ارزشت ناکه سفرونه ولی غیري عملی طرحي اونتجي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى له پاکستاني چارواکيو سره د کتنې په موخه،د کب په ١٩نیټه دایران دلسمشر احمدی نژاد له لیدونو وروسته چی افغانستان ته په سفر راغلی ؤ وپاکستان ته سفروکړي له غرمې وروسته ددغه هیواد پلازمینی اسلام اباد ته ورسیدی،کرزی اوورسره پلاوي ته د اسلام اباد په هوایی ډګر کی دپاکستان دسنا درئیس لخوا هر کلی وویل شو.


کرزى په داسې حال کې پاکستان ته سفر وکړی، چې له يوې خوا افغان دولت له طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوي او له بل اړخه په پاکستان کې ددغه هیواد حکومت لخوا د طالب مشرانو د نيولو لړۍ زور موندلى دى .وروسته دافغانستان اوپکستان دواړو ولسمشرانو په یو خبری کنفرانس کی برخه واخستیله دڅرکنده ونو په جریان کی دپاکستان ولسمشر وویل چی د سیمی ستونزی یواڅی په نظامی لاره نه هواریږی خوددترهګری دله منڅه وړلو لپاره یی پرزیاتی مبارزی باندی ټینګار وکړ،زرداری همدارنګه وویل چی هیوادیی افغانستان یو خپلواک اوقوی هیواد لیدل غواړی
دافغانستان ولسمشر دخپلو ځرکنده ونو په طرز کی وویل چی په افغانستان کی دسولی دراتګ لپاره دپاکستان وهلو ځلو ته ضرورت دی او په دی باب پاکستان نسبت ډیرو هیوادونو ته دپوره امکاناتو در لودونکی دي،نوموړی په خپلو خبروکی وویل چی هندوستان دافغانستان دوست هیواد دی او پاکستان دافغانستان ورور هیواد ګڼل کیږی اوهیچا ته اجازه ورنه کړی چی دافغانستان خاوره دځان په ګټه دنورو په ضد استعمال کړی،نوموړی همداراز وویل که دطالب مشرانو نیول په باکستان کی هدف په افغانستان کی دسولی دپروسی سره دهمکاری په خاطر دیو نیک اقدام دی اوکه برعکس دغه دستګیری دنوروشومو اهدافو په منظور ترسره شوي وي نوموړی اقدام په افغانستان کی دسولی دبهیر خنډ ګرځي، دپا کستان دولت ځخه یی دافغان مهاجرینوسره دښه سلوک په باب مننه وکړه.که څه هم ددرو هیوادو دولسمشرانو سفرونه ارزشت ناک تآ ثیر ددری واړه هیوادونو په عام ولس باندی لری ولی په اخیری تحلیل دهغوی طرحی غیری عملی په خپل حال بیله کومی نتجی پاتی وي
دفرانټیر پوست ورځپاڼي په باور حامد کرزي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو د هغې ستراتیژۍ پر سر ډیر تمرکز وکړ چې د بارک اوبهاما له خوا طرح شوي ده .
ښایې ولسمشر کرزی له دې ویره ولري چې که چیرته امریکا له افغانستان څخه پاکستان ته مخ واړوي نو ښایې ملک یې ډیر بي ثباته شي هغسي بي ثباته چې له افغانستان څخه یو مهال امریکا عراق ته مخ اړولی وو چې اوس یې هم پایلې ښې واضح شوي دي.
د فرانیټر پوست پر وینا چې کرزي په اسلام آباد کې دوه ډوله خبري وکړي له یوه پلوه یې له طالبانو سره په خپله خاوره کې د سولې او ملکی ژوندانه ته د هغو د را ګرځولو خبره وکړه او بله دا چې هغه له پاکستان څخه د وسلو د پیرلو مطالبه وکړه چې د ورځپاڼي په باور د کرزي دغه دوه خبري په ټکر کې ضداو نقیصي بریښي.
