په ايميل کې H I V

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اجمل اټک يوسفزی

د هلمند د معاينو لا پوره  يوه اوونۍ تېره نه وه ، خو ځان درد او سرخوږ  لا هماغسې  ځوراوه  وه ٠

هلمند ټليفون را پورته کړ او د ډاکتر  نمبر يې ژر ژر وواهه ، د ډاکتر د هلو سره سم پرې هلمند خوله را خلاصه کړه  :  ګوره ډاکتر صيب پوره يوه اوونۍ وشوه چې له درده مړ شوم ، خو لاتر  اوسه د

نتيجې په انتظار يم ، ستاسې د لابراتوار که دا حال وي نو بويه چې ډېر ناروغان به د تشخيص په تمه ، تمه له دې نړۍ سترګې پټې کړي ؟

ډاکتر ورلنډه کړه  :  ګرانه موږ ستاد  تشخيص  راپور په هماغه  ورځ دراستولی لطفا خپل  پوسټ (POST) وګورئ ، خير که نه وي  بخښنه کوه بيا به يې درولېږو٠

هلنمد په ښه تاوو ټليفون کېښود او پر مېرمنې يې غږ کړ  :  وه څانګې ته ورشه پوسټ وګوره ډاکتر ويل  نتيجه يې رالېږلې ده ، اوف  خدايه مړ شوم مړ  !

څانګه چسته پاڅېده ، له کوره ووته  او له پوستې نه يې د ډاکتر ليک راپورته  کړ په بيړه يې پرانيست ، لا تر دويمې کرښې نه وه رسېدلې چې يودم يې په چيغو او سورو کړل  : وه هلمنده په سترګو ړوند شې دا د (H.I.V) مکروب  (Various)  درته له کومې راغلي  ، وی الله غرکه شوم او٠٠٠٠٠٠٠٠

څانګې خپل  مخ په دواړولاسو  واهه  او نارې سورې يې لا په خوله وې ، چې هلمند د بوټانو مزي وتړل ، ليک يې راواخيست او ځان يې  نېغ په نېغه ډاکتر ته ور ورساوه ٠

مخکې له دې چې ډاکتر ترې  څه پوښتنه وکړي ، هلمند ترې وپوښتل :  زما په نتيجه کې د ( H.I.V ) مکروب ليکل شوي ول ، ايا دا رښتيا دي ؟؟

ډاکتر کړل :  هو دا رښتيا دي

هلمند کړل :  نه ډاکتر صيب زه پرې باور نشم کولای

ډاکتر :  بس هغه ستا خوښه ده ، مګر زه پرې باور لرم ، ځکه چې زموږ وسايلو لا تر اوسه درواغ نه دي ويلي ، ستا خبر ه هم سمه ده  کله کله تخنيکي وسايل هم خطا کيږي ، مګر زه چې ستا د ناروغتيا نښو او نښانو ته ګورم نو ځکه پوره په ډاډ سره وايم  چې ستا په وينه کې د H.I.V  مکروب ور ګډ شوی دی٠

د هلمند نه نوره لاره ورکه شوه او په الوتي بڼه يې بيا ډاکتر ته کړل : ښه صيب ددې مرض اصلي لامل څه دی ؟

ډاکتر :  اصلي لامل خو يې په سلو کې پينځه نوي فيصده له جنسي اړيکو را پيدا کېدل دي ، پاتې شوه په سلو کې پينځه فيصده کله  کله سړي ته د   نيي (سلماني)

د جړې په واسطه ، او کله داسې هم کيږي چې يو سړي ته د ډاکتر يا نرس له خوا د  کارول شوې ستن او پيچکارۍ او يا د غاښونو دډاکتر انو د ناپاکو وسايلو  پواسطه ورانتقال شي ،   هو داسې هم کله کله پېښ شوي چې ځينو ته دغه مکروب  په ډلييزو حمامونو کې ور انتقال شوي وي، خو دا پورته ټول لاملونه بيا له ښه شامته يو هم په اروپا او په خاصه توګه زموږ په ټولنه کې نشته ، دلته نه څوک ږيره په نيي خروي او نه هم ډلييز حمامونه شته ، او د ډاکترانو وسايل هم ټول پاک ساک او تل د کانټرول لاندې وي٠ يعنې هر څه دلته چورلټ بدل شوي دي ٠

زه خپله په تا کوم شک او بد ګمان نه لرم ، خودا  ننني تخنيکي وسايل دا ښيي چې ګوندې له تا کومه  جنسي خطا شوي وي  ٠ دا خو نو زموږ  د وسايلو تشخيص دی ، ښايي ته پخپل  درپېښ شوي رنځ تر موږ ښه پوه وې چې څنګه او چېرې درپېښ شوی دی ؟

