نوي کال، نوي هیلې اوارزوګاني

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دنوي ۱۳۸۹ هجری شمسي کال درارسیدو له امله دوستانو،درنوملګرو،په بهر او کورکی دننه ګران افغانستان کی ټولو محترمو هیوادوالو ته دزړه له کومی مبارکی اونیکی هیلی ده

مهاجرت اوغربت له دیاره وړاندی کوم،اودلوی خداي ( ج ) له درباره ځخه وټولو درنوهیوادوالو ته په نوی هجری شمسی کال کی دښه ژوند،صحت سلامتیا،اتفاق، اتحاد اویووالی هیله او ارزو لرم،دټولو هیودوالو لپاره نوی کال په افغانستان کی دسولی اوامنیت نه ډک کال غواړم
هیله لرم ټول افغانان په داخل اوبهر کی چی دنړی په هر ګوټ اوکنار کی زوند کوي نوی کال په نوو هیلو او ارزوګانو په خوښی او خوشحالی ، ددوستي،اتحاد اویووالی په فضا کی پیل کړی ټولی تیری ناخوالی اودژوند ناوړه ترخی تجریبی چی دپردیو له لوری پر مونږ افغانانو باندی تحمیل شوی دی اودافغانانو تر مینځ یی دکلونو راهسی دجلاوالی او بیلتون کرښه را کش کړي ده،اوپه دغه اساس یی مونږ افغانان په مختلفو نومونو دخپلو ناوړو ګټو په خاطر دیوه اوبل په مقابل کی استعمال کړي یو ، دبیګانګانو سلاوی مو په لاس اویو اوبل په وژنو اوبالاخره خپل کور اووطن په خپل لاس ورانه وو دهمیشه لپاره هیری کړو اومونږ ټول هیوادوال پرته له هرنوع کینی اوتبعیضه سره یوځای شو ددوستی او اخلاص په فضا کی ژوند وکړو،خپلو خلګو اوهیواد ته دخدمت مصدر وګرخيږو.
په ګران هیواد افغانستان کی عام ولس دافغانستان وتحصیل لرونکو اشخاصویا په اصطلاح دروشنفکرانو ځخه دخدمت په هیله او ارزو دی دامعلومه خبره ده چی تحصیل یافته اودکار په مختلیفو برخوکی فنی او مسلکی شخصیتونه کولای شی په ټولنه کی دمخکښ رول ولوبوي دغه رول په انفرادی شکل بدون دیوه اوبل دکمک او همکاری ځخه شونی او ممکن نه دي ودی هدف ته درسیدو په منظور ویوه غښتلی،پیاوړی مخکښ دموکراتیک سازمان او یا ګوند ته ضرورت پیدا کیږي چی ټولی هلی ځلی او تلاشونه باید دهمدی سیاسی سازمان له لوری مطابق دیوی مشخصی سیاسی،اقتصادی،اجتماعی برنامی دعام ولس په خدمت کی کیږدي،اوسنی مشکلات په افغانستان کی دیوه واحد سیاسی ګوند دنه موجودیت په خلا کی جریان لری او هرځه دبنیاد ګرایی ډلو په خوښه او زړه تر سره کیږی او دعام ولس غوښتنو او مشترکو ګټو ته ځوک توجه نه کوی په نتجه کی افغانستان دبهرنیو ملکونو تر میځ دجنګ او جګړی ډګر ګر ځیدلی دی اودجنګ قربانان زمونږ بیچاره ولس ګر ځیدلی دی او هره ورځ دخارجی ملکونو دشومواهدافو قربانی کیږي