ورځپاڼه لیکي چې پاکستان ته د کرزي د سفر پرمهال کرزي دا خبره یاده نکړه چې د اپریل د میاشتې د سولې په جرګه کې به د پخوانۍ جرګې په څير د پاکستان استازي هم برخه ولري که څنګه خو هغه د پاکستان له اردو سره د ګډي همکارۍ ژمنه وکړه او له پوځ څخه یې وغوښتل چې د هیواد د امنیت لپآره یې ورسره هغسي هڅي وکړي لکه دخپل هیواد لپاره چې یې کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې ټولې ښکیلي غاړې، بهرنیان او کورنیان په دې لټه کې دي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرود احتمالي خروج څخه خپله خپله ګټه پورته کړي چې د ورځپاڼي په باور د پاکستان اردو هم دغې شومې ته سترګي سرې کړي دي.
دا به په راتلونکي کال کې ثابته شي چې آیا افغان او یا هم امریکايي ځواکونه به په را روان هجري لمریز کال کې طالبانو ته سخته ضربه وارده کړي او که به طالبان د دغې سیالۍ ګټونکي شي، خو هغه څه چې روښانه دي هغه دا دي چې افغانستان به دا ځل دې ته پرینښول شي چې یو ځل بیا د تاوتریخوالي په سمندر کې ډوب شي ځکه چې د دغې ماتې بوج به ټولو هغو ښکیلو لوبغاړو ته د نه وړلو وړ وي چې په افغانستان کې دخیل دي
كابل ته د ايران د ولسمشر احمدى نژاد راتګ او بيا اسلام آباد ته د ولسمشر كرزي او احمدي نژاد سفر او له پاكستاني چارواكيو سره د درې واړو هيوادونو او سيمې پر ګډ برخليك او شريكو مسايلو خبرې اترې له څو اړخونو د ارزښت وړ دي.
تر ټولو مهم ټكى په دې خبروكې د افغانستان او سيمې د امنيت او ثبات مساله ده چې كه درې واړه لوري د وخت عيني واقعيتونو ته په پام سره په اخلاص مسايل مطرح كړي ښايي ډېرې مهمې پريكړې وكړاى شي چې د سيمې د امنيت او ثبات په اړه مثبتې پايلې ولري
درې واړه هيوادونه چې څومره نږدې او شريك تاريخ او كلتور لري، همدومره يې راتلونكې له يو بل سره تړاو لري، د ځینو پوهانو د ويناو په مصداق كه په كابل كې فساد او فتنې وي، جګړې وي، بدمرغۍ وي، ګرانه ده چې د تهران او اسلام آباد برخليك دې سوله او آرامي وي، د كابل اور به خامخا څلورو لوريو ته خپريږي او سيمه به ټوله ورسره ناآرامه كوي، نن موږ ددې بدمرغيو عيني شاهدان يوو، او پردې بايد اعتراف وكړو چې د كابل په فتنو كې څومره د غرض لرې پردي لاسونه او نړيوالې توطيې شاملې دي همدومره د ګاوونډيو رول هم پكې شته، لږ تر لږه دومره ويلاى شو چې ګاونډيو ددې اور په وژلو كې د زړه له كومي لاس نه دى كړى، دا به پريږدو چې په دې نړيواله لوبه كې د كابل په تاوده تنور كې هر چا خپل د غرض ډوډۍ پخه كړې ده.
په هر صورت له ماضي نه بايد عبرت واخلو، د احساساتو پر ځاى د عقل پر بنسټ قضاوت حكم كوي چې ددغه درې واړو اسلامي هيوادونو برخليك سره تړلى دى، بايد ددې شريك برخليك له سترګيو د سيمې لانجو ته پام واړوي.
زموږ بشپړ باور دى چې كه ايران او پاكستان د افغانستان د بحران په حل كې مسوولانه او د اسلامي ورورولۍ او ګډ ديني او فرهنګي شاليد او ګډ برخليك په احساس ګامونه واخلي هغه معجزه به پيښه شي چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ شي.
