دپاچاګل صاحب په نامه یولیک می هم ولوستی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

زه نه پوهیږم دغه محترم ملګری چی خپل ځان پاچا ګل معرفی کوی،دابه ځوک وی ایا دا به دنوموړی اصلی نوم وی اوکه دوهم یا مستعار نوم په هر صورت دبیان دازادی مطابق په ننی نړی کی هرځوک حق لری چی خپل نظر ازاد او مستقیلانه بیان کړی ما د نوموړی لیکنه په دو انترنیتو سایتونو تردو جلا عنوانو لاندی مطالعه کړه،اول ځل می په سپرغی کی په ادبی جملوکی چی ممکن

دسپرغی دسایت دمسول شخص دښه نظر په درلودلو سره چی  دټولودوستانو اوملګرو باب یی لری اصلاح شوی وی داځکه چی دنوموړی سایت قضاوت همیشه دواقیعت اوحقیقت پر بنیاد باندی وی، تر دی عنوان لاندی(دګوندي توطه ګرانو سره وحدت خیانت دی) داچی املایی غلطی هم لری یعنی( توطیه یی توطه لیکلی ده) فرق نه لری مونږ ټول و تعلیم اوتربیی ته ضرورت لرو،او پاچاګل صاحب هم  لږ اوزیات وتعلیم اوتربیی ته ضرورت لری . دوهم ځل می دپاچا ګل صاحب لیکنه دازادی په سایت کی  په توهین امیزو جملوکی تردی عنوان لاندی(یوقراردادی لیکوال) ولوستله،اوس باید دی په خپله قضاوت وکړي چه قراردادی څه ته وایی؟ دا درسته خبره ده چی ما له هغی ورځی راهسی چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړیتوب می حاصل کړی دی دافغانستان دخلګو سره می ژمنه اوقراداد کړی دی چی زه به خپل وطن او خلګوته صادقانه خدمت کوم او دافغان په صفت به دهیچا پرضد توطیه اودسیسه نه کوم،په هیځ حزبی رهبر اوغړی پوری به بد اورد دخپلی مستی خیټی نه وایم،دهیچا په باب به دجعل اوجعلکاری ځخه استفاده نه کوم،دخپل شخصیت دلاسته راوړلو په خاطر به دبل ملګری شخصیت ته زیان نه رسوم اودحزب داساسی اوبنیادی دښمنانو په ژرندو به اوبه نه زیاته وم،اوپه لیکنو کی به  انسانی حرمت اوکرامت ته احترام کوم.
 پاچاګل صاحب محترم:زه په انترنیت کی د۱۵۵ لیکنی اومقالی لرم او په دغه نزدی ورځوکی می یوکتاب تر چاپ لاندی دي ممکن تا به هغه ټولی زما لیکنی نه وی لوستلی ولی هغه چاچی دغه ستانوم یی و خپل ځان ته غوره کړی دی اوزه یی تر یوه حده ښه پیژنم هغه زما لیکنی لیدلی او هم یی لوستلی دی چی ما ترنن ورځی پوری دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن)ګوند  په یوه رهبر اویا دګوند په یوه غړی پوری بد اورد نه دی لیکلی اونه به داچټیات چی دا اوس یی څنې بیکاره انسانان دبیکاری دوجی دیوه اوبل پرضد لیکی  په اینده کی ولیکم،دا څکه داهم ځوعلتونه لری چی دلته غواړم فقط یو یا دوه علته یی در ته ولیکم.
اول -- دهغی ورځی ځخه چی حزب متلاشی شوی دی ،اودحزب مرکزیت له منځه ولاړی، په حزب اودولت کی با صلاحیته دکنترول نظارت،تفتیش اومحکمی ځانګی منحلی شوي،دحزب اکثریت رهبری کادرونه دافغانستان ځخه بدون دکوم حزبی مشوری اودستوره ووتل اوحزب صفوف یی پر سپین میدان پریښول او اوس دهیواد بهر نسبتا ارام ژوند لری،خينو یی افغانستان اوهغه دحزب غړی چی په افغانستان کی دافراطی ګروپونو په منګلو کی بند پاتی دی او دشهدانو اولادونه او کونډی چی بیله سرپرسته اوسرپناه تر شنه اسمان لاندی په ډیرو سختو شرایطو کی شپی تیره وی هیر کړل،دلته په اروپا او امریکا کی وکمپیوتر ته ناست دی دیوه اوبل پر ضد دشمنانو په خوله بد اورد لیکی،یوه اوبل باندی دخیانت او جنایت تور لګوی،او هره ورځ په دی فکر کی دی چی څرنګه کولای شی خپل ملګری بدنام کړی ولی دپاچاګل صاحب په شانی د حزب غړی چی شرایط نه شی درک ولی اولا له تیرو ترخو تجربو ځخه یی دعبرت درس نه دی اخستی دخارجی ملکونو په مستیو یی ځان مست ساتلی دی او روغ لیونی دی دیوه اوبل مرګ ته انتظار دی اوشپه اوورځ دحزب دشهیدانو غوښی خوری له دی ځخه ناخبره دی چی افراطی ډلو اوتنظیمونو ته ټول یو واحد دښمن دی هغوی زما اوستا مینځ کی په فرق قائل نه دی هغوی په یوه مرمی ما اوتا دواړه وژنی.