د ډاکتر خبرو بيا له هلمنده لاره ورکه کړه ، يوه ښه شېبه غلی و بيا يې ډاکتر ته وکتل او ورو شان يې وويل  :  صاحبه ته پوهېږې چې موږ ډېر بدبخته قوم يوو ، زما په اند زما ددې رنځ څو لاملونه دي : هو رښتيا راځه يوه مرسته راسره وکړه، او هغه دا که زه نه وای رسوا شوی ، نو ما به په زرو کالو کې هم څوک نه وای خبر کړی ، خو اوس چې مې يوازې مېرمن را خبره شوه ، راځه ډاکتر صيب يوه د اوړو پوزه راجوړه کړه  ؟

په همدې جملې پسې ډاکتر په حيرانتيا وپوښته  : څنګه ، زه بايد څه وکړم ؟

ډاکتر صيب ما مخکې وويل چې موږ ډېر بدبخته قوم يوو ، زه يو څو تربوران لرم ، تربور يعنې دښمن ، نو همدغه دښمنان تل هڅه کوي چې ماته ستونزې راپيدا کړي، زه فکر کوم  چې دا  به هم د هغوۍ يوه  دسيسه وي !

ډاکتر د هلمند دې منطق ته ډېر حيران شو ، خو ژر يې ورغبرګه کړه : پدې کې زه هيڅ ويلای نه شم ، ما مخکې وويل چې تر هر چا ته پخپله ښه پوهېږې يعنې  د رنځ تشخيص دې ته خپله ښه کولای شې !

هلمند بيا د ډاکتر خبره په همدې ځای پرې کړه  او ورزياته يې کړه : ډاکتر صيب رښتيا په ويښه خو دې د خنزير غوښه شي ، که ما چا ته لاس ور نږدې کړی وي ،خو يوه شپه مې ښه په ياد دي ، چې د خوب په لېونۍ نړۍ کې يوې بدمرغې او بدلمنې رنډۍ راپورې ځان  مږه  رامږه ، ما ډېره هڅه کوله چې ځان ترې ايله کړم خو تر هغې يې پرېنښودم چې ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ نو کیدای شي چې زما د رنځ يو لامل همدا وي ؟

ډاکتر بيا لا پسې حيران شو ، او ور زياته يې کړه :  ته څه فکر کوې ايا دا مکروب چا د خوب په نړۍ کې در انتقال کړي که څنګه ؟

زه بيا هم ستا خبرې نه ردوم ، خو دومره بايد ووايم چې تر اوسه داسې کومه پېښه  لا  ان په نړۍ واله کچه  نده را پېښه شوې ٠

هلمند د ډاکتر خبره بيا ونيوه : اوس راياد شول   ښه صيب کېدای شي چې  زما ددې رنځ يو بل لامل هم وي  او بيا يې کيسه پيل کړه : يوه ورځ ما خپل کمپيوټر ولګاوه  يو چا ليک (E mail) رالېږلی و ، ما چې څنګه ليک پرانيست ، سمدواره مې کمپيوټر وسوځېد او مړ شو ، څه فايلونه،  مايلونه چې په کې ول ټول له منځه ولاړل ، ما بيا خپل يو ملګری و پوښته ، هغه ويل چې چا  (Various) درلېږلي دي ، ډېر پام کوه او نابلده  (E Mails ) ايميلونه مه پرانيزه او ٠٠٠٠٠٠ نو ډاکتر صيب  ته څه فکر کوې  ايا دا  امکان نشته چې  دا مکروب  به ما ته له کوم  برېښنا ليک نه را انتقال شوی وي ؟

ډاکتر د هلمند دې منطق او دلايلو ته   مسکی شو ، او په حيرانتيا يې بيا وويل : زه ستا دلايل  سم بولم ، خو ما لا د يوه باتجربه طبيب  او د ننني تخنيک سره د يوه بلد انسان په توګه داسې نادره پېښه نه اورېدلې ده او نه هم لېدلې  او ٠٠٠٠٠ خدايزه چې ډاکتر نور څه ويل غوښتل خو ، هلمند بيا غاړه تازه کړه او يوه بله زړه کيسه يې داسې را بينا کړه : ګوره ډاکتر صيب که  له تاسې نه وي هېر شوي څو کاله مخکې  يو ډول مکروب چې (Antrax) نومېده په امريکا کې يې څومره خلک تبا کړل ؟

که مو ياد وي په ډېر عادي  ډول به خلکو يو او  بل  ته  د ليک او پوسټ په ذريعه ورلېږل  ؟