دهغی ورځی را په دی خوا چی دفغانستان دخلق دموکراتیک اویا وطن ګوند دافراطی ډلو له لوری منحل اعلان شو اوددغه ګوند ځینورهبرانو هم ددښمن په خوله نوموړی ګوند په خپله مخه بدون دکومی رهبری پرسپین میدان پریښودی دخپل ځان ساتنی په خاطر دیوی اوبلی ډلی سره یو ځای شول په نتجه کی ګوند متلاشی او ټوټه شواو وروسته دهغه یوه واحد ګوند ځخه ځو نوی ګوندونه جوړ شول او هریوه یی په جلا جلا توګه په مختلفو نومونو به فعالیتونوشروع وکړه دادی تقریبا ځه دپاسه ۱۹ کاله تیریږی ولی دهغو له جملی ځخه یوه هم ونشوای کولای چی په یوازی صورت په دی وتوانیږي چی دیوه پراخ بنسټه ګوند په شکل دی چی دافغانستان ټولو خلګو ته دمنلو وړوي پخوانی تشه یا خلا ډکه کړی،غوره مثالونه یی په افغانستان کی تیر پارلمانی او دریاست جمهوری لپاره انتخابات ول چی دغو دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند ځخه جلاشوو ډلو رول ډیر ضعیف حتی ځینویی ونشوای کولای چی خپل موجودیت هم په ډاګه کړی،که چیری داګوندونه بیاهم وخپل کار ته دجلاوالی په صورت کی ادامه ورکړی په اینده کی به هم ونشی کولای چی مثبت رول دیوه دموکراتیک سامان په تو ګه په افغانستان کی ولوبوی هرځه به یی په یوه جلسه کی دکاغذ پرمخ غیری عملی پاته وی اودجلسی له تالاره وروسته به هیځوک هم دهغوی له فعالیتونو ځخه خبر نه شی
دحزبی فعالینو یوه پراخه برخه زما په شمول لاتر اوسه هم دهم هغه پخوانی دخلق دموکرتیک اووطن ګوند په نامه دګوند دټولو شهیدانو په ویاړ اوافتخار دهیواد په داخل اوبهر کی په دی انتظار چی کله به یو واحد ګوند را مینځ ته شی شپی او ورځی سبا کوی دمخکنی ګوند ځخه ځانونه جلا نه بولی او خپلو ګوندی هځوته یی بدن دکوم تشکیلاتو هریوه په انفرادی توګه ادامه ورکړی ده اودپخوانی ګوند وټولو رهبران او دګوند اعضاو ته داحترام په سترګه ګوری. دپخوانی ګوند اکثریت غړی دا اوسنی هځی چی دیوه واحد ګوند دجوړیدو په خاطر را مینځ ته شوی دی ستایی او په خاصه علا قه سره ددی لیوال دی چی دیوه واحد ګوند دلاری وکولای شی دافغانستان خلګو ته دشه خدمت سبب وګر ځيږي ،په دی هیله چی په نوی هجری شمسی کال کی دغه شروع شوی مشترګی هلی ځلی ونهایی اهدافو ته په پوره کامیابی سرته  ورسیږی،یوه خبره چی دیاده ولو وړ ده هغه داده چی دهیواد اوسولی دښمنان ارام ناست نه دی بیاهم دتل په شانی پراخی هځی کوی چی دیوه واحد ګوند دجوړیدو مخه په افغانستان کی ونیسی دښمنان په دغه لاره کی له هری ممکنی لاری ځخه استفاده کوی،او دګوند دغړو تر مینځ له ډیرو ضعیفو مناسباتو او اختلافاتو ځخه دځان په نفع دپخوا په شانی استفاده کوي،دګوند غړی باید دښمانانو ودغه نا ځوان مردانه عمل ته نسبت پخوا ته اوس ښه متوجه شی او دښمانو ته نوره دګوند دغړو تر مینځ دتبلغاتو زمینه مساعده نه کړي او دتیرو تر خو تجربو ځخه دعبرت در س واخلي
دګوند اکثره ملګری نام خدای دی وی په لیکنو او خبروکی ډیر ښه مهارت او استعدادونه لری دهر ګوندی ملګری مضمون چی ځوک ولولی نور ټول لوستل شوی مطالب دهغه دیاده وځی او دسړی سره داسی فکر پیداکیږی چی دهمدغه ملګری حقیقت وای او دی حق په جانب دی،هریو په خپل نوبت تلاش کوی چی خپل ځان سپین او پاک له ټولو ګناهونو ځخه وښی او دمسولیت ټول بار دمقابل لوری پر اوږو اچوي،تر نن ورځی