د نـړۍ د پيـښـو تـر شـا شـار لاټـانـي لـوبـي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت



ويکټور تورن Victor Thorn د امريکا نامتو ژورناليست او د زياتو کتابو او د هغه جملې څخه « د سپټامبر په يولسمه کي د اسرائيلو نقش» نومي د مشهوره کتاب ليکوال ، د «امريکن فري پرس » د او ونيزي په يوې وروستئ مقاله کي ليکلي اووايي چي آياد امريکا بې درکه پورونه به بالاخره ددې هيواد ډالر کوټه کي او که دا چي، د سرکوزي د انفلونزا اپيډمي به د امريکا د حفظ الصحې سيسټم و ټولي نړۍ ته ځان و غزوي؟

دغه ليکوال همدارنګه د ورستيو تروريستي حملو په اړه چي د امريکا په دننه کي د کورني عواملو لخوا تر سره سوې، وايي ،چي د نړۍ نخبګانو تل د تاريخ په اوږدو کي د بحرانو څخه د خلکو د بېرولو او په هغوی کي د وحشت د خپرولو لپاره کار اخيستی دئ تر څو په دې توګه وکولای سي د خپلي خوښي قوانين تصويب او پر هغوی باندي هغه ومني .

په نوموړې ليکنه کي د "رام امانوئيل " ، هغه څو ک چي د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما د زړو يارانو څخه دئ ديوې خبري يادونه کوي چي په کنايې سره يې و هغه ته ويلي وه ؛ چي ګوره ياره « هيڅکله اجازه مه ورکوه يو جدي بحران مفت در څخه تير سي » ، هغه ليکي، د نوي نړۍ وال نظم را مينځته کوونکو او د هغوی حاميانو په قطعي توګه دغه شاني لحظې د ځان د پاره لوی غنيمت ګڼلي دي . داځکه چي هغوی ته بحرانونه، د عمل او د جګړو په مانا دي؛ او په هغه کي بېدرکه ګټي پرتې دي . اوس څه دا بحران د يوې طبيعي حادثې د لاري را مينځته کيږي او که د يوې طرحه سوي اقتصادي ګډوډيو ، جګړو، ترور او د نورو عواملو دلاسه ، او يا هم د هغه بې ثباتيو له کبله چي عمدتاً بحرانونه د کودتاګانو د لاسه زېږي .

دغه امريکايي ليکوال دغه خبره هم کوي چي هرکله « دغه شاني کنټرول سوي هرج ومرجونه» رامينځته کيږي، نو پيښي او حوادث هم په سحر آمېزه توګه د رسنيو لخوا نادرسته تر خلکو پوري رسيږي . همدارنګه هغه اضطراري وضعيت چي عملي بڼه نيسي د خلکو د ژوندانه تحرک په ټپه دروي، ځکه نو داسي يو حالت راسي چي خلک په آساني سره د دولت و هري پريکړي ته غاړه ايږدي او هغه مني .

په دې توګه کله چي ټوله پاملرنه او توجه د فاجعې و ظاهري تاوانو ته را کرځي او زموږ ټوله پام وهغه ته ر ا اوړي، نو دا هغه وخت دئ چي مخکي له دې نه چي په دې پوه سو څه پېښه سوېده ، لا د وخته ددې حوادثو سازمان ورکوونکو خپل کار کړی او زموږ د شخصي ګټو څخه يې پرېمانه سوء استفاده کړې وي . د غه شاني پيښي د قدرت دخاوندانو د پاره داسي يو فرصت هم دئ چي لزوماً ويني هم پکښې تويدای سی او په دې وسيله هغوی خپل حريفان ورباندي له مينځه وړي .

