له ګدره تر پیښوره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام(مل)                   

    شا ترینی نه پوهیده چی دکلی دځوانا نو زړونه یی د خپلی اورینی مینی کوربه ګرځولی وه ،ځوانانو دهغی لاری  څارلی ، هغه  لاره  کوم   چی  شا ترینی  هره مازدیګری شنه منګی په اوږه ، لاسونه یی په نکریزو سره ، ناغداری سترګی په کجل تور ، په  لیچو  یی د بنګړیو قطارونه د نورو مستو ښا پیریو سره د

ګد ر په لاره کی کاږه واږه قد مونه  اوچتول اوکله چی په لاره کی له خپل سپینی اوما لګینی مخ څخه پلو  لری  کول نو د خپل نورا نی اوزړه راجلبونکی  ښکلی  صورت   په هاله کی دکلی ځوانان لکه د بسمل پتنګانو په څیر دی خوا اوهغه خوا را څرخول  اوسربډال یی ګرځاوه ،اوکله هم چی  د  یو ځوان   سره سترګی  په سترګی  کیده د خپل کرشمه یی  اونخر ه یی  کتو سره د هغه په زړه  کی دخپل د اورینی مینی غشی ښخول اودهغه ځوان زړه راښکاروله ، اوهغه یی دخپل دمینی په سره سکروټی کی وریته وریته کوله ،کوم چی ددی ځوانانو له ډلی څخه یو هم سورګل د ښایسته ګل  ماما ځوی وه چی د شاترینی دمینی په بڼ کی ملیار اودګلانو څارنه کول اوخپل روزګارچلول ، اوکله ناکله چی دشا ترینی سره په لاره اوکوڅه کی سره مخامخیدل ، هک اوپک کیدل په اندامونوکی لرزه  راګډ ید له  اوداسی  لرزیدل  لکه چی د ملریا په تبه  څوک  اخته شوی وی ،  هغه  په خولوکی ډوبید له ،سلام او روغبړ یی  له یاده  وتل اوله ډیر  وارخطا ګی  څخه  خپل لاره بدلول  ، اولکه دلیونی په شان دی خوا اوهغه خوا منډی کول ، کمیس یی دزړه دپاسه  هسی رپید ل لکه چی  داونی  پاڼی  د با د  په مسیرکی  وناڅی ، د  ډاکترانو  په اصطلاح  د سورګل  دمخ رنګ اوتازه ګی داسی بیرنګه کیدل چی ته به وایی دی له ډیر پخوا راهیسی په کمخونی باندی اخته اوناروغ  دی ،  چی  دغه  ټول  پورتنی  حالات  اوپیښی  دسورګل د مینی رغبت اودهغه له کنترول نه وتلی ،دسرکش او د یاغی مینی داحساس نښی اونښانی شاترینی ته وه .                                             د شاترینی سره د سورګل د په مخامخ کیدو اود هکو اوپک کیدو کیسه دهغو دهمزلو له حلقی څخه دباندی ووتل اودهغو دمینی راز دکلی دځنو خلکو غوږونو ته ورسید ، کله چی شاترینی د سورګل د مینی له  کیسی څخه د خپل  خورلنډی  له خولی  څخه واورید ،  ډیر وارخطا شو اوله ډیر پاکی او  پاک لمنی  څخه  ددی خبری په اوریدو سره دهغه له سترګو  څخه   د هغه اوښکی دهغه په  نورانی مخ  لکه د مرغلری دانی  په څیرپه څڅید و راغی او  داځکه  چی هغه  په  سورګل باندی نه پوهیده چی د شاترینی د مینی په  آ باسین کی لامبووهی، نوشاترینی ددی دپاره چی دهغه اودسورګل دمینی دکیسی لمن  لاپسی  پراخه  ونشی  اوهم  د کلی خلکو ته  خپل  بی ګناهی  اوپاک لمنی ثا بت اوښکاره کړی ، نو  پریکړه  