خوشحال خان د مغلو پلوى او که مخالف:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
داخو ټولو ته جوته ده چې خوشحال نيم عمر يا زيات او کم دخپل عمر دمغلو په طرفداري کې تير کړي دي ، خو ده يوازې نه بلکې پلار او نيکونو يې هم دمغلو طر فداري او دهغوي په ګټه يې دخپلو پښتنو سره جګړي کړي دي .
دخان ژوند درې برخي لري لومړۍ دوره يې هغه دکوچنيوالي دوره ده ، دوهمه دوره يې دژوند دمغلو په پلوۍ کې تيره کړې ده او دريمه بر خه يې دژوند دمغلو سره په جنګ جکړه کې تيره کړي ده .
خوشحال دلومړۍ ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې دخپل پلار سره د يو سفز يو په جکړه کې بر خه اخيستې او دمغلو په پلوۍ جنګيدلي . خو دا خبر بايد د ياده ونه باسو چې دغه دمغلو پلوي ده ته دخپل نيکه نه په ميراث پاتي وه .

چې خپل نيکه يې مغلو دلاري سا تندوي ټا کلي و دهغه دمر ګ نه وروسته دهغه زوي يحي خان ته دا منصب ورورسيد او ديحي خان له مر ګ نه وروسته دهغه زوي شهبا ز خان او بل اخره خوشحال ته ور په بر خه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان ديو واړه لښکر سره ديوسفز يو په سيمه حمله وکړه چې خوشحال خان هم ورسره همسفر وه پغه جکړه کې شهباز خان ماتي وخوړه زخمي شو او پس له پنځه ورځو مړ شو ، خو دي چې کله مړ کيږې منصب او مشري خو شحال ته سپا رل کيږي او دخپل پلار دغچ اخستلو په خا طر يو بل لښکر تياروي او يو ځل بيا په هغه پخواني ځاي (بلړ ناله ) کې د يو سفزيو سره مخا مخ کيږي اويو سفزي سخته ماته خوري او خوشحال دهغې کورونه هم سوزي . خو کله چې اکبر پا چا پدغه حالت خبر شو نو هما غه و چې خو شحال ته يې منصبو نه هم ور کړل .
په ( ۱۰۵۵ ) کال کې شا جهان غو ښتل چې کا بل ته لاړ شي او دنظر محمد مخه ونيسي ځکه هغه د تل لپاره دمغلي سر حداتو يعنې په بلخ او بدخشان حملي کو لي نو پد غه جنګ کې خو شحال سره علي مراد خان او اصالت خان هم بر خه لرله خو شحال پکې تر ټولو مخکې و او کا ميابي يې لاس ته راوړه نو هما غه و چې داکبر پاچا لخوا اولس منصبونه ورکړل شول . ددي سره سره خو شحال دنورو پښتنو سره لکه : بنګښ هم جګړي کړې دي چې په (۱۰۶۳) کال کې د شير محمد سره په جګړه اخته و او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خو تر هغي ورځي پوري خوشحال دمغلو په طرف وجنګيده چې تر څو يې نيو لي نه و .
خو کله چې په ( ۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شا حهان په نا روغۍ اخته شو او دهغي نا روغۍ له کبله مړ شو نو دلته يې د څلورو زامنو تر منځ جګړي ونښتي يعني دارشګو او مراد بخش يو طرف و چې دواړه ووژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتي شو او په واقيعت کې اورنګ ز يب بر يالي شو . کله چې اورنګ زيب خپل حکو مت قا يم کړ نو ورته معلو مه وه چې خو شحال خان ستا دوست نشې کيدي . او دا ښکاره خبره هم وه چې ظا لم حکو مت دخو شحال غو ندې شخصيت نشي منلي نو هما غه و چې خو شحال او اور نګ زيب او ميرزا عبد الر حيم چې دمغلو حا کم و پيښور ته لا ړل چې خان دوه ميا شتي په پيښور کې و او بيا يې د هند جيل (رتنبور) ته بو ته چې ځلور کاله بندي و او پد غه بند کې ده زيات اثا ر هم ليکلي لکه : دستار نامه ، تر جيع بند ، تر کيب بند ، او داسي نور .