ډير امكان لري د درې واړو هيوادونو د مشرانو تر منځ دغه ليده كاته تر پخوانيو توپير ولري، ځكه چې د ترهګرۍ په پلمه د نړيوالې ټولنې چپاو، موخې او ستونزې اوس تر پخوا زيات روښانه شوي دي.
همدغسې دا تر ډيره حده روښانه شوې ده چې نور د كابل وير يوازې د كابل نشي كيداى، كه دغه فتنې چوپې او ختمې نه شي نو يوازې افغاني ميندې به د خپلو زامنو په وير نه وي ناستې، يوازې په هلمند، كندهار او كونړ كې به د ماتم ټغر نه وي غوړيدلى، او يوازې د افغان ولس له جونګړو به لمبې او لوخړې نه وي اوچتې شاوخوا به په هر ښار كې همدغه ماتم وي، او د سيمې ټولې ميندې او خويندې به د خپلو زامنو او عزيزانو په وير ژاړي.
د پاكستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حميد ګل د جيو ځانګړي تلويزيون په يوه بحث كې، د پاكستان پردې اقداماتو توند غبرګون وښود چې په دې وروسيتو كې يې ځينې طالبان نيولي دي.
د جنرال حميد ګل په اند پاكستان په غلطه لاره ګام اخيستى اوس چې نړيوال او افغان حكومت له طالبانو سره خبرو اترو او تفاهم ته چمتو دي دوى په داسې غلط وخت كې د طالبانو د مشرانو په نيولو لاس پورې كړى دى.
همدغسې د پښتونخواه وتلي ژورناليست او كالم ليكوال سليم صافي هم په يوه ليكنه كې، چې د جنګ ورځپاڼې په يوه وروستۍ ګڼه كې خپره شوې ده جنرال حميد ګل ته ورته نظر ښودلى او وايي چې په داسې حساس وخت كې دوى د طالبانو مشرانو نيسي چې اوس له هغوى سره نرم چلن او د معاملو مهال دى.
سليم صافي د پاكستان پر ديرش كلنه پاليسي نيوكه كړې ده وايي، چې د يو شمير افغانانو په ملاتړ يې چې پاكستان ته راكډوال شوي وو د كابل د افغانانو او روسانو دښمني وګټله، وروسته بيا چې مجاهدين بريا ته نږدې شول پاكستان د يوه ګروپ په ملاتړ د نورو دښمني وګټله، وروسته بيا له حكمتيار نه لاس پر سر شول او د طالبانو ملاتړ يې پيل كړ چې پردې حكمتيار ايران ته ولاړ او له پاكستان نه خپه شو.
بيا د طالبانو په مقابل كې امريكا ته پوځي هډې حواله كړاى شوې، او اوس چې يو ځل بيا خبره د تفاهم لور ته روانه ده پاكستان هغه طالبان نيسي چې تر اوسه يې ملاتړ كاوه.
سليم صافي په پاكستان كې د طالب مشرانو لكه ملاعبدالغني برادر او ملا عبدالكبير او نورو د نيولو په اړه وايي چې په دې اړه دوه دلايل ويل كيږي.
لومړى دا چې ملابرادر د يوه عربي هيواد په منځكړتوب له حامد كرزي او حكومت سره اړيكې درلودې، او د پاكستان له خاورې نه يې دا فغاليت كاوه بيا يې هم پاكستان له پامه غورځولى ؤ او نيغ په نيغه يې له افغان چارواكيو سره معامله پيل كړې وه، ښايي دده او د ملاعمر تر منځ هم اړيكې خړې شوې وې، ځكه دده په نيولو امريكا او افغان حكومت ته دا درس وركول هدف دي چې له پاكستان پرته هيڅ ډول د سولې هڅې مثبتې پايلې نشي درلوداى.
