د اسلام فرهنګ، د جهاد ترانې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



په افغانستان کې د سرو پوځونو په ضد عمومي پاڅون د يوې داسې سپېڅلې جذبې په تړاو راټوکېدلى و چې نه يې يواځې د افغان ځلمو مټو ته زور بښلى و بلکې د افغاني ليکوالو او شاعرانو ژبې او قلمونه يې هم د تورې په شان تېره کړي وه. همدا وجه وه چې کله به دوى څه ويل نو د افغانانو په جهادي جذبه به يې د ايمان د نور پخلي مېخونه ټک وهل او همدغه د قلم او ټوپک زور و چې افغانان د سرۀ استعمار په ضد پخپله مبارزه کې بريالي شول او د نړۍ په تاريخ کې يې سرونه لکه د غرونو لوَړ پاتې شول.

قاضي صديق الله "صادق" هم د دغو شاعرانو د جملې څخه يو دى چې د جهاد مقدسه فريضه يې پخپل سپېڅلي قلم سر ته رسولې ده. خو زۀ يوې خبرې ته ډېر اريان يم چې د قاضي صديق الله "صادق" نوم تر اوسه پورې زمونږ نه پټ ولې و؟. امکان لري دا زما د خپلې مطالعې کمى وي ځکه چې ما د "صادق" صيب شعري ټولګه ټوله ولوستله نو هر شعر ته يې ليکلي دي چې (د فلانکي راديو څخه يا په فلانکي اخبار کې نشر شوى دى). خو بيا هم چې زۀ د قاضي "صادق" شعرونو ته ګورم نو وايم چې د هغۀ شعرونه بايد د ټولو هېوادوالو په ژبو زمزمه وى ځکه چې دا شعرونه د هر چا د زړۀ اواز دى. د بېلګې په توګه:



چاته وژاړمه ځاى د ژړا نشته
يؤ طبيب زما د رنځ بل دوا نشته
پتنګ نشته چې له شوقه ځان ستي کړي
که د شمعې څه تاثير او رڼا نشته
يا چمن يا د چمن ګلونه نشته
يا نظر پرې د بلبل او بورا نشته
چې سحرونه د غروره سره مات کړي
موسى نشته که امسا د موسى نشته


محترم صديق الله "صادق" د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د ککړک په کلي کې زيږېدلى دى خو په هېواد کې دننه او د هېواد څخه د باندې ډېر ګرځېدلى دى او د علم سره سره مشاهده هم د کمال لري. همدا علم او مشاهده چې کله د دۀ د شعرونو برخه ګرځي نو د شعري روايت يو نوى رنګ غوره کوي لکه دا شعرونه يې وګورئ:



هلته د سرونو چور

دلته د مالونو چور

هلته په کورونو چور

دلته کومکونه چور

هلته کمونيزم دى

دلته ګډوډيزم دى



ملګري عبدالهادي "حيران" چې کله ماته د قاضي صيب شعري ټولګه "د اسلام فرهنګ" راکړه نو اول مې ورته هيڅ پام ونکړ ځکه چې نن سبا هره ورځ نوې نوې د پښتو شعري ټولګې له چاپه راووځي خو چې کله يې راواخلې نو سر به ورته ونيسې چې د پاسه يې پرې (شعري ټولګه) ليکلې وي خو وي پکې بل بل څۀ. ولې يو ځل چې زما د قاضي صيب په دې شعر نظر پرېوت چې:



که ته يې او که زه يم خو د يو بوټي ګلان يو
تا ولې راپيدا کړه چې دا زه يم او دا ته
سپېڅلى مخ دې جوړ يوه کعبه د امېدو ده
دا خوشې دي چې وائي لمرخاته او پرېواته


بس بيا نو ټول کتاب ته کېناستم او شعر په شعر مې ولوستلو.

د دې شعري ټولګې يوه لويه برخه په جهادي ترانو مشتمله ده چې هره يوه يې بېل بېل خوند او رنګ لري خو ورسره ورسره يې د جهاد خاينان هم تهديد کړي دي لکه چې وائي:



شَلمه خېټه پلن تندى لکه سنډا يې
د جهاد په نوم تل خپله خېټه پيا يې
د عَسل مچۍ له ګلو نه شات زبېښي
ته ګونګټ غوندې غونډارى کور ته بيا يې
د جهاد خاينه! لږ خو حيا وکړه
د ممبر د پاسه څومره خپل ځان ستايې


"د اسلام فرهنګ" باندې ليکنې مرحوم محمد ګلاب "ننګرهاري"، شمس الحق "پيرزاده"، يار محمد "کوچي"، حاجي قمر زمان قمر "طايزي" او محمد يعقوب "شرافت" کړې دي. د کمپوز چارې يې سميع الله "شفيق" ترسره کړې دي او د ډيزاين او تصحيح کار يې عبدالهادي "حيران" کړى دى. د کمپوز، ډيزاين، وقايې، کاغذ او په هره حواله دا کتاب زړۀ راښکونکى دى او د يو باذوقه لوستونکي لپاره پکې هر څه شته د خوشحال خان خټک د دې شعر په مصداق چې:



چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته


دا د ننګرهار ولايت لپاره هم يو ستر افتخار دى چې د قاضي صديق الله "صادق" پشان د لوي فکر شاعر پکې استوګن دى چې دغه ښکلې او په زړه پورې شعري ټولګه يې هېوادوالو ته وبښله. اوس دا د ننګرهاريانو او د ننګرهار د حکومت مسئوليت دى چې خپل دا شاعر وستائي او ولمانځي او هر څومره چې کېدلى شي د دولتي ادارو او کتابخانو لپاره دا کتاب واخلي تر څو نه يواځې د ننګرهار خلک په پراخ کچ لدې کتاب څخه استفاده وکړي بلکې قاضي صديق الله "صادق" هم د داسې نورو کتابونو د ليکلو لپاره ځوان او تاند شي.

ليک: عجب خان "غمخور"