شين خالۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
پنځمه برخه



زيړګل د شين خالۍ په پاکه مينه ډير خوشـــــاله او هغې ته ېـــــې دخپل راتلونکې ژوند د ترخو او
خوږوشيبو د شریکې په سترګو کتل او پدې فکر کې وه چی څنګه د واده سرشته ونيسې او خپله معامله راټوله او خپله کوژدنه په خپل کاله کړې ٠
که څه هم څو وارې زيړګل دا خبره د شين خالۍ د مـور سره شريکه کړې وه ،خو د هغې څخه ېې داسې جواب تر لاسه کړی وه ٠

زړګله زويه ٠
مور او پلار دې خدای وبښه ، ته پوهيږې چې شين خالې هغوۍ تاته په وړکتوب کې په نامه کړې وه ،اوس شين خالۍ ستا امانت دی زه او اکادې په دې برخه کې کومه ستونزه نلروخو خبره داده چې ٠
زيړ ګل دشين خالۍ مور ته مخ راواړوه اورته ېې وويل ٠
نو څه خبره ده کاکا ناوې؟
دشين خالۍ مورخپلوخبرو ته داسې ادامه ورکړه ٠
ګوره زيړ ګله ځويه، ته پدې پوهيږي چې ته دې په اکا اوپه موږ ډير ګران ېې ، موږ نارينه اولاد نلرو او موږ ته د اولاد حیثيت لرې ، موږ دا هيله لرو چې ته د پوهې او تعليم خاوند شې اوکله چې درسو نه فارغ شوې که د خدای رضا وه بيا به د واده سرشته درته ونـــيسو، ته پدی برخه کې هيڅ تشويش مکوه او خپلو درسو ته دې پام ونيسه چې په تعليم کې د همزولو نه بيرته پاته نشې ٠

زيړګل ته هم د اکا فيصله ښه بريښیدلې وه او همدا وجه وه چې په ډيره ښه درجه ېې د دولسم ټولګې د فراغت شهادت نامه تر لاسه کړه ٠
کله چې زيړګل د دولسم ټولګې څخه فارغ شو، تـــــره يې دزيړ ګل فراغـــــت هغه ته مبارکې وويله او دلوی خدای شکرېې ادا کړ چې دهغه هيله کوم چې زيړ ګل دتـعلم او پوهې خاوند شې تر یو حده تر سره شوه ٠

د زيړ ګل پام داوس لپاره ددرسنو څخه فارغ او د کروندګرۍ په کارونو مصروف وه ،خو سره لدې کله کله د کانکو دازموينې لپاره به ېې په خپل پخوانۍ درسونو مرور کاوه او د فراغت په وخت کې به د رياضي ، کميا معادلې له ځانه سره حلولې او دمکتب د دورې نور مضا مين ېې هم لوستل٠

څه مده ورسته زيړ ګل خپل د ښوونځې د دوری همصنفیانو ته په خپله حجره کې دميلمستيا بلنه ور کړه ، د ښوونځۍ دوستانو هريو دتعليم ددورې خـــــپلې خاطـرې خوږو او ترخو شيبو کيسې کولې او د ليسې د دورې د فراغت څخه ېې خوښي څرګندوله ٠
د دوۍ کيسې او د زړه خواله تر ناوخته دوام وکړ ، په اخر کې د زيړګل يو نژدې دوست د هغه سره داسې پوښتنه شريکه کړه ٠

زيړګله ٠
څه تصميم لرې په همدې تحصيل قناعت کوې يا که غواړې چې تحصيلاتو ته دې ادامه ورکړې ؟
زيړګل په جواب کې ورته وويل ٠

ډيرې موهمې مسلې ته مو اشاره ورکړه ، ماپدې برخه کې کوم قاطع تصميم ندې نيولې ځکه د لوړو زدکړو امکانات يوازې په لويو ښارو کې امکان شته ، خو په هـــــر صورت کـــــې زه تصمیم لرم چې د کانکور ازموينه ورکړم ، وګورم چې روزګار موږسره څه کوې دبلې خوا اکا مې هم دا نظر لرې چې زه بايد خپل تحصيلاتو ته ادامه ورکړم ٠
صرف يومشکل شته که چيرې زه دتحصيل لپاره مرکز ته لاړ شم دلته به دکورنې دسرپرستۍ مسله څنګه شې ، اکاته هم هغه د ځوانې قوت ندی پاته د بلۍ خو د شين خالې څـــــخه لرې کيدل هم ګران دې ،په هر صورت يوځل د کانکور ازموينه ترسره شې وګورو چې قسمت او نصيب مـــو کوم لور ته بياېې ا و څه راسره کوې٠

شين خالۍهم د زيړګل د مساپر ي ترفداره نه وه او د زيړګل دجداېې توان ېې په خپل وجود کې نه ليده ،هغې به هميش د مور سره دا ويل ٠
زيړ ګل زموږ د کار سړی دې خدای دې ژوندی لرې تل د پلار سره د دخمکو او مالدارې په کارونو کې ښه مرسته کوې ، زموږ جوړ او ناجوړ ټول په هغه دي خداې دې د هغه سيوری لـــه موږد سره نه کموې ٠

زيړ ګل چې د شين خالې په مينه او انتظار کې شپې او ورځې تيرولې، د هغه په ياد به ېې کله کله د زړه د سوزه داسې د مينې او محبت زمزمه کوله٠
راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم
زيړ ګل د خپلې پاکې مينې په برياليتوب متمئن وه او داسې به ېې ويل ٠
نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم
ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم
هغه د خپلې پاکې مينې او اخلاص اظهار داسې کاوه ٠
مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم
مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم
زيړګل چې د شين خالۍ جګه ونه ، هسکه غاړه اود پايزيب شرنګهار زړه وړی وه نو په اخر کې به ېې د خپل دمينې سندره داسې ختموله٠
هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم
شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم

ما هم د زيړ ګل د مينې زمزمې راټولې او د لاندي شعر په چوکاټ کې پیل او د وطن خوږ ژبې سندر غاړي محترم صديق شباب ته د کمپوز لپاره ورکړې،چې هغه هم په خپل خوږ اواز او ښکلې انداز کې کمپوز کړي چې نن سبا بـــــــه د ګرانو هيوادوالو د توجــــــه وړ وګرځــــــې چې دا دی هغه شعر ته د ستاسو محترمولوستونکو توجه را ګرځوم ٠
راشه چې سپرلی دې شم
راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم
نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم
ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم
مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم
مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم
هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم
شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم
***
سمیع الدین افغاني