دغه امريکايي ليکوال مثال راوړي او ليکي چي که تاسو د سپټمبر د يولسمي د هغي ناببره عظيم شوک خاطره په ذهن کي را وګرځوی ، په هغه وخت کي د دولتو مشرانو د ټولني نوي سياستونه د يو سره په يوه نوي حساب سوي شکل کي تر اجراء لاندي راوستل . ددې پېښي څخه چي کومي د تمثيل صحنې جوړي سوې نو دهغه څخه بېدرکه ګټي هم تر لاسه سوې ، هغه ليکي : کله چي پر موږ باندي ناببره « حمله» وسوه، متوجه سولو ، هغه نړۍ چي موږ تر دې دمخه د هغه په باره کي سوچ کاوه، ددې پسته موږ نور هلته ژوند نه کوو، دا ځکه چي دا ټوله داستان پر دابله خوا را واوښت . په دې مرحله کي هغه کسانو چي د واقعيتو د ځای پر ځای کېدو د پاره لاس په کار سوي وه ، نو د ماکياولي شېوو پر سبک باندي، موږ ته د يوه خالي يا نا ليکل سوی تخته سنګ په سترګه کتله ، چي کولای سي هر هغه نوی فکر او آيډيا چي د هغوی په ذهن کې را ګرځي، هغه هلته زموږ د پاره حک کړي .

دغه ګزارش زياتوي چي د سپټامبر د يولسمي نه باد ( ددې نه ماسېوا چي دغه پېښه ساختګي وه که واقعي ) د نوي قوانينو د تصويب د پاره يو نوی او کامل چوکاټ را مينځته سو . په حقيقت کي د قدرت خاوندانو تل د مصيبت او بلاوو څخه د يوه نوي دښمن و جوړېدو ته ضرورت لاره، او په دې کار کي يې د ځان د پاره د ګټو ډيري نوري سوړي ليدلې . په همدې خاطر ده چي هغوی د خپلو خيالاتو او پلانو څخه د ملاتړ لپاره د خپلو رسنيو دلاري د شديدو تبلیغاتي کارنامو څخه ګټه پورته کوله او خلکو ته يې په خپلوتبليغاتو کي ويل : « نوڅه، که تاسو وطنپاله ياستئ او خپلواکي هم درباندي ګرانه ده ، نو را ميدان ته سئ د خپل وطن او د استبدادي حکومتو پر ضد زموږ د جګړې څخه دفاع وکړئ .»

البته مخالفين هم بايد و ځپل سي او له مينځه ولاړ سي . له دې امله که تاسو هم لکه نور کسان چي د ځان اختيار خپل ګڼی ، او هر چا ته لاس پر نامه نه دريږئ ، نو هغه وخت ستاسو دغه مخالفت يا مخالفه عقيده، هغوی د وطنپالني يو ضد عمل بولي ، درست هماغسي لکه چي د سپټمبر د يولسمي د« حقیقت پلټونکو » ډلي وکړه .

د امريکا سیاستونه تل پر داسي خوا روان دي چي بايد د ځان دپاره دښمن جوړ کړي . مثلا د تيري پېړۍ په جريان کي امريکا تل د جګړې په حال کي وو او دښمن يې درلود؛ په لومړي سر کي د نازيانو څخه متنفره وو ، دهغه را وروسته نوبت کمونيسټانو، کوريايانو او ويټناميانو ته را ورسېد او نن يې هم دادئ د افراطي اسلامه څخه نفرت ، او په اسلامي هيوادو پسې يې را اخيستې ده، حال داچي که رشتيا وويل سي نو همدغه افراطي اسلام خو مو ږ د شورويانو پرضد پر پښو ودراوه او ښه په درځ مو د هغه ملاتړ وکړ.

لکه څرنګه چي «د ټرور پر ضد جګړې» ( هغه عبارت چي د اسرائيلو د صدراعظم "بنيامين نتانياهو " لخوا ابداع سوېده) وښودله، د جګړې څخه چي دا ټوله اقتصادي بې درکه ګټي تر لاسه سوي دي، نو دا خو دهغه بېري له برکته وې چي په افغانستان او عراق کي زموږ د يرغل په واسطه را مينځته سوې .

د سياسي چارو دغه کارپوهه وايي چي دغه شاني پيښي نبايد څوک حيران کړي، هغه ليکي : چي د امريکې د کورنۍ جګړې په جريان کي د شمال او جنوب نه د راتشيلد د کورنۍ مالي ملاتړ، نيژدې وو چي امريکا په دوو جلا هيوادو باندي ووېشي .

