دیوه زبرځواک له خوا درشوت ورکړه دشرم وړده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
{jcomments on}

رحمت اله روان

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوپخوانی مقام کرنیل امام امام چې د تیرو ۳۰ کلونو راهسي دافغان دولت مخالفین د افغانستان په داخل او له دې هیواده دباندې او لومړی د شوروي اتحاد پرضد او بیا په نوي یمو (۱۹۹۰) کلونو کې د طالبانو په ملاتړ د افغانستان د نیولو لپاره اداره کول ، په یوه بې ساري پاکستانۍ معما ده بدل شوی دي .

لوېدیځ چارواکي وايي چې کرنیل امام لا هم د پاکستان د استخباراتو له یوشمیر پخوانیو افسرانو سره د هغو یاغیانو په جذبولو، روزولو او تمویل کې مرسته کوي چې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو پرضد جنګیږی .

کرنیل امام چې اصلي نوم یې سلطان امیر دی ، په دوو مرکو کې چې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره یې کړي ، له طالبانو سره د ملاتړ تور ردوي ، خوامریکايي او د ناټو چارواکي وايي چې امام لا هم په زغرده د طالبانو ملاتړکوي .

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې ډګروال امام او د ده په شان نور متقاعد پاکستاني صاحب منصبان ، د طالبانو او د طالبانو د غړیو او همداراز د نورو یاغي ډلو ترمنځ د پُل په توګه خدمت کوي .

کرنیل امام اوس په راولپندۍ ښار کې د پاکستان د پوځ له مرکزي ادارې یوازې څو متره لیری اوسي .

ډګروال امام په خپلو مرکو کې له طالبانو سره له ارتباط او د همکارۍ له لرلو انکار کوي ، خوتاییدوي چې د پاکستان استخبارات(آی ایس آی) او د پوځ ځینې پخواني مقامات به له طالبانو سره مرسته کوي .

هیرالد تریبیون ورڅپاڼه وايي چې ډګروال امام نه یوازې له طالبانو سره د پاکستان د ژورو اړیکو تضمینوونکی دی بلکې احتمالاً د هغوی د کنټرول کلي هم په لاس کې لري .

هیرالډ تریبیون د دې مقالې په دوام کې راوړي دي چې ډګروال امام چې یو وخت یې امریکا هم ملاتړ کاوه ، په متحدو ایالتونو کې له چاودونکو موادو څخه د استفادې په برخه کې زده کړې کړي دي او همالته یې د پراشوت کورسونه هم بشپړ کړي .

له امریکا څخه پاکستان ته ترستنیدو وروسته ده هغو افغان شاګردانو ته ، چې د کمونستي رژیم له لاسه پاکستان ته تښتیدلی ول ، د چریکي جنګ تاکتیکونه ورزده کول .د ده په شاګردانو کې ګلبدین حکمتیاراو احمدشاه مسعود هم شامل دي .

کرنیل امام د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې له نژدې همکارۍ څخه په استفادې سره په زرګونو افغانان د پخواني شوروي اتحاد پرضد وروزل او کله چې شورویان له افغانستانه ووتل ، طالبان رامیدان ته شول او کرنیل

امام په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د کونسل په حیث مقرر شو. ده له طالبانو سره د افغانستان په اداره کولو کې مرسته کوله .

د کرنیل امام په وینا ده د طالبانو له مشرملاعمر سره نژدې اړیکې لرلې او حتی د سپټمبر د یوولسمې نیټی له حملو څو ورځې وروسته یې له هغه سره ولیدل . دی وايي ملا عمر ته یې نصیحت وکړ چې جګړې ته دوام ورکړي خوچریکي یا ګوریلايي جنګ ته.

هیرالډ تریبیون ورځپاڼې د مقالې په پای کې کښلي چې کرنیل امام له امریکا سره د خپل کار دوره په ښو ټکو یادوي ، خو وايي چې امریکا به په افغانستان کې ناکامه شي.دی وايي طالبان ماته نه کوي . او د ملابرادر نیونه هم طالبان نه کمزوري کوي .

کرنیل امام همداراز وايي له جګړې څخه د طالبانو د راګرځولو لپاره هغوی ته د پیسو ورکړه تاثیر نه لري او د یوه زبرځواک له خوا د رشوت ورکړه د شرم وړ ده .

کرنیل امام په داسي حال کې چې افغان طالبان تاییدوي ، پاکستاني طالبان غندي او پر هغو سخت انتقاد کوي ځکه چې هغوی تیر کال په سوات دره کې د پاکستان د پوځ پرضد جګړه وکړه اود پاکستان په ښارونو کې بمي چاودنې کوي ،دکرنیل امام په ویناپاکستانی طالبان دننه په پکستان کی ستونزی جوړه وی باید وځپل شي او برعکس دافغانی طالبانوسره باید مرسته اوکمک وشي.

نوموړی مطلب دقطره سایت دفارسی منابع ځخه ژباړل شوی دي .پاې رحمت اله روان

.