دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور
نوی کالمو مبارک شه
هرروز تان نوروز
نوروز تان پيروز


سويډن –  مالمو
د۲۰۰۹ مز کال دمارچ ۱۹مه
درنوهيوادوالو،اغلو اوښاغلو!
دنوي ۱۳۸۹ هجری شمسی کال دراسېدوله امله تاسو اوپه نړۍ کښي ټولوهغوته چي داورځ دنوی کال دورځي په نامه لمانځي دزړه له کومي اوانساني احساس په مينه  مبارکی اونېکي هيلي وړاندي کوو.
وطنداران  شرافتمندو گرامي  !
اجازه دهيدبخاطر فرارسيدن سال جديد ازصميم  قلب به همۀ  شما ومردمانکه اين روز راخجسته به مثابه اغاز سال جديدجشن ميگيردمبارک بادبگويم . آرزومنديم سال نو، سال پر سعادت وکامگاري براي کشور ما وملت هاي  ستمديده وبلاکشيده جهان باشد.
درنو هيوادوالو !
که رښتياسره ووايوپسله دېنه چي په نږدې راتلونکی کښي يوځل بيابهرني ځواکونه په تاريخي ښارکندهار اومزارشريف کښي دعلمياتو بند وبست نسي اودبهرنيانوله مشرانو دخولې نه راتلونکی کال يوخونړی اوپه وينو لړلۍ کال نومول کېږي دنوي کال درارسېدواودمبارکی کليمه  موپر خوله نه راځي .
داراته له ورايه څرگنده ده چي پدې خونړيو عملياتوکښي به بياهم دهلمند پشان بېگناه انسانان دخپل ټاټوبې پرېښودوته مجبور،په دښتو اوبيابان کي به سرگردانه  شپې سباکوي  .
له همدې امله دهمدې پيغام په مټ له نړيوالي ټولنې اوښاغلي کرزی نه  په کلکه غوښتنه لروچي دپوځی عملياتوپر ځاي دي دخپلو مخالفينوسره دخبرو اوجوړجاړي لاره خپله کړي  .
دقدرت پر سر سيالي دکرزی صاحب ،دهغه  دکورنيو اوبهرنيو پلويانواوددوي دمخالفينوترمنځ ده  خوقرباني اوشهيدان ئې بېگناه افغانا ن دي .
ايادددغو دواړوخواودقدرت تږو وجدان  دامنې چي نور ولسونه نوی کال ته هوسېږي اوزموږ ولس ددې کال دپيل سره سم په جنوب اوشمال کي دجگړې اونووپوچی  علمياتوپيل دخبرداورېدوپه خاطردنو کال له پيل نه نفرت لري  ،ځکه ددوي غوږونوته يوازي دمرگوني گزارونودپيل خبررسېږي  .په ځانوپوري حيران پاته دي چي داخپله کورنۍ اوماشومان پر کومه بوزي ؟ اوپه کومه بېټه کي سرپناه کي ؟
خدايه ستاقربانسو! دقدرت خاوندان خپلې چړچې کوي اوافغان ملت دزړه ويني خوري .
دادی زموږ کړېدلي اوزوريدلي  ولس  يوبل کال هم دټولو خواريو اوغمونوسره شاته پرېږدي اونوی کال ته بياهم دزياتو نااميدونوسره سترگي پر لاردي اوسرله همدا اوس نه پدې فکر کښي دي چا داغم لړلۍ کال به څنگه تيرشي .
له بدمرغه په تيرکال کي  هم زموږ دولس هيلي  اوارزوگاني يو ځل بيا په نااميديوبدلي سوې  ،دوي فکر کاوه ترټاکنو وروسته به حالت ښه سي خومعکوس دخرابېدوپه لور درومي . زموږ خلکوسوله غوښتل،ولي  هغه رانه غله ،دانسان وژنې لمبې نوري هم سوځونکې سوې ،په ټول هيوادکي تر اوسه نه يوازي داچي  امنيت ټکنۍ دئ بلکي دسولي اوثبات په هکله ناهيلۍ ورځ په ورځ مخ پر زياتېدودي . دبهرنيانوپه ځانگړيتوگه جنوبي اوغربي گاونډيانو،عربي شيخانواوهغوزبرځواکو په هڅونه اولمسون  کوم چي زموږ په هيوادکښي ئې د افغان وژني دوام  دنوروسيمه ايزومخولپاره  په گټه دئ  دخرپ اوترپ ملي اوجه په درب روانه ده،يوپه بل پسې دځانمرگي بريدونو اوپوځی عملياتوزړه بوږنونکي خبروتر غوږو کېږي ، ددولت  دمخالفينوپرخلاف  مبارزې په نامه هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي دبهرنيو ځواکونو اودبلې خواپه اصطلاح د اسلام مدافعينولخوا بې گناه  انسانا ن  وژل کيږي ،يوئي سپر گرځوي اوبي ئې په نښه کوي   .
