آيا پوهېږﺉ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفیع اله ستانکزی

دا لېونتوب دی چې .........
د ژوند له ټولو ګلونو يوازې د دې په پار چې د يوه ګل يو اغزي مو لاس خوږ کړی وتښتو او يا کرکه ولرو.



خپل ټول خوبونه د دې په پار چې يو له هغو څخه حقيقت ته نه دی رسېدلی پرېږدو.

دا لېونتوب دی، چې ...........................


د ټولو شيانو په برخه کې خپلې هيلې او اميدونه پرېږدو، ځکه چې په ژوند کې له ماتې سره مخ شوې يو.

له تلاښ او کوښښ څخه لاس په سر شو، ځکه چې يو له کارونو څخه مو بې پايلې پاتې دی.

دا لېونتوب دی، چې ...........................

ټول هغه لاسونه چې زموږ پر خوا د دوستۍ په موخه را غزېدلي رد کړو، ځکه چې يو له ملګرو څخه زموږ د دوستۍ اړيکه تر پښو لاندې کړې.

چې په يوې مينې هم باور ونکړو، ځکه چې يو په هغو کې له موږ سره خيانت شوی دی.

دا لېونتوب دی، چې ...........................
ټول چانسونه له لاسه ورکړو او يا یې په اړه بې پروايي اختيار کړو، ځکه چې په په يوه کې یې پاتې راغلې يو.

په دې هيله چې په خپل ژوند کې هېڅکله د دغو لېونتوبونه ښکار نه شو او په ياد مو وي، چې تل

نور چانسونه هم شته
نور ملګرتوبونه هم شته
نورې مينې هم شته
نور ځواک هم شته
او نورې لوړې (برياليتوبونه) هم شته


بايد يوازې ځواکمن، قوي او ټينګ اوسو
او تل يا هره ورځ د تېرو ورځو په پرتله د يوې نوې ښادې او نېکمرغې ورځې په تمه اوسو....


په ټوله مينه
ستاسې
ر. ستانکزی