ويکټور تورن وايي چي : په ۱۹۱۳ کال کي، د امريکا د قانون جوړلو مجلس، « فډرال رزرو» جوړ کړ او د فډرال د مالياتي عايداتو ، د امريکا په تاريخ کي تر ټولو بد جمهور رئيس ته اجازه ورکړه چي د امريکا دي و لومړۍ نړۍ والي جګړې ته را کښې باسي . دبانکو څخه د امريکا تل پاتي پورونه دهمدې جګړې د لاسته راوړونو څخه وو . په ۱۹۲۹ کال کي د اسهامو د بازار سقوط و راکفلرانو(Rockefellers )، مورګانونو(Morgans ) او ونډر بيلټانو(Vanderbilts ) ته اجازه ورکړه چي په ميلون هاوه ډالر په خپل جيب کي کي ، او دا په داسي حال کي وو چي نور عام خلک تر يوې لسيزي پوري د يوه عظیم اقتصادي رکود په منګلو کي لاس وپښې وهلې .

دغه ليکوال ددې خبري يادونه کوي چي د "وينستون چرچيل " سره د امريکا ملګرتوب ددې باعث سو چي جاپانيان د"پيرل هاربر " پر دريايي اډه باندي حمله وکړي . هغه په دوهمه نړۍ واله جګړه کي د امريکې و لاسوهني ته هم اشاره کوي او ليکي : ددغه خرابيو، بمباريو او د جګړې په هغه اوج کي وو چي پر هيروشیما او ناکازاکي باندي د اټم بمونه و اورول سوه، نتيجه دا چي جاپاني وطنپاله ملي ګرايان نابوده او د هغو پرځای يې د نړۍ صنعت ګر او د کارخانو خاوندان را مخته کړه .

راوروسته کلونه چي د امريکا په اقتصاد کي د بېړنی پرمختګو او تر قۍ کلونه وه، زموږ د سي آی اې د سازمان شبکو او د هغوی مامورين هم د نړۍ و هر کونج ته ځان و غزاوه او په خپل غير قانوني کردار سره به يې بر آلا و نورو ته ضرر رساوه : په داسي حال کي چي په کال ۱۹۶۱ کي د امريکا جمهور رئيس آيزنهاور خپله د جمهوري رياست دوره پای ته رسولې وه، نوموړي د يوې صنعتي ـ نظامي مجتمع د موجوديت په خاطر د خطر ږغ رادپورته کړ؛ د آيزنهاور ددې ږغ د راپورته کېدو څخه څه کم درې کاله وروسته وو چي جان کينډي د يوې کودتا په ترڅ کي ترور او ووژل سو . جمهور رئيس جانسن هم د اسرائيلو سره د امريکا مرستي لا تر پخوا زياتي کړې او په خپل دې کردار سره يې د ويټنام په جګړه کي د امريکا ملا ور ماته کړه .

د ريچاړډ نکسن په دوران کي د واټرګېټ رسوايي هم د جيمي کارټر و قدرت رسېدلو ته چي د ډېويډ راکفلر د درې اړخيزه کميسيون کانديد وو، لاره خلاصه کړه؛ تر ټولو مهمه خو لا دا چي د کارټر د ملي امنيت مشاور «بريژنسکي» چي هغه هم د راکفلر د درې اړخيزه کميسيون سره تړاو درلود ، روسان يې وغولول او د هغوی پښې يې د افغانستان و جګړې ته راکش او په نتيجه کي يې شوروي اتحاد شړوت و شپارلس کړ .

د امريکن فري پرس د و يکټور تورن په دغه ګزارش کي وايي: چي تاسو يو ځل د ۱۹۸۴ کال حوادثو ته نظر اندازي وکړئ، همدا اوس هماغه « د خپلواکۍ د لاري مبارزين» چي د امريکاپه مالي ملاتړ ، زموږ د سړې جګړې د دښمن سره وجنګېدل ،نن د روسانو لخوا زموږ پرضد د هغوی څخه ملاتړ کيږي .