داوير يوازي  په پښتون ميشتوسيموکښي نه دی راښکېل ،بلکي دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دافغان دښمنو دارزوگانودپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پرکليو اوبانډوباندي هوايي برېدونه وکړي، ترڅوزموږ بېگناه هيوادوال  له منځه ولاړ سي اوکورونه په کنډوالو بدل سي .
دادی يوځل بيا دنوی کال تر راسيدوڅوورځې وړاندي دهيوادپه يو شمير سيموکښي ددولت اوبهرنيانو دمخالفينوپر خلاف دپوځی عملياتو دپيل اوپه ښکلي کندهارکي دتيری اونۍ غم لړلې پېښي افغان ولس اودسيمي خلک دغم اوپرېشانۍ پر لمڅی کښېنول .دکندهار ځانمرگی بريدونودټولو اخلاقي ،انساني او اسلامي نورمونوپر خلاف په لسهاوبېگناه کورنۍ دنوروزله خوښيواوژوندله دوام نه محروم کړل .
ددې پرځاي چې دوي ،اوددوي خپلوان دنوی کال په خوښيوکي دخپلې کورنۍ سره يوځاي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ  اودوستان په سر و اوښکودوير اوفاتحوپرکمبله ناست دي  .  
ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده،که هغه چي ځانونه داسلام مدافعان بولي او پدي نامه جگړې او افغان وژنې ته دوام ورکوي اودغه چي وايي موږ ترهگرله منځو وړوپه رښتياسره غواړي دغه ويرجن اودردونکی حالت ته دپاي ټکی کښېږدي اوپه رښتياسره غواړي دلته يومنلی ملي دولت رامنځته ،سوله اوثبات راسي دائي لارنده اونه هم پدې عملياتواوبيگناه انسانانووژلوسره کومه مثبته گټه ترلاسه کېداي سي .
په افغانستان کي ددايمي سولي اوثبات راوستولپاره ډيري اسانه او ارزانه لاري سته پدې شرط چي څوک په رښتياسره وغواړي سوله راسي .
دنوی کال دمبارکي ددې پيغام پوسيله  يوځل بيا په تکرار دجگړې  دټولوغاړونه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم لارغوره کړي . په افغانستان  کي دجگړې  داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړې  چې دجگړې اوټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي . ددې لپاره چي دافغان وژني  اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي افغانان  بايد پخپلو کې سره جرگه شی اودپرديوله مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولي .
دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه  دښاغلي حامدکرزی  نه په کلکه غوښتنه کووچي ددولتي حاکميت په وروستی دوره کي يوه اندازه پر دې کړېدلي ملت زړه وخوږو ي ،خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړي،دشخصي مقام دساتلو اويا يوځل بياپه بل شکل  ددغه مقام دتر لاسه کولو په موخه افغانان  دنړۍ له زبرځواکو سره په مخالفت کي  ونه دروي  .
ښاغلی کرزی !
که غواړی چي پر پخوانيو ټولوتيروتنو سربېره مويومناسب نوم پاته سي ؟ ترڅو چي  په دولتی حاکميت کښي دمشر په توگه مسوليت لرئ په دولتي  اداروکې د اداري فساد،زورزياتي ،رشوت او زورنې پر خلاف جدي اوصادقانه گامونه پورته کړئ په فرمانوئې سرنه سره ورځي ، جديت اوعملي کارته اړتياشته ،دزورواکانو لاسونه دغريبو اوکمزوروله ستوني نه لنډ کړی .
داپه هيڅ ډول ،هيچاته دمنلو وړنده چي دبهرنيانودميليارډونوډالروسره لا تر اوسه افغانستان  دنړيوالو بې کيفيته  توکودخرڅلاو بازار پاته شوۍ اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواددئ   چي دبيکارو،وږو، تږو، ناروغو اوفقيرانوشمير ئې  ور ځ تر ورځي زياتېږي .ايادادردونکې اودشرم خبره نه ده چي دنړيوالوسازمانوله لاري اعلانېږي چي دنړۍ بدبخته ماشوم په افغانستان کي  زېږي  اوياداچي افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو سخت ځای دی .
په افغانستان کي  دکرهڼې  اومالدای ودي ته هيڅ ډول پاملرنه نده سوې،صنعت اوسوداگري خوپرېږده .
