي ډاډمن امنيت تأمين كړو، له بهرنيو ځواكونو نه فارغ او د پرديو له لاسوهنو نه خوندي افغانستان جوړ كړو، خپل ملي وحدت لازيات مضبوط كړو او ملت ته دا موقع برابره كړو چي د خپلي خوښي زعامت غوره او د خپلي عقيدې او باور مطابق نظام جوړ كړي. دغو لوړو او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مو په لاندي طرحي توافق كړى :

۱- بهرني ځواكونه دي د روان ميلادي كال د جولاي په مياشت كي له هيواده وتل پيل كړي او د شپږو مياشتو په ترڅ كي دي هغه بشپړ كړي .
په دې مودي كي دي له ښارونو او گڼ مېشتو سيمو نه ووځي او په عسكري مراكزو كي دي ځاى په ځاى شي -.2
. ۳- د امنيت چاري دي په بشپړه توگه ملي اردو او پوليس ته وسپارل شي، بهرني ځواكونه به د افغانستان په هيڅ گوټ كي او په هيڅ حالت كي په خپل سر د نظامي عملياتو، د كورونو تلاشي او نيونو حق نه لري .
. ۴-اوسنى حكومت او پارلمان دي تر هغه خپل كار ته ادامه وركړي چي د دې معاهدې مطابق انتخابات تر سره كېږي او نوې منتخبه شورى او منتخب حكومت رامنځته كېږي. خو په دې حكومت كي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن كسان نه وي. همداراز د حكومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه كي به داسي كسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي . ۵-
د ټولو افغاني لورو په اتفاق به د ملي امنيت په نامه يوه داسي اوه كسيزه شورى جوړېږي چي په مهمو ملي مسايلو كي به د وروستۍ پرېكړي واك ورسره وي، د دې شورى مقر به په داسي ولايت كي وي چي امنيت ئې په بشپړه توگه د افغاني ځواكونو په لاس كي وي او هيڅ بهرنى ځواك په كي نه وي .
۶- د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به د 1390 كال په پسرلي كي د متناسب تمثيل پر بنسټ د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځاى، يو ځل او همهال انتخابات تر سره شي .
۷- په دې انتخاباتو كي د حكومت د كابينې غړي او واليان يوازي په هغه صورت كي د برخي اخيستو حق لري چي د انتخاباتو تر نيټې درې مياشتي مخكي له خپلي دندي استعفا وكړي .
۸- په لومړي منتخب حكومت كي به د هر لوري برخه د هغه د آراوو په تناسب وي او له شورى نه به د اعتماد رأيه ترلاسه كوي، خو تر دې وروسته به بريمن لورى پر دې مكلف نه وي چي ائتلافي حكومت جوړ كړي .
۹- هغه حزب يا انتخابي مجموعه به په بعدي انتخاباتو كي د برخي اخيستو حق لري چي په لومړي انتخاباتو كي تر لس په سلو كي زياتي رأيي ترلاسه كړي .
. ۱۰- په دې مودې كي به په جگړو كي د ښكېلو لورو تر منځ بشپړ اوربند تأمين وي، ټول سياسي بنديان به خوشي كېږي، ټول لوري به ژمنه كوي چي له دې وروسته به نه قدرت ته د رسېدو لپاره ناروا لاري لټوي او نه به د خپل حريف او رقيب د ځپلو لپاره وسله كاروي .
۱۱- لومړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چي د دريو لورو له خوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅېړي او د هيواد د اساسي قانون په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي .
. ۱۲- هيڅ بهرنى هيواد به دا حق نه لري چي په افغانستان كي زندان ولري، كوم افغان محاكمه او مجازات كړي، يا ئې د محاكمې لپاره بهر ته استوي

content.php?p=yes&number=6363created 19th February 2010