اوس ليدل کيږي چي څرنګه د قدرت خاوندانو د تاريخ په اوږدو کي د نړۍ د پرمختياوو او بلواګانو څخه ګټه پورته کړېده . په کال ۱۹۸۹ کي د برلين د دېوال نړېدل ددې باعث سو چي په کال ۱۹۹۳ کي د اروپا د اتحاديې و نوي تشکل ته لاره خلاصه کړل سي؛ د ايران - کانټرا په ماجرا کي د امريکا رسوايي ددې باعث سوه چي په متحده ايالاتو کي د مخدره موادو د قاچاقو شبکه پټه سي؛ د امريکا د « يو ايس لېبرټي» جنګي کښتۍ باندي د اسرائيلو حمله ددې باعث سوه چي، نيژدې وو دريمه نړۍ واله جګړه شروع سي .

ددې نه علاوه د نورو اقتصادي پرمختياوو څخه هم کېدای سي د هغه پيښو يادونه و سي چي د اسهامو په بازارو کي تر سره سوې، او هغه د ۱۹۷۳ لسيزي د نفتو د تحريم ، د ۱۹۸۷ د« توري دوشنبې» د ډاټ کام د بحران او د مسکن د کوبيو د چاودېدلو له بابته، را مينځته سوي وې . دا ټول ددې باعث سوه چي هغه چا چي په دې برخو کي سرمايه ګزاري کړېوه د خپلو سرمايو څخه په ميليارډو ډالر د لاسه ورکړي؛ خو برعکس د وال سټريټ اصلي چلونکو او بازيګرانو چي د صحنې تر شا يې فعال کردار اداء کا وه ، د هغه څخه په پېخر او بېدرکه ګټي جېب ته کړې .

د ورته پيښو څخه چي په دې ورستيو کي وليدل سوې نور زياد مثالونه هم سته، لکه د« کاترينا» طوپان چي بېوزله خلک يې مجبوره کړل د خپل استوګنځيو څخه ووزي ، خو د ساختماني وسايلو توليدونکو لکه « کې بي آر» درنې ګټي تر لاسه کړې؛ همداسي کانه د سيرلانکا په سونامي کي هم وسوه چي د مايانو ساحلي سيمي د تفريحي شرکتو لخوا غصب سوې .

ويکټور تورن د خپل ګزارش په ورستۍ برخه کي د نړۍ د زياتو وقايعو و اصلي سازمان ورکونکو ته اشاره کوي ، ليکي: ددې خبري په پام کي نيولو سره چي د نړۍ د صحي سازمان ( WHO) ، د نړۍ وال وجهي صندوق (IMF) ، د نړۍ وال بانک، دخارجي اړيکو شورا (CFR) او د بيلډر برګ Bilderberg د ډلي نخبګان او د رسوخ خاوندان په خپلو پټو لاسو دد غه مصيبتو رهنمايي کوي ، دلته د ايچ . ال منکن (H.L. Mencken ) * يو ه خبره ښه مناسبت لري چي، وايي « د ډيپلو ماسي ټول کردار و دې هدف ته متوجه دئ چي خلک د يوه داسي دايمي تهديد څخه په بېره کي وساتل سي ،چي هغه بلکل خيالي او د يوه سره درواغ دي.» متأسفانه لکه څنګه چي موږ د سپټامبر په ۱۱ مه کي شاهدان وو، دغه شاني کثافتونه د زياتېدوپه حال کي دي .

راتلونکې بله پيښه به څه وي چي نړۍ واله ټولنه د ګډوډۍ او پرېشانۍ سره مخامخ کړي او د نړۍ د بدلون او تغير د پاره و سيلې برابر کړي ؟



* ايچ. ال منکن ، H.L. Mencken يوجنجالي خبريال او طنز ليکونکئ دئ چي د امريکايي ژوند پر شېوې باندي ډير شديده انتقادونه کوي .