پاچاګل
د سپرغۍ په پاڼه کي تازه يو چا چي ځانته رخمت الله روان وايي يوه ليکنه چي عنوان يې دی : «د ویدیویی کلیپونو خپریدل دحزب پر غړو کوم غلط تاثئیر نه لري» ، خپره شوېده . نوموړی ښاغلی په دې ليکنه کي د حزب دموکراتیک خلق د ټولو ګونديانو په نمايندګي خبري کړي دي او دا ږغ يې را پورته کړی دئ چي کوم کليپونه چي په هغه کي د
ګوندي کودتاچيانو منصوبه يې رسوا کړه، اوس دغه ښاغلی وايي چي دغه کليپونه د حزب پر غړو کوم بد تأثير ندی کړی . زما سره د پروني ګوندي شخص په حیث دا سوال پيداشو چي دغه روان ځانته څرنګه اجازه ورکوي چي دغه شاني غوښتنه د ټولو ګونديانو په نمايندګي وکړي ؟ او بل دا چي کوم ويډيو کليپونه چي تازه خپاره شوي دي نوموړي د کوم منطق پر اساس دا جرأت ځانته ورکوي چي د ټولو ګونديانو نظر دي څرګند کړي او د هغوی په استازیتوب وواي چي بد تاثیر يې ندی کړی ؟
زما او دهر ليدونکي د پاره خو دغه کليپونه د لوی خيانت ژوندی سند دی . په دې ژوندي سند کي د ډاکټر نجيب الله پر ضد چي د روسانو په ډيکټه د همدې ګوندي اماتورانو لخوا چي ځانونه يې د ګوند و لوړو کړيو ته رسولي وه، کودتا وشوه، دغه کليپونه خو ددغه داستان يو ګويا تاريخ هم دئ . دا خو د همدې خائينو لخوا وو چي د ملګرو ملتو د سولي پروسه يې شنډه کړه ، همدغه مفسدین وه چي ډاکټرنجيب الله يې خلع او قدرت يې دودسته د شمال و ګلم جمانو او نظاريانو ته تسليم کړ. همدغه جنايت کاران وه چي کورنۍ جګړو ته يې اور بل او کابل يې وران کړ .
روان اوس ځان د دې خاینانو او جنایت کارانو مدافع و کيل ګڼي او په ډيره ناځوانۍ سره ځان د ټولو ګونديانو کلانتر ګڼي دا ږغ را پورته کوي چي دغه کلیپونه پر ګونديانو بد تاثیر ندئ کړی او دا د افغانستان د تاريخي دښمنانو کار دئ چي نه غواړي د علومي او فراګيرو تر مینځ وحدت ټينګ شي ! رشتيا دغه کليپونه به روان غوندي اماتور ګوندیانو باندي بد نه وي لګېدلي خو که روان د ګوند دټولو غړو او د افغانستان دمظلوم ولس په استازیتوب خبري کوي نو پوه شه چې هغوی اوس په هر څه پوهيږي او هيڅکله به هم و ملي خائينو ته سلامي نه شي او د هغوی تر رهبري لاندي دي به وحدت ونه کړي .
روان بايد لومړی خپل حد وپېژني د هر چا ډيکټې په خپل نامه خپرې نکړي او د خپل صلاحيت نه اوچت خېزه کي و نه هي . د ټولو ګونديانو نمايندګي و نوموړي ته هيچا نده ورکړې ، او که بيا نوموړی د هغوخائينيو په استازيتوب کوي نو دا خبره دي ښه غوږ شي چي د افغانستان خلک ،پروني ګونديان نني ځوانان د وطن د خائينيو سره اصلاً وحدت نه غواړي او نه يې غوشتی دئ، دغه وطنپلوره اشخاص ملي خائینین او د ګوند د بربادۍ ، د کابل د ورانۍ او د اویاوو زرو کابلیانو قاتلین دي، او د نن ورځي د مصيبتو عاملين ،لوی جنايت کاران او ګوندي مفسدين هم دي . د هغوی سره وحدت ملي خیانت دی .
پاچاګل