وکړه  چی  نور به  له خپل  کوره دباندی نه وځی اواوبوپسی دنورو پیغلو سره به ګدر ته نه ورځی ، سورګل کله چی دشاترینی دکوره دنه وتلو له پریکړی څخه خبر تر لاسه کړ ، نوپر سبایی خپل د اغوستو څوجوړی کالی په یوه دستمال کی راتاواوهغه یی راغوټه کړل  اوبی له دی  څخه  چی  څوک  خبر کړی له کور او له کلی څخه په کراره ووت  اود څو ورځو په تیریدو سره ځان پیښورته ورسول ، اومهاجر شو ، وروسته دسورګل له وتلو څخه اودهغه له تریتم کیدو څخه دکلی دهلکانو اودهغه دهمزولو په مینځ کی تشویش اوخپګان راپیدا شو اوهریو دبل څخه پوښتنی کول چی سورګل څه شو اوچیری لاړ ، دغه ګونګسی او د سورګل د تریتم کیدو کیسه دهغه دملګرو په حلقو کی تر زیات وخت ښکته او پورته کیدل ، دسورګل دتریتم کیدو کیسه لا دیاده نه وه وتلی چی دکلی اودکلی د شاوخوا حالات دهری ورځی په تیریدو سره ناامن کیده ، دی خوا اوهغه خوا داړه ماران او غله را پیدا اود شپی له خوا کورونه غلا کیدل مرکزی دولت خپل واک دلاسه ورکړی  وه او  په هر کلی  اوباڼده  کی چرسی ، بنګی ، بیکاره ، بیسواد ،  ایله ګشت ، قمار بازاو بی اد بوسره  د شکولو ، لوټولو اود غلا  کولو بانډونه جوړکړل امن  اوامنیت له  مینځه لاړ ، د کلی دخلکو په زړونو کی واسواس ځای ونیول اودکلی هر کورنی ډاریدل چی دهغه عزت ،برم، وقار،اوسرلوړی دغلو او د داړه مارانو په وار او ګ‌ذارسره دخاوری سره خاوری ونشی اودهغو دکورنی پرحرم باند تیری ونشی مصون ځای ته د پناه وړلو  په  بند وبست  کی سوچ کولی ، نو د همدی ډار په نطر کی  نیولو سره د شاترینی پلار چی یو مدبر سړی وه دځان سره پریکړه وکړ چی له کلی او وطن  څخه ووځی ،  او پیښور ته کډه وکړی ،اوهلته مهاجر اوسی ، هغه ددی په خاطر پیښور ته لاړ  چی هغه اودهغه کورنی په پښتو ژبی باندی ګړید له ، نو په پیښور کی به د ژبی د ستونزی سره مخامخ نشی ،  نو دهمدی پریکړی پربنیاد هغه د سفرتوشه برابرکړاوبل ورځ مازدیګرناوخته په ترږمی  کی خپ اوچپ دشاترینی اود خپل میرمن او وړه لور ګلثمی سره له کور اوله خپل کلی ووت او وروسته د یوی اودوی ورځو په موده کی ځان پیښور ته ورسول  او د مهاجرینو په یو  کمپ کی ځای پرځای شو . د شاترینی پلارچی کله هم پیښور خو لا  څه  چی هيڅ دوطن څخه دباندی نه وه وتلی ، حیران  وه چی  څه وکړی اود خپل دکورنی ورځنی  اړتیا  څنګه   پوره اوبرابر کړی اوچیرته لاړ شی ، هغه  هره  ورځ په چرتُونوکی ډوبیدل  اولاره  تری ورک  وه  چی څه وکړی ، له ورځو څخه  یو ورځ دشاترینی پلار بازګل کاکا  چی د خپل  خیمی څخه د  باندی وتلی وه  اوپلی قدم  وهل یو ناڅاپه پر سورګل باندی کوم چی هغه په همدی کمپ کی ژوند کاوه سترګی ولګیدل چی مخامخ دهغه په لوررا روان دی  ، کله چی دسورګل سترګی پر بازګل کاکا باندی ولګید،نوهغه منډه وکړ اود بازګل کاکا سره روغبړ اود هغه لاسونه د کلی په دود  سره ښکل کړ، بازګل کاکا هم دکلی په دود سره د سورګل سر ښکل کړ او دواړه سره په مرکه پیل  وکړ د کلی اوله کلی څخه  دوتلو کیسی یودبل سره رداوبدل کړ ، بازګل کاکا دشاترینی اود سورګل دمینی له کیسی څخه هیڅ پوهاوی نه درلود اودهغی کیسی څخه هیڅ خبر نه وه ، بازګل کاکا دسورګل په لیدو سره  ډیر  خوشحال شو اودځانه سره وویل چی اوس د سورګل په مرسته سره به دلته د ژوند لاره به پیدا کړم  اودا ځکه  چی سورګل له ډ یره  وخته راهیسی د لته مهاجر شوی اوددی ځای په ټولو لارو چارو  سره  بلد سړی دی،  سورګل چی په ریښتیا سره یو باحیا ، زړه پاک نارینه ځوان اود کلی په ټولو خلکو باندی ګران وه  اوتل  یی دخپل مشرانو  قدر سا تل ،  نو د بازګل کاکا  په  لیدو سره هغه ته خپل خوشحالتیا ښکاره کړ  اوبازګل کاکا ته وویل چی زه ستا سی په چوپړکی یم  د ستاسی هر امر اوخد مت ته حاضر یم ،دسورګل دغه  څرګندونی بازګل کاکا ته  د زړه د اخلاص اود شا ترینی د مینی درغبت له مخی وه چی په اصطلاح هم خرما وه اوهم ثواب . وروسته  د  یو لنډ  مرکی  او  روغ بړ  څخه سورګل د با زګل کا کا د خیمی ا درس اولمبر له هغه څخه تر لاسه کړ اوبازګل کاکا ته وویل  چی  زه اوس کار ته روان یم او ستا سی  حضور ته انشاه الله سبا ته به راشم اوڅه چی ځما دلاسه پوره وی هغه به تر سره کړم نو د سباترلیدوځما سلامونه دخپل کورنی محترمی  غړی ته ورسوی  دسورګل د تلو نه واپس بازګل کاکا خپل خیمی ته راستون شو  او کله  چی  پخپل  رنګینه نیمسی باندی کیښیناست نو خپل  میرمن  ته غږ  وکړ چی د شاترینی موری   ما ته  یوه پیاله  چای  راوړه اوراځه را سره نژدی کیښینه  چی تا ته می یو  زیری راوړی  چی  د هغه په  اوریدو سره به ډیره خوشحاله شی ، دشاترینی مور سمدلاسه له ترموزڅخه په یوه پیاله کی ګرم چای راواخیست اوپه یوه پطنوس کی دیو نعالبکی ګوړی سره راغی  اود خپل  میړه په  مخ  کی پطنوس کیښود او کله چی د خپل میړه سترګی ته وکتل ولیدل  چی  میړه یی   ډیر خوشحال  معلومیږی ،  نو سمدلاسه د خپل میړه څخه پوښتنی وکړ چی د شاترینی پلاره ووایه چی ما ته ستا زیری څه دی او نن  څنګه ډیر خوښ ښکاری ، نو  بازګل کاکا  خپل  میرمن  ته وویل چی  هوکی  په ریښتیا  سره خوشحال یم او هغه داچی نن می سورګل دښایسته ګل ځوی ولیدل کوم چی هغه هم په همدی کمپ کی ژوند کوی ، اوهغه راسره وروسته له روغبړ وعده راکړ چی سبا ستاسی خیمی ته راځم اوهر څومره چی ځما د لاسه خدمت تر سره کیږی  له تاسو څخه به ونه سپموم ،اوتا سی ته ددی ځای په اړین ټول معلومات ورکړم او څه لاری چاری به درته وښیم ،د شاترینی مور ددی خبری په اوریدو سره لا پسی ډیره خوشحاله  شو اود هغه  خوشحالی دبازګل کاکا دخوشحالی نه څوچنده په دی کی زیات وه چی دیوی خوا دهغو دژوند لاره د سورګل  په مرسته سره رونق نیسی اودبلی خوا څخه به دهغه دلور دنیک مرغی ډیوه به روښانه شی ، اوهغه داچی د شاترینی مور د سورګل اودشا ترینی د مینی له کیسی څخه خبر وه .