دخوشحال قدر که اوس په هيچا نشته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دپښتو ادبياتو په تا ريخ کې که څوک دشعر دخوږوالي ، جا معيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې دليدو وړ وې . نو هغه خوشحال خان دي چې دده په شخصيت کې دتوري او قلم ښيګڼي دواړه سره رانغښتلي دي دځينو پو هانو په نظر کله چې خو شحال خان په پښتو ليک پيل کاوه داهغه ورځي وي چې پخپله دخو شحال په قوت پښتو لا همغسي بکره پاتي وه او په نثر کې هم کوم مستند ليک دود نه درلود ،خو دخوشحال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود و هغه پير روښان د خير البيان مسجع او فني نثر و خو شحال دلومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړ کيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلي ، خو دبلي خوا ده په ادبې ډګر کې هغه قهرماني کړې چې پس له مر ګه يې په ټوله پښتو نخوا کې ساري پيدانشو نو ځکه ده وايې :

دخوشحال قدر که اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې يــــــــــاد کا ډير عا لم
رښتيا هم دخوشحال قدراوس خلک کوي ،ځکه دداسي يو لوي او نو ميالي شاعر يادونه ،خو هر څوک کوي .لکه لکه مخکې مو چې اشاره وکړه خان په پښتو شعر کې ځانته مخصوص سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . دانساني فضا يلو او پښتنوالي ښيګڼو په بيان کي ديوه پوره اخلاقي او حقيقي اديب دي .
دخوشحال شعر دمانا او مضمون له پلوه دومره جا مع دي چې مونږه ده ته يو جامع او بشپړ دادب استاد او پيشوا ويلاي شو خوشحال په عشقي او بزمي اشعاروکې استاد دي ، يو پوخ فيلسوف دي وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي چې دپښتنو فطريې او په خټه اخښلي . دوطن مينه او محبت او عشق ځنې څر ګنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خوا لوړ دي په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويو نکي نه لرو نو دي حق لري چې ووايې :
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ
دپښتو شعر به اوس په آبو تـــــــاب شي
دخوشحال شعر خوږ او خونده ور دي نوي مضا مين دشعر په ژبه ويلاي شي ويناوې دپښتو دخوږي محاوري سره سمه ده او اشعار يې تر څلو يښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشحال دپښتو يو نا متو تور يالي او جنګيالي شاعر دي لکه دشعر او ادب استاد چې دي دميدان بر يالي قو مندان هم دي خو شحال خان حماسي اشعار په داسې انداز او کفيت او کميت کې ويلي چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي دده کلام جنګي برخې ډيري لري . چي دده د پښتنوالي دملي روح ځنې څر ګنديږي نو ددغو خصو صياتو په لرو سره ويلاي شو چې د خوشحال خان سبک بزمې او رزمې دي دګټو اساس هم توره او ميړانه ګڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي :
کل کتنه ده دتوري که کا بل دي که کشمير
ميړني دي چې ياد يږي په سندرو يا په وير
بل ځاي وايې دتوري او توريا ليتوب په هکله داسې وايې :
چې څر ګنده سر بازي کا نــــــــــدې دتورو
زه خوشحال خټک تر هسې هنر جار شم
دخوشحال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرګند يږي او داښکاره کوي چې دي زمونږ ملي اديب پوخ فلسفې هم وه او دتصوف څخه هم بې بر خې نه وه خوشحال د پښتو ادب پر اسمان لمر اودي دخپل ډير مشهور سبک مؤسيس دي ده په پښتو کې يو لوي مکتب پرانستلي چې ډير نو ميالي شا ګردان ورځنې راوتلي دي . دخوشحال سبک په پښتو کې ډير مقبو ليت او دير شهرت يې وموند او دپښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک ګڼو چې دادبې فنونو ډير مرا عات پکې شوي دي او اشعار يې هم دير خواږه او هم دصفت په ګا ڼه ښکلي دي .
دسبک خواص يې :
۱ ـ دده سبک پښتو شعر ډير پراخه کړو علاوه پرغزل ، قصيده ، مثنوي چې دخوشحال تر مخه ويل شوي او ده نور ټول دعربي او فارسي دشعر اقسام په پښتو وويل .
۲ ـ دده په سبک کې هر ډول صو فيانه ، اخلاقي ، فلسفي ،فکاهي ، مضامين مدخه او اجتما عي خبرې شته .
۳ ـ پدې سبک کې دپښتو ، پښتو نوالي او دپښتنې اخلاقو او ملي احساساتو روزنه هم شته .
۴ ـ دخوشحال په سبک کې اوږ دې قصيدې پر يوه موضوع چې شاعر غوره کړي وي هم شته .
۵ ـ پدې سبک کې بد يعي صنايع تر دا زمان ګد شو ل ، خو په هغه اندازه نه لکه حميد بابا چې پکې راوړي دي .
۶ ـ حما سي احساسات پخپله خوشحال پدې سبک کې راوړل .
۷ ـ هجوه او غندنه هم پکې ليدل کيږي چې مخصو صا مغلو ډيره هجوه او غندنه يې کړې ده او په اشعاروکې نوي کلمه راوړه چې هغه مغولواله ده .
۸ ـ خوشحال دمکتب په اشعاروکې ډير حکيم او نصا يح او فلسفي مطالب شته چې دژوندون نري نري اسرار او حقا يق پکې ويل شوي دي
۹ ـ دادبي قيمت له پلوه دا سبک تر ټولو جا مع او ښه دي هم يې زمان خواقوي اوهم يې شعري خوا بده نه ده .
۱۰ ـ په تخيل کې هم دا سبک ډير ښه او په زړه پوري دي خورا لوړ اوله نزاکته ډک شاعرانه تخيلات پکې شته .
دايې دسبک خواص وو . خو خوشحال نه يوازي په پښتو شعرکې دنوي سبک مو جد بلل کيږي بلکه په نثر کې هم يو نوي سبک منځ ته راوړي ځکه دده څخه مخکې د پير روښان مسجع نثر دده دغه نثر بيخي سادګي او رواني ته راوست چې هر څوک ښه پري پوه شي ددغي خبري اثبات پخپله (بياض او دستار نامې ) څخه ښه ښکاري . نو پدي سبب ورته د پښتو پلار وويل دحقيقت اوواقعيت سره منا سبه او په ځان خپره ده .
دخوشحال دسبک پيروان
خوشحال خټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سيکو ادبياتو کې دروښانه او هر اړ خيزه ايجا دياتو په وسيله ديوه پوره ادبي مکتب بنسټ ايښي دي او تقر يبا شلو تنو شاعرانو ، ليکوالانو ، پوهانو او مور خينو دده دادبي مکتب پيروي کړي ده .
هغه مواد چې وکولاي شي دخوشحال ادبي مکتب اودده د پيروانو په هکله معلومات وړاندي کړي ډير لږ په افغانستان کې پيداکيږي که څه هم ځينو ديوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه يې ټول اثار د چاپ ډګر ته ندي راوتلي .
دده پيروانو دده دمکتب څخه دشکل او مضمون له پلوه پيروي کړي چې ځيني په لاندي ډول معرفي کوو
۱ ـ اشرف خان هجري :
اشرف خان هجري دخوشحال مشر زوي دي ، يو با استعداد ه شاعر او زړه ور سرباز دخوشحال دنما ينده ګانو ځني شميرل کيږي (دسبک پلوي يې دي ) .
اشرف خان هجري هم ځانته دشعر ديوان لري چې ځني برخي يې دديوان يې په ګلشن روه کې چاپ شوي دي . هجري هم عشقي ، وطني اوا خلاقي اشعار لري . دخپل استعداد په لرلو سره يې دخپل پلار خد مت کاوه او دخپلې ملي ژبي او ادب خدمت کاوه . لنډه داچې دخوشحال ځني وروسته لوي شاعر ګڼل کيږي چې خپل پلار ته منسوب دي
۲ ـ عبد القا در خان خټک :
دخوشحال خان په زامنو کې دوهم زوي عبد القادر خان خټک دي چې ده هم (۴۷) کلو په عمر کې داسي اشعار وويل چې دهغه په اندازه هم ډير کم شاعران پيداکيږي او دخپل پلار پيروي يې وکړه دي دنقشبندي طر يقي په پيروانو کې داخليږي . او دتصوف څلور طر يقي يې تيري کړي دي ، دده په اشعاروکې تصوف څرک په څر ګند ډول ليدلي شو او دعشقي اشعارو تر څنګ يې دقهرمانۍ توري اوزړور توب روحيه په څرګند ډول انعکاس مومي . عبد القادر خان خټک هغه شاعر دي چې ظلم يې غندلي او محکوم کړي دي او ددغي پر ضد يې اشعار هم ويلي دي خو اجتماعي برخه يې څومره ښکلي انداز کې راوړي ده لکه چې وايې :
ځوانمرد هغه دي لـــــــــــــــکه شمع
دځان په سوزولو مجلس کا جمع
( ۱ )
۳ ـ سکندر خان حټک :
سکندر خان خټک هم دخوشحال خان خټک زوي او ټکره شاعر دي دده د زيږيدو نيټه په څر ګند ډول نهده معلومه ،خو کو تحقيقات چې پو هانو کړي دي په (۱۰۶۸) کې زيږيدلي او تر (۱۱۱۶) پوري يې ژوند تعين دي دي هم يو تکړه شاعر او په شعرکې يې دخپل پلار پيروي کړي ده . دشعر نمو ني ته يې ږګورې :
ستا دزلفو مار چيـــــــــچلي نه رغيږي
په بستانو په زيــــــــــــــارتونو په دم هم
تا چې مخ وته ښکاره کړ ليوني شوي
پاس دغرونو په سر ګرځي په سم هم
تر پايه پوري او دځينو اثارو څښتن هم ياديږي لکه : مهر شدي ديوان دليلي او مجنون مثنوي او دلي او شهۍ ۰۰۰۰
خو لنډه داچې دخوشحال خان خټک پيروان ډير زيات دي دهر يو معرفي موضوع طولاني کوي په لنډ ډول به يې دنو مونو ځني يادونه وکړو لکه : صدرخان خټک ، ګا مګار خان خټک ، دوست محمد خان خټک ، علي خان حټک ، عا بد خان حټک ، افضل خان حټک ، امکبر خان حټک ، جميل خان خټک ، حليمه خټک ، خوشحال شهيد ، ګوهر خان خټک ، غلام محمد ، تو تيا حټکه ، سعدالله خټک ، معاذ الدين ، نوازخان ، يحي اخو ن زاده ، خواجه محمد بنکښ ، عا صم و فتح علي ، ابو القا سم عثمان ، فضل ۰۰۰۰
دخوشحال خټک پيروان دي نه يوازي دخپلي کورني شاعران کړي بلکه نور شاعرانو هم دده له لاري څخه پيروي کړي او دسبک پيروان يې ګڼل کيږي پښتنو ليکوالانو او نورو محقيقين دغه لوي ازلي کاروان بولي او دهغه سپه سالار (لارښود ) خوشحال خان خټک بلل کيږي .
رفيع الله ستانګزى
دښوونې او روزنې پوهنتون
پښتو څانګه

رفيع الله

ستانګزی