پوری خوما هیځ داسی ځوک ونه لیدی او نه می پیدا کړی چه شرافتمندانه په خپلو اشتیبا هاتو اوخطاو باندی اعتراف وکړی او خپلی سهوی او غلطی ومني او دحزب دغړو په وړاندی داحترام سر ټیټ کړی هغه متل دی چه وایی دکو ر خاوند اوغل دواړه دخدای دفضل اوکرم غوښتنه او ناری وهی،هره لیکنه دبل لیکنی په جواب کی په ډیرو تهدید او توهین امیزو الفاظو سره دیوه اوبل پرضد لیکله کیږی او په انترنیتی سایتونو کی نشر کیږي چی دغی وضعی ډیر منفی تاثیرات دحزب په هغو غړو باندی کړی دی چی لا تر اوسه هم ددښمن تر ولیکی او مستقیم تاثیر لاندی دیوه واخد ګوند دجوړیدو په هیلو او ارمانونو په ډیرو مشکلو شرایطو کی ژوند کوي،دهغوی سره تاسی ذهنیت پیدا شوی دی چی وایی بیا هم زمونږ دګوندی ملګرو ځخه دوطن او خلګو په برابر اصلی وظایف او اهداف پاتی اوهیر شوی دي دیوه اوبل پرضد بیاهم په توطیو اودسیسو بوخت دي که دغه وضعیت په همدغه شکل ادامه پیداکړي لکه چی دانن روانه ده ددی ویره شته چی دحزب اکثریت صفوف دی د همیش لپاره دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند سره خدا ی پا مانی وکړی او دمختلفو افراطی ډلو ښکار به شي،په دغسی دیوه اوبل پرضد دتبلغاتو اوتهمتونو دبیانه ولو په صورت کی داستفادی غوره چانس ددشمنانو په لاس ور ځي،همداراز دګوند په داخل کی یو تعداد فرصت طلبه عناصر چی دژوند یوه زیاد موده یی په ډله بازی،فرکسیون بازی،توطیو اودسیسو کی تیره کړی ده اودغه نوع فعالیتونه یی اوس دورځی دکار په عادت بدل شوی دی هغوی ودغو تبلغاتو ته تر نورو ډیر ښه انعکاس ور کوی په اصطلاح اوبه په لوی لاس خړه وی او کبان په کی نیسی،دغه ډله چی په خپله  دحقیقت لیکلو استعداد  نه لری یوازی په دروغو اوجعلکاری یی عادت کړي دی دنورو انترنیتی سایتونو ځخه لیکنی کاپی کوی دخپل ځان په نفع یی په خپل له دروغو نه ډک سایت کی نشروی،لکه چی یوه سایت دښاغلی خلیل زمر لیکنه داسمایی انترنیت پاڼی ځخه دنشر ځخه ځو ور ځی وروست کا پی کړه او په خپل دچټیاتو لیکنی په سایت کی یی په خپل نامه نشر کړه یوه ورځ ورسته کوم ملګری سر ور خلاص کړی بیرته یی په عاجله توګه له خپله سایت حذف کړه،متاسفانه یو بل ډیر ناوړه عادت تر سترګو کیږي چی دانتقاد کولو او انتقاد ته غاره کیښودلو روحیه ډیره ضعیفه ده په اصطلاح هریو من من خبری کوي که په کوم سایت کی کوم ملګری خپل نظر په یوه لیکنه کی خپره وی بله ورځ سمدستی یو بل ملګری دهغه پرضد ولو حقیقت ولری یا ونه لری دوهم مضمون خپره وی ،ښه مثالونه یی دښاغلی وزیر صاحب خارجه لیکنه او دهغه په مقابل کی په عاجله توګه دښاغلی هاتف صاحب سره مصاحبه او دهغی عاجل خپری دل،زه په دی اعتراف کوم چی ما دغه دواړي لیکنی په ډیره دقیقه توګه ولوستی ولی زه په دی پوه نه شوم چی هدف ځه دي؟دیوه بل ملګری ځخه می غوښتنه وکړه باور وکړی چی هغه هم کوم هدف ماته را په ګوته نه کړي؟ په هرصورت حا ل داچی هر ملګری امکانات دبل ملګری سره دنژدو اومخامخ خبرو لری او که دا دمخامخ خبرو امکان نه وی تیلفون شته،انترنیت شته کولای شی چه دغه ملګری په خپل مینځ کی دتفاهم په وجه ومشترکی نتجی ته ورسیږی بیله دی چی دښمنانو ته دتبلغاتو زمینه مساعده کړی که دوه ملګری دمامخ خبرو توان نه لری کولای شی چی دریم ملګری دمینځګړیتوب رول ولوبوی اودواړو غاړو ته قناعت ور کړی .اوددغه مضمون جنګی اویواوبل پرضد دلیکنوځخه صرف نظر وکړي
دګوند دمشرانو ځخه هیله کیږی چی دحزبی جوړښت او دیوه واحد ګوند دجوړیدو په خاطرد خپلی ر هبری نیک اوښه رول ته په پاک نیت ادامه ور کړی او دحزب دغړو تر مینځ داختلافاتو درفع په منظور دمینځګړیتوب اصل ته اعتبار ورکړي ،دوی حتمی اوضروری دګوند له تاسیس ځخه تر نن ورځی پوری په حزب کی له ډیرو پټو رازونو ځخه چه دپردي تر شاه دحزب له صفوفو ځخه پټ دي خبر دی،دوی نه باید اوس هغه یوازی دخپلو ځانونو ددفاع په خاطر را وړاندی کړی لا زمه ده چی دخپلو اشتبا هاتو په باب هم لږ ځه  فکر وکړی داځکه چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند د تر ډیره حده دګوند درهبری داکثریت مشرانو له لوری ناوړه ضربات لیدلی اوګالیلی دی اوبالاخره دمتلاشی کیدو په لاره روان شوی دي،دګوند مشران د پټو رازونو دافشاه په صورت کی باید دخپل ځان به هکله داشتبا هاتواو ملامتیا  اعتراف هم وکړي،دحزب ټول غړی ممکن دی ته علاقمند وی چی په ګوند کی دپټو رازونو،توطیو او دسیسو ځخه دګوند درهبرانو له خولو خبرشی ولی په دی شرط چی ددی حزب پخوانی مشران دخپلو اشتباهاتو په باب هم پټّ خوله پاته نه شی اوهم نه باید دګوند دهغو رهبران دبدنامی سبب وګرځیږی چی نن هغوی رمونږ په مینځ کی نشته او ملامتیا ټوله پر هغوی واچوله شي،مونږ افغانان او خصوصا دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړی یو اوبل ښه پیژنو او هم یو اوبل ښه درک ولی شو،چی دګوند دغړو تر مینځ ژبنی،سمتی،قومی اختلافاتو دحزب وجوړښت اوعامه ګټو ته همیشه زیان رسولی دی،بدبینی اواختلاف ددو ګوندی غړو تر مینځ دقدرت اوچوکی ،مقام په خاطر وي ولی اخر دیوه اوبل په واسطه په اړونده قوم ، منطقه اوژبی په باب بد ویل کیږی اوتوهین تحقیر صورت نیسی،همدا اوس هم ممکن په یوه سایت کی تاسی مطالعه کړي چی دځلورو نفرو دخاد دسابقه کارمندانو په خاطر مکمل د خاد اورګان تر توهین او تحقیر لاندی نیول شوی دی،زه داو یلای شم چه دغه ځلور نفره دخاد کارمندان هم کوم خدای مه کړه جنایت کاران نه دی او نه ځوک دا صلاحیت لری چه پر هغوی اویانورو باندی دی دځان دشخصی ګټی په خا طر اتهام وارد کړي.
هیله لرم نوی کال دټولو افغانانو لپاره دخوشخالیو او خوښیو ځخه ډک کال وی او په دی کال کی نور دجنګ او جګړو ټغر دتل لپاره دافغانستان ځخه ټوله شی او افغانستان دویوه واحد ازاد او خپلواک په خپلو پښو ولاړ حکومت اوزعمت خاوند شي .پاي رحمت اله روان