شاترینی دخپل خورکی ګلثمی سره په دی وخت کی اوبو پسی تللی وه او په خیمه کی نه وه ، شاترینی په دی نه پوهیده چی مور یی د هغه اود  سورګل  له کیسی خبر دی ، نوکله چی شاترینی داوبو د منګی اود ګلثمی سره بیرته خیمی ته راستون شو ، مور اوپلا ر  ته سلام واچول  اود اوبه  منګی یی ځای په ځای کړ اوکله  چی خپل  مور او پلار ته ځیر وشو ولیدل چی دهغه مور اوپلار ډیر خوښ او خوشحال معلومیږی نو د ځان سره  وویل  چی په  دوی باندی څه شوی  چی دومره سره خوشحال معلومیږی ، دشاترینی مور چی دمینی،ګد ر،منګی،اود ګدردلاری دکیسی اودسرګذشت ډیری تجربی درلوده ډیره هڅه کول چی  شاترینی  ته ځان  داسی په اصطلاح  سره ناګار او یا نااګاه واچوی چی ګواګی د شاترینی اودسورګل دمینی له کیسی څخه هیڅ خبرنه دی .نود همدی مطلب په نظرکی نیولوسره  شاترینی ته وویل چی ځما او د ستا د پلار خوشحالیتا له دی امله دی  چی ستا  پلار پرون دکمپ په هغه بل خواکی د سور ګل سره لیدلی ، چی هغه هم په همدی کمپ کی ژوند کوی ،  نو هغه سبا د لته راځی اوستا پلار ته ددی ځای لاری چاری ښیی ،  شاترینی  چی د خپل هوښیاری مور لور دی ،نوخپل مور ته وویل چی موری دا کوم سورګل دی ما خو ونه پیزانده ، موریی ورته وویل د ښایسته ګل ماما ځوی ، هغه چی له کلی څخه یو ناڅاپه تریتم شوی وه ،  دغه دی  اوس  د لته شپی اوورځی سبا کوی ، خیر په هر صورت سبا چی دلته راغی ته به هغه وپیژنی اودرپه یاد شی . شاترینی کله چی  د سورګل  دراتلو خبر د  خپلی مور دخولی څخه واورید په چرت کی ډوب شو او  د  ځان سره وویل چی دا همغه سورګل دی   چی ما  سره  په مخامخ کیدو تیت اوپیت کیدل که سبا ته هغه راشی او ځما په لیدو سره  ځما د مور اوپلار  په مخ  کی  هک اوپک شی  او ولړځیږی ، ایا ځما مور اوپلار ځما اود هغه د مینی  په کیسی باندی  بوی  بر ونشی ،   او که چیری پوه شی  څه به  را پیښی   شی ،  شاترینی  په همدی چرتونو کی ډوب وه چی موری پری غږ وکړ، شاترینی دلته راشه ، شا ترینی  راغی ،موریی  ورته وویل چی په سر اوویښتو کی دی لاس وواهه او پاکی جامی دی هم سبا ته  واغوندی  چی  سورګل  راځی ، اودهغه په زړه کی ونه ګرځی  چی  دوی د خپل اولاد له حال  او وضعیت  نه بیخبر  دی ،  هرڅومره   چی دیوکورنی غړی پاک اوستره وی د هغه کورنی د ښه ادب اوتربیی څخه استازیتوب کوی سربیره پرهغه ځما سره به هم دډوډی په تیارولو کی به مرسته کویی .  شاترینی دخپل مور خبری واوریده  سبا ته سر اولاس پریمینځل او ستره کالی په تن کړدمورسره دډودی په تیارولو کی مټی  راونغړل  ، هماغه وه  چی  سورګل دوعدی  سره   سم  د  بازګل  کاکا خیمی  ته ځان  را ورسول ،اوکله چی دخیمی په دننه کی شو دبازګل کاکا اود  بازګل کاکا د میرمن سره روغبړ وکړ ، نو د هغه دراسته خوا نه  شاترینی  په ډیر ارام  او نزاکت  سره سورګل  ته  سلام  واچوه  او سورګل ته ستړی  مشی ورکړ،  کله چی د سورګل سترګی  پرشاترینی  ولګید اودهغه سلام واخیست،  نود  سورګل  په تن کی یوڅه لرزه را پیدا شو اودهغه په  مخ  یوڅه  خولی راغلی ، سورګل د خپل د مخ  خولی په دستمال سره سر په سر پاکول او هڅه کوله چی ځان ونه بایلی ، په دی وخت کی بازګل کاکا له سور ګل څخه وپوښتل  چی ګرمی خو دی نه کیږی ، نو سورګل دبازګل کاکا په ځواب کی وویل  چی  نن  یو څه ګرمی دی ،  حال  داچی د شاترینی د مینی ګرمی یو ځل بیا دهغه په زړه کی ور دننه شوی وه اولمبی کول ، شاترینی په کیسه باندی سر تر پایه پوهید له چی سورګل ولی لرزیږی اوپری خوله راځی ،نودهمدی علایمو په لیدو سره د سورګل د مینی اور د شاترینی رګونه  اوزړه  هم  ګرموله او دواړو زړونه یواوبل ته د مینی دتلپاتی دوستی بستر غوړول ،سورګل دشاترینی دمور اوپلار سره دغرمی ډودی وخوړ ،او دکلی اووطن څخه سره ډیری مرکی وکړ ، دسورګل کاکا سره یوځای دباندی  ووتل ، اود کار وبار په مورد کی سورګل کاکا ته پوره لارښونه وکړ ، دهمدی لمړی ورځ نه وروسته د  سورګل  تګ اوراتګ دبازګل کاکا خیمی ته پیل شو ، وروسته له یو مودی څخه دسورکل او د شا ترینی د مینی غوټی  په څپړیدو راغی  او سورګل دبازګل کاکا دکور دیوغړی په صفت موقف ترلاس کړ او د شاترینی د مور اوپلار ټول ستونزی  د سورګل  په هلو  ځلو سره  حلیدل اود هغوی دوستی او کلیوالی لا پسی ښه کیدل ،  تر هغه چی دڅو میاشتو په تیریدو سره دشاترینی مور  په دی صلاح شو چی دخپل میړه سره د شاترینی دبرخه لیک په اړین مشوره وکړی  او  د سورګل سره د شاترینی کوژده وکړی ،  بازګل  او دهغه  میرمنی په دی سره موافقه وکړ چی د شا ترینی  سره باید  په  دی  اړین مشوره وشی  اود هغه موافقه اویا عدم موافقه تر لاسه شی ، دشاترینی مور چی  له کیسی  نه پوره خبر وه ، نوپه دی ډاډه   وه چی  شاترینی د خپل دمور خبری په ځمکه کی نه اچوی ، نوکله  چی  موریی  هغه  ته د سورګل  سره د کوژدی  کولو  په اړین خبری وکړ نو شاترینی  خپل  مور ته  وویل  چی ځما واک اواختیار  دتا او ځما دپلار  په لاس کی دی ، هر رنګ تصمیم چی نیسیی زه ستاسی د پریکړی سره موافق یم  ، لنډه داچی دیوی هفتی څخه وروسته د شاترینی اود سورګل سره کوژده  او د دواړو د مینی ډ یوه بل شو او د نوی ژوند ورځی یی په  پیښور کی  پیل او د نوی ژوند  په پیل سره بازګل سره دخپل کورنی، شاترینی اوسورګل  ټول له کمپ څخه ووتل او په  اکوړه کی  یوکور  په کرایه ونیول او هلته د خپل د خوشحالتیا ژوند ته نوی رونق اوسمبال ورکړ اوشاترینی دهغه دزخمونو دملهم پټی وګرځید .
په درناوی