شين خالۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شين خالۍ چې همزولو او دکلي اوسیدونکو ورته د نازه شنو خــطاب کوه ، مور او پلار يې هغه په وړکتوب کې دتره ځوې زيړګل ته په نامـــــه کړې وه ٠ زيړ ګل لا کـــوچنی وه چې مور اوپلار يې په حق رســيدلې وه نو د زيړګل تـــره دهغه تعلم ، تـــربيه همدارنګه اعـــاشه اوروزنه کوله او هغه ته يې د اولاد په سترګو کتل چې په رښتيا سره زيړ ګل د مور او پلارنشتوا لی کم احساسوه ٠
په شين خالۍ باندې هم زيړ ګل ډير ګران وه او هغه ته بــــه يې د خپل راتلونکو د خوشبختيو اميد او د ژوند شريک په سترګو کتل ٠
زيړ ګل چې دشين خالۍ حسن ، صورت او کليوالۍ څيره هميشه په سترګو کې وه ،دهغې په ليدو به د مينې ، محبت ، هيـــلو او ارمانو نو تنده ماتوله او هميشه به يې دهغه تر خولې داسې زمزه تر غوږو کيده ٠
څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی
تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی

شين خالۍ په رښتيا هم طبعي ښکـــــلا لرله چې د کلي په خورلنډو او د کلي د اوسيدونکو لپاره د مينې ،محبت او احترام نمونه وه ،دهغې ښکلې څيره ،تورې بادامي سترګې او دنازکتل په زيړګل خاص اسر اچوه چې بيا کله کله به يې د هغې په ليدو د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠

چې کتـــل کړي په ناز لکه حوره
ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره
شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی
تور اوربـــل شنه خالونه یې دی

او کله کله به يې دا سې ویل٠

چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا
په زړګي مې د غشو ویشتل کا
جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي
تور اوربــل شنــه خالونه یې دي

د شين خالۍ په تندي ،زنې او اننګو کې ښکلي طبعي شنه خالونه وه ،که څه هم هغې ددې شنو خالو ارزښت دومره نه احساسوه خو دهغې جګې ونې او د شنوخالو ښکلا ځانله رنګ او خوند ورکړی وه چې زيړ ګل به هغه داسې اظهاروه٠

جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی
ده مغروره شاهین یې صفت دی
نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی
تور اوربــل شنـه خالونه یې دی

او په اخر کې به ېې خپل د مينې سندره داسې ختموله ٠

افغاني حسن جوړ شنوخالودی
چې یې وړی زړګی په پلمو دی
پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي
تور اوربــــل شنه خالونه یې دي

زما هم چه د زيړګل زمزمو ته پام وه او د زړه په غوږو مې اوريدلي د هغه ټولې زمزمې راټولې او د لاندې شعر په څير مې پيل او زيړګل ته ډالۍ کړې ٠

شین خالۍ

څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی
تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی

جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی
ده مغروره شاهین یې صفت دی
نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی
تور اوربــل شنـه خالونه یې دی

چې کتل کړي په ناز لکه حوره
ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره
شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی
تور اوربـــل شنه خالونه یې دی

چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا
په زړګي مې د غشو ویشتل کا
جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي
تور اوربــل شنه خالونه یې دي

افغاني حسن جوړ شنوخالودی
چې یې وړی زړګی په پلمو دی
پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي
تور اوربــــل شنه خالونه یې دي

*********
سميع الدين افغاني
١٤ - ١٢ - ٢٠٠٩

دویمه برخه