دوهم دليل دا ياديږي چې امريكا تر څه حده خپلې تيروتنې منلې دي، تر يوه حده يې د پاكستان د اندېښنو ځوابولو ته غاړه اېښې ده، ځكه خو له دواړو لوريو نه د اعتماد د جوړولو پروسه پيل شوې ده، د امريكا لخوا پر هندوستان فشار واچول شو چې له پاكستان سره خبرې اترې پيل كړي، د پاكستان لخوا د مثبت ځواب په توګه طالب مشران ونيول شول.
خو د سليم صافي په اند له دې دواړو صورتونو نه يو هم كافي نه دى چې له طالبانو سره داسې چلن وشي.
له دغو نظرياتو نه چې د پاكستان د پوځي او رسنيزو محافلو په استازيتوب يې موږ دلته يادونه وكړه، دا ښكاري چې په پاكستان كې د افغانستان د وضعې او د طالبانو په اړه داسې لوري شته چې تر اوسه په لوبه كې د ګټونكي كارت امكانات پكې ګوري.
د پاكستان پوځيان، استخباراتي اوسنې او پخواني چارواكي او د نظر او قلم خاوندان يې اصلاً د خپلو ملي ګټو په رڼا كې مسايلو ته ګوري، خو دوى ځينې امكانات ګوري، په داسې حال كې چې ځينې نور ټكي له پامه غورځوي.
هدف مو دلته د طالبانو د مشرانو نيول نه دي، هدف مو دادى چې دوى د معاملې د تاوان خبره كوي، خو د افغانستان په شمول د سيمې اوسنۍ وضعه داسې ښيي چې كه په ټولنيزه توګه د سيمې حكومتونه او اغيزمن لوري ددې ستونزې د هميشني حل لپاره په ګډه مشوره او بشپړه همغږۍ څه ونه كړې له لويو برباديو سره به مخ شي.
په دې اړه دلايلو ته هيڅ حاجت نشته، دا اوس چې پخپله په پاكستان او افغانستان كې كوم محشر جوړ دى، ځانمرګي بريدونه، له بې پيلوټه الوتكو بمبارۍ، د بهرنيو ځواكونو د درنو وسلو ډنډوكار او په ډيرو برخو كې د دولتي حاكميتونو د ضعف له امله دواړو لوريو ته د مجرمو ډلو راج او پر عام ولس د هغوى د چپه ميچنو ګرځول هغه ستونزې دي چې د دواړو هيوادونو د ولسونو ژوند يې ډير زيات بې خونده كړى دى.
پردې سربيره په پاكستان كې د بليك واټر د منګولو ښخول او له كراچۍ تر تربيلا او پېښوره د سلګونو ماڼيو نيول او د مركزونو جوړول، په بيلا بيلو برخو لكه بلوچستان كې له مركز نه له بيلوالي حركت ګړندي كيدل، په سيمه كې د امريكا او ناټو پراخ پوځي حضور دا ټول هغه ګواښونه دي چې هيڅ د ويښ ضمير خاوند يې له پامه نشي غورځولاى، په دغسې حساسو شرايطو كې چارواكيو ته په معاملو كې د چنو وهلو پر ځاى دا مشورې د سيمې د ټولو ولسونو په ګټه دي چې بايد نور د ماجراجويانه سياستونو پر ځاى ددې هڅه وشي چې د اعتماد فضا جوړه او ددې لانجې د حل يوه مناسبه طبيعي لاره ولټول شي.
دريغه نن د سيمې حكومتي زعامت دا درك كړي چې نور د تورو معاملو او ناكامو سياستونو پر ځاى بايد د هغه شريك برخليك په اړه فكر وشي چې موږ يې د ګاونډيو په توګه پر زغملو محكوم يوو. اوپه سیمه کی به عادلانه سوله ټولی غاړی دی ته اړ باسی چی یودبل له ګواښولو لاس واخلی. پای رحمت اله روان