تراوسه لاددې هيواد((۷ )) ميليونه انسانان دخوراک ډير کم خواړه ترلاسه کولاي سي داچي دعادي ناوغيوله امله چي درملنه ئې ډيره ساده ده په زرهاو انسانان هرکال خپل ژونددلاسه ورکوي داچاگناه ده ؟؟؟؟؟؟
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه په راتلونکی ۱۳۸۹ کال کې دټولوافغانانوڅخه هيله کوي دملي مسوليت په منلو اوپه هغه باندي په هيدوسره په جدي توگه دخپل هيوادراتلونکی ته پام وکړي .
دافغانستان غيرتي اوپر هيوادمينوخلکو!
دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ ،اوداهم ستاسو صلاحيت دی  چي دخپل برخليک په ټاکلو کښي دبل نه مشوره غواړی اوياپخپله مستقلانه پرېکړه کوی  .زموږ په باور افغانان بايدپه ټول قوت تلاښ وکړي ترڅو ديومټي افغان ولس په توگه په خپله خوښه دخپل سرنويشت ټاکلو امکانات  برابرکړي .  
موږپدې پوهېږوچي افغانان ترهرچازيات  زورېدلې اوکړېدلۍ دی،همدا لامل دی چي ترهرچا زيات سولي اوثبات  ته  اړتيالري .
دتاريخي تجريبوثابته کړېده چي  دهيڅ بېگانه چاته وطن نسي جوړولاي  داموږ اوتاسويو چي ددې هيوادپه جوړېدوکي بېله هر ډول سياسي ،مذهبي ،قومي ،ژبني توپير اوتعصب نه فعاله برخه واخلو اولکه دنړۍ نور ولسونه په سياسي درايت سر ه دبهرنيوپوځی ځواکونوددوباره ستنېدوامکانات برابرکړو. پدې کارسره به موله يوې خواد هيواد سياسي استقلال ته دپردودشتون له سوري نجات ورکړی وي  اودبلې خوابه زموږ هيواد دهغو بهرنيو دښمنانو له منگولو خلا ص کړوکوم چي ديوه غښتلي اوپر ملي ارادې ولاړ افغاني دولتي حاکميت سره دښمني لري اوغواړي  افغانان دتل لپاره ددوي نصيحوتونواولارښودنوته سرټيټ کړي  .
زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی  اوپرمختگ سره رښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله  اوثبات راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دافغانستان داوسنی حاکميت  ټولومخاليفوډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونودنړيوال تظمين په ورکولوسره دپخلايني خبرې پيل کړي . مخاليفي ډلې هم بايد دپاکستان .ايران اونوروهيوادونودغلامی حلقې له غاړي ايسته کړي اودخپل هيواد دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي  دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دملي مصلحتونو پر بنياد دافغانستان دبيا جوړونې اوسولي دتامين اودټو لنې په سياسي اوقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه دخبرو اومذاکرې ميزته  حاضرشي . دادنړيوالي ټولنې اوښاغلي کرزی دنده ده چي ددولت د مخالفينوته دنړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان  په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون په موخه د خبرواومذاکر ې  امکانات برابرکړي  .
موږدامسله ډيره  اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکي ،سولي اوملي پخلاينې  په خاطردټولو خوابدو خواوپه گډون يوافغان شموله نړيوال کنفرانس را وبلل سي .پدې کنفرانس کي دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه په جگړه کي ټولو ښکېل اړخونومشرتابه يادهغوي استازو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو،خپلواکو شخصيتو نو،قومي مشرانوديني عالمانو،دگانډيو، اروپا،امريکا ،هندوستان ،روسې ،چين اوجاپان ،کاناډااوعربی هيوادواونړيوالوټولنواستازو ته دگډون اوپرېکړي صلاحيت ورکړه سي .
دغه ټکی  هم ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې دملگروملتو دسازمان دامنيت شورااو اروپايي ټولنې  لخوادافغانستان په کشاله کي دښکېلو هيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي ومنل سي .
هيله منديوپه نوۍ ۱۳۸۹ کال کښې افغان  ولس په يوه اوبل ډارونکی نامه دعملياتو دپيل خبرله اورېدونه دتل لپاره خلاص  اودلوي څښتن په کرم اومرحمت داولس دسولي اوسوکالی پر لور گامونه پورته کړي .
پدې هيله چي دا کړېدلې خلک يوه ورځ  ارام ،بسيا اوښېرازه  ژوندولري  .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
دروزگان  ملي مهالنۍخپروني مسؤل
حبيب الله غمخور