(Antrax) څومره خلک  په هغه کال  وځپل، په پوسټي ادرس چې سړي ته مکروب ور لېږدېدای شي ، نو د (E mail) پواسطه به ولې څوک شک کوي ،  د موبايل ټليفون او MP3  نه چې سړي  ته د سرطان ناروغتيا يا نورې عصبي ناروغتياوې  راپيدا کېدای شي، نو  د کمپيوټر د لايزي  او زهرجنو وړانګو،  نه  به څنکه د  انسان بدن  ته  مرض او مکروب  نه را انتقاليږي٠

واه ښه شول چې را په زړه شول : درې څلور کله دمخه په جنوبي اسيا کې  د چرګانو او مرغانو والګي (Bird flu) څومره خلک ووژل  ، او دا نن ګوره چې د  خنزير  والګی هره ورځ  په نړۍ کې څومره انسانان وژني او٠٠٠٠٠٠ د  ډاکتر زړه نور ور تنګ شو او د هلمند په خبرو کې  ور  ولويد :  ګوره هلمنده  اوس چې ته هر  څه ووايې ، وايه يې  ، ته عملا يوه ناروغه يې ، ستا په وينه او تنه کې د H.I.V مکروب ثابت او تشخيص  شوي  دي٠

ته پوهېږې چې په اروپا او نورو پر مختلليو هېوادونو کې اوس ددې مکروب کچه بېخي صفر ته راښکته شوې ده ٠ خلک ډېر احتياط کوي ، لازم وسايل کاروي ، او په ښوونځيو کې هم  ان شپږ کلنو ماشومانو ته د احتياط درس ورکول کېږي ، خو له بده مرغه بايد ووايم چې په افريقا ، اسيا او د نړۍ په يو شمېر وروسته پاتې ټولنو کې بيا ددې مکروب کچه ډېره  لوړه ده ٠

لنډه دا چې زه يې بدبختانه بايد درته ووايم  چې زموږ پدې سيمه کې دا دويمه پېښه ده چې تر سترګو کېږي ، زموږ سره يوه  افريقايۍ  ښځه هم راجسټر ده ، چې ستا او دهغې مکروب ډېر سره ورته دي او ټولې معاينې دا ښيي  چې ٠٠٠٠٠٠٠٠

د هلمند شونډو پتري ونيول او ناببره يې له سترګو اوښکې را روانې شوې ، ډاکتر چې د هلمند پر مخ  د اوښکو ليکې وليدې  ، ژر په ډاډګيرنو سر شو : ته مه ناهيلی کېږه ، ګوره علم هره ورځ څومره پرمختګ کوي، د هر رنځ دارو شته ، اوس ته نورې خبرې او سوچونه پرېږده ، يوازې خپل صحت او درملنې ته فکر کوه  ٠ پدې کې د شرم او عيب هيڅ خبره نشته انسان ډېر عاجز مخلوق دی او دا ډول دردونه او مرضونه ورپورې تړلي دي او ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

هلمند ورو پر سترګو لاس  ور تېر کړ،  اوښکې يې لږې  پاکې کړې او بيا يې په نيولي غږ  ډاکتر ته وويل  :  ډاکتر صيب زموږ په خلکو کې دا ډېر لوی شرم دی، موږ له داسې  شرمناکې ناروغۍ  نه مرګ ډېر غوره بولو٠

له بده مرغه زموږه ټولنه او خلک لا دومره راڼه نه دي ، چې  دې سهوې او خطا ته د يوه رنځ او مرض په سترګه وګوري، بلکې زموږ خلک له داسې مريضانو څخه کرکه کوي ، دومره کرکه چې ان سړي سره بيا خپل بچي هم په يوه  شکرۍ او يوه کاسه ډوډۍ نه خوري   ٠

هلمند بيا پر سترګو او پوزه لاس تېر کړ،  له  يوې شېبې چوپتيا وروسته يې بيا خبرې پيل کړې : ګوره ډاکتر صيب موږ خلک لا  د يو شمېر کولتوري او دوديز و نېمګړتيا وو ښکار يوو ، د خدای له پاره يوه د اوړو پوزه را جوړه کړه ، چې يوازې مېرمن مې پرې  اوس قانع کړم نور څوک لا خبر ندي !

ډاکتر :  زه  څه  کولای شم   وايه ؟

يوه لاره شته ډاکتر صيب که لطف وکړئ  او يوه بله لابراتوارې نتيجه زموږ په پوستي ادرس راولېږئ ، او د تېرې  نتيجې بخښنه وغواړې چې ګوندې د بل چا معاينات سهوه زما په نوم موږ ته لېږل شوي  ول

اجمل اټک يوسفزی

١٣٨٧/