دوهم-- زه په دی نظر یم چی فعلا مونږ اوتاسی ټول په جلا جلا توګه هیځ شی هم نه یو هیځ یو ددی صلاحیت،توان اوطاقت نه لرو چی یو اوبل محکمه کړو اویا دخیانت ټا په ورباندی ووهو،داڅکه چی مونږ اکثره دخپل کوره ،کلی،قومه،ولایت اوهیواده تښتیدلی یو،بنا په داسی حالاتو کی یو تښتیدلی او فراری ځرنګه کولای شی چی بل فراری اوتښتیدلی دخپل وطن اوخلګو ځخه لیری محکمه کړي،اوبل دا مجرم شخص په کومه محکمه کی باید محاکمه شی او ددی صلاحیت دچا سره ده؟ په دی خاطر زه يوڅل بیاهم وایم چی تر هر ځه دمخه دحزب دټولوطرفو اوغړو تر مینځ واتحاد او یووالی ته ضرورت دي،فقط داتحاد اویووالی په صورت کی مونږ کولای شو چی په حزب کی جنایت کاران اودسیسه بازان په نخښه کړو او دافغانستان دخلګو په حضور کی یی دمحاکمی میز ته را وکاږو اوحساب ورسره وکړو،په دغه موجوده وضع کی فقط خپلی ریښی په خپله پري کوو،اودحزب و نامه اودهغه ومخکنیو رهبرانو ته ددښمنانو په زړه نو کی اهداف تر سره کوو.
 رښتیا یی ویلی دی چی یو سیاست پوه اوبادانشه شخصیت که له نژدو نه پیژنی کولای شی چی هغه دخبرو اولیکنو ځخه وپیژنی ما هم پاچا ګل صاحب دځو ادبی جملو ځخه وپیزندی چی رښتیا پاچا ګل صاحب دافغنستان یوتکړه سیاست پوه اود پشتنو دروند شخصیت دی ،دپښتو اوپښتنوالی دروند احساس او احترام لری اوحق په جانب دی چی بدون دقرارداده په مستقیله توګه دهغه توان اوپوهی په اساس چی لری یی یوځه خپلو درنوهیوادوالو ته په پښتو ژبه ولیکی،دهغو ادبی جملو څخه یوه جمله دمثال په توګه چی دازادی په سایت کی موجوددی په لاندی ډول یاده وم.
پاچا ګل صاحب لیکی:((رښتیاهم دغه کلیپونه به په روان غوندی احمقانو باندی بد تاثیر نه وی کړی.....)) زه  دده په جواب کی فقط دا ویل غواړم چی  احمقان ممکن زما په نظر هغه ځوک وی چی دخپله وطنه تښتیدلی اوفراریان  دی اودوطنه ځخه لیری په پردیو ملکونو کی بدون دخپل هیواده اوخپلو خلګودخپلو هغو ملګرو چی تر پرونه پوری یی دچوکی اومقام په خاطر دهغوی تر شاه دحورا،حورا چیغی وهلی نن بیله کومه ثبوته اوصلاحیته دهغوی دمحکمی غوښتنه کوی داپه داسی حال کی چی خپله دغه احمقان دافغانستان دخلګو له محکمی ځخه تښتیدلی دي اولاتراوسه په خپله ګټه اوتاوان باندی نه دی پوهیدلی او دپردیو ملکونو په مستیو باندی مست اودځپلو هیوادوالو ځخه پټ دي ولو دا هرځوک وی که زه یم اویاهم ته،زه بیاهم خپله خبره تکراره وم چی دغه ویدیویی کلیپونه کومه تازه خبره نه ده اونه دحزب په اکثریت غړو باندی کوم منفی تاثیر کولای شې ،ځکه چی دحزب په داخل کی دحزب غړی دډیرو داسی نورو ناوړو توطیو اودسیسو عینی ژوندی شاهیدان دی او هرځه یی په خپلو سترګولیدلی دی ،ددی ضرورت نشته چی ددشمنانو په خوله په اوس اساس وخت کی په دی زاړه شوو اوتر وخت تیرو ویډیویی کلیپونوباندی بازی وخوری اودواحد ګوند دجوړیدو دلاری خنډ وګرځیږی او ددښمنانو له لوری دیکتی شوو لیکنیو اوخپره ونو ته دی اعتبار ورکړی داځکه چی داټولی دسیسی داجنبیانو له لوری دهغوی دګټو په خاطر په حزب تحمیل شوی،البته که ځوک عقل اومنطیق ولری.
