دقندهار له باتورو فرهنګیانو څخه مننه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســــــــــــــــــمل
موږ بایرن مېشتي افغان فرهنګیان دقندهار په فرهنګیانوویاړو چې هلته یې له حامدکرزي سره ونه لیدل، دا د دوی دجدي غبرګون اولوړ همت څرګندونه کوي .
د قندهار فرهنګیانو د ښاغلي محمــــدیار یار په مشري پخوا په کابل کې له حامد کرزي سره لیدلي و، دوی هر اړخیزې ستونځې کرزي ته ورپه ګوته او هغه
ورته ډېرې وعدې ورکړې وې خو له بده مرغه چې یوه یې هم تر سره نه کړه .
نږدې یوه لسیزه کیږي چې دنوي استعماردېوانو زموږ په غیرتمن ولس او پاکه خاوره داسې یوڅوک وتاپه چې دخپل قام اوهیواد دسختې تباهي اوذلت سبب وګرزېد .
حامد کرزي په خپله دوره کې کله دمصلحت او کله د سولې او امن د ټینګښت په پلمه هغه غله او داړه ماران له ځانه تاو او ونازول دکومو چې لا تر اوسه پورې زموږ د مظلوم ولس په وینو زامې لړلې دي .
دا جنګي جنایتکاران نه تنها په معنوي لحاظ حامد کرزي په پښو ودرول بلکې له مادي اړخه یې دومره لوړ کړل چې اوس زموږ دهیوادپه سرنوشت هرډول لوبه چې وغواړي کولای شي ، همدا راز د دیموکراسي په نوم راغلو نابللو زموږ دولس لاس او پښې داسې ټینګ وتړل چې خلاصون یې تر ډېرې مودې پورې ناشونی بریښي .
څه چې موږ فرهنګیان نن ورځ کولای شوهغه دهمت ناره ده مانا هرځای چې اوسوبایدپه سـولیز ډول دخپل حق غوښـتنه وکړو همدا کار د ښکلي قندهار فرهنګیانو وکړ چې موږ یو ځل بیا ورڅخه د زړه له تله مننه کوو، له نورو فرهنګیانوڅخه هم داهیله کووچې ورته ګامونه اوچت او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل سـولیز غبرګونونه وښيي .
موږ د زور، جنګ اووحشت له لارې هدف ته رسېدل محکوموو، موږ فرهنګیان دسولې اوزغم لار دانسانیت او بریالیتوب لارګڼو .
باید زیاته کړو چې دقندهار دمېړنیو فرهنګیانودا مهم تاریخي ګام به د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت شي .

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه