سعودي شاعره په مرگ گواښل شوې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امان الله عمران

حصه هلال د شاعرۍ په سيالۍ کې وروستي پړاو ته رسيدلې

د سعودي يوې شاعرې (حصه هلال) ته چې په ابوظبۍ کې د (مليون شاعر) په نامه سيالۍ کې برخه لري، وروسته له هغه پر انټرنېټ پاڼو د مرګ ګواښونه شوي چې په خپلو قصيدو کې يې د توندلارو فتواګونو څښتنانو غندنه وکړه.

 

دغه شاعره د شعر په يوه سيالۍ کې ګډون کوي چې د ابو ظبۍ پر ټلوزيون هم خپرېږي. مېرمن هلال اوس د سيالۍ وروستي پړاو ته رسېدلې، چې کېدی شي د جايزې ګټونکې هم شي.

د مېرمن (هلال) قصيده چې د (فتواګانو ګډوډي) نومول شوې، د مذهبي څېرو او هم د دغه تلوېزيوني پروګرام او شعري سيالۍ څارونکيو ترمنځ ناندرۍ راپورته کړې دي.

پر خپله پر دغې شاعرې داسې توندې نيوکې هم شوې چې د مرګ ګواښونو تر کچې رسېدلې دي.

د (حصة هلال) تر څنګ د (مليون شاعر) سيالۍ کې پنځه تنه نور شاعران هم سيالي کوي، چې ګټونکی به د (۱،۳) مليون ډالرو په ارزښت جايزه ترلاسه کوي.

اوس چې مېرمن هلال له پنځوسو نه ۴۳ نمرې وړې د سيالۍ وروستي پړاو ته رسېدلې او داسې بريښي چې دا به ګټونکي وي.

پر ځينو وېبپاڼې چې له توندلاريو او اورپکيو سره تړاو لري، دغې شاعرې ته ګوتڅنډنه او ګواښونه شوي دي.

خو مېرمن (حصة هلال) دغو ګواښونو ته په خپل ځواب کې وويل دا وېرېږي، خو وېره يې د زړورو ده:

ډاريږم خو ډارنه نه يم

((زه په عادي ډول وېرېږم، زه ډارنه نه يم،لکه څنګه چې ميړنې هم وېرېږي، زه هم وېرېږم. ما دغه ګواښونه لوستی او خبريالانو رارسولي دي. د دې اټکل کېده. څوک چې په چاودنو، ورانونو او ويجاوړنو عادت شوي وي، د داسې کانو له خوا د بل څه اټکل وي))

زه په عادي ډول وېرېږم، زه ډارنه نه يم،لکه څنګه چې ميړنې هم وېرېږي، زه هم وېرېږم. ما دغه ګواښونه لوستی او خبريالانو رارسولي دي.

حصه هلال

مېرمن (حصة هلال) دغو ګواښونو ته په خپل ځواب کې وويل دې خپل دريځ نه دی بدل کړی او نه يې هم د دې پر باورونو اغېزه کړې ده.

دا وايي خپلې قصيدې ته يې د (فتواګانو ګډوډۍ) نوم نه دی ورکړی، او هغه نيوکې يې چې په قصيدو کې دي، په ځانګړي ډول پر کوم کس نه دي.


((نه، ما د فتواګانو ګډوۍ نوم دی ورکړی، زما عادت دا دی چې ډېر کله خپلو قصيدو ته نومونه نه ورکوم، او دا خلکو ته پرېږدم چې څنګه يې نوموي، پيغام مې په کې ټولو هغو ته دی چې مرګ د پوهاوی او يا په نړۍ کې د ستونزو د حل يوازينۍ لار ګوري، خبره دا ده چې مرګ بايد وسيله نه وي، بايد داسې يو لاره چاره غوره شی چې بشريت ته په کې خونديتوب او درناوی وي))


مېرمن حصة هلال وويل دې د دغو ګواښونو اټکل کاوه، خو جدی يې نه ګڼي، او ټينګار يې وکړ چې په متحده عرب اماراتو کې چې اوس مسابقه په کې روانه او هم په سعودي کې چې بيا ورستنېږي له امنيتي وضعې ډاډمنه ده. دې وويل لا اوس هم ډېره مينه وال لري:

مينه وال

((زه خورا ښه مينه وال لرم، داسې نه ده چې ټول کرکه کوي، پرته له هغوی چې د توندلارۍ لار يې نيولې ده، هغوی چې په خپل ژوند، فکر او دين کې توندلاري خپلوي، د اماراتو چارواکيو، د ابوظبۍ د ادارې مشر راسره خبرې وکړې او راته ويې ويل چې شيخ محمد بن زايد درته وايي چې ته زموږ په کور کې يې، او تر هغه چې زموږ سره يې په امن کې به وې، زه اوس په ابوظبۍ کې يم او د دغې سيالۍ لپاره دلته راغلې يم))


حصه هلال وايي په قصيده کې يې څوک ځانګړی هدف نه دي، بلکې ټولو هغو ته په کې وينا کوی چې د پوهاوي پر ځای پر زورزياتي باور لري.

دغه شاعره چې نقاب اغوندي د ښځو او نارينه وو د ګډ کار ښکاره ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د دې په خپل هېواد سعودي کې هم پرې بنديز دی.

تېر کال هم يو بلې ښځينه شاعرې چې (عايده الجهني) نومېده، په (مليون شاعر) مسابقه کې ګډون کړی و، دې هم د خپلې کورنۍ او قبيلې فشارونه وننګول چې له مسابقې نه يې د وتلو غوښتنه ترې کوله.