  پاچا ګل صاحب محترم: زه دهیچا وکیل نه یم اونه زه کوم صلاحیت ددی لرم چی پر چا باندی بی مورده دجنایت ټاپی ووهم اویا خدای ناخواسته ستا په شمول دخپلو حزبی ملګرو بی احترامی اوبی حرمتی وکړم،زه دخپلی پښتونوالی دلوړو احساساتو په وجه چی الله پاک دټولو پښتنو اوزما په نصیب ګړی دي دهیچا بد نه غواړم او په دی هیله اوارزو یم چی ګران افغانستان یوځل بیا دافغانانو په لاس په مستقیله توګه اداره شی او مونږ ټول پارچه پارچه دافغانستان دپخوانی دخلق دموکراتیک غړی دخپلو زړونو ځخه پرونی ټولی ناخوالی وباسو او دیوه واحد دموکرات ګوند په لیکو کی سره یوځای او متحد شو،دخپل کور ،کلی اوواحد افغانستان خاوندان شو اوخپلو خلګو اد شهیدانو وپاتی یتمانو ته دخدمت سبب وګر ځیږو او دهغو دهغو دسترګو وښکی پاکی کړو.پای رحمت اله روان

زه نه پوهیږم دغه محترم ملګری چی خپل ځان پاچا ګل معرفی کوی،دابه ځوک وی ایا دا به دنوموړی اصلی نوم وی اوکه دوهم یا مستعار نوم په هر صورت دبیان دازادی مطابق په ننی نړی کی هرځوک حق لری چی خپل نظر ازاد او مستقیلانه بیان کړی ما د نوموړی لیکنه په دو انترنیتو سایتونو تردو جلا عنوانو لاندی مطالعه کړه،اول ځل می په سپرغی کی په ادبی جملوکی چی ممکن دسپرغی دسایت دمسول شخص دښه نظر په درلودلو سره چی  دټولودوستانو اوملګرو باب یی لری اصلاح شوی وی داځکه چی دنوموړی سایت قضاوت همیشه دواقیعت اوحقیقت پر بنیاد باندی وی، تر دی عنوان لاندی(دګوندي توطه ګرانو سره وحدت خیانت دی) داچی املایی غلطی هم لری یعنی( توطیه یی توطه لیکلی ده) فرق نه لری مونږ ټول و تعلیم اوتربیی ته ضرورت لرو،او پاچاګل صاحب هم  لږ اوزیات وتعلیم اوتربیی ته ضرورت لری . دوهم ځل می دپاچا ګل صاحب لیکنه دازادی په سایت کی  په توهین امیزو جملوکی تردی عنوان لاندی(یوقراردادی لیکوال) ولوستله،اوس باید دی په خپله قضاوت وکړي چه قراردادی څه ته وایی؟ دا درسته خبره ده چی ما له هغی ورځی راهسی چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړیتوب می حاصل کړی دی دافغانستان دخلګو سره می ژمنه اوقراداد کړی دی چی زه به خپل وطن او خلګوته صادقانه خدمت کوم او دافغان په صفت به دهیچا پرضد توطیه اودسیسه نه کوم،په هیځ حزبی رهبر اوغړی پوری به بد اورد دخپلی مستی خیټی نه وایم،دهیچا په باب به دجعل اوجعلکاری ځخه استفاده نه کوم،دخپل شخصیت دلاسته راوړلو په خاطر به دبل ملګری شخصیت ته زیان نه رسوم اودحزب داساسی اوبنیادی دښمنانو په ژرندو به اوبه نه زیاته وم،اوپه لیکنو کی به  انسانی حرمت اوکرامت ته احترام کوم.