خو شحال د مغلو مخا لف
خو شحال ز يات وخت دمغلو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته وا ستو ل شو . خو کله چې دي بندي شو نو په بند کې يې داسي فکر وکړ چې پلار ، نيکه او غور نيکه او پخپله مې څو مره دمغلو پلوي وکړه او دهغې په غلامې کې مې وخت تير کړ، خو بياهم ماته يې څه ګټه ونه کړه ، نو هما غه و چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغي او سم دلاسه يې داسې وويل :
پس له بــــنده دي داعزم
دخوشحال دخا طر جزم
يا نيولي مــــــــخ مکي ته
يا مغلو ســــــــــــــــــــره رزم
دخوشحال کليات مخ ( ۲۳۷ )
دغه بيتونه ده په هند کې په بند کې ويلي دي . خو کله چې دا بندي و او دده زوي اشرف هم دده په خاطر په کابل کې دبند شپې او ورځې تيرولي نو هما غه و چې په يو سفز يو کې شورشونه پيدا شول . او رنګ زيب خوشحال راوغوښت او ترې يې وپو ښتل چې دا څه وجه ده خو شحال په ځواب کې وويل چې که چيري دکابل والي مها بت مقرر شي نو شا يد دغه بد امنيي له منځه لاړه شي ، نو هما غه و چې دمها بت خان په مقرر يدو سره خو شحال هم دبند نه ازاد کړي شو په (۱۰۷۹ه)کال کې پورفيسور پر يشان خټک به وينا پاو کم پينځه کاله ده په هند کې تير کړ ل . وطن ته د رارسيدو نه پس دهغه په زړه کې ومغلو او دهغوي نه دبدل اخستلو او په زړه کې لمبې وهلي او ديو سفز يو ،خټکو ، افر يديو ، او نورو پښتنو قبا يلو په مر سته يې مغلو ته داسي ما تي ورکړه ، الته په بي شميره جنګ جګړو کې چې پکې شاهي فو ځ او نور ډير افسران پکې تبا ه او بر باد شول . چې ددي جګړو سره پا چا ته يوه ډيره لو يه ځا ني صد مه ورور سيده او مغل پا چا پخپل ځان د پښتنو خلاف دفوځ قو منده په لاس کې واخيسته او په (۱۶۷۴ع) کال دډهلي د پايتخت نه دحسن ابدال په خوا راروان شو . خو دلته درارسيدو سره شاهينشاه چې مغلي حا کم و دډيري لوي بيغير تي نه کار واخيسته بي غير د جکړي نه پښتنو قبيلو او او چتو کسانو ته انعا مونه ورکړل او دوي يې د ځان سره کول ددې نه پس خو شحال دمغلو خلاف پښتنو کې اتفاق راوست او ددوي ديو ځاي کولو او يو لوي لښکر جوړولو تياري په خاطر دټولي صو بې د مختلفو علاقو دوره وکړه ، خو پدي باب ورته هيڅ قيسمه بري په لاس رانه غلل او دمغلو خلاف جګړو کې دده د ډيرو ځوانانو مړه شول او يوه لويه صدمه ورته ورسيده لکه مخکې مو چې يادونه وکړه ده وروسته له بندنه د پښتنو په خوا ودريده او بې شانه جنګونه يې له مغلو سره وکړل او داسې ماتې په هر جنګ کې وکړه چې ساري نه لري لکه : د خيبر په پيښه کې چې ښکاره دمغلو سره و ، خو په حقيقي تو ګه دپښتنو سره ولاړ و او مغل مات شول يا لکه دنو ښار او يالکه د ډوډۍ په جنګ کې چې هم يې بي شانه کا ميابي لاس ته راوړه او په يوه قصيده کې وايې :
څو وانه خلي له غلـــــــــــــــــــيمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه ارام
خو شحال کليات مخ (۷۰ )
لنډه داچې خان نه يوازي په توره کې رسيدلي سړي و بلکه په شعر ، شاعري کې هم لوي مقام درلود او دنړۍ پو هانو دده اثار لو ستي او تر جمه کړي دي او ده ته احترام لري . خو شحال د سردرۍ په غيږه کې سترګې غړه ولي او لوي شوي و خو په خوي او خصلت کې يو درويش صفته او دتوري دجلال او دعلم دجمال يو ښکاره نمو نه او دجنګ په ميدان کې يو زمري او دپښتنو دسيمي يو غير تي درو ګوهر انسان و .
لنډه داچې خو شحال خټک په هر لحاظ دانساني صفتونو په لرلو سره يو لوړ شخصيت و .او په دي لنډۍ خپلي خبري پاي ته رسوم .
ستا دښا يست ګلونه ډير دي
ځولي مې تنګه زه به کوم يو ټو لومه
رفيع الله ستانګزى ، کابل، نوى ښار