راځۍ چې سپين ته سپين او تور ته تور ووايو:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د شيراحمد وطنوال ليکنه
د سپرغۍ د سايټ محترم چلوونکي په اجازه!
زما د تېرې ليکنې څخه دا مطلب نه ؤ، چې زه دې د چا قهر او غصه راوپاروم۰زه په دې باور ووم چې زما قضاوت منصفانه او بې پرې ؤ، خداې شته اوس هم په دې خبره پوره باور لرم۰ 
      ه& #1594;ه څه چې مې ليکلي دي زه بيا نه تکراروم او غواړم چې څه پری زيات کړم۰
محترم روان صاحب!
زه هم په خپل وار سره ستاسو روغتيا او سلامتيا او په ورځنېو چارو کې مو بری د لوي خداې د دربار څخه غواړم۰
اوس د موضوع اصلي ټکو ته راځم:
زما په اند تر هغه پورې چې د ۱۹۹۲ کال د جبل السراج د سازش ناوړه پاېلې څېړل شوي نه وي،او پکې د هر لوبغاړي رول نه وي ارزول شوی، نو بيا د ګوند جوړول او يا جوړېدل چې په
کې هماغه شکمنې څهرې او هماغه ګونګه نا ملي ايډيالوژي وي۰ لنډه دا چې زوړ ملا او زړې تراوېح۰
نو بيا ددغه ګوند برخه ليک به هم د ا خ د ګ (وطن ګوند) د برخه ليک په شان وي۰
محترم روان صاحب!زما او ستا سو په وطن کې دا روان غوبل چې د ۱۳۵۷ کال څخه پيل شوی ( زه د هيڅ يوه قومي لږه کي سره تعصب نه لرم) دا د پښتون د فزيکي شتون په ضد يو پلان
شوی غوبل دی۰
هغه د ملا نصرالدين د پوستين کيسه به مو اورېدلي وي:
وايي يوه شپه د ملا د کور تر څنګه کوڅه کې شور او غوغا شوه ملا پوستين واغوست او بهر ووت، د خلکو د منځ څخه کوم چا د ملا نه بوستين غلا کړاو شور او غوغا هم غلې شوه۰ کله چې مل 575; کور ته راغی نو مېرمن يې ورڅخه د پوستين تپوس وکړ چې څه دې کړ؟ ملا څواب ورکړ دا شور او غوغا زما د پوستين په سر وه، بس پوستين يې راڅخه غلا کړ او ټول آرامه شول۰
پايله دا شوه چې دا کوم غوبل چې په موږ روان دی، چې په هر نامه دی ،د افغان-پښتون پر ضد دی۰
پټه دې پاتې نه وي د ا خ د ګ د حاکميت په وخت کې د روسيې په هيلوکوپترو کې د پيلوټ سره ستمي جاسوس (د ا خ د ګ غړی) کېناسته، او د کوچيانو په کاروان يې بمونه غورزول، چې د
دښمن کاروان دی، د پښتون قوم فزيکي نابودي يې هدف ؤ ۰
د بلې خوا مجاهدينو د اسلام ساتونکو؟کله چې په ۱۹۹۲ کال کې اسلامي انقلاب سرته ورساوه، داد پښتون په سر لوي اسماني تندر ؤ۰
پښتانه د خپل ټاټوبي څخه بې څايه شول، د سر او مال د پوښتنې يې نه هغه وخت چې د ا خ د ګ حاکميت ؤ او نه د اسلامي انقلاب په وخت کې او نن هم نه شته۰
که پرون د روسي هيلوکوپتر د کابين څخه د کوچي په سر بم لويده، نن پیا هماغه ستمي د امريکا جاسوسي کوي او د اپاچي هيلوکوپتر څخه زما او ستاسو د ودونو اود جنازو په مراسمو ب& #1605;ونه
غورزوي۰او د طالب او القاغدې ټاپه راباندې لګوي۰
تاسو ليکۍ، چې زه د يوه چا د ليډرشيپ څخه په وېره کې يم او تر پښو مې سور اور بل دی۰
ما دداسې ايتيلافونو پاېلې په خپلو ګناهکارو سترګو وليدې۰ ما زما او ستاسو وران او ويجاړ کابل وليد، چې د درسدن او پوتسدام غوندې په کنډوالو بدل شوی دی۰که نوموړي آلم اني ښارونه
په دوهمه نړيواله جګړه کې د بهرنېو-پردېو لخوا کنډواله شول،نو زما او ستاسو کابل د نامقدس ايتيلاف په نتيجه کې چې د جبل السراج سازش يې پيل ؤ، کنډواله شو، او اوسېدونک¡ 0; یې په
خپلو وينو ولمبول شول۰
يو څل بيا خپله خبره تکراروم- تر څو چې د ۱۹۹۲ نه تر ننه پورې پېښې ارزول شوې نه وي، او په دغو پېښو کې د هر يوه لوړ رتبه ګوندي، دولتي او نظامي رول په هراړخيزه توګه څېړل شو 40; نه وي۰ تاسو محترم د کوم ګوند په هکله خبرې کوﺉ، چې بيا هماغه پخواني سياسي مداريان په خپلو خوږو او پستو(نرمو) خبرو خوش باوره ګونديان او يا غير ګونديان وغولوي چې ورسره
په يوه ګروپ کې راټول شي۰
تاسو به د تېر کال د ولسمشرﺉ ټاکنيز کمپاين څارلی وي او په ياد به مو وي چې څوک د چا سره ودرېد۰ د غبرګ عبدالله سره- هغه چا چې په پښتون مېشتو سيمو غټې غټې بمونه غورزول غوښ 78;ل۰
زه نه پوهېږم چې د ملا صاحب برهان الدين رباني له خوا پرې څه کوډې (جادو) شوي دي، چې به نا ملي جبهه کې يې او د فدراليزم په توطﺉه کې يې د نوموړي لکۍ نيولې ده
اوس هم د نهضت فراګيری۰۰۰ سره ( د کوم پرنسيپ او ايډيالوژۍ په اساس) د ګوند جوړولو په لټه کې دی
زما په اند سياسي ګوند بايد د ملي ګټو ساتندويه مشخصه ايډيالوژي ولري۰ نو دغه د وطن ګوند ځخه فراريان کارملي بانډ کوم پرنسيپ لري اود کومې ايډيالوژۍ پلويان دي، چې زه  5;و تاسو دې
ورپسې ولاړ شو۰
محترم روان صاحب!
زه نه غواړم چې نور دې ناندرېو (تا ويلي ماويلی) ته دوام ورکړم۰ خو د يوه کشر په توګه (که يې منۍ) يوه دوستانه مشوره تاسوته درکوم۰ چې سپین ته سپین او تورته توروواياست۰
هغه د الفت صاحب خبره د مضر احتياط څخه بايد